افغانستان د سولې موقع ځايه کول به ناقابل تلافي زيان وي

افغانستان چې څومره هم زوړ تاريخ لري هم دغه رنګ دردناکې قيصې ئې د تاريخ په پاڼو کښې خوندي دي که د خانه جنګۍ په نوم ورور خپل سکه ورور وژلې نو د نورو په لمسولو ئې خپل لاسونه د خپل هيواد والو په وينو لړلي هم دي

روف طلحه

د جنګ ميدان که هرڅومره هم تود وي خوګټه د هغو نه وي څوک چې په دې محاذ يوبل ته لاس وګريوان وي او د يو بل د وينو تګي وي بلکه زياتره فائده ترې هغه کسان يا قوتونه پورته کړي څوک چې دې جنګ ته لمن وهي او ورسره ئې خپل مفادات تړلي وي۔

زه خو چې خپل کور او چاپيرچال کښې روان حالاتو ته ګورم نو د نامتو شاعرهميش خليل صيب د غزل دا شعر مې ذهن ته راشي

“د وخت د جبر د شاهين پنجو تيکه تيکه کړم

بے له پروازه راته بله ګناه ياده نه ده”

ترهه ګرۍ او بدامنۍ د دنيا هيڅ مقام هم نه دې  پريښې ولې تير څو لسيزو راهسې دا منطقه هم د دې جنګ د ناسور نه په آمان کښې پاتې نه شوه۔ زمونږ ګاونډي ملک افغانستان کښې د انسانانو د وژنې کومه کومه ډرامه ونه کړې شوه چا د خپل شخصي ګټو په خاطر او چا د خپل اولس د روښانه سباؤن په تکل دا خاوره خپلو ناوړو عزائمو لپاره استعمال کړے او د لکهونو افغانانو په وينو ئې خپل لاسونه رنګ کړيدي ۔ افغانستان چې څومره هم زوړ تاريخ لري هم دغه رنګ د تاؤ تريخوالي او زور زياتو دردناکې قيصې ئې هم د تاريخ په پاڼو کښې خوندي دي که د خانه جنګۍ په نوم ورور خپل سکه ورور وژلې نو د نورو په لمسولو ئې خپل لاسونه د خپل هيواد والو په وينو لړلي هم دي ۔ خو دا هم د دې هيواد لويه بدقسمتي ده چې د دې هر څه حالاتو په خپلو سترګو مشاهده کولو باوجود هم افغانان د يو چهت لاندې راغونډ نه شول او نه د افغانستان هيڅ يو سياسي يا مذهبي مشردوي د يو موټي کولو لپاره څه کوشش وکړو۔

امريکني وګړي او درسته نړۍ د ترهه ګرۍ د ناسور نه محفوظ کولو لپاره چې امريکني واکمنو په افغانستان کښې چې کوم جنګ شورو کړو اوولس کاله تيريدو باوجود هم  د هغې فائده دواړو فريقينو کښې يو ته هم اونه رسيده۔ نائن اليون واقعاتو نه مخکښې هم دلته طالب موجود وو اوس هم موجود دي که فرق پريوتي نو هغه صرف دا چې طالبان د واکمنۍ نه لرې کړې شول ولې د اربونو ډالرو او زرګاؤ بهرملکي پوځيانو ځاني زيان باوجود د طالبانو زور مات نه کړي شو۔ اوس امريکه په دې لټه کښې ده چې افغان جنګ کښې د دوي لاس له که څه راغلي کنه خو نور د دې ځائې نه په څه طريقه ځان ويستل پکار دي او هم دغه وجه ده چې تير څو کالو راهسۍ مسلسل په دي کوشش کښې وه چې افغان طالبانو سره په څه نه څه طريقه روغه جوړه وشي بلکه موجوده صدر ډونلډ ټرمپ واکمنۍ کښې دې هلوځلو کښې ډيره تيزي راغلي ده  اودې سلسله کښې د تير کال ستمبر په پنځمه نيټه صدر ډونلډ ټرمپ د افغان مفاهمتي عمل لپاره زلمې خليل زاد خپل خصوصي استازي وټاکلو او ورته د افغان کشالۍ حل راويستلو ټاسک حواله شو۔

