د ګل محمد بيتاب نوے کتاب ۔ د علم ښار

اقبال حسین افکار

په دې کښې بله نشته چې ريډيو پاکستان پيښور د پښتو ژبې ،ادب او کلتور په روزنه ،پالنه او خورنه کښې مهم کردار ادا کړې دے پښتو ډرامه ده که افسانه د جديدې شاعرۍ له هر صنف سره د اولسي صنفونو چاربيتې ،نيمکۍ وغيره د ودې ورکولو سره د فوکلور ، فکاهي ادب ساتنه او خورونه يې کړې ده دغه رنګ د خبرونو ، حالاتې حاضره ،کرکيلې، دارو درمل ،تعليم سره ډيرې ګټورې خپرونې کړې دي چې اوس زمونږ د قومي ژوند ځانګړې اثاثه ده

د ريډيو پاکستان پيښور په زړه آبادۍ کښې په کال 1983 د مي مياشت کښې د تقريري مقابلې په يو خپرونه کښې ما هم برخه اغستې وه موضوع وه ” د ژوند صحيح لاره اسلام “ ماته ياد شي زه په دغه مقابله کښې په دويم نمبر راغلے ٶم او ښاغلے سهيل خټک په ړومبي نمبر راغلے وہ ددغې خپرونې پروډيوسر ارواښاد شرف الدين مخلص صيب وه اللّه دې وبخښي د ځلمي کول په يو بله مشاعره کښې يې زما يو مصرعه کښې د ” د سرو ګلو يو دنيا وه “ ”د ګلونو يو دنيا وه “ کړې وو ۔

يقينناً چې د پيښور ريډيو د ”ځلمي کول “ د پيښور ريډيو يو بله خپرونه وه ډيره موده روستو ددې خپرونې کوربنه آغلې حسينه ګل پاتې ده ۔ اوريدلي مې دې خداې دې وکړي چې داسې نه وي چې ددې ريډيو سټيشن د زړې ودانې نه نوي ودانۍ ته د راشفټ کيدو سره ډير ليکلې ريکارډ ضاٸع شوے دے دغه رنګ ډير زاړه آوازونو د ريکارډ پټې يا ککوړي ضاٸع شوي دي نه يم خبر چې په دې کښې به څومره حقيقت وي ولے چې آوازونه خو ښاغلي حاجي محمد اسلم د ” تير هير آوازونو “ په نوم په کتابي بڼه کښې محفوظ کړي دغه رنګ ښاغلي فضل زمان شلمان هم په ذاتي حيثيت کښې د نورو نوادراتو سره د پښتو زاړه ککوړي په خپل ذاتي آرکيايو سخاکوټ کښې محفوظ کړي دي

د ښاغلي فضل زمان شلمان ،ښاغلي محمد ابراهيم شبنم ،حاجي محمد اسلم او د هغوي نور ملګري د حجره فاونډيشن د سيوري د لاندې په عملي توګه ددغه تير هير آوازونه څوک چې ژوندي دي د هغوي سره لاس وس کوي او کوم چې وفات دي هغه په خپل اولس ورپيژني يقينناً دا دوي د قدر وړ ستاٸينې جوګه هڅه ده خداې دې وکړي چې زمونږ نور د شتو خاوندان د خپلو ،شاعرانو،اديبانو،هنرمندانو خصمانه او مرسته ملاتړ وکړي ولے چې د ژوند ددې څانګې د خلقو سره فکر،دانش او هنر وي خو مالي حالت د اکثرو انتهاٸي کممزورې وي بيا دا خلق ډير حساسه او خودداره هم وي چاته لاس نه شي نيوې نو بايد چې د ټولنې نور خلق هم ددوي له حاله ځان باخبره ساتي يقينناً چې د چا وړه شان پوښتنه به هم دې خلقو له ژوند ورکوي ولے چې دا د مينې خلق دے بس فقط دومره غواړي لکه چې رحمان بابا يا ددې دور ليونے فلسفي غني خان واٸي۔
د لبرو صدقې لره يې غواړم
هسې نه چې په دنيا پسې زهير يم (رحمان بابا)

