طالبانو افغانستان کښې دوہ امريکنيان پوځيان وژلي

مائيک پومپيو کابل ته راتګ سولې په حواله څه نه څه فيصلې ته د رسيدو لپاره افغان واکمنو سره صلاح مشورې کول وو۔

کابل:۔ ناټوپوځ لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شويدي چې افغانستان کښې دوه امريکني پوځيانو وژلي شويدي۔

د امريکې د دفاع وزارت د پاليسۍ مطابق د وژلي شوي پوځيانو پيژندګلو يا د حملے نوعيت نه دي په ډاګه کړي شوے

د ناټو پوځ د بيان سمدستي وروستود طالبانو ترجمان ذبيح الله مجاهد په ټوئټر بيان جاري کړي چې پکښې د دغه پوځيانو د وژلو ذمه واري قبوله کړې شوېده۔

د طالبانو د وياند بيان ترمخه امريکني پوځ باندې وردګ ولايت کښې طالبانو حمله کړي وه چې پکښې دوه پوځيان وژلي شويدي دغه رنګ روان کال دوران د افغانستان په محاذ جنګ د وژلي شوي امريکائي عسکرو شميره شپږو ته رسيدلي ده۔

افغانستان کښې امريکې يا ناټو پوځيانو باندې د طالبانو بريدونه اګرچه څه نااشنا خبره نه ده بلکه دا يو حقيقت دے چې جنګ کښې دواړو اړخونو ته  مړي کيږي خوسوال دا پورته کيږي چې دا حمله په داسي وخت شوي چې د امريکې او طالبانو ترمينځ د خبرو اترو عمل مهم پرمختګ کښې داخليدونکي دي۔

د امريکني پوځيانود وژنې نه څو ساعته مخکښې د امريکې خارجه وزير مائيک پومپيو د کابل غيراعلانيه سفر کړي وو او هلته ئې د اولسمشر ډاکټر اشرف غني، چيف ايګزيکټيو ډاکټر عبدالله عبدالله،د سولي عالمي شورا د مشر کريم خليلي او پخواني اولسمشر حامد کرزئۍ سره ليده کاته کړي وو۔

دې ملاقاتونو په مهال افغانستان مفاهمت لپاره د زلمي خليل زاد کوششونواو راتلونکي صدارتي ټاکني او  د دې وروستو منتخب کيدونکي نوي حکومت سره د واشنګټن په اړيکو خبرې اترې شوي وے۔

افغان مشرانو سره د ملاقاتونه نه پس مائيک پومپيوکابل کښې ميډيا نمائندګانو سره خبرو په مهال وئيلي دي چې کابل ته د راتګ مقصدئې سولې په حواله څه نه څه فيصلې ته د رسيدو لپاره افغان واکمنو سره صلاح مشورې کول وو۔

مائيک پومپيو وينا ترمخه د قطر پلازمينه دوحه کښې د طالبانو سره مذاکراتو کښې ډير اهمې کاميابې ترلاسه شويدي او پراميده يو چې افغان خاوره آئنده لپاره د چا خلاف نه استعماليدو په موضوع د امريکې او طالبانو معاهده به ډير زر لاس ليک شي۔

دغه رنګ د افغان سولې عمل په بابله  د ناټو جنرل سيکترسټولټنبرګ هم دې مفاهمتي عمل د نيک خواهشاتو اظهار کړي او وئيلي ئي دي اتحادي پوځيان د افغان امن او استحکام لپاره د امريکې د هر اقدام مکمل ملاټري دي۔

بل پلو څلور ورځې وړاندې ټائمز ميګزين سره مرکې دوران د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ هم د زلمي خليل زاد او طالبانو ترمينځه رابطو باندې د اعتماد اظهار کړي وو او وئيلي ئې وو چې امريکه د افغانستان څخه 1000 پوځيان واپس رابللو اراده لري۔

د خالي په ورځ دوحه کښې د امريکې او طالبانو ترمينځه د مذاکراتو اووم پړاؤ هم شورو کيدونکي دے چې ورته د دې منطقې کروړونو اولس پشمول د ټولۍ نړۍ سترګي دي مشران وائي که منزل هر څومره هم لرې دې خو ستا د خښپو لاندې دے چې نيت او اراده ريښتني وي نو مزلونه په خپله رالنډ شي که د محاذ جنګ مخالف سپه سالارو کښې يو هم د روغۍ جوړۍ نيت تړلي وي نو بايد چې د روان  جنجال نه د وتو رو ګدر دې معلوم کړې شي

د دوستۍ په نيت وړاندي کړې شوي لاس کښې که  هم په دغه خلوص لاس ورکول د ډيرو تاوانونونه د بچاؤ ځانګړۍ لار ده خوچې د روغۍ نيت دي وي د مذاکراتو په تالار کښې د تشدد خبرې  خوند نه کوي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.