افغان حکومت د کرونا وائرس مخنیوي په موقع د ودونو د تالارونو، اوبو حوضونو او نورو هغو ټولنو چې ګڼ شمېر خلق پکښې راټولېږي، د بندولو او ځنډولو پرېکړه وکړه.

چارواکي وايي چې له دغه وائرس سره مبارزه اوس د حکومت لومړيتوب دے

افغان اولسمشر د یو خصوصي حکم ترمخه د کرونا وائرس د مخنیوي  په موخه د بېلا بېلو دولتي بنيادونو ګډه کمېټي جوړه کړې، چې د اولسمشر د حکمونو پلي کېدل به څاري.

د دې کمیټۍ مشر وحید عمر نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په دې اړه د حکومت پرېکړه وروستۍ ده او هغه مراسم باید لغوه شي چې د ډېرو خلکو راټولېدو امکان لري.

ښاعلي عمر همدا راز د حج او اوقافو وزارت مننه وکړه چې د دې میاشتې تر دېرشمې نیټې یې د ټولو دیني مدرسو د تړلو پرېکړه کړې ده.

بلخوا د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د دغه وائرس د مخنیوي په موخه د ملکي خدمتونو په ټولو ادارو کښې امیدواره مېرمنو او د پاخه عمر لرونکو کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې دوه او درې وونۍ له کوره کار وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ګړیو کې افغانستان کښې د کورونا پنځه تازه مثبت پېښې په هرات، لوګر او بادغیس ولایتونو کې ثبت شوې، چې په هېواد کښې د ټول ټال کورونا مثبت پېښو شمېر ۲۱ ته رسېدلے دے.

ددغه وزارت ویاند وحیدالله مایار رسنیو ته ویلي، دا ټولې مثبت پېښې په هغو کسانو کې موندل شوې، چې له ایرانه راستانه شوي دي.

ښاغلی مایار وايي، تر اوسه د افغانستان کورونا اړوند ځانګړي مرکز کښې د کورنا ۲۶۳ مشکوکې پېښې ازمویل شوې، چې د ۲۴۲ پېښو پائلې منفي او ۲۱ یې مثبتې ثابتې شوې دي.

دې وايي، اوس پر یوه مشکوکه پېښه کار کوي چې لابراتباري ازموینې ورباندې روانې دي او پایله به یې وروسته اعلان شي.

تېره ورځ، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کورونا وائرس  په اړه یې د عامه معلوماتو د یوې کمېټۍ جوړېدو امر کړے.

ارګ وايي، د ولسمشر د سلاکار وحید عمر په مشرۍ دا کمېټه به د کورونا په اړه هر ډول غږیز، تصویري او متني معلومات له خلکو سره شریکوي.په افغانستان کښې ډېری په کورونا وائرس اخته کسان له ګاونډي هېواد ایران نه افغانستان ته راستانه شوي او یا له هغو کسانو سره په اړیکه کښې وو، چې له ایرانه راستانه شوي دي.خو د افغانستان ولسي جرګې په هېواد کښې د کورونا وائرس په تړاو د روان وضعیت په اړه ځانګړې ناسته جوړه کړې وه، چې د عامې روغتیا، کډوالو چارو او د قبایلو او سرحدونو چارو وزارت وزیران او چارواکي ورغوښتل شوي وو.

د اولسي جرګې په دې ځانګړې ناسته کښې د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل، هره ورځ له ایرانه تر پنځلسو زرو افغانان له ایرانه راستنېږي.

وړمبۍ ورځ، د کورونا وائرس د مخنیوي په موخه د هڅو په لړ کښې افغان حکومت د راتلونکي څه باندې یوې میاشتې لپاره ټول پوهنتونونه، ښوونځي او نور ښوونیز مرکزونه وتړل او هغه چې نه دي پیل شوي تر همدې مودې پورې یې وځنډول.

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.