لنډیکوتل په لرې پرتو سیمو کښې د مډل او های سکول نشته

ددې علاقې زده کوونکي د سختو مشکلاتو سره مخه دي د علاقې مشرانو په آلاچه،برګ او بازار ذخه خیلو کښې د مډل،های سکول جوړولو مطالبه کړې

 

نصیب شاہ شنواری

هر قوم او ملک د ترقې راز په تعلیم کښې پټ دې، په تیر شوې وخت کښې که د قومونو او ملکونو په کامیابې او ترقې نظر واچولې شي نو دا پته لګي چې دې قامونو او ملکونو د تعلیم په وجه کامیابي او ترقي حاصله کړې وه.

انسانې ژوند وس په ۲۱ یووشتمه صدې کښې داخلیږې، دا صدې د علم ،تحقیق،ساینس او ټیکنالوجي صدي ده، د دنیا قومونو په ساینس او ټیکنالوجې کښې ډیر پرمختګ کړې دې. د دنیا قومونه د تعلیم په وجه د ساینس،ټیکنالوجې په میدان کښې ډیر مخکښې تلي دي او هم دغه تعلیم دې چې دوی نن خودکفیل ژوند تیروي خو دا ډیره د بدقمستې خبره ده چې د ضلع خیبر لرې پرته او پسمانده سیمه بازار ذخه خیل آلاچه او کونجونه داسې علاقې دي چرته چې د ځای زده کوونکو دپاره مډل او های سکولونه نشته او دغه زده کوونکي تقریبا شپږ کلومیټره پیاده مزل کوې او مډل او های سکولونو ته ځې چې تعلیم حاصل کړي.
د سرکاري سرچینو مطابق د لنډیکوتل لرې پرتې سیمې کرمنې آبادي ۷۲۰۰،اووه زره او دوه سوه، د آلاچې آبادي ۳۴۰۰،درې زره او څلورسو اود برګ آبادي ۵۳۰۰،پنځه زره او درې سوه ده.
د تعلیم محکمې اهلکارو مطابق په کرمنه کښې یو های سکول، په برګ کښې هم یو مډل سکول جوړ کړې شوې دي ، د آلاچې په علاقه کښې هم د مډل سکول عمارت جوړ شوې ولې دې سکول ته لا تراوسه سټاف نه دې ورکړې شوې.
د آلاچې علاقې د شپږم کلاس زده کوونکي فواد،صداقت او د پینځم ټولګي عطاالرحمان،جهاد خان آفریدي اوویل په خپله علاقه او کلي کښې د مډل یا های سکول د نشتوالي د وجهې د ډیرو سختو ستونزو سره مخ یو او روزانه تقریبا شپږ کلومیټره مزل کوو. دوی اوویل چې په کرمنه کښې جوړ کړې شوي ګورنمنټ های سکول بادشاه میرکلي ته ځي چې د لسم ټولګي پورې تعلیم حاصل کړي.


