عبدالفغار خان عقيده مجاهده ده

په درناوي : اقبال حسين افکار

ښاغلے محمود احمد د سوات د ننګيالې پتمنې سيمې د فتح پور يو اعلي تعليم يافته باشعوره پښتون شاعر ،اديب او دانشور دے ۔ کله چې مونږ په 6، مي کال 1986 کښې پښتو ادبي سوسايټي اسلام آباد جوړه کړه نو په دويمه آدبي ناسته کښې چې د ښاغلي غني خټک په کواټر 566 بي کښې وه ارواښاد عبدالکافي اديب يې صدارت کولو او ارواښاد عبدالرحمان بيتاب يې مشر ميلمه ؤ اللّه دې راته تر ډيره وخته ژوندے سلامت لري محترم م،ر ، شفق يې نظامت کولو

دراصل ښاغلے محمود احمد د سوات نه د راتلو په وخت د زما د ارواښاد کشر ورور سردارحسين سره په پبلک ټرانسپورټ کښې ملګرے شوے وه هم د هغه په وسيله يې له ماسره وليدل او زما په وسيله د پښتو ادبي سوسايټۍ اسلام آباد دې اجلاس ته راغې او په ړومبي ناسته کښې يې د هر چا زړه کښې ځان ځايې کړه ۔ روستو د پښتو ادبي سوسايټۍ اسلام آباد کلک ملګرې شو او د هغه وخته تر دې دمه د ادبي سوسايټۍ کلک ملګرے دے ددې تنظيم د بقا او پرمخ تګ دپاره د مالي ،ځاني قلمي مرستې يې چرته سرغړونه نه ده کړې ۔

دغه وجه ده چې ملګرو د اوږدے مودې راسې د ادبي سوسايټۍ د چيرمين په حيث منلے او زغملے دے ۔ د 1980 لسيزه کښې د روس او آمريکې سوړ جنګ په تود جنګ بدل شوې ؤ د پښتنو سيمه د جنګ ميدان جوړ شوے ؤ ۔د سرمايه دارې نړۍ ټول ملکونه د عرب د شيخانو سره د اسراٸيلو سرمايې د جنګ لمبو له تقويت ورکولو په دغه مهال که باچاخان هر څو چغې وهلے چې ددې هور د لمبو خپل ځان او خاوره بچ ساتل پکار دي ۔ بابا به ويل دا د دوه سنډاګانو جنګ دے او چيندښان به ورکښې برناحقه چښڼي شي خو د ډالرو په دغه شيبو کښې چا د دغې سرتور فقير د عدم تشدد لارښود دې خبرو ته غوږ اېښوده ۔

نن خلق وايي چې ما به خبره کوله چې د ستونزې حل په خبرو کښې دے په جنګ کښې نه دے ۔ ددوي دا هير دي چې پښتانه متل کوي چې ” خبره په خبرو ختميږي “ دلته دا يو ”خبره“ ستوزه ده او دا ” خبرې “ يې پريکړه ده خو دا جنګ او دا ستونزه نه د پښتنو په لاس کښې وه او نه ده کني پخوا به يې سر خوړلے وے ۔ خو دا حقيقت دے چې ميدان يې د پښتنو سيمه او خشاک يې پښتانه دي په دغه لسيزه کښې به ځنو ښاغليو ويل چې ” وينې بهيږي سپرلے به راشي “ په لکونو افغانانو ،پښتنو وينې تيوې شوے خو ” سپرلے “ رانغې ۔ سپرلے به څنګ راځي چې د سړي په ذهن کښې فتور وي هدف يې معلوم نه وي ۔

