د یخنې په موسم کښې په لنډیکوتل کښې سیاسي درجه حرارت زیات شوې

نصیب شاه شینواري

د ضلع خیبر هیډکوارټر لنډیکوتل جغرافیای پوزیشن ډیر د اهمیت وړ دې، که یو طرف لنډیکوتل دملک دفاعي لحاظ سره ډیراهمیت لري نو بل طرف ته هم ددې ځای یعني د پاک افغان بارډر طورخم دلارې افغانستان او وسطي ایشیای ملکونو سره د ملکي تجارت له وجهې ملکي خزانې ته په اربونو روپې آمدن رسي او د مقامي خلقو دپاره هم د روزګار یوه ښه وسیله ده.

که څه هم ددې علاقې دفاعي او معاشي اهمیت ډیر دې خو ددې باوجود د لنډیکوتل علاقه په هر دور حکومت کښې پسمانده ساتل شوې او د خلقو د ښیګړې دپاره دلته ترقیاتي کارونه ډیر کم شوي دي.

نن صبا د لنډیکوتل سیاسي تودوخي یعني د سیاسي مشرانو د  سیاست درجه حرارت ډیر زیات شوې، د نومبر په اخیرو ورځو کښې د عوامي نیشنل ګوند صوبای صدر ایمل ولي خان او ددې پارټي نورو مخورو مشرانوغلام بلور د لنډیکوتل دوره وکړه او د خداې بخښلي قبایلي مشرمرحوم ملک نادرخان په حجره کښې ی ځای خلقو،ځوانانو او مشرانو سره ولیدل چرته چې د یوې لوی جلسې تابیا هم شوې وه.

ایمل ولې خان، د عوامي نیشنل پارټې ضلع خیبر صدر شاه حسین شینواري، ملک دریاخان آفریدي او نورو مشرانو دې لوی غونډې ته په خپلو وینا ګانو کښې اوویل چې د قبایلي سیمو خلق د بنیادي انساني حقونو نه محرومه دې او دا د پښتنو خلاف یو سازش دې.

مشرانو په حکومت تنقیدونه وکړل چې په قبایلي سیمو کښې خلقو ته د تعلیم او صحت بنیادي سهولتونه نشته او مطالبه ی وکړه چې ددې علاقو خلقو ته دې د ژوند بنیادي سهولتونه ورکړې شي.

د عوامي نیشنل پارټې مشرانو په حکومت نیوکې وکړې چې د سیکانو دپاره ی په کرتارپور بارډر څومره آسانې پیدا کړې نو هم دغسې آسانې دې د مسلمان ملک افغانستان سره هم په طورخم بارډرباندې پیدا کړې چې د دواړو ملکونو مسلمانان په آسانې سره یوبل ملک ته سفر وکړې.

دوی اوویل چې د یو سازش لاندي په طورخم بارډر باندې د حکومت غلطو فیصلو له وجهې افغانستان سره دوه طرفه تجارت خراب کړې شو چې له وجهې ی د ځای خلقو روزګار هم ډیر بد متاثر شوې دې.

د عوامي نیشنل پارټې دې جلسې نه پس د قومي وطن پارټې مشرآفتاب شیرپاو هم د لنډیکوتل دوره وکړه چرته چې نوموړي د مرحوم ګل حسن شینواري په کلي کښې یوې غونډې ته وینا وکړه.

آفتاب شیرپاو اوویل چې په افغانستان کښې امن په پاکستان کښې د امن دپاره ډیر ضروري دې او کله چې په افغانستان کښې امن او خوشحالي وي نو په پاکستان کښې به هم امن او خوشحالي وي.

په ۲۸نومبر د قومي وطن پارټې مشرانو په لنډیکوتل بازار کښې د پي ټي آی حکومت د لاسه د خوراکي څیزونو، د پټرولیم مصنوعاتو او د نورو روزمره د استعمال څیزونو د ګرانې په خلاف یوه احتجاجي مظاهره وکړه. د قومي وطن پارټې لنډیکوتل مشرانو په خپلو تقریرونو کښې اوویل چې د عمران خان حکومت خلقو ته د ژوند سهولتونو ورکولو کښې ناکامه شوې او نن د ژوند د ضرورت خر څیز هم ۱۰۰ فیصده ګران شوې دې چې ددې نه دا څرګندیږي چې دغه حکومت ناکامه دې او د خلقو د ښیګړې او ترقې دپاره هیڅ کومه ښه منصوبه نه لري.

د لنډیکوتل په سیاسي درجه حرارت کښې د نومبر په ۲۴ نیټه ډیره اضافه وشوه کله چې د پي ټي ایم مشر منظور پشتین د لنډیکوتل دوره وکړه اود لنډیکوتل خوګا خیلو سیمه کښې ی په یو حجره کښې مقامي ځوانانو او داسې نورو مشرانو سره ولیدل او یوې غونډې ته ی وینا هم وکړه.

په دې غونډه کښې رحیم ایډوکیټ، نظیف لالا،افتاب احمد شینواري ،مولانا حضرت الله،اسرار شینواري او نورو مشرانو هم ویناګانې وکړې.

مشرانو اوویل چې پښتانه ښه مسلمانان او د پاکستان وفادار دي او په دې باندې د غدارې لیبل لګول دروغ او بې بنیاد دې. مشرانو اوویل چې قبایلي عوامو او مشرانو ته ددې علاقو په معدنیاتو قبضه کول قبول نه دې او په صوبای اسمبلې کښې چې د قبایلي علاقو د معدنیاتو په حقله کوم بل پاس شوې، دغه بل ټول قبایلي عوام او مشرانو ته منظور نه دې او ددې بل مخالفت به په هر پلیټ فارم باندې کوي.