دوی اوویل چې په سخته ګرمې او یخني کښې ددوي دپاره دغه پیدل مزل یو ډیر مشکل کار دې.
جمیل چې په اتم کلاس کښې سبق وای د بازار آلاچې اوسیدونکې دې ، په خپل کلي کښې خو ی د مډل سکول عمارت جوړ دې ولې دې سکول ته سټاف یعني استاذان نه دې ورکړې شوي چې له وجهې ی ددې ځاې زده کوونکي د خپل کلي نه په ډیره فاصله پراته مډل او های سکولونو ته ځې چې تعلیم حاصل کړي.
جمیل میډیا سره په خبرو اترو کښې اوویل چې ددوی په علاقه کښې سکول ته سټاف نه دې ورکړې شوې او ددې ځای زده کوونکي لرې علاقې کرمنې ته ځې چې خپلې زده کړې جاري وساتي.
نوموړي اوویل چې ددې ځای زده کوونکي سحروختي پاڅي او په سخته ګرمې او یخنې کښې تقریبا شپږ کلومیټره مزل کوي او د کرمنې های سکول ته ځي، نوموړي اوویل چې مونږ ته د سکول ته د تلو دپاره ګاړې په لاسه نه راځي او همیشه پیدل سکول ته ځې چې دا یو ډیر مشکل کاردې. دوی مطالبه اوکړه چې دوی دپاره دې د ټرانسپورټ بندوبست وکړې شي یا دې ددوی په کلي کښې مډل سکول ته سټاف ورکړې شي چې دغه لویه مسله او مشکل ی هوار شي او په خپل کلي کښې په آسانې سره زده کړې وکړي.
ددې سکول یو بل زده کوونکې محمد شریف هم څه داسې اوویل چې دې د بازار ‌ذخه خیلو کونجونو علاقې نه راځي، دوی اوویل چې ددې په علاقه کښې مډل او های سکول نشته او هم دغه وجه ده چې ددې علاقې زده کوونکي پرایمری تعلیم مکمل کولو نه پس سختو مشکلاتو سره مخ کیږې او ډیرزده کوونکي د سبق په پریښودولو مجبوره کیږي.
په برګ کښې په ډیوټي مقرر شوې یو استاذ کلیم میډیا ته اوویل چې د کرمنې نه برګ پورې فاصله به تقریبا ۸ اته کلومیټره وی او هم دومره فاصله به د برګ نه تر کونجونو پورې وي چې ټوله تقریبا ۱۶ شپاړس کلومیټره جوړیږي.
هم ددې سکول یو بل زده کوونکي عبدالمهاد اوویل چې زه هم د آلاچې علاقې نه د کرمنې های سکول ته راځم او په لار باندې همیشه داسې وشي چې زده کوونکي د ګاړو نه اوغورزیګي.
عبدالمهاد اوویل چې دوی سره په خپله داسې بده پیښه رامخې ته شوه چې زه په خپله د ګاړي نه اوغورزیدم او زخمي شوم .
د افسوس خبره دا هم ده چې دا زده کوونکي ددې ګاړي مالک هسپتال یا بل کوم د صحت مرکز ته بونتلو چې هلته ی علاج اوشی، دې زده کوونکي اوویل چې په خپله باندې د صحت مرکز ته ورغلو او هلته نه ی دوای ترلاسه کړه.
نوموړي مطالبه وکړه چې ددې علاقې زده کوونکو مشکل دې حل کړې شي او په آلاچه کښې دې مډل او های سکول ته استاذان ورکړې شي چې ددې ځای زده کوونکي په خپله علاقه کښې د مډل او های سکول درجې پورې زده کړې ترلاسه کړي.
هم ددې سکول یو بل زده کوونکي اوویل چې ددوی کلي نه سکول ډیر په لرې فاصله پروت او ددې کلي زیات خلق غریب دې او د سکول دپاره د تګ راتګ دپاره د ټرانسپورټ بندوبست نه شي کولي او نه روزانه د ټیکسي ګاړو کرایه ورکولې شي.
دوی اوویل چې دا زده کوونکي غواړي چې اعلی تعلیم حاصل کړې خو د غریبې د وجهې اکثر زده کوونکي سبق په پریښودو مجبوره شی. دوی مطالبه اوکړه چې ددې علاقې زده کوونکو دپاره دې حکومتي چارواکي د ټرانسټورټ سهولت ورکړي چې دغه زده کوونکي تعلیم حاصل کړي او یا دې زمونږ په کلیو کښې مډل او های سکولونه جوړ شي او د اول نه جوړ شوي مډل سکول ته دې استاذان ورکړې شي چي زمونږ د علاقې خلق هم لکه د نورو علاقو په شان د لسم ټولګي پورې سبق اووایي.

میډیا سره په خبرو اترو کښې ددې ځای اوسیدونکي ضیا آفریدي اوویل چې دلته خلق غواړي چې خپل بچي ی تعلیم حاصل کړې ولې د مډل سکول او د های سکوتل د نشتوالي په وجه ددوی ماشومان تر اتم او لسم ټولګي سبق نه شي حاصلولې او د پرایمرې سطح پورې تعلیم حاصلولو نه پس د تعلیم نه محرومه شي.
نوموړي اوویل چې ددې علاقي تقریبا ۲۰۰ دوه سوه زده کوونکي روزانه د کرمنې های سکول ته ځې او ددوې پلاران نه شې کولې چې دوی دپاره د ټرانسپورټ بندوبست وکړي ځکه ډیر پلاران غریبه دې او د ټرانسپورټ کرایه ورکولو طاقت نه لري.
نوموړي اوویل چې دلته د مډل سکول عمارت جوړ شوې دې او حکومت نه ی مطالبه وکړه چې دې سکول ته استاذان ورکړي چې ځای خلق هم په دې سکول کښې تراتم ټولګي تعلیم حاصل کړي.
نوموړي اوویل چې د پینځم او شپږم کلاس زده کوونکو عمرونه هم کم وي او روزانه دې کم عمر ماشومان دپاره دومره زیات مزل کول ددوي په صحت هم بد اثر کوي او اکثر ماشومان ددې ډیر مزل کولو د وجهې بیماران کیږي.
ددې علاقې مشرانو نورست خان، حاجي مراد، فتح ګل، حلیم ګل،بلال، محمد ګل او آبادخان هم د میډیا په ذریعه د خیبرپښتونخوا وزیراعلی او د تعلیم محکمې چارواکو نه مطالبه وکړه چې ځمونږ په علاقه کښې جوړ کړې شوي مډل سکول ته دې زر ترزره استاذان ورکړې شي چې ددې پسمانده علاقې ماشومان او ځوانان هم لکه د نورو علاقو خلقو په شان تعلیم حاصل کړي.
دې مشرانو دغه غوښتنه هم وکړه چې په دې علاقه کښې د های سکول عمارت هم جوړ کړې شي چې د مډل سکول یعني د اتم پورې تعلیم حاصلولو نه پس دغه زده کوونکي د لسم جماعت پورې هم په خپله علاقه کښې تعلیم حاصل کړي.
زده کوونکي چې په سخته ګرمې او یخنې کښې دومره زیات پیدل مزل نه پس سکول ته رسې، دا مزل او د بدن ستوماني ددې زده کوونکو په صحت او تعلیم کوم بد اثر کوي،په دې حقله مو ماهر تعلیم او د انګزیزې مضمون سینیر استاذ شیر عالم شینواري نه چې پوښتنه وکړه چې دومره زیات مزل کول ددې زده کوونکو په صحت او تعلیم څه اثر کوي، نو دوی اوویل چې دا مزل په زده کوونکو ډیر بد اثر کوي.
نوموړي اوویل چې کله دا طالب علمان دومره زیات پیدل مزل کوي نو دې سره دوی ډیر ستومانه کیږي او بیا په سکول کښې سبق په زده کولوکښ ډیر مشکل لري.
نوموړي اوویل چې هم دغه ستوماني بیا دوی د سبق یادولو په عمل کښې روکاوټ جوړ شي او دوی نه شي کولې چې په پیریډ کښې د استاذ لیکچر او داسې نورې اهمې خبرې په غور واوري او یادې ی کړي.
نوموړي اوویل چې د سکول چټهې په وخت خو ماشومان د اول نه ستومانه وي او بیا چې دومره ډیر پیدل مزل وکړي او کورته لاړ شي نو دې مزل سره دغه ماشومان نور هم ستړي شي او بیا د سکول کار په آسانه نه شي کولې چې نتیجه ی دا شي چې هم دغه ماشومان د سکول او بورډ په امتحانونو کښې ناکامه کیږې او د موراو پلار دپاره هم د مشکل سبب ګرځي.