نو ” سپرلے “ سړي ته داسې عذاب شي لکه څنګ چې نن هغه خلقو ته دے چې د ډالرو په خوشحالۍ کښې به يې دغه سندرې ويلے او د سپرلي خوبونه به يې ليدل له اوس هم داسې ښکاري چې د خپل خوب د محور نه راوتي نه دي ځکه خو شيطاني دسيسې له دوام لري خو هغه پښتانه متل کوي ” د تبا به څه تبا شي “ زما په خيال که د غرض پټې د سترګو لر نه کړې شوې نو د وچو سره به ټول لوانده وسوزي دا يو فطري عمل دے ۔
خبره مې د محمود احمد کوله خو د 1980 لسيزې ترخو حقيقتونو تردې راويستم ۔ ښاغلے محمود احمد يو تعليم يافته باشعوره ځوان دے هغه که د مټې سوات په کالج کښې وه که په کراچۍ کښې خو هغه د باچاخان د قافلې يو متحرک غړے وو او چې اسلام آباد ته د ملازمت دپاره راغې نو دغه جوش جزبه يې ښه په جوبن کښې وه خو د پښتو ادبي سوسايټۍ اسلام آباد مشرانو او همځلو د هغه صلاحيتونه د راښکاره کولو دپاره دا ضروري وګڼله چې د هغه جوش ته د هوش بند اوتړي ۔ دغه رنګ هغه لکه د يو اوستاکار شاعر وځليد د هغه نثري ليکونه د پښتو په مجلو اخبارونو کښې چاپيدل شروع شو او د ادب د استاذانو پام يې ځان پلو کړه د انګريزۍ د هغه وخت په فرنټير پوسټ او نورو ورځ پاڼو کښې به يې د پښتو او پښتنو په حواله ليکونه چاپيدل او هر چا به خوښول ولے چې ښاغلي محمود احمد فلسفه ويلې څه چې سمه يې هضم کړې ده يو وارې په يو ناسته کښې يو ملګري له هغه سره په جدلياتي فلسفه بحث شروع کړو واللّه مونږ خو ترې خوند اخستو خو ولے د هغه ښاغلي ملګري نه يې تاخ خطا کړې وو ۔

د نړۍ تاريخ، د مسلمانانو تاريخ، ددې منطقې او پښتنو تاريخ يې ښه د زړه په مينه ويلے او ہضم کړې دے چې سړے يې ژورې لوستې او حافظې ته د بحث مهال وپسخيږي دغه رنګ د قرآن پاک حديث پاک او فقهې ژوره لوستې لري خو انکساري او عاجزي د ښاغلي محمود احمد د شخصيت خاصه ده ۔ واٸي چې هغه علم له سره علم نه دے چې په انسان کښې تکبر راولي ۔

نبي کريم صلي اللّه عليه وسلم نه يو حديث مبارک روايت کيږي چې متفقه عليه دے چې زه د علم ښار يم او حضرت علي رض يې دروازه ده محمد احمد د خيراتي ميا ايک يو ځوے دے چې د پير بابا نمسے دے او نسب دا سلسله يې تر حضرت علي ؓ ته رسي د خيراتي ميا په لړ کښې محترم م،ر،شفق د محمود احمد په کتاب ” عبدالغفار خان عقيده مجاهده “ په خپله سريزه کښې په مخ ٢٢۔٢٣ ليکي ” د والد صيب نوم يې سيد عبدالمنان دے په کلي اولس کښې تر آخره (وفات ٢٣ جون ١٩٨٨ ) په خيراتي ميا پيژندلے شو۔ زمونږ معاشره کښې داقسمه نومونه لکه ملنګ،فقير، او نور په دې خيال په ناوياته ماشوم پورے کولے شي چې دې وپاٸي او اللّه تعالي ورله د ژوند اوربشې ډيرې کړي “ ښاغلے محمود احمد د نوي کلي جينکي خيل کښې په ١٩٥٦ کښې زيږيدلے دے ۔

د ماسټر ډګړي يې په سوشيالوجي کښې د ترلاسه کولو ورستو د ايل ايل بي سند هم اخستې دے د اسلام آباد د کپيل اتهارټي نه داسې پاک سفا ريټاٸر شوے دے څنګ چې د سرو سپينو دې ادارې ته ور دننه شوے وو خو د هغه د عملي تقوي دې ژوند هغه له دا ګټه ورکړه چې د هغه ايک يو ځوے پروفيسر سيد حبيب احمد پي ايچ ډي ډاکټر شو او لوڼه يې ميډيکل ډاکټرانې انجنٸيرانې شوې د سي ډي اې له خوا ورکړې شوي پلاټ يې د خپل نيکنۍ جايداد په خرڅ جوړ کړه دغه رنګ د اسلام آباد په غوړ سکټر کښې د ښايسته کور مالک شو شکر دے ښه د سکون او مطمين ژوند تيره وي اللّه دې کورودان لري۔ محمود احمد يو مخلص ملګرے او د خداې په مخلوق مٸين پښتون دانشور دے ۔ په دې مادي دور کښې چې زه کوم خداٸي خدمت ګار انسان دوست پيژنم چې ظاهر باطن يې يو وي نو په هغو کښې يو ښاغلے محمود احمد دے ۔