يو د سپوږمۍ څاڅکې ماله ټيک له د جانان راہ
وادې خله دنيا زه وږې ستا د دنيا نه يمه (غني خان )
خبره مو ريډيو پاکستان پيښور کوله په دې اداره کښې د پښتو ادب ډيرو سترو شخصيتونو څوک چې د پښتو ادب د شلمې صدۍ د ړومبي سر شاعران، اديبان ،هنرمندان ،سندرغاړي موسيقاران وو زياتره ورکښې وفات دي اللّه دې ارواګانې ښادې لري جنتونه يې په برخه شه ولے چې دې سپيځلو شخصيتونو په سختو شراٸطو کښې د پښتو ژبې ادب ودې ترقۍ دپاره خپل صلاحيتونه کارولي دي په دې لړ کښې چې ما د پښتو ژبې د ياد شاعر ،اديب ،محقق او نقاد ښاغلے ګل محمد بيتاب وپوښت چې امير حمزه خان شنواري به څومره ډرامې پيښور ريډيو له ليکلي وي نو د هغه وينا وه چې ددريشو پنځه دريشو پورې خو په دې کښې د حمزه شنواري بابا هغه فيچرونه ،تقريرونه او ليکونه نه دي شامل زما په خيال به د حمزه بابا ددې ليکونو شمير سؤنو ته رسي دغه رنګ دحاجي سمندر خان سمندر بابا خو په ليک کښې په حمزه بابا ور اړولې ده ځکه چې هغه خو ددغې ادارې پوخ ملازم وو خداې دې محترم مشر پروفيسر ډاکټر محمد همايون هما صيب ژوندے لري چې د آياز داوزي د ادبي هڅو د چاپ نه روستو د پښتو د داسې شاعر اديب چې يقينناً تر نوم ژوندے وو

خو تخليقات او کتاب يې چرته نه وو د کلونو د مسلسل جدوجهد روستو پنځه اويا کاله روستو يې د ارواښاد عبدالکريم مظلوم د ريډياٸي ډرامو مجموعه ” څهرې “ د خپل تجزياتي او تحقيقي ليکنې سره يې چاپ کړو ۔ ياده دې وي چې د عبدالکريم مظلوم دا کتاب په 1944 کښې په بمبۍ کښې چاپ وو يقينناً چې د ډاکټر هما داسې هڅه ده چې د پښتنو راتلونکي نسلونه به پرې وياړي ۔ د پيښور ريډيو سره د ارواښاد مشر اجمل خټک او سيد تقويم الحق کاکاخيل او نور ګڼ شمير عالمان اديبان پاتې شوي دي نه يم خبر چې دې لوري ته به د چا فکر تللے وي که نه ۔ چې چا به پرې ايم فل او د پي ايچ ډي تحقيق کړې وي که نه خداې دې وکړي چې څوک خداٸي خدمتګار لکه د ” قند “ مجلې چې د ډاکټر هما صيب د پي ايچ ډي تحقيق کړې دے او کتاب يې چاپ دے

د پيښور په ريډيو هم د دغه کچ تحقيق وکړي او ددغې سپيځلي مشرانو دغه ليکونه قام ته راوړاندې کړي زما په خيال دا زړه ستړے تحقيق د ډګرۍ شوقيان نشي کولے د ډګرۍ له شوقه يو خوا ته يې دوه تنه په شريکه ډير ښه کولې شي خو که پام يې شو ورته په دغه دوه کښې يو ګل محمد بيتاب دے او بل ښاغلے رشيد احمد ۔ ياد شاعر اديب ښاغلي عبداللّه جان مغموم د خپل ريډياٸي خپرونې خپل کردار ”مرچکے “ فکاهي ليکونه د خواږه ،تراخه “ په کتابي بڼه کښې چاپ کړي دي ۔ نومياله شاعر اديب او ريډيو پاکستان پخوانے ډاريکټر حمد اللّه جان بسمل خپل ليکونه د ” آف دي ريکارډ “ په کتابي بڼه کښې چاپ کړي دي دغه رنګ ښاغلي محب اللّه شوق ښاغلي عنايت اللّه ضياء د خپلو ريډياٸي ليکونه چاپ کړي دي اوس اوس محترم مشر ډير عالم فاضل شاعر شخصيت ښاغلي عمر ناصر صيب څو کتابونه چاپ کړي دي چې ورکښې پښتو ريډياٸي ډرامې او ريډياٸي ليکونو په کتابي بڼه کښې چاپ کړي دي