دوی اوویل چې د هر عمر والا زده کوونکو باندې دغه مزل بد اثر کوي خو د پرایمري سکول ماشومانو، د مډل سکول زده کوونکو او دغسې د کم عمرنورو زده کوونکو باندې دغه پیدل مزل ډیر بد اثر کوي.
نوموړي اوویل چې کله سکول د ماشومانو د کور نه په ډیره فاصله وي او دغه ماشومان په ټیکسي موټرو کښې سکول ته ځي نو بیا هم دغه فاصله او په موټرو کښې مزل په دې ماشومانو ډیر بد اثر کوي او ددې ماشومانو زده کړې ډیرې بدې متاثره کیږي.

نوموړي اوویل چې ددې مشکل حل دادې چې حکومت په هغه علاقو او کلییو کښې مډل او های سکولونه جوړ کړي چې ددې علاقې ماشومان د ډیر پیدل مزل نه بچ شي او په خپل کلې کښې تر لسم ټولګي سبق اووايي.

د ګورنمنټ مډل سکول برګ زرجان کلي هیډماسټر هدایت آفریدی اوویل چې ددوی سکول کښې د زده کوونکو تعداد څه کم او زیات ۳۵۰ دې ولې په دې سکول کښې د استاذانو تعداد کم دې .
نوموړي اوویل چې د بازار ذخه خیلو سیمې نه هم ددوې سکول ته په ګنړ شمیر کښې زده کوونکي راځي، دوی اوویل چې د ضلعي ایجوکیشن آفیسر دفتر نه ورته دا ویل شوي دي چې د راروان د تعلیمي کال په شروع کښې به دې سکول ته استاذان ورکړې شي.
نوموړي اوویل چې زمونږ په سکول کښې د ساینس استاذ، د اسلامیات او عربي استاذ تروسه پورې نه دې مقرر شوې او غوښتنه ی وکړه چې زمونږ په سکول کښې دې د استاذانو کمې پوره شي چې په سکول کښې د زده کوونکو تعلیمې او نور معاشرتي او اخلاقي تربیت ی وکړي.

کله مو چې د ډسټرکټ ایجوکیشن ضلع خیبر په دفترکښې یو اهلکار نه پوښتنه وکړه چې د آلاچې او برګ علاقې زده کوونکي په ډیر تکلیف دې او د پرایمرې سکوتل نه پس د زده کړو دپاره شپاړس کلومیټره او ۶ شپږکلومیټره لرې مزل کوي نو دوی اوویل چې د زده کوونکو دغه تکلیف ددوی په نوټس کې دې او په آلاچه کښې د مډل سکول دپاره عمارت هم جوړ شوې دې.
نوموړې اوویل چې د سکول مالک مکان او د ټهیکیدار ترمینځ یوه ستونزه رامنځ
ته شوې او کله چې په سرکاري سطح دغه عمارت ټهکیدار د ایجوکیشن محکمې ته حواله کړي نو بیا به ډیر زر د تعلیم محکمه په دې سکول کښې د استاذانو مقرر کولو ګام اوچت کړي.

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.