“د سپر پاور او ايران شخړه”

بادشاه خان

امريکا او ايران بيا يو بل سره په ډغره شوي دي خو ولې د تېرو اويا کلونو راهسې خبره د تُو تُو ميں ميں نه وړاندې نه وه تلې، البته شام، عراق او افغانستان تباه شو او مسلمانه نړۍ په فرقو کښې ووېشلې شوه او يو ځل بيا دا نعرې شوې چې ايران به دا وکړي او هاغه به وکړي کتل کېږي به چې څه به کېږي. خو ولې هغه اور کوم چې امريکا او ايران په ګډه سره پورې کړے ؤ نن دواړه نېغ په نېغه د هغې نه اغيزمند کېږي. اوس انښته به کېږي که نه کېږي؟

د ماضي نه به خو دا معلومېږي چې هېڅ به نه کېږي يواځې وعدې او دعوې به کېږي. خېر خبره په بل اړځ ځي، تېرو ورځو کښې په يوه فضائي بريډ کښې د ايران يو طاقتور پوځي کمانډر قاسم سلېماني د ايران حمايت يافته ملېشې مشرانو پشمول وژلے دے. د دغه پېښې نه پس حالات ډېر کړکيچژن شوي دي. قاسم سلېماني د ايران د قدس پوځ سرلښکر ؤ. دا د ايران رهبر اعلي آيت الله خامنائي ډېر نزدې راز لرونکے ؤ. دا په ايران کښې دوېم طاقتورترين تن ګڼلے کېدو. ايران په سمدستي توګه د دغه پېښې غندنه وکړه او پس له دغې يې په سخته د بدل اخستلو ژمنه وکړه. په ګړد هېواد کښې اولس سړکونو ته راووتو او د امريکا او اسرائيل بېرغونه يې وسوزول. دغه ډرون بريد د امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ په حکم شوے ؤ چې د يو داسې سړي نه په بهرنو کښې د موجوده امريکي ځواکونو ساتنه وکړے شي کوم چې له ډېرې مودې راهسې يوه خطره ګرځولے شوے ؤ. دا سمدستي ګام د امريکا او ايران ترمېنځه زياتېدونکو شخړو نه پس پورته کړے شو. تېره وونۍ کښې د ايران حمايت يافته ملېشې د امريکا کنټرېکټر په عراق کښې ووژلو د کومې نه پس چې
په مغربي عراق او مشرقي شام کښې د حزب الله ملېشې پرضد امريکائي فضائي بريدونه وکړي شو. د دغې نه پس د امريکائي سفارتخانې نه بهر تشدد وکړے شو. امريکا دغه تور په ايران پورې کړو.
امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ وويل چې دوي د قاسم سلېماني د وژلو پرېکړه د جنګ ودرولو لپاره وکړه. زه د ټولو ضروري ګامونو پورته کولو له تيار يم په خصوصي توګه د ايران په اړه. ډونلډ ټرمپ زياته کړه چې زمونږ ګامونه د جنګ پېلولو لپاره نه وي. د هغه وېنا وه چې جرنېل قاسم سلېماني يو بيمار انسان ؤ، هغه بې ګناه خلق ووژل او د هغه د بريدونو څخه تر لرې لرې پورې خلق اغيزمند شول تر دې پورې تر نئي دهلي او لندن پورې. مونږ په دې د خوشحاله يو چې د ترهه ختمه شوه. امريکائي صدر ټرمپ جرنېل قاسم سلېماني يو ترهګر وګرځولو کوم چې د سوونو امريکائي عام اولس او سپايانو ذمه وار ؤ. څو ورځې وړاندې امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ په يو ټويټ کښې وئېلي وو چې ايران د دې تنظيم ملاتړ کړي او د هغوي په وېنا بريد وکړے شو، مونږ به پوره پوره بدل اخلو. د امريکا او ايران ترمېنځه د شخړو يو شمېر سوبونه دي چې پکښې د ايران له لخوا د اسرائيل مخالفت او د سيمې د څو هېوادونو اختلافات دي، خو د امريکا لخوا په مشرق وسطې کښې موجوده ځواکونو ته په کوېټ کښې د راټولېدلو او د چمتو اوسېدلو هدايات د دې غمازي ده چې امريکا په ايران بريد کولو ارادې لري.
د ايراني کمانډر قاسم سلېماني په وژنه باندې د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انتونيو ګوتيريس وويل چې نړۍ په خليج کښې د يو بل جنګ اړتيا نه لري. د انتونيو ګوتيريس وياند وويل چې د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل همېشه په خليج کښې د شخړو کمولو خبره کړي ده. هغوي زياته کړه چې دا وخت رهبرانو ته د ډېر محتاط ردعمل ورکولو ضرورت دے.
