پل چرخې جېل کښې د قېديانو او پوليس ترمينځه نښته، شل قېديان مړۀ

وېب ډېسک: د افغانستان مرکزي جېل پل چرخي کښې د قېديانو او پوليس اهلکارو ترمينځه د جهګړې په ترڅ کښې څلور قېديان مړۀ او د شل پوليس اهلکارو پشمول درې دېرش نور زخميان شوي دي۔
د افغانستان د کورنو چارو وزارت له خوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شوي دي چې جهګړه هغه وخت شروع شوه کله چې پوليس اهلکارو د پل چرخي جېل دننه د تلاشۍ عمل پېل کړو۔
د بيان ترمخه پوليس اهلکارو د حالاتو قابو کولو لپاره هوائي ډزې شروع کړې کومې نه پس چې د جېل حالات د پوليس اهلکارو په کنټرول کښې راغلل۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.