ټرمپ افغانستان نه پوځ انخلا خبر ورکړي؛ طالبان دا د شخړې يواځنې حل بولی

افغانستان ته د مختصر وخت لپاره راغلي وو ولې 19 کاله مې تير کړل اوس وخت راغلے چې پوځ کور ته راوغواړو،امريکني صدر

راتلونکي صدارتي ټاکنو کښې د اولس رائے ترلاسه کولو په غرض صدر ډونلډ ټرمپ يو وارې بيا افغانستان او د ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ معامله د خپل انتخابي مهم برخه ګرځولي او چې کوم ځائې کښې هم غونډې ته وينا کوي نو د ترهه ګرو ذکر پکښې لازمي کوي

د امريکې مينيسوتارياست کښې هم دغه شان رابللے شوي انتخابي مهم  يوې غونډه کښې صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان مسئله پورته کړيده او وئيلي ئي دي چې دې جنګ ځپلي هيواد نه امريکني پوځ واپس رابللو

د هغه وينا وه چې پخواني امريکني صدر شام ته صرف ديرش ورځو لپاره خپل پوځ وليږلو ولې اوس دغې هيواد کښې د امريکني پوځيانو د موجودګۍ لس کالو نه سيوا وشو

د ډونلډ ټرمپ وينا ترمخه صدر بش افغانستان ته د مختصر وخت لپاره امريکني پوځ ليږلي وو ولې 19 کاله برابر شول چې د امريکې پوځ اوس هم دغلته جنګيږي

امريکني صدر زياته کړه چې اوس وخت راغلي دے چې افغان جنګ پائي ته اورسوو او هلته ميشته پوځيان خپلو خپلو کورونو ته واپسي وکړي

د صدر ډونلډ ټرمپ بيان په رد عمل کښې د طالبانو د قطر سياسي دفتر ترجمان سهيل شاهين وئيلي دي چې طالبان خو ډير وخت راهسې د افغانستان نه د امريکني پوځيانو انخلا د دې جهګړې حل ګني او دا د افغانانو او امريکني اولس په ګټههم  دي

بيان کښې دا هم وئيلي شويدي چې انتخابي غونډې ته د وينا په وخت چې کله امريکني صدر د افغانستان نه د پوځ انخلا خبره وکړه نو د غونډې ګډون والو ټولو لاسونه وپړقول او د ټرمپ د دې بيان ئې هرکلي وکړو چې ترې ثابته شوه چې د امريکې اولس هم د افغانستان جنګ خاتمه غواړي

امريکني صدر لخوا د افغانستان نه پوځ انخلا خبر په داسې وخت راغلے دے چې افغان جنګ 19 کال ته غزيدلي او د دې د خاتمے لپاره روان کوششونه آخري لمحاتو کښې بغير د څه نتيجے د امريکني صدر لخوا ختم کړي شوي وو چې ورسره دا روانه جهګړه نوره هم د اوږديدو انديښنې پيدا شويدي

د افغانستان جنګي محاذ نه خپل پوځ واپس رابللو په حواله د صدر ټرمپ دا وړومبې بيان نه دے دې نه مخکښې هم هغه څو وارې د پوځيانو د انخلا اعلانونه کړي وو ولې عمل درآمد پرې نه دي شوے۔کال 2016 کښې شوي صدارتي انتخاباتو دوران هم صدر ټرمپ د افغان جنګ د خاتمے په حواله امريکني اولس سره لوظونه کړي وو او وئيلي ئې وو که چرې هغه صدر منتخب شو نو دغې ملک نه به ټول پوځيان واپس رابللي ځکه چې دا جنګ په مالي او ځاني دواړو لحاظ سره امريکې ته ګران پريوځي

د اقتدار ترلاسه کولو وروستو ډونلډ ټرمپ بيا د افغانستان د شخړې د هواري نوم قدرے نه وو اخستي ولې د صدارت موده پورا کيدو آخري کال کښې هغه سره بيا د افغانانو او امريکني پوځ د قربانو احساس شوي او وخت بے وخته د افغان جنګ پائي ته د رسولو بيانونه ورکړي

افغان جنګ خو هم امريکې شورو کړي او هم دوي د دې جنګ دا اور د مړ کولو قدرت لري ولې د خپل ذاتي مفاداتو او په دې منطقه کښې تر ډير وخت پورې د پاتې کيدو لپاره دوي په مخلصانه ډول هيڅ داسي ګام  نه پورته کوي ۔ که چرې صدر ټرمپ واقعي د دې مسئلې حل کښې سنجيده وې نو دوحه کښې د طالبانو سره روان مذاکراتي عمل کوم چې د سولې لوظنامې لاس ليک مرحلے ته رسيدلے وو هغه به ئې نه ځنډولو خو ښکاري داسې چې د راتلونکي کال نومبر په دريمه نيټه امريکه کښې د نوي صدر ټاکنې لپاره کيدونکي انتخاباتو کښې به د افغان جنګ د خاتمے نعره بيا د ډونلډ ټرمپ او نورو اميدوارانو د اليکشن کمپئين برخه وي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.