قبائيلي ضلعو کښې د صوبائي اسمبلۍ 16 نشستونو لپاره د انتخاباتو مرحله مکمل، قبائيلي وګړو په پرامن ماحول کښې د خپل رائے اظهار کړے

قبائيلي اولس نړۍ ته په ډاګه کړه چې دوي جمهوري سوچ لرونکي پرامن قام دے،چيف اليکشن کمشنر

د پاکستان په تاريخ کښې يو بل اهم سنګ ميل ,لاکهونو قبائيلي وګړو د خپل ووټ په ذريعه خپل نمائندګان منتخب کړيدي

مومندو،باجوړ،کرمه،اورکزئۍ،خيبر،شمالي او وزيرستان ضلعو او ايف آر علاقو باندې مشتمل د خيبر پختونخوا د شپاړس حلقو لپاره ووټونه اچولي شويدي

دا انتخابات د  پي کے100 باجوړ ون،پي کے101 باجوړ ټو،پي کے 102 باجوړ تهري،پي کے 103 مهمند ون،پي کے 104 مهمند ټو،پي کے 105 خيبر ون، پي کے 106 خيبرټو،پي کے 107 خيبر تهري،پي کے 108 کرم ون،پي کے 109 کرم ټو،پي کے 110 اورکزئۍ،پي کے 111 شمالي وزيرستان ون،پي کے 112 شمالي وزيرستان ټو،پي کے 113 جنوبي وزيرستان ون،پي کے 114 جنوبي وزيرستان ټو او پي کے 115 ايف آر ارز باندي مشتمل په حلقو شويدي

انتخابي ميدان کښې 285 اتيا اميدوارانو ترمينځه مقابله وه چې پکښې تقريبا د ټولو سياسي ګوندونو اميدوارانو برخه اخستي وه دغه رنګ دوه سوؤ نه سيوا آزاد اميدوار هم دي اليکشن ته ولاړ وو

 

چې څه رنګه اميدوارانو په پرامن او خوشګوار ماحول کښې تير دريو مياشتو راهسې خپل انتخابي کمپين چلولي وو هم دغه رنګ نن په پرامن طريقه د انتخاباتو دا آخري مرحله هم په ښه شان سرته رسيدلي چې لپاره ئې صوبائي حکومت،پوليس محکمه ،د اليکشن کميشن عمله او د پاک پوځ اهلکار د داد مستحق دي

په دې 16 نشستونو د رجسټرډ ووټرانو شميره  28 لاکهه اتلس سوه اووه ديرش وه چې پکښې يوؤلس لاکهه ديرش زرو نه سيوا زنانه ووټران هم شامل دي

د ووټونو لپاره اتلس سوه اووه نوي پولنګ سټيشنې او 5653 پولنګ بوته قائم کړي شوي وو ۔ پنځه سوؤ نه سيوا پولنګ سټيشني حساس ګرځولي شوي وي

په دي نشستونو د ووټونو اچولو عمل سحر اته بجے شورو شوي وو کوم چې بغير د څه وقفے مازيګر پنځه بجو پوري جاري وو ولي د پولنګ وخت ختميدو وروستو هم پولنګ بوته کښې موجود کسانو ته د ووټ د استعمالولو اجازت ورکړي شوي وو

د انتخاباتو پرامن انعقاد لپاره د سيکيورټۍ سخت انتظامات پورته کړي شوي وو د  څه قسمه بدي پيښې د مخ نيوي لپاره د پولنګ سټيشنو نه بهر او دننه د پاک پوځ اهلکار تعينات کړي شوي وو دغه رنګ د پوليسو او ليويز دستے هم ځائي په ځائي کړي شوي وو

مختلفو ضلعو نه پښتون ګزټ ته ترلاسه شوي معلوماتو ترمخه قبائيلي ځوانانو او سپين روبو ښه په جوش او جذبي سره د انتخاباتو په مرحله کښې شرکت کړي او مختلف پولنګ سټيشنو باندې د ووټرانو اوږده اوږده قطارونه په نظر راتلل

دغه رنګ د قبائيلي وګړو زنانو هم خپله قامي فريضه ادا کولو نه په شا شوي نه وو او دوي هم د خپل کورونو څخه راوتلي وو او د خپلو خپلو علاقو لپاره  نمائندګان منتخب کولو لپاره ئې د خپلې رائے په آزادانه توګه اظهار کړيدے

خيبر پختونخوا کښې انضمام نه پس دي سيمو کښې د انتخابات کولو په حواله حکومتي وعده پورا کيدو باندې قبائيلي وګړو د خوشحالۍ اظهار کړے او د خپلو جذباتو د اظهار لپاره ئې قامي بيرغونه هم د ځان سره پولنګ سټيشنو ته راوړي وو او درستۍ نړۍ ته ئې په ډاګه کړيده چې قبائلي وګړي په هره موقع د خپل خوږ ملک پاکستان سره مينه او محبت لري او دي لپاره به آئنده هم د څه قسمه قربانو نه ډډه ونه کړي

مختلفو پولنګ سټيشنو باندي د سيکيورټۍ ذمه واري ترلاسه کونکي د پاک پوځ اهلکارو له هم دي قبائيلي وګړو شاباسي وکړے او قبائيلي سپين روبو د پاک پوځ ځوانانو ته د ګلونو اميلونه هم اچولي دي

د اليکشن په کامياب انعقاد چيف اليکشن کمشنر(ر) جسټس سردار محمد رضا قبائيلي اولس له مبارکي ورکړے  او وئيلي ئي دي چې انتخابي عمل کښې په لوئي شمير کښې د قبائيلي وګړو شرکت نړۍ ته ثابت کړيده چې دوي هم جمهوري سوچ لرونکي قام دے

چيف اليکشن کمشنر د انتخابي عملے،سيکيورټي ادارو او ميډيا هم خصوصي شکريه ادا کړېده

     

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.