پاک افغان يوت ميډيا ورکشاپ

 

ليک سردار يوسفزى اسلام اباد

 

تيره ورځ نېشنل سکلز يونيورسټۍ اسلام اباد کښې د پاکستان او افغانستان ځوانانو خبريالانو شريک درى ورځنې ورکشاپ ترسره شو
د ورکشاپ بندوبست پاک افغان يوت مېډيا فورم کړې وو
ذکر شوي ورکشاپ کښې افغانستان سره تعلق لرونکو پنځوس خبريالانو برخه واخسته
افغانستان نه د ځوان خبريال انيس الرحمان مشرۍ کښې انعام الله مياخيل، زاهد الله مياخيل،اتل ظاهري،زبېر ناياب، جاويد افغان، الهه خورشيد،نګار بي بي، او سائره بي بي راغلي وو
دوي نه علاوه قائد اعظم يونيورسټۍ اسلام اباد کښې زېر تعليم افغان طالب علمان هم ورکشاپ کښې شريک وو
د پاک افغان يوت فورم ډائريکټر سلمان جاويد او د هغه ملګرو ،حسن حميد دراني،ريما، سعد، ذبيخ الله،شاهدخان او ځينى نورو د افغان ميلمنو سهولت او اسانو دپاره مړه خوا انتظامات کړي وو
د ورکشاپ څه برخو کښې که د پاکستان د نومياله صحافيانو وېناګانې شامل وى نو بل طرف ته د مارګلې غرونو ته، لوک ورثه اسلام اباد او د صدر مقام لويو او مشهورو شاپنګ مالونو ته ميلمنو له چکرې ورکول هم د پروګرام برخه وه
پاکستان او افغانستان دوه ګاونډي ملکونه دي او د مذهب،جغرافيه،کلتور او ژبى په کلک تار تړلي دي
د بده مرغه افغانستان تېرو څلورو عشرو راهسى د جنګونو او بدامنۍ ښکار دى خو اوس شکر دى د افغانانو ځوان کهول تر څه حده د تعليم په کالو سينګار دى خپل ښه بد پيژني او غواړي چې نوره دا تاريخي خاوره د بارودو د دندوکار نه په امن شي
د پاکستان موقف دى چى پرامنه افغانستان د دوي او د پوره خطى د امن دپاره ضروري دى

پاک افغان يوت مېډيا ورکشاپ ته د نامتو خبريالانو طاهر خان سليم صافي حسن خان ،شفا يوسفزۍ ،او حفصه شاه جيلاني په شمول يو شمېر خبريالانو په تفصيل سره وېناګانى اوکړى او د خپلو وېناګانو روستو يې د افغان ځوان کهول خبريالانو د سوالونو جوابونه هم ورکړل
محترمې نسيم زهره د وېډيو لنک د لارى د ورکشاپ ګډون والو سره د دواړو ملکونو ميډيا باره کښې ګټورى خبرى وکړى

ښاغلي طاهر خان خپلو خبرو کښې د افغانستان نه راغلو ځوانانو خبريالانو ته د هرکلي وئېلو روستو اووې چې د دواو مسلمان ګاونډي هيوادونو تر مينځ دا رنګ شريک ورکشاپونه د ستائېنى وړ او ګټور دي
هغه اووې چې تېرو وختونو کښې د دواړو غاړو نه غلطۍ کوتاهۍ شوي دي خو وخت دى چې مونږ نوي عزم نوي فکر او کلک عزم سره د اليکټرانک او پرنټ مېډيا د لارى د خپلو ملکونو او اولسونو تر مينځ بدګمانۍ ختم کړو
هغه زياته کړه چې د دواړو ملکونو تر مينځ خواږه او مضبوط تعلقات دواړو اولسونو ته فائده ورکولې شي
د طاهر خان وېنا وه چې نن د مېډيا دور دى او دا فورم د دواړو ملکونو تعلقاتو ودى دپاره اهم کردار ادا کولې شي

