دوحه معاهدې پس ھم عام افغانانو وژنه جاري:طالبانو او دولت په یوبل الزامونہ

دوحه کښې طالبانو او افغان سياسي قيادت ترمينځه فيصله شوي وه چې  جنګ کښې به ملکي وګړي په هسپتالونو، بازارونو، سکولونو او مارکيټونو حملي نه کيږي

اسلام اباد: افغانستان کښې د عام اولس وژنه جاري ده،باوجود د دې چې په دوحه کښې طالبانو او افغان سياسي قيادت ترمينځه فيصله شوي وه چې  جنګ کښې بوخت فريقين به ملکي وګړي نه په نښه کوي او نه به په هسپتالونو، بازارونو، سکولونو او مارکيټونو حملي کيږي

ولي د دغې معاهدې  نه پس طالبانو په بادغيس ولايت کښې په يو هوټل حمله وکړه او عام وګړي ئې په نښه کړل چې پکښې ګڼ شمير کسانو ته مرګ ژوبله اوړيدلي وه

افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني د دې حملې په سختو ټکو کښې غندنه کړي وه او په طالبانو ئې غږ کړي وو چې په دوحه کښې  د بين الافغاني مذاکراتو دوران شوي معاهدو او فيصلو دي احترام وکړي او عام اولس په نښه کولو نه ډډه وکړي او دا حمله ئې د طالبانو لخوا د دوحه کانفرنس د فيصلو ښکاره خلاف ورزي وګرځوله

د بده مرغه د بادغيس د واقعے نه پس حکومتي الوتکو په بمبارۍ کښې هم ميدان وردګ کښې دري کلي په نښه کړي شو چې پکښې د زنانو او ماشومانو پشمول ګڼ شمير کسان مړه او ژوبل شول

اوس طالبانو د دې حملې مذمت کړي او وئيلي ئي دي چې  دا قسمه حملے د دوحه معاهدي خلاف ورزي ده،حکومت او بهرني پوځ له پکار دي چې  د دوحه معاهدي احترام دي وکړي او عام وګړي دې نه وژني

سوال دا دي چې که طالبان او افغان دولت دواړه غواړي چې د دوحه معاهدو احترام دي وشي او عام وګړي دي نه په نښه کيږي نو بيا دا حملے څوک کوي؟ آيا حکومت او طالبانو کښې دننه داسي خلک خو نشته چې نه غواړي چې افغانستان کښې امن په ځائي شي او يا دوي د کابل انتظاميې ،افغان اولس او طالبانو ترمينځه شکونه پيدا کوي او د خپلو ذاتي ګټو لپاره عام اولس وژني او دې روانې جهګړي ته نور هم دوام ورکوي.

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.