هغه د خپل کتاب ” عبدالغفار خان عقيده او مبارزه ده “ په خپلو خبرو کښې ليکي ” دا د ١٩٨٨ خبره ده چې رهبر تحريک خان عبدالولي خان د قومي اسمبلۍ ممبر منتخب شوے ؤ او زه د افتخار احمد مټه د ورور شبير سره چې په سي ډي اے ډاريکټر ؤ ۔ يو ځاے د ولي خان ليدو ته ورغلي وو ۔ ما ورته زمونږ د ميلمه کيدو بلنه ورکړې وه هغه راته وٸيلي وو چې نن سبا هر څو که بينظيره ماته ډيره کيني پاڅي او قدر مې کوي خو د حالاتو پته نه لګي کيدے شي چې حکومت بيا د بټهو دور غوندې زمونږ خلاف شي او ته سرکاري ملازم يې نو په دې وجه نه غواړم چې ستاسو ملازمت ته څه نقصان ورسي ،او د پښتنو ملازمت د سياست هومره ځکه دے چې د کور او بچو مستقبل ٸي ورسره وابسطه وي ۔ هغه ماته ووې چې جلسو جلسونو او سياست کښې برخه مه اخله ۔ ته په دغه ملازمت او عهده کښې د قوم خدمت کوه ۔ ددې نه وړاندې هغه ماله خپل دستخط سره يو کتاب ” A man who matched his mount ” راکړې ؤ چې دا وګوره زما خيال ؤ چې ترجمه به يې کړم خو هغه غني خټک زمانه واخست ،فوټو کاپي يې کړو او بيا يې ترجمه کړو “
د ښاغلي غني خټک په باچاخان د انګريزۍ دغه ترجمه شوې کتاب ” حضرت باچاخان د خپل وطن د غرونو په څير لوړ شخصيت “ هم د پښتو ادبي سوسايټۍ اسلام آباد له خوا چاپ شوې دے او مخ کتنه يې د نيشنل سنټر اسلام آباد په هال کښې شوې وه ارواښاد محمد افضل خان لالا ورکښې مشر ميلمه ؤ ۔

د ښاغلي محمود احمد دا کتاب ” عبدالغفار عقيده او مجاهده ده“ چې د انګريزۍ ترجمه دے په انګريزۍ کښې دا کتاب دينانات ګوپل ټنډولکر د Adul GHAFAR KHAN FAITH IS A BATTLE په نوم ليکلې دے ښاغلے محمود احمد واٸي چې اجمل خټک صيب زما سره دا کتاب وليد نو هغه راته وويل دا ترجمه کړه کله چې د مير مهدي شاه باچا په ادارت کښې د باچا خان پښتون مجله شروع شوه نو د ښاغلي محمد احمد ددې کتاب پښتو ترجمه به هم ورکښې چاپيده ډيره خوندناکه معلوماتي وه د هر چا خوښيده ۔

کله چې پښتون مجله بند شوه نو دا ترجمه هم اودريده کله چې باچامرکز آباد شو او پښتون مجله يو ځل بيا د محترم رحمت شاه ساٸل صيب په ادارت کښې شوروع شوه نو په تواتر سره به د ښاغلي محمود احمد دا ترجمه ورکښې چاپ کيده او د پښتون مجلې د نن چيف ايډيټر ښاغلي حيات روغاني په ادارت کښې وپاٸيده هم د حيات روغاني په مرسټه ملاتړ د عامر پرنټر اينډ پبلشر پيښور له خوا چاپ او د باچاخان ريسرچ سڼټر او د پښتو ادبي سوسايټۍ اسلام آباد له خوا په کتابي بڼه خور شو ۔ خو مالي لګښت د ښاغلي محمود احمد خپل دے ۔ ددې کتاب کمپوزنګ د حبيب آماني کړې دے ډير ښه ښايسته دے د املاء سهوې ورکښې ښه برابر دي مخ پاڼه ښاغلي حيات روغاني جوړه کړې ده چې په زړه پورې او زړه راښکونکې هم ده د کتاب ګټ آپ هم په زړه راښکونکې دے بيه يې ٦٠٠ روپۍ ده۔ تاسو ته د يونيورسټي بک ايجنسي پيښور۔ بک شاپ پښتو اکيډمي پيښور پوهنتون او پښتو ادبي سوسايټۍ اسلام آباد نه تر لاسه کيدې شي ۔ د کتاب ژباړه ډيره روانه بهانده ده با محاوره ده ۔