دغه رنګ يو کتاب يې د انګريزۍ د مشهورو ډرامو پښتو ژباړه ده ۔ زما په خيال نورو به هم د خپلو ريډياٸي ليکونو کتابونه چاپ کړي وي دا ټول د قدر وړ ستاٸينې جوګه خلق دي چې د خپل دغه خوندور ليکونه يې په کتابي بڼه کښې چاپ کړي دي او د پښتو ادب جولۍ يې پرې ډکه کړې ده ۔ دادې نيزدو ورځو کښې د پيښور ريډيو پروګرام منيجر د پښتو ژبې ياد اديب ،محقق او نقاد ښاغلي رشيد احمد او د هغه خوږ عالم پلار په مالي اعانت د ښاغلي ګل محمد بيتاب هغه فيچرونه چې په ايماني جزبه د خپل قام د پوهې د خدمت په جزبه ليکلي فيچرونه د ريډيو پاکستان پيښور د ” د دستار سړي “ په نوم خپرونه کښې خواره شوي دي د ريډيو پاکستان پيښور په مينه او مننه دادې په کتابي بڼه کښې ” د علم ښار “ په نوم چاپ شو او منظر عام ته راغې دا سپيځلې کتاب په 144 مخونو اړه دے ليکوال يې ګل محمد بيتاب دے ټاٸټل ښاغلي وقاص احمد جوړ کړې دے چې ساده زړه راښکونکې دے کمپوزنګ د ښاغلي حبيب اللّه آماني دے کاغذ يې اخباري دے ۔ کتاب چاته منسوب شوے نه دے بايد چې د ښاغلي رشيد احمد پلار څوک چې په خپله عالم فاضل شخصيت دے او د کتاب په چاپ کښې د هغه مينه شامله دہ ۔

که دا کتاب هغه ته منسوب شوې وې نو بده به نه وه ۔ د دې کتاب په سريزه کښې ښاغلي رشيد احمد د” دا کتاب دا فيچرونه “ په عنوان خپل ليک کښې ليکي ” په ريډيو کښې به په يو زمانه د تقريرونو شعبه ډيره مهمه ګڼلے شوه او په ټولو حاضرو موقعو او ورځو به دې شعبې د امروزه تقريرونو او پروګرامونو نه علاوه فيچرونه خورول دغه شعبه ډيره موده ماسره وه نو يو ځل ما سوچ وکړو چې ولے دې زمونږ داسې پروګرامونه اونه کړو چې تل تر تله پاتې شي او اوريدونکي ترې فايده واخلي ۔ او داسې ما څو سلسلې په دې لړ کښې نشر کړې وے ۔

چې ” د دستار سړي “ چې د يو مشر خوبۍ يې ښودلې وے۔ د امت مياندې د نبي ”ص “ صحابه کرام ،خلفاٸې راشدين شامل وو ۔ ددې نه علاوه ماته يو مسله پيښه شوې وه هغه دا چې په احاديثو ځينو خلقو اعتراضات کړي دي او کوي يې د کومو چې ډيرو عالمانو ښو ښو ځوابونه کړي دي ۔ ولے د نوي نسل ځلمي دغه کتابونه ولولي او د اصل خبرو نه بې خبره وي ۔ نو ما وې چې داسې سلسله نشر کړو چې دا احاديثو د مجموعو په حقله جامع معلومات پکښې وي په لږ وخت کښې او ددغې سوالونو جواب هم وشي ۔ بله خبره داده چې مونږ ته دين هم ددغه نوموړو او د هغوي په هلو ځلو رارسيدلے دے نو چې په دغهټولو رڼا واچولې شي او ددې دپاره د ريډيو معروف صنف ” فيچر“ ما غوره کړو “ ددې پاره بيا ښاغلي رشيد احمد ته داسې سړے پکار وو چې هغه عالم هم وي او د فيچر ليکلو فن يې هم زده وي او په ژبه يې داسې عبور چې ګران ديني علمي فقهي اصطلاحات ډير په آسانه ژبه وليکي ۔