بلخوا د ايراني جرنېل قاسم سلېماني د وژنې په لړ کښې امريکائي خارجه وزير مائيک پومپيو د پاکستان آرمي چيف جنرل قمر جاوېد باجوه په ټيلي فوني تماس په عراق کښې د امريکا د کارروايانو څخه خبردار کړو. او وې وئېل چې ايران په سيمه کښې د امريکا ګټو ته زيان ورسولو او امريکا به په هر صورت کښې د خپلو خلقو او خپلو ګټو ساتنه کوي.
اګرچه نړيوال قوتونه د شخړو کمولو په اړه کوششونه کړي خو ولې د څو کلونو راهسې روان پراکسي وار اوس په څو هېوادونو کښې زمکني جنګ کښې بدل شوے دے، د دې د اثراتو څخه د نورو هېوادونو سره سره ايران او سعودي عرب هم اغيزمند کېږي، د کومې په نتيجه کښې چې اوس په ډاګه د يو بل په اندروني معاملاتو کښې لاس وهنه کېږي. امريکائي، سعودي او ايراني واکمن په ډاګه د يو بل پرضد بيانونه ورکوي، چې ورسره په سيمه کښې وېش په ډاګه رامخے ته شوے دے. دا چې کوم نوي اتحادونه مخې ته راروان دي د دې سره په سيمه کښې يو نوے جنګ پېل کېدے شي چې پکښې به د لبنان نه علاوه ايران هم اغيزمند کېږي. آخر څه وجه ده چې معاملات تر دې حده خراب شوي دي او په دې باندې ميډيا د څه له کبله په رڼا اچولو کښې ناکامه شوې ده؟د دې يوه غټه وجه په قدغنونو کښې نرمۍ نه پس د ايران په مشرق وسطې کښې خپلو حمايت يافته وسله والو قوتونو ته پېسې او وسله ورکول هم ده چې ورسره د سعودي عرب پشمول يو شمېر عرب هېوادونه خفه دي. په سيمه کښې چې ايران د کومو ډلو په پټه کومک کوي په هغې کښې د عراق شيعه ملېشا او د لبنان ملېشا حزب الله هم شامل دي.کوم چې د ايران د اتحادي بشارالاسد لپاره جنګېږي. د دې سره ايران په دې تاثر ورکولو کښې کامياب شوے دے چې نه يواځي ايران په سيمه کښې د ګړدو هېوادونو شيعه ورولېو يواځنے محافظ دے بلکې سعودي عرب او د خليج نور سني بادشاهان هم په دې مجبوره کولے شي او داسې عرب هېوادونه هېڅ کله نه غواړي چې ايران ته دې په سيمه کښې اثر رسوخ ترلاسه شي. په مشرق وسطې په خصوصي توګه په عراق او شام کښې د روانو شخړو يوه وجه دا هم ده چې دا شخړې په اسلامي نړۍ کښې د دوو ډلو يعني شيعه او سني ترمېنځه د شخړو نښې دي کومې چې امريکا د روس په شمول مغرب د خپلو ګټو د ساتنې لپاره کاروي.
د مشرق وسطې اوس د شکونو او ويرو ښکار دے. چې د امريکا د ايران ترمېنځه روانه شخړه د جنګ شکل اختيارولے شي؟ د دې پراکسي وار خاتمه به څنګه کېږي؟ ساده خبره ده چې هر هېواد له به پخپله دايره کښې اوسېدل وي. امريکا، روس او ايران ته به هم د خليجي هېوادونو په معاملاتو کښې د لاس وهنې نه لاس اخستل وي. د شام د تباه شوي صورتحالو څخه عرب هېوادونه د خپل اولس په فشار کښې دي او ګړده نړۍ پوهېږي چې روس او ايران د بشار الاسد په ښکاره کومک کوي. تر دې دمه يو شمېر ايراني جرنېلان په شام وژلي شوي دي تر دې پورې چې د پاکستان او افغانستان سره علاقه لرونکي تنان هم په ايران کښې ښخولي کېږي. زېنبيون او فاطميون د نن داستانونه دي. په دې حالاتو کښې پاکستان د دباؤ ښکار دے او دوي ته دا پرېکړه کول دي چې دوي په دې کښې څه کردار ولوبوي چې يو خوا يې ملګري او وروڼه هېوادونه دي او بلخوا د ګاونډي هېواد ايران دے. دا وخت پرېکړې زر او د پاکستان ګټو د ساتنو لپاره نورې هم ضروري شوې دي خو ولې يوه لابي د پاکستان په خارجه پالېسو اثر اندازه کېدلو لپاره دا پروپېګنډا هم کوي چې پاکستان ته د دې معاملاتو څخه لرې اوسېدل پکار دي، غېر جانبداره پاتې کېدل پکار دي وغېره وغېره، خو ولې ماحول داسې نه دے په دواړه د يو اړخ ته په ډاګه به ودرېدل وي. د خارجه پالېسو جوړوونکي دې دا هېر کړي چې اوس به دوي په دوه مخيزۍ کښې بريالي شي ولې چې د امريکا نه پس اوس د خليجي هېوادونو نه دا غوښتنه مخې ته راتلې شي چې تاسو زمونږ سره يئ که د مخالفينو سره؟ ايا پاکستان د دې لپاره تيار دے؟ شايد چې نه دے تيار.

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.