ښاغلي حسن خان افغان ميلمنو ته هرکله راشه اووې او د دواړو ملکونو په جغرافيه تاريخ کلتور او تعلقاتو يې خپل فکر شريک کړو
هغه اووې چې زه افغانستان ته ځم راځم هلته د مېډيا شعبه کښې ګڼ شمېر ملګري لرم او د هغه ځاى ټي وي چېنلو پروګرامونو کښې برخه هم اخلم
هغه زياته کړه چې د بده مرغه افغان ميډيا مونږ ته د فوځ او د پنجاب د غلامۍ پېغورونه راکوي خو هغه افغانان بيخي نه غندي څوک چې د افغان دښمنه طاقتونو لاسو کښې لوبيږي او د خپل وطن او اولس سودا کوي
هغه اووې چې دا د ځوان کهول فرض دي چې حالاتو له نوي مخه ورکړي او د مثبت صحافت لارى د دوو روڼو ملکونو تعلقات نور مضبوط او خواږه کړي
هغه زياته کړه چې د دواړو ملکونو خوږ تعلق زياته فائده د دواړو غاړو پښتنو ته رسيږي

د ورکشاپ په دريمه او اخري ورځ نومياله صحافي او اېنکر ښاغلي سليم صافي خپلو خبرو کښې د افغانستان نه راغلو ځوانانو صحافيانو ته هرکلي نه پس اووې چې ډېر خوشاله شوم چې د دواړو ملکونو تر مينځ د دوستۍ رشتى مضبوطولو دپاره د ځوانانو خبريالانو تنظيم مخ ته شوى دى
د يو تپوس جواب کښې د سليم صافى وېنا وه چې زوړ سوچ او نغرى ختمول پکار دي او دا تسليمول پکار دي چې پاکستان او افغانستان دوه بيل بيل وروڼه ملکونه دي
هغه زياته کړه چې د عربيانو، انګريزانو او داسى د نورو قامونو مثالونه زمونږ د وړاندى چې بيلو بيلو ملکونو کښې ژوند کوي او يوبل سره خواږه تعلقات هم لرى نو ځکه د لروبر چغى نورى ختمول پکار دي او خپل ټول توان صلاحيت خپل مينځ کښې د دوستۍ او ورورولۍ تعلقاتو زياتولو باندى لګول پکار دي

ښاغلي سلمان جاويد اووې چې د دواړو هيوادونو د مذهب،جغرافيه،کلتور او ژبى شريکو رشتو اوږد تاريخ دى خو د بده مرغه سياسي اړي ګهړي له وجې د دواړو هيوادونو تعلقاتو هاغه رنګ وده نده موندلې کومه چې پکار ده
هغه زياته کړه چې دا د ځوان کهول فرض دي چې دا ټول خنډان لرى کړي او دا زړه او ژوره رشته خوږه او قائمه وساتي

جلال اباد سره تعلق لرونکې اغلې نوين بي بي اووې چې د عشرو راهسې جنګونو فسادونو دواړو ملکونو او په خاص توګه دواړو غاړو پښتنو ته ډېر نقصان رسولې دى بل طرف دې دې سره سره د دواړو ملکونو تر مينځ بدګمانۍ هم شتون لري
نوين بي بي هيله څرګنده کړه چې د دواړو ملکونو د ځوان کهول خبريالان به په خپلو کوششونو تعلقات مثبت اړخ ته بوځي د کومو چې به د دواړو غاړو پښتنو په حالاتو او اقتصاد ډېر ښه اثر پريوځي
د افغانستان نه راغلو ځوانانو خبريالانو انيس الرحمان ، انعام الله مياخيل او نور ملګرو يې هم طمعه څرګنده کړه چې د پاک افغان يوت مېډيا فورم ځوانان به د خپل مثبت فکر او کلک عزم سره د دواړو ملکونو تر مينځ پرتې لږې ډېرى بدګمانۍ لرې کوي او د مينى محبت او اخوت يوه فضا به قائموي چې فائده به د دواړو ملکونو اولسونو ته رسيږي
هغوي د پاک افغان يوت ميډيا فورم له خوا په زړه پورى انتظاماتو شکريه ادا کړه

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.