اوږد مهاله جنګ د خاتمے او پائيدار امن بحالۍ لپاره زلمې خليل زاد د خپلې څوکۍ ذمه وارې د سنبهالولو سمدستي وروسته کوششونه شورو کړل کوم چې تر نن تاريخ پورې جاري دي او دا په ډپلوميتکي سطح د امريکې د ټولو لويه کاميابي ده چې افغان طالبان ئې مذاکراتي ميز ته ناستې ته مجبوره کړل ګني د سولې عمل لپاره خو د افغانستان پخواني اولسمشر حامدکرزئۍ هم ډيرې هلې ځلي کړي وے او موجوده صدر اشرف غني هم دا خواهش لري چې طالبان دې د دولت سره د خبرو اترو عمل شورو کړي ولې طالبان د دي نه انکاري دي او غواړي چې مذاکرات دې صرف او صرف امريکې سره وشي، دې سلسله کښې د روان کال فرورۍ مياشتۍ د پنځويشتمۍ نيټې نه  د قطر د طالبانو د سياسي دفتر غړو او امريکني استازي زلمي خليل زاد ترمينځه نيغ په نيغه مذاکراتي عمل شورو شوي اوتر اوسه ئې شپږ پړاؤنه شويدي امکان دې راتلونکي څو ورځو کښې به دواړه فريقين د خبرو اترو اوومه مرحله هم شورو کړي ۔ تر دي دمه شوي د دې مذاکراتو نه فريقين ښه مطمئين ښکاري او دا مذاکرات سولي عمل ته اهم پرمختګ ګني ولې دا ئې نه ده واضحه کړي چې تر دې دمه شوي خبرو اترو عمل کښې په کومو معاملو موافقه شوي او کوم حل طلب دي ۔ د تعجب خبره خو دا ده چې د امريکې ايوان نمائندګان هم د مذاکراتو شپږ مرحلو د نتائجو نه بے خبره وو او د کانګرس غړو په وينا تيره مياشت زلمې خليل زاد کانګرس ته وړاندي شوي او طالبانو سره روان مذاکراتي عمل باندې ئي د ايوان غړي اعتماد کښې اخستي وو، بل لوري د افغانستان مشرانو جرګه هم د سولې په عمل د تحفظاتو ښکار ده او په دې معامله درې ورځې مخکښې په ايوان کښې تود بحث شوي او د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم ياردريز خپل کړي چې د زلمي خليل زاد د طالبانو سره د خبرو اترو په حواله هيڅ قسمه معلومات د افغان پارليمان ممبرانو سره نه شريک کوي،مسلم يار دړکه ورکړي وه که چرې د امريکائي استازي دا رويه هم دغه شان جاري وي نو مشرانو جرګه به د هغه خلاف راپاسي۔

دسه شنبي په ورځ په ټوئټر ورکړي شوي خپل يو بيان کښې د طالبانو د قطر د دفتر وياندسهيل شاهين وئيلي دې چې امريکه د افغانستان نه خپل ټول پوځيان واپس رابللو ته غاړه ايښودي ده۔ سهيل شاهين د پوځيانو انخلا په بابله د امريکې دا ژمنه مذاکراتي عمل لپاره مهم پرمختګ ګنلې ولې د دې بيان په جواب کښې امريکني استازي زلمي خليل زاد وئيلي چې هيواد ئې يواځې د پوځيانو واپس رابللو باندې موافقه نه کوي بلکه د قطر مذاکراتو مقصد سولې عمل لپاره جامع تګ لاره ټاکل دي ۔ زلمي خليل زاد وضاحت کړي چې طالبانو سره مذاکرات په څلور موضوعات روان دي چې پکښې ترهه ګرۍ خلاف مبارزه،مستقل ډز بندي،د بهرني پوځ انخلا او بين الافغاني مذاکرات شامل دي ۔

په داسې حال چې دواړه فريقين د جنګ د ماحول نه د وتلولارې چاري ګوري او د حالاتو تضاضه هم دا ده چې په دې سيمه کښې د بدلون راغلي هواګانې دې په فضا قائمي پاتي شي بلکه د سيمې اولس لاس په دعا دي  چې افغانستان کښې دې تل پاتې سولي راشي کومه چې د ټولو هيوادونو په مفاد کښې ده خو دې سلسله کښې څه قسمه کوتاهي هغه که د طالب د طرفه کيږي يا دامريکي او افغان دولت له طرفه نقصان ئې هم د دوي او هم د اولس دے۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.