د کتاب لوستو سره سړے ته د ښاغلي محمود احمد په دواړو ژبور عبور احساسيږي ۔ په حقيقت کښې دا دباٸيو ګرافي هغه شکل دے چې يو يې وايي او بل يې ليکي د کتاب د څو بابونو روستو بنده داسې احساسه وي لکه چې د باچاخان ”زما ژوند او جدوجهد لولي ۔ خو ياد دانشور آفراسياب خټک ددې کتاب په اړه نظر لري چې داداسې ژوند ليکنه ده چې تحقيق ورکښې هم شامل دے ۔ لوے دانشور ډاکټر ذاکر حسين د ټنډولکر په دې کتاب خپل ليک کښې ليکي ” خان عبدالغفار خان چې د مينې نه ورته باچا خان وٸيلے شي د هغه ټولو سترو ښو او غوره خبرو خلاصه ده کومې چې په بشري کوششونو کښې کيدې مونږ په داسي نسل کښې يو چې د خوش قسمتۍ نه مو دده په مشرۍ کښې کار کړې دے او دا کتاب به دده د خدمتونو او کړاؤنو راتلونکي نسلونو ته دا خبره وررسوي چې باچاخان د يو مقام حيثيت انسان ؤ ، چې خپل ژوند او هر څه ٸې د هغه کار دپاره قربان کړي وو “

د ډاکټر ذاکر حسين خبره په ګل بدله يقينناً چې باچاخان په دې لاره د بلا ځاني ،مالي تکليفونو ،آزماٸشونو د قيدو بند صوبتونو راتير شوے دے خو نه يې په قدم کښې لرزش راغلې نه يې حوصله بېلودې ده او نه د خپلې عقيدې په شا شوې دے ۔باچا خان د خپلې عقيدې سره بې کچه مينه کړې ده او ددغې مينې مجاهدې ترې د خداې د مخلوق لوے خدمتګار جوړ کړې دے چې نن د هغه شخصيت ته ددغې عقيدې د مجاهدې په سوب د عزت او احترام درناوي مقام په نړيوال کچ ورته دے تر اوسه د باچاخان په شخصيت ،عقيده او مجاهده شپږ د پي ،ايچ ، ډي تيسس په مختلو ژبو ملکونو کښې ليکولې شوي۔
چې د خلقو نيک خواهي لرے په زړه کښې
مبارک شه بادشاهي لرې په زړه کښې (خوشحال خان )
ډي ،جي ټنډولکر د خپل دې کتاب په سريزه کښې په ړومبي سر ليکي ” سياستدانان زه نه خوښوم خو دې ساده او نه مغلوب کيدونکې پښتون نه زه ډير زيات متاثره يم زما په نظر عدم تشدد او يا تشدد دومره لويه خبره نه ده ۔ زه د هوچي من هم دومره ستاٸينه کوم څومره چې د باچا خان کوم ۔ کوم يو څيز چې ما ځان طرف ته ماٸل کوي ۔ هغه د هغه د کار په شا ” جذبه “ ده ۔

هم دغه جزبه او عقيده او مجاهده وه چې باچاخان د ګاندي جي نه ځانګړې کوي کله چې جرمن په پولينډ د حملې هڅه کوله نو کانګرس د پيرنګي په ننګ د اودريدو فيصله کوله نو ګاندهي ورته توره ډال کيښود خو دې سرتور فقير باچاخان د خپلې د عدم تشد د عقيدې په مينه کښې د کانګرس نه مستعفي شو ۔ دغه حال د هند د تقسيم په وخت هم کله چې په صوبه سرحد (خيبر پښتونخوا ) کښې د ريفرنډم کيدو نو د نقص آمن له خاطره باچاخان خداٸي خدمت ګار د ريفرنډم نه په سنډه وساتل هغه وخت چې کوم حالات جوړ کړې شوي وو په هغې کښې که خداٸي خدمتګارو برخه اخسته نو ضرور به تصادم کيدو ۔ ډي،جي ټنډولکر په خپله سريزه کښې ليکي ” دا د افسوس خبره ده چې ده براعظمګي له آزادي وګټله خو پخپله د خپلې آزادۍ نه محروم کړې شو او دده ملګرو چې پښتون قام پرې وياړ کوي د ملک په ترقۍ کښې کردار ادا کولو موقع ورنکړې شوه ۔