دوی اوویل چې دا کوم انصاف دې چې د کرتارپور بارډر باندې سیکانو ته سهولتونه ورکړل کیږې او په طورخم بارډر باندې ددواړو مسلمان ملکونو عوام د سختو مشکلاتو سره مخ دې. مشرانو مطالبه وکړه چې په طورخم بارډر دې هم د کرتارپور بارډر غوندې د افغانستان او پاکستان عوامودپاره آسانې ورکړې شي چې په دې بارډر باندې هم خلقو ته د روزګار موقعې په لاس راشي.

که څه هم دغه سیاسي مشران د لنډیکوتل دورې کوي، ددې سیاسي پارټیو مشران روزانه احتجاجونه کوي خوبل طرف عوام مایوسه دې او په روزانه ژوندکښې سختو مشکلاتو سره مخ دي.

دضلع خیبرعلاقو کښې د تعلیمې ادارو او د صحت مرکزونو او هسپتالونه کمې او که کوم شته دې نو په دې ادارو کښې عوامو ته آسانې او سهولتونه کم دي.

دلنډیکوتل آبادې څه کم او زیات پینځه لکه خلقو باندې مشتمل ده خو دا ډیره د افسوس خبره ده چې دلته په ډیرو علاقو کښې مډل سکولونه،های سکول او د جینکو او هلکانو د پرایمرې سکولونو د نشتوالي په وجه ددې ځای خلق د تعلیم بنیادي حق نه محرومه دې. د لنډیکوتل په شیخ ملخیلو، میردادخیلو او پیروخیلو علاقه کښې که د جینکو د پرایمرې او مډل سکولونو د نشتوالي له وجهې ځای جینکې د تعلیم بنیادې حق نه محرومه دې. که په کومو علاقو کښې پرایمرې سکول شته نو بیا په دې علاقو کښې د مډل سکول او های سکول نشته چې له وجهې ی جینکې د پرایمري سکول نه پس د تعلیم حاصلولو نه محرومه شي.

په لنډیکوتل کښې د جینکویو هاییر سیکنډري سکول دې چې وس عوامي نمایندګان په دې کوششونو کښې دي چې دې سکول ته د ډګري لیول درجه ورکړې.

میډیا سره په خبرو کښې د لنډیکوتل نه د پي ټې آي اقلیت په څوکې ټاکل شوې ایم پي اې ولس وزیر مسیح اوویل چې دوی په دې کوشش کښې دې چې د لنډیکوتل دې جینکو سکول ته د ډګري کالج درجه ورکړې شي.

نوموړې اوویل چې د تعلیم محکمې مشرانو سره ی ملاقاتونه کړې او ډیر زر به دې سکول ته د ډګرې کالج درجه ورکړې شي او ددې علاقې ښځینه به هم د ډګري لیول پورې د تعلیم حاصلولو جوګه شي چې له وجهې به ی په ښځو کښې د تعلیم شرح زیاته شي.

په لنډیکوتل کښې یواځنې ګورنمنټ کالج په کال ۱۹۷۰ کښې د بهټو په دور کښې جوړ کړې شوې او وس په دې کالج کښې د بي ایس کلاسونو هم شروع شوي، ځای طالب علمانو د حکومتي چارواکو شکریه ادا کړې چې وس ی دې کالج ته د پوسټ ګریجویټ کالج درجه ورکړې او مطالبه ی کړې چې کمپیوټر ساینس،اردو،کمسټري او دپولیټیکل ساینس د بي ایس کلاسونو سره سره دې په دې کالج کښې د فزکس،پښتو،انګریزي او داسې نور اهم مضمونونو د بي ایس کلاسونه هم شروع کړي چې ددې ځای زده کوونکو ته په خپله علاقه کښې د اعلی تعلیم حاصلولو موقع په لاس راشي.

د لنډیکوتل تحصیل په زرګونو آبادې ته د څښلو د اوبو په حاصلولو کښې هم ډیر زیات مشکلات رامخې ته  دياو ځای خلق یعنې ښځې او ماشومانې د لرې لرې علاقو نه په سرونو اوبه راوړي.

که څه هم د خیبر په علاقه کښې ټیوب ویلونه شته خو بیا په دې علاقو کښې د بجلې د لوډشیډنګ په وجه خلقو ته ډیر مشکلات وې او په ګنټو ګنټو بجلي نه وې چې له وجهې ی بیا په علاقه کښې خلقو ته ددې ټیوب ویلونو نه اوبه حاصلولو کښې مشکلات وي.

د وزیراعظم عمران خان او د خیبر پښتوخوا حکومت د طرفه  قبایلي علاقو د ترقې دپاره ۱۰ ارب روپې هم منظورې شوي کومې به چې په مختلفو ترقیاتي منصوبو خرڅ کولې شي.

دحکومت د طرفه داسې اعلان هم شوې چې شیلمان واټر سپلای سکیم به هم عملي کولې شي د کومې له وجهې به چې ټول لنډیکوتل ته اوبه سپلای کولې شي.

شیلمان واټر سپلای سکیم په کال ۲۰۰۵ کښې د هغه وخت ګورنر افتخارحسین اعلان کړې وو، ددې منصوبې ترلاندې به د کابل سیند اوبه د لوی شیلمان په علاقه لنډیکوتل ته د پیپونو په ذریعه منتقل کولې شي خو د هغه وخت حکومت دغه منصوبه عملي نه کړې شوه او وس هم له نه ده عملي کړې شوې.

که چرې دغه منصوبه عملي کړې شي نو د لنډیکوتل عوامو د اوبه دغه غټه ستونزه به هواره شي او ددې ځای زراعت ته به هم ډیره ترقي حاصله شي.

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.