نو د هغه نظر په ګل محمد بيتاب پريوت د ګل محمد بيتاب نه به انتهاٸي لږ خلق خبر وي چې هغه د احاديثو دوره کړې ده د قرآن پاک د مختلفو تفسيرونو دورې کړي دي دغه وجه ده چې هغه له ګرانو ديني مسلو په آسانه ژبه بيانولو چل ورځي يقينناً چې د ښاغلي ګل محمد بيتاب انتخاب ددې فيچرونو دپاره په ځاې او مناسب وو ۔ هر څوک چې دا کتاب ولولي نه د ښاغلي رشيد انتخاب له به داد ورکوي ۔ ښاغلے ګل محمد بيتاب ددې فيچرونو په لړ کښې واٸي چې زما دپاره دا ډير ګران او مشکل کار وو چې د دومره لويو شخصيتونو ژوند او زيار د لسو دولسو منڼو په فيچر کښې راټول کړم او بيا له ماسره د حوالې کتابونه نه وو خو ښاغلي رشيد احمد حوصله راکړه د هغه مرستې ملاتړ زه دې فيچرونو ليکلو ته چمتو کړم ۔

څه کتابونه له ماسره څه د ريډيو په لاٸبرٸ کښې وو او د زرګونو روپو کتابونه مو له بازاره واخست چونکې دا کار نه ما او نه رشيد احمد د نوم نمود او ذاتي مالي ګټې دپاره کول او نه ما چې نيت صفا وي اراده نيکه وي نو بنده ته هر مشکل آسان شي ۔ ښاغلے ګل محمد بيتاب واٸي ما چې کوم فيچر ليکلي وو نو هغه شل او څلويښتو منټو پورې وو د کټ کوټ نه روستو لس دولس منټو ته برابر کړې شو چونکې دا مونږ د چاپ دپاره نه وو ليکلي نو ځکه محفوظ پاتې نه شو دغه شان د خلفاء راشدينو او حضرت امام جعفر ؓ په بابله ليکونه رانه بې درکه شوي دي ښاغلي بيتاب د خپل دې کتاب ” د علم ښار “ په خپلو خبرو کښې د ښاغلي رشيد احمد او ريډيو پاکستان پيښور مننه کړې ده چې د هغوي په اصرار ما دا فيچرونه وليکل او دا دے نن په کتابي بڼه کښې ستاسو مخې ته پروت دے خداې دې وکړي چې چا له فاٸده ورکړي ۔

د نبي کريم ”ص“ نه يو حديث روايت کيږي چې ” زه د علم ښار يم عليؓ يې دروازه ده “ واٸي چې ددې حديث پاک د روستۍ برخې سره ځنې علما اختلاف لري زه نه يم خبر چې دغه علماء په کوم دليل اختلاف لري ۔ نه زه نه عالم څه چې د دين دعلم چڼې هم نه يم خو د يو عام مسلمان په حيث د نبي پاک” ص “ په دې حديث پاک غور کوم نو داسې راڅرګنديږي چې د ښار په ور بنده وردننه شي نو ړومبې به يې د صبر استقامت په يو لوے مينار حضرت عثمان غنيؓ شخصيت به يې ځان ته متوجع کړي چا چې ددين اسلام د خورونې دپاره د خپل ځان مال نه چرته مخ نه وو اړولے په چا چې د دوست د خداې دوه لوڼه رقعيه ؓ او ام کلثوم واده وے ۔

نن چې قرآن پاک په کوم ترتيب کښې مونږ سره دے دا ترتيب هم د حضرت عثمان غني ؓ دے کله چې د مسلمانانو شمير زيات شو او مسجد نبوي وړوکې شو نو عثمان غنيؓ ورسرہ نورہ زمکه واخسته واٸي چې د مسلمانانو د کوهيانو اوبه تروې يو کوهۍ د خواږو اوبو د يو يهودي وو هغه حضرت عثمان غني ؓ د مسلمانانو دپاره په بيه واخست ۔ ښاغلي بيتاب دعلم ښار کښې په حضرت عثمان غني ؓ په بابله ليکلي خپل ليک کښې درې حديثونه راوړي دي ۔واٸي د مسلم شريف يو حديث کښې راځي چې نبي کريم ص حضرت عاٸشه ؓ ته وفرماٸيل زه دې ولے د هغه سړي نه حيا اونه کړم چې فرښتې ترې هم حيا کوي ۔