دده او دده د ملګرو د آزادۍ مجاهده کښې کردار تاريخ کښې يو ځانګړې حيثيت لري“ يقينناً دا يو الميه ده چې د قاٸد اعظم سره کراچۍ د باچاخان ليدل د قاٸد اعظم له خوا د چاٸيو او ډوډۍ د باهمي اعتماد له خبرو روستو بيا بد اعتمادي او په دې زور راوړل چې باچاخان دې خداې خدمتګار په مسلم ليګ کښې ړومبې ضم کړي د هغه وخت د حالاتو په تناظر کښې څه عجيبه غوښتنه ښکاري ۔ د پاکستان قانون ساز اسمبلۍ کښې د باچاخان سوګند پورته کولو حکومت ته د مرستې ملاتړ يقين او د پښتونستان له وضاحته روستو پکار وو چې مسلم ليګ په خپل ځاې قاٸم وے او خداٸي خدمتګار ځان له يو جماعت وے او د دواړو جماعتونو مشرانو او کارکونانو لکه روڼو ددې ملک د ودانۍ سوکالۍ دپاره کار کړې وے که داسې شوي وے نو نن به ددې ملک حالات نور وو ۔

د مينې په ځاې نفرت له او د خدمت په ځاې عرض له وده ورکړې شوه ۔ ددې کتاب د لوستو سړے دې خبرې ته رسي څنګ چې پښتانه واٸي ”دوه به هله سره جوړ شي چې دريم ګړې له مٸينځه وځي“ دلته دغه دريم ګړې هم هغه پيرنګې وو دچا پر ضد چې خداٸي خدمتګارو د باچاخان په مشرتابه کښې يو اوږده مبارزه د عدم تشدد د لارې کړې وه هم دغه پيرنګيان د پاکستان د جوړيدو روستو تر ډير وخته دلته ګورنران ،کمشنران ډپټي کمشنران او نور اعلي آفسران او د هغوي مراعات يافته خلق وو چا چې د هندوانو له تلو روستو د هغوي د کوړونو جاٸداد په خپل نوم کړي وو ۔ د قاٸد اعظم او باچاخان ترمٸينځ باهمي اعتماد د هم ددغې خلقو د مفاداتو دپاره لوے نقصان وو ۔ نو حالات قصداً عمداً خراب کړې شو د بابړې خونړۍ پيښه وشوه باچاخان د هغه ملګري جيلونو ته شو۔ دا سلسله روانه وه باچاخان د پاکستان د جوړيدو روستو 15 کاله په قيد کښې تير کړل ګاندهي قتل شي قاٸد اعظم وفات شي۔

لياقت علي خان او ډاکټر خان صاحب مړه کړې شي او جواهر لال نهرو مړه شي خو باچاخان د خپلې عقيدې او مجاهدې سره ژوندے وي او نن هم د خپلې عقيدې په شکل کښې په روحاني توګه ژوندے دے خو ددې ټولو سخت ګيله من وو ۔ هندانو سره د دومره د اوږد تګ نه روستو هغوي يوازې پريښودو نو خپلو د کليمې او ملک او وطن حکمرانانو ورله د مينې په ځاې دومره نفرت ورکړو که د باچا خان خان په ځاې بل څوک وے نو پخوا به يې خود کشي کړې وه ۔ دا د هغه اخلاص وو باچا خان په دې چرته هم د سياست مدارې دعوه نه ده کړې هغه په هر تقرير هره وينا هر مطبوعاتي کانفرس کښې په ډانګ پٸيلي ويلي چې ليډر نه يم د تقرير کولو شوق نه لرم ستاسو په څير يو انسان يم د خداې د مخلوق خدمت کول غواړم او تاسو ته هم وايم چې د خداې د مخلوق خدمت د عدم تشدد د لارې وکړﺉ ۔

