افغان صدارتي اميدوار حنيف اتمر د ټاکنو په شفافيت تحفظات څرګند کړي،انتخابي مهم ئۍ ځنډولي دے

حکومت په دې ټاکنو کښې لاس وهنه کوي په داسې حالاتو کښې شفاف ټاکنې کيدل ممکن نه ښکاري،حنيف اتمر

د سولي او اعتدال ټاکنيز ټيم لخوا صدارتي ټاکنو ته نوماند اميدوار محمد حنيف اتمر خپل انتخابي مهم د اودرولو اعلان کړيدے

د حنيف اتمر د انتخابي دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې دوي د انتخاباتو په قوانينو کښې اصلاحات کولو مطالبه کړي وه ولې دولت ئې دغه مطالبه باندې تر دې دمه عمل درآمد نه دي کړے

بيان ترمخه دوي حکومت له مهلت هم ورکړي وو ولې د درغلۍ نه پاک صدارتي ټاکنو د انعقاد په حواله د دوي ګوند له دولت هيڅ قسمه ډاډ نه دي ورکړے او نه ئې د دوي مطالبات منلي دي

بيان کښې زياته کړي شويده چې دې انتخاباتو کښې د حکومت مداخلت او غير قانوني اقداماتو لوجۍ آزادانه،د تګۍ برګۍ نه پاکې ټاکنې لپاره هيڅ ضمانت نشته

بيان کښې دا هم وئيلي شويدي چې في الحال حنيف اتمر خپل انتخابي مهم ځنډولي دے او دې ټاکنو کښې د ګډون کولو يا نه کولو فيصله به د  سياسي شرائطو ته په کتو کښې کوي

يادي دي وي چې حنيف اتمر سره نائب صدارت لپاره محمديونس قانوني او دوئم مرستيال څوکۍ لپاره محمد محقق اميدواران دي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.