د چین خارجه وزیر وايي;په افغانستان کې تر کلونو جګړو او تاوتریخوالي وروسته سوله راتلونکې ممکن ده.”

په افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی لا ختم نه دی خو افغانان تر  دي وخت سولې ته نژدې شوي دي.

د چین خارجه وزیر وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی لا ختم نه دی، خو افغانان تر  دي وخت سولې ته نژدې شوي دي.

وانګ یې د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان سره د معلقات پر مهال ویلي “په افغانستان کې تر کلونو جګړو او تاوتریخوالي وروسته سوله راتلونکې ممکن ده.”

هغه زیاته کړې ده چې افغانان هېڅ کله دومره سولې ته نه دي نژدې شوي لکه نن ورځ.

نوموړي په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره د ټولو اړخونو ترمنځ د مخامخ او هر اړخیزو خبرو پیلېدو غوښتنه کړې ده.

د «ECNS» د راپورټ له‌ مخې نوموړي ویلي، چې چین او تاجکستان د افغانستان د ګاونډیانو په توګه د سولې د روان بهیر په اړه خپلو کې پوره تشویش لري چې په افغانستان کې څه ډول سوله رامنځته شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په افغان سوله کې د خپل هېواد د مثبت رول په اړه ډاډ ورکړی دی. نوموړي د دوشنبې په ورځ  د تاجکستان له ولسمشر سره ولیدل.

نوموړي د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو روانو خبرو ته په اشارې هم ویلي”موږ هیله من یو چې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو مذاکرات داسې یوې نتیجې ته ورسېږي چې د دغه بهیر لپاره ګټور تمام شي او هیله من یو چې نور اړخونه هم د افغانستان په اړه خپل مهم رول تر سره کړي.”

د چین د بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې هم کابل ته د سفر پرمهال پر طالبانو غږ کړی و چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښیني.

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.