باچا خان که سياست کولې نو کله چې هندوانو د خپل غرض دپاره دې يوازې پريښودو نو هغه وخت ورته هم قاٸد اعظم لاس ورکړې وو ګورنر کنګهم هم د غني خان او ډاکټر خان په ذريعه پيغام وراستولې وو ۔ واٸي په سياست او جنګ کښې هر څه روا وي خلق چې يو حد ته اورسي نو لکه د کانګرس او مسلم ليګ بيا هر څه کوي ۔ باچا خان ته د پاکستان د جوړيدو سره د نوي پارټۍ جوړولو هم ويلے شوي خو هغه په خپله عقيده کلک ولاړ وو ۔ پکار وو چې دغه د خداٸي خدمتګارو سياسي څانګه جوړه شوې وے او د هغې مشري ډاکټر خان او غني خان ته ورکړې شوے وے نو ګمان کوم چې نن به هم د پښتنو حالات ددې هم ښه وو د انسان نه تحريکونو غلطۍ هم کيږي دداسې کتابونو مقصد هم دا وي چې خلق د خپلو غلطو زدکړه وکړي د ژوند نوے کڼ لارے دخپل پرون په تناظر کښې جوړې کړي ۔ ګڼ شمير سربراهان راغلل او لاړل ون يونټ جوړ شو او مات شو مشرقي پاکستان په بنګله ديش بدل شو ۔

نن باچاخان نشته خو هغه د پاکستان په جعرافيه دننه د هغوي په يو يونټ کښې د راغونډولو او د هغې نوم پښتونستان ايښودو دپاره ډير جدوجهد کړې وو او د پاکستان په ړومبۍ قانون اسمبلۍ کښې يې د هغې ذکر او وضاحب کړې وو نن هغه په مادي حواله نشته خو قباٸلي علاقو پښتانه د خپلو روڼو سره يو شوي دي او پښتنو نوم هم خيبر پښتونخوا شوې دے ۔ نهرو پښتونخوا ته دوه ځل راغلے وو د ړومبي ځل په وزيرستان کښې قباٸيلو ته نهرو وينا په دې ټکو کښې رانقل شوې ده۔ ” ده د انګريزانو په فاروډ پاليسۍ سخت ټکونه وکړل ده ووې تاسو دا سوچ کولے شٸ چې انګريزان په وزيرستان په دې وجه حمله وکړه چې ګني دوه درې هندوانې جينکۍ تښتولي دي ؟ د انګريز حکومت دا طريقه مناسب نه ده ۔

ددې جينکو برامت کولو نورې هم غوره طريقې وے ۔ ولے خبره داده چې د انګريز مفادات بيل وو ۔ په سرحدي علاقو په دې وجه حمله وکړې شوه چې خپل سامراجيت مضبوط کړي او خپل سرحدونه نور هم وړاندې بوځي او ځان نور هم زيات مضبوط کړي دوي خو دا موقع په قباٸيلو علاقو د حملې بهانه جوړوي او په دې کار کرړونه روپو لګولو هيڅ جواز نه لري ۔ فقير ايپي او د وزيرو مشرانو په هغه الزامونو ډير بد منلي دي چې ځنې مفاد پرسته خلق د خپلو مفادو دپاره په دوي لګوي “ ۔ ډي، جي ټنډولکر په خپله سريزه کښې واٸي ” ما ښه په اخلاص کوشش کړې دے چې د باچاخان پحقله غير جانبداره ليک وکړم د پاکستان او بهارت ترمنځه د اوسني شخړې په موقع ما د پاکستان صدر ايوب خان ته چيټۍ ليږلې وه او ورته مې خواست کړې وو چې ماته د باچاخان په بابله مواد راواستوﺉ خو هغه جواب رانکړو “ خو د باچاخان په وفات د هغه وخت صدر پاکستان ضياءالحق ،وزيراعظم پاکستان محمد خان جونيجو چې د پاکستان مسلم ليګ صدر هم وو سره د خپلې کابينې د غړو شريک شول “ دا هم د هغوي د قدر او ستاٸينې وړ اقدام دے خو ددې غوره اقدام دا دے چې سره د اختلافه مونږ يو بل قبول کړو د يو بل قدر وکړو او احترام ورکړو۔
چې ژوندے وم تاسو ويشتې وم په کاڼو
اوس مې څله ښکلوﺉ د قبر کاڼي
د ډي جي ټنډولکر دا کتاب په څلويښتو بابونو اړه دے 798 مخونو اړه دے اول باب پيژندګلو دويم باب ورثه دريم باب ابتدايي کلمات د 1885 نه 1909 پورې ددې منطقې سياسي تاريخي پس منظر دے او بيا تاريخ وار بابونه دي لکه اصلاح کونکے 1910۔1915 دا سلسله تر څلويښتم باب 1964- 1965 عقيده مجاهده ده ته راسي په ړومبي سر کښې د پښتنون تاريخ دود دستور ، کلتور ژبه او نسل جغرافيه ښاغلي ټنډولکر خپل نظر زغولې دے دغه رنګ هغه د باچا خان کلي کور خاندان ژوند ژواک ښه په تحقيق سره تفصيلي ليکلې دے خو يو ځاې د باچا خان په حواله ليکي ” عبدالغفار خان واٸي چې د اسلام راتلو نه وړاندې پښتانه هندوان وو او هندوانو دغه بد روايات چې علم به سرپ برهمن حاصلوي په پښتنو کښې هم وو ”

