حادثو او رنځونو هم د پختو د فن دنيا تنکۍ ځوانۍ خاوري کړي!

وقار علی شاہ

دا حقيقت دې چې مونږ پختانہ سندرې خوښه وو خو د سندرغاړې د فن قدر نه کوو او نه د هغه له ژونده ځان خبره وو چې په کوم حالت به وي۔ د علاج معالجې وس طاقت نه لرلو له لوجې ډېر هنرمندان د بیمارو له کبله همېشه دپاره سترګي پټي کړې او ډېرو ھنرمندانو ناڅاپي حادثو لہ کبلہ د ژوند نہ لاسونہ وینزلے او د فن د دنيا تنکۍ ځوانۍ خاوري کړي۔

رابعه تبسم
په پښتنو ښځينه سندرغاړو کښې د غزل منلې شوي نامه رابعه تبسم هم ده، رابعه تبسم له ډېر ماشومتوب راهيسې د موسيقۍ په مېدان کښې قدم ايښې وو، دا هنرمنده د نازيه اقبال، شبنم،عقل ميني او وګمې پشان د سترو سندرغاړو د ټل ملګري وه، د ژوند لګ تر لګه شل کلونه ئې پښتو موسيقۍ ته ورکړې وو، د خپل وخت هم عصر سندرغاړو سره د غبرګو اولسي سندرو يوه لويه ذخيره ئې خوندي پرته ده کوم چې صدا بهار سندريزه لړۍ بللې شي.

رابعه تبسم نه صرف په پښتو بلکه اردو ،هندکو او پنجابۍ ژبو کښې هم کاميابي سندري وئيلي دي. په دې روستو کښې د رابعه تبسم “قراره راشه/دا مي ټول قصور د يار دے / او زما تصوير درسره شته که سوزولې دي دے”غزلونو په هيواد او بهرنو ملکونو کښې ډېره کاميابي ترلاسه کړه، د خوګې غاړې دا مېرمنه ډېره ساده او ملنګ خويه وه ولې د ډېرشهرت باوجود هم دې د غربت له کرښې لاندې ژوند کولو، اکثر به ئې ګيله کوله چې نن سبا آوازونه نه بلکه سهرې خرڅيږي ولې چې د هنر قدر نيشته خو څوک چې ښکلې دې نو د هغه دوران دے.

رابعه تبسم

دا حقيقت دې چې مونږ سندرې خوښه وو خو د  سندرغاړې د فن قدر نه کوو او نه د هغه له ژونده ځان خبره وو چې په کوم حالت به وي، رابعه تبسم د دمې په رنځ اخته وه،

د غوره علاج معالجې وس طاقت نه لرلو له لوجې دې هنرمندې د زرۀ  دورې له کبله همېشه دپاره سترګي پټي کړې او د کال دوه زره يولسم اپريل مياش په درې ويشتمه نېټه پلارنۍ سيمه نوښار کښې ښاورو ته وسپارلې شوه، د يادوني ده چې د رابعه تبسم ځوئ رحمت خان هم د نوې کهول نمائنده سندرغاړې دے.

زرشاد علي.
د لر او بر پښتنو پېژندلې هنرمند زرشاد علي د چارسدې رزړو سيمې اوسيدونکې وو، د انقلاب د دور نه راتېر استاد سندرغاړې وو،  د ګلزار عالم او سردار علي ټکر د  عروج په وختونو کښې زرشاد علي هم د موسيقۍ په مېدان کښې هسکه غړې ولاړ وو. د دېرشتو کلونو نه زياته ئې  موسيقي کړي وه،

کال نولس سوه يو اتيايم کښې د پاکستان ټيلي ويژن په شيشه څرګند شوې وو. زرشاد علي منلې شوې مېداني سندرغاړې وو، ده د زرو نه زيات د سندرو کېسټونه ريکارډ کړي وو، قريبا نولس سوه پنځه اويايم کښې د يو مېلس په موقع هوائي ډزو کښي لګېدلې وو او په يوه ښپه معزوره شوې وو. د معزورۍ په حالت کښي هم زرشاد علي د خپل مقبوليت له کبله بهر ملکونو ته سفرونه کړې او د فن د لارې ئې د پښتنو زړونه ګټلي دي، فلک نياز څوک

