د آزاد پښتونستان د تصور ګمنام خالق

مياں وکيل شاه فقير خيل

ډاکټر اورنګ شاه فقير خيل د رحيم شاه فقير خيل کره د صوابۍ په مانکئ کلي کې په 5 اګست 1896ع کې زيږدلي وو چې شجر نسب یې دا رنګه ده :
اورنګ شاه بن رحيم شاه بن ثمر دين بن قمر دين بن شهيدالدين بن شيخ افريد ګل بن محمد صديق بن جميل خان ( فقير بابا ) بن شهباز خان بن يحي خان بن اکوړ خان بن درويش محمد
ډاکټر اورنګ شاه د پلار د وفات نه پس د هغه قابلي مور تربيت وکړو , لسم جمات یې په 1910ع کې د پېښور په سکول کې په اوچتو نمبرو سره پاس کړو. پیرنګي ډپټي کمیشنر هغه ته هغه وخت د تحصيلدارۍ پیشکش اوکړو خو ده هغه په فکر او خيال کې د پښتون قام او ژبي د پرمختګ او سوکالۍ د پاره غورځنګ وو هغه دغه پیشکش نه انکار اوکړو او پوهه شو چې وس مې پیرنګي نور نه پرېږدي، لاړو جرمني ته د هغه ځاي نه بيا کيليفورنيا ته لاړو او هلته یې په 1916ع کې د انجمن خېر خوا ښان افغان په نوم انجمن جوړ کرو او په 1928ع کې یې د ازاد پښتونستان انجمن امريکه په نوم کيليفورنيا رياست سيکرامنتو کې بنياد کېښود چې دی یې رئيس شو او دغه شان د اذاد پښتونستان د تصور خالق وګرځيدو
ډاکټر اورنګ شاه به د پښتونستان ورځ په امريکه کې هر کال لما‌نځله. کله چې ډاکټر اورنګ خبر شو چې په پښتونخوا کې باچا خان د پښتنو د بيدارۍ او د پیرنګي خلاف یې بيرغ اوچت کړي او د پښتنو د بيدارئ دپاره د پښتون مجلې اجرا کړي ده نو بيا ده د باچا خان پښتون مجله ته يئ 500 ډاالر هم چنده ورکړي وه ده په امريکه کښې د لياقت علي خان خلاف په تورو جنډو سره هغه وخت مظاهره هم کړي وه کله چې حکومت باچا خان ګرفتار کړی وو.
ډاکټر اورنګ شاه په امريکه کي د هارډورډ يونيورسټۍ نه ميډيکل ايم ډي کړي وه او يو لوي سايکاټرست ډاکټر وو خپل هسپتال یې جور کړي وو د ډاکټر اورنګ شاه په امريکه کې د مايکل اورنګ سره واده شوي وو او د دري
زامن یې وو نومونه یې دا رنګه وو
سردار شاه، پښتون شاه، نعيم شاه او لور يې عائشه اورنګ ډاکټر اورنګ د پیرنګي په سازش هغه وخت شهيد کړي شو کله چي هغه په هسپتال کې د مريضانو د کتلو د پاره ګرځيدو نو يو انګريز لواټو نومي هغه وخت وويشتو وو او شهيد یې کرو او د هغه د وصيت مطابق افغانستان ته یې مړی راوړي شو او په شاهي مقبره تپه مرنجان کښ، د ظاهر شاه باچا په حکم دفن کړي شو په هغه ورځ په ټول افغانستان کې بيرغ ښکته و او چوټي وه کله چې دده مړې راوړی شو نو هواي ډګر ته د کالجونو پوهنتون طالبعلمان او باچا خان ايوب اچکزۍ سردار داود خان تلي وو۔
دوې په 25ـ اګست 1966ع کې شهيد کړي شو په , په جنازه کې یې سردار داود خان، سردار هاشم خان، باچا خان، ايوب خان اچکزي. عبدالله خدمتګار بختاني او نوروګڼو نوميالو ګډون کړی
ارواښاد محمد موسی شفيق ارواښاد صديق الله رشتين صيب ته د ډاکټر اورنګ شاه د شهادت په وخت په يو ليک کښې داسې ليکي
زمونږ ګران رشتين صاحب
سږ کال د اګست په ۲۶ ورځ يو سهار چې ما د سانفرانسسکو په پلازه هوټل کښې د سبايی اخبار پاڼې بيرته کړی هلته مې په غټو ليکو سره ولوسته ‌‌‌”په ګرامنتو کښې يو طبيب ووژل شو” او دغسې وه چې زه د ډاکټر اورنګ شاه د مرګ نه د هغه د کور په څلويښت ميلې کښې خبر شوم اخبار مې په ميز کيښود په زړه باندې مې د پښتني غم يوه چپه راغله او دغې چپې کلونه کلونه پس زما په مشاعرو کښې د شعر څړيکې راوپارولی يو څو بيته چې ما هلته وليکل ستاسو خدمت ته يې درليږم چې زما له خوا يې کابل مجلې ته وړاندې ک ی په مينه
محمد موسی شفيق سانفرانسسکو ۲۷ اګست ۱۹۶۶ ع (۱۳۴۵ش)

شعر

ما په زمانې کړي دي لوبې زمانې په ما
نورې نا چلنده د اسمان شوی بهانې په ما
رخه همدا رخه د تقدير له سترګو ګور مه
پنډه ګوندې شوي قافله د زمانې په ما
لاس دی په ما بر دی زمانې خو دومره پوهه يي
مرګ زما ليدې نه شې چې سل وکړې کانې په ما
ودې سپاره بل چا ته زما د لاس ګټلې ملک
ورانې بتخانې دی کړی ابادې ويرانې په ما
کله خپل لستوڼي کښې پالل راته د مار کوی
کله دې سورې کړې د اغيارو خيلخانې په ما
ملا دې زما ستړې په غمونو په ناکوبو کړه
ډکې هديرې دی کړې او تنګې جيلخانې په ما
کله ته راپيښه شوې او زه دی يادومه تل
خوب شو د افيونو چکر ستا د پيمانې په ما
هضم دې په کسو په ناکسو کړمه برولر
ګوټ دې شي د زهرو مزه ستا د يارنې په ما

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.