زه خو نه په ټنډولکر د شک اظهار کوم چې دا خبره به هغه له ځانه ليکلي وي خو دې منلو ته هم جوړ نه يم چې ګوندې باچا خان به دا خبره من عن داسې کړي وي ولے چې په دې لړ کښې هم په دې باب کښې کړي چې زما په دې ليک کښې به يې رانقل کړم تر څو ددې خبره ده نو زما اغلب ګمان دے چې د هغه په تناظر کښې به باچاخان محاورتاً وٸيلے وي چې ” پښتنو کښې هم لکه د هندوانو تعليم تر برهمنو محدود دے يقينناً دا په خپل ځاې يو حقيقت دے چې د پښتنو نسلي ريخې د آرياؤ سره سمون او تړون لري او پښتو ژبه د ژب پوهنې د ساٸينسي اصولو په رڼا کښې واضحه شوې ده چې انډو آرين ژبه ده يقينناً چې په دې منطقه کښې د آرياؤ د بره نه راخواره شوي دي دا واضحه ده چې د بده مت د خيټې هندو مت زيږيدلے دے او سکھ ازم هم خو تاريخ ګواه دے چې پښتون د زرتشت او بده مت پيروکار پاتې دي خو ددې روستو چې دې منطقې د اسلام دين مبين رڼا راغلې ده نو مسلمانان شوي دي ۔

ښاغلے ټنډولکر هم په دې باب کښې د باچاخان خبره داسې رانقل کوي ۔” عبدالغفار خان ډير په فخر سره واٸي چې زمونږ په دې علاقه د مختلفو تهذيبونو دور راغلے دے په يو وخت کښې دا علاقه د آريا تهذيب زانګو وه روستو بيا دلته بده مت ډيره ترقي وکړه زمونږ په دې علاقه کښې اوس هم ډير آثار شته۔ کله چې ددوي د ګډو بيزو د کنډکونو دپاره دا علاقه تنګه شوه نو دوي رو رو نوو علاقو ته مخه وکړه څه په قبلې ايران ته او بيا يورپ ته او څه په نمر خاته هندوستان ته ورسيدل او دا شان دوي دوه بيلو ډلو کښې تقسيم شول دوي د جغرافيايي حالاتو او آب و هوا ترمخ مختلفو ثقافتونو او ژبو ته وده ورکړه خو بيا هم دوي په خپل اصلي وطن آريانا ويجو يعني افغانستان او پښتونخوا کښې ديره وو ارياک ژبه يې ويله د تاريخ ړومبے پيغمبر زرتشت دلته آريانا ويجو کښې راغلے ؤ د بلخ نه روستو ايران ته ورسيد ۔ د آريا د لوے هجرت نه روستو د دوي دوه څانګې پښتانه ،بلوچ په دې ځاې کښې پاتې شول د آريا د عظيمو رواياتو پاسداري يې کوله روستو دې علاقې ته اسلام راغلو “۔ 