زرشاد علي

چې د زرشاد علي رور او تکړه سندرغاړې دې وائي چې د غاښ ويستو له کبله زرشاد ته کېنسر لګېدلې وو، دوه کاله ئې ورله په خپله غريبۍ کښې علاج معالجه جاري وساتله خو نور ئې وس نه لرلو چې په لويه سطح د هغه  غوره علاج وکړي، فلک نياز ګيله کوي چې هېث يو حکومتي چارواکي يا نورو پښتنو مشرانو ورسره په دې اړه رابطه نه ده کړي،

د کېنسر لاعلاجه رنځ له کبله زرشاد د کال دوه زره ديارلسم فرورۍ مياشت کښې له فاني دنيا نه کوچ وکړو، د زرشاد رور فلک نياز خپله د کال نولس سوه نوي نه د موسيقۍ په مېدان کښې دے او شپږ اووه البمې ئي هم ريکارډ کړې دي، دې هم کال دوه زره نه د پي ټي وي په شيشه څرګند شوې وو، فلک نياز زياتوي چې د زرشاد علي ځوئ خاطر علي هم زلمې شوې دې او موسيقۍ سره ذوق لري.

 

امير زيب.
امير زيب د سوات اوسېدونکې وو، تعليم يافته ځوان وو او ډېر پوهه او تکړه سندرغاړې وو، “عشق ته سلام” د امير زيب تر ټولو مشهوره سندره وه، “مغروره نه شې په جمال لېونۍ” “ساقي په جام د مئو” “آئ رخي زېبو” او زما خو ستا سترګي خوښيږي” ئې هم په اولس کښې مقبولې سندري دي، سوات کښې چې کله امن بحال شو نو دا ځلمې پاسېدو او د سوات په لارو کوڅو او چوکونو کښې ئې د ملي نغمو وږمې خپرې کړې.

د امن په دغه نغمه زار کښې د اميرزيب خدمات به تل ياد ساتلې شي. ده به وئيل چې دا هاغه لاري کوڅې او چوکونه دي چرته چې به د وينو سيلابونه توئيدل خو د پروردګار په لوئ کرم نن دلته  امن دې، سوکالي ده،ژوند دې او ښه په جار  ياقربان  پورته کووم ځکه چې مونږ د ترهه ګرۍ ناسور له ماتې ورکړې دے.

امير زيب قريبا د کال دوه زره پنځم،شپږم نه  په باقاعده توګه د خپل هنري سفر آغاز کړ

امير زيب

ې وو. دغه وخت ملک کښې د خرابو حالاتو له کبله پښتو موسيقي له ډېر مشکل او امتحان سره مخ وه. هنرمندانو ته به دهړکې ورکړېدے چې لوجي ئي د فن سره تړلي خلک په هنر پرېښودو يا په ملک پرېښودو مجبوره شوي وو خو ولې امير زيب هم په دغه سختو حالاتو کښې حوصله ټينګه وساتله او د شهرت ناوي ئې په برخه اورسېده. د کال دوه زره ديارلس اپريل مياشتې يويشتمه نېټه ئې د ژوند آخيرۍورځ وه ،هنري سفر ئې لا لسيزه هم نه وه پوره کړې چې د زړه د دورې له کبله ئې ژوند دلاسه ورکړو او د سوات په بلوګرام کښې خاورو ته وسپارلې شو.