دا خبره بلکل سهي نه ده ګوندې پښتانه د هندو مت پيروکار پاتې دي متاسفانه دا دعوه ايرانيان هم کوي چې خداې مه کړه پښتانه ايرالنسل دي د هندوانو او پښتنو خوي بوي دود دستور کلتور ژبه نسل د زمکې آسمان فرق دے هاں په دې منطقه کښې بلها قامونه د زرګونو کالو يو ځاې وسيږي دوي به خامخا د يو بل د دود دستور نه رنګ اخستې وي او په ژبو هم د يو بل د ژبو اثر فطري عمل دے ۔ په دې کتاب کښې د انجهاني اندراګاندهي د هغه خط ژباړه چاپ دہ چې د ډي جي ټنډولکر په کتاب چاپ دے ۔

اندراګاندهي په خپل خط کښې يو ځاے ليکي ” د ګاندهي جي په زمانه کښې ډيرې عجبيه خبرې شوې دي خو د ټولو نه لويه خبره دا شوې ده چې تند او تيز تر پښتانه خداٸي خدمتګار جوړ شول او د ټولو نه حماسي او جنګيالي قام د بشري عظمت د دفاع دپاره د عدم تشدد او ځان قربانولو اعلي اصول خپل کړل ټنډولکر دا داستان ټکي په ټکي ليکلے دے “ مونږ چې د ډي جي ټنډولکر دا کتاب لولو يا په دې لړ کښې د باچاخان په ” زما ژوند او جدوجهد “ سره نورو کتابونه لولو نه دې نتيجې ته رسو چې په پښتنو کښې د عدم تشدد فلسفه نه يوازې باچاخان معتارف کړې او خوره کړې وه خو متاسفانه د زرورو اوبه په پورته ځي دويم د ټنډولکر کتاب دا تاثر ورکوي ګوندې د عدم تشدد اصل پيروکار ګاندهي وو او باچاخان يې مبلغ وو خو داسې نه ده په دې لړ کښې مونږ له مخه خبره کړې هم ددې وجهې د کانګرنس سره په تلو د باچاخان ځنې ملګري خفه شو د خادم محمد اکبر دا ټپه خو په دې لړ کښې خپل تاريخي پس منظر لري
باچا امام زه مقتدي وم
ګاندهي امام شو ځکه ځان له نيت تړمه
باچا خان په خپل کتاب زما ژوند او جدوجهد کښې ليکي د عدم تشدد فلسفه ما د نبي کريم صلي اللّه عليه وسلام د ژوند مبارک نه اخستې ده ۔ په دې لړ کښې د نن محقق ډاکټر سهيل خان سره ګڼ شمير محقيقين په دې خبره متفق دي چې د عدم تشد فلسفه د باچاخان خپله فلسفه وه چې د نبي کريم صلي اللّه عليه وسلام د ژوند نه يې اخذ کړې وه ۔ د خپل خط په آخري پيرا کښې انجهاني اندراګاندهي ليکي ” چې څوک د ټنډولکر دا کتاب لولي نو د شرمه به په جزباتو کښې راشي خو ايک يو اميد دا کيدې شي باچاخان به د خپل مهربان حيثيت په وجه زمونږ کوتاهي معاف کړي“ زما په خيال د اندراګاندهي د بخښنې دا اميد د خپلو مشرانو د هغې دهوکې اعتراف دے چې باچاخان يې په خپل کتاب زما ژوند او جدوجهد کښې ذکر کړې دے ۔ چې ”هندو ماسره دهوکا وکړه “ او په آخر کښې يې دا ټپه ليکلې ده ۔
د زړه په باغ مې ګلۍ وشوه
بويه چې بيا سپرلے راځي سپړي ګلونه
په آخير کښې د ښاغلي محمود منندويه يم چې دا مهم کتاب يې له انګريزۍ ژبې پښتو ته راواړول په خپل خرچ يې چاپ کړو او مونږ ته يې را ډالۍ کړو دا کتاب وسيع کتاب دے ژوند ليک هم دے سياسي ،قومي ،کلتوري او ددې منطقې تاريخ هم دے پکار دي چې هر پښتون ځلمي يې تنقيدي نظر ولوي نو ډير څه به ترې راوباسي او د خپل راتلونکي ژوند دپاره به ترې رڼا واخلي ۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.