کرشمه شهزادي؛
کرشمه شهزادي څوارلس کلنه سندرغاړي وه, دا په بنيادي توګه د سوات اوسېدونکي وه خو له ډېري مودې راهېسي ئ پېښور کې ژوند کولو, د لسو کالو په عمر کې ئ د هنري سفر آغاز ئ کړې ؤ. د دې مور سباء ناز هم فنکاره ده چې قريبا له دويشتو کلنو راهېسې د فن او هنر سره تړلي ده .
د خپلي لور کرشمه شهزادي په اړه وائي چې د وړوکوالې راهېسي ئ د سندرو سره ډېره مينه لرله او دا چې په کال دوه زره يولس کې ئ د سندريز سفر آغاز وکړو. لږه موده کې ئ د پښتو دېرش فلمونو ته سندري ريکارډ کړې او شهرت ئ ترلاسه کړو,
د خپلي لور کرشمه شهزادي په اړه وائي چې د وړوکوالې راهېسي ئ د سندرو سره ډېره مينه لرله او دا چې په کال دوه زره يولس کې ئ د سندريز سفر آغاز وکړو

د يو سوال په جواب کې سبا ناز په ډاګه کړه چې کرشمه

کرشمه شهزادي

شهزادي ته قصدن غلط انجکشن لګول شوې دې چې له وجې ئ د دسمبر په اته ويشتمه نېټه کال دوه زره څوارلس کې په موقع ساه ورکړي وه, دې ووئيل چې کرشمه لګه شان بيماره وه ولې يو کس په دهوکه د علاج په غرض دوي د چارسدې سردرياب سره نزدې يو نجي کلينک ته بوتلل. دې ووئيل چې کرشمه لګه شان بيماره وه ولې يو کس په دهوکه د علاج په غرض دوي د چارسدې سردرياب سره نزدې يو نجي کلينک ته بوتلل.

وائي چې زمونږ هيچا سره هم څه دشمني نه وه خو دغه کس پوخ عمر سړې وو او د کرشمه شهزادي سره ئي واده کول غوښتل چې مونږ داسې کولو ته بالکل تيار نه وو او په نتيجه کې ئ د ماشومې کرشمې نه انتقام واغستو.  سباءناز ګيله منه ده چې ما د ايف آئي آر درج کولو ډېر کوشش اوکړو خو پنځه کاله تېر شو چي نه ماته انصاف ميلاؤ شو او نه مې چا پوښتنه کړيده.
د يو بل خبر د مخې پوليسو او د صحت محکمې چارواکو د پېښې نه د لاعلمۍ اظهار کړې دے.

سيد عالم محسود
بل هنرمند سيد عالم محسود چې تعلق ئې د جنوبي وزيرستان سره وو اولسي سندرغاړې وو.  ډي آئي خان کښې ئې د کډوال په هېث ژوند کولو ، سيد عالم د ژوند ډېره برخه کراچۍ کښې هم تېره کړې ده، دې د کراچۍ څخه د یو نامتو سندرغاړی په توګه راڅرګند شوې وو،  ځوان هنرمند د خپلو در په در پښتنو لپاره  زړه کښې ډېر درد لرلو،سندرغاړې سيد عالم محسود يو قام پرست ځلمې وو

ده به وئيل چې د بې کوره شوي وطن والو د خوشالۍ لپاره سندره وايم، سيد عالم محسود په لويو لويو مېدانونو د زړه پورې اتڼيزو سندرو له کبله ځوانان په ملي اتڼ کولو مجبوره کړيدي. د کال نولس سوه شپږنوي نه ئې د موسيقۍ په مېدان کښې قدم ايښې وو او په علاقائې سندرو کښې ئې نامه ګټلي وه ، ده په داسې سختو حالاتو کښې سندرې وئيلي دي کله چې په فاټا کښې سندره وئيل مشکل نه

سيد عالم محسود

بلکه ناممکن وو. تل ئې د خپلو سندرو د لارې د امن او ميني پېغامونه خپاره کړي دي.

سيد عالم محسود ډي آئي خان کښې د کال دوه زره اووه لس اکتوبر مياش په اوويشتمه نېټه  د اته دېرش کالو په عمر کښې يوې ټريفکي حادثې کښې په حق رسېدلې وو.د مرحوم نه يو ځوئ او درې لونړه يتيمان پاتي شويدي.  د قبائيلي سيمو ليکوالان او صحافيان  د سيدعالم مرګ په خاصه توګه د وزيرستان لپاره لوئ زيان بولي او وائي چې د هغه کمې به تل لپاره محسوسولې شي.

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.