ترمذي شريف ابن ماجه کښې دي چې رسول اللّه ”ص“ فرماٸيلي دي د هر نبي يو رفيق يعني مهربانه دوست وي او زما رفيق په جنت کښې عثمانؓ دے ۔ په مشکوة شريف کښې حديث دے حضرت ابن عمر فرماٸي يوه ورځ نبي کريم ”ص“ په نزدې راتلونکې زمانه کښې د فتنو ذکر اوکړو او د عثمانؓ په حقله يې وويل دا سړے به دغه حادثو کښې په مظلومانه توګه قتلولے شي ۔د حضرت عثمان غني ؓ نيا د نبي پاک ” ص“ تور وه ۔ کله چې د باغيانو په منصوبه صحابه کرام پوهه شول نو د حضرت عثمانؓ يې ددې مفسدانو د قتل مشوره وغښته خو هغه ددې اجازت ورنکړو ۔ د علم په دې ښار کښې د حضرت عمر فاروقؓ او حضرت ابوبکر صديقؓ کمې ډير په شدت سره احساسيږي خو دښاغلي ګل محمد بيتاب وينا ده چونکې دا ما د ريډيو دپاره فيچرونه ليکلي وو نو ځکه يې له ما سره يې ريکارډ نشته او د ريډيو نه هم ترلاسه نه شو زما په خيال پکار وو چې دغه څو شخصيتونو ورسره د نوي سره ليکل شوي وو نو د علم د ښار رڼاګانې به له ځليدلې وے ۔

ددې کتاب شروع د حضرت آدم عليه سلام د اولاد د سردار د امام الا انبياؤ سرور کونين خاتم البيين حضرت محمد صلی اللّه عليه وسلام نه شوې ده ورپسې د حضرت عثمان غني ؓ ليکلې فيچر دے او بيا ”صحاح سته “ د حديثو هغه اووه کتابونو ته واٸي چې د عالم او امت دپاره مستند ګڼلې شوي دي۔ ددې سپيځلو شخصيتونو د ژوند ،عقدې ،مبارزې او د هغوي د علمي استعداد له پکار دي چې هر لوستې سړے خبر وي او چې څوک نالوستي وي نو بايد چې لکه د ښاغلي رشيد احمد او ګل محمد بيتاب ددوي پوهه خپله قامي او ملي فريضه وګڼې د خداې ددغې مخلوق د پوهې هڅه کړي زما په خيال زمونږ حافظه زمونږ خلقو د خپلو غرضونو دپاره تروړلې ده ځکه خو هر څوک د دين په مقدسه نامه زمونږ استحصال کوي ولے چې مونږ ددين د اصل مفهوم معنه پوهه نه يو هغه څه دين ګڼو چې د يو چا د خولې څه وتي وي نو په داسې حالاتو کښې دين اسلام د هغه شخصيتونو او کتابونو په بابله معلومات اولس ته رسول يو داسې خدمت دے چې څومره هم وستاٸيلې شي نو بيا به هم لږ وي

د ګل محمد بيتاب په دې کتاب د علم ښار کښې د احاديث پاک د هغه کتابونو او او امامانو په بابله فيچرونه دي چې د نن يو انسان د څوارلس سوه کاله وړاندې دور سره په علمي ،عملي او روحاني توګه جوړه وي د ښاغلي بيتاب په دې کتاب کښې د علم د ښار ددې استوګنو امامانوؒ او د هغوي ؒ د کتابونو ذکر دومره فصاحت او بلاغت سره شوې دے چې په لوستو ترې زما غوندې نا لوستې هم ګټه پورته کولې شي په دې کښې د امام بخاريؒ صحيح بخاري ، د امام ابو مسلم ؒ صحيح مسلم ،دامام ابن داؤد ؒ سنن ابو داؤد ، د امام نساٸيؒ سنن نساٸي ، د امام ترمذي ؒ سنن ترمزي ، د امام ابن ماجهؒ سنن ابن مجه او د امام مالک ؒ موطه امام مالک ددې ليکونو سره په دې پوهه شي چې دا امامان څوک وو دوي ژوند څنګ تير کړې دے علم يې څنګ حاصل کړې دے د حديث پاک د لکهونو حديثو نه زرګونه څنګه رابيل کړي دي او بيا دوي دغه علمي تحقيقي مستند او قابل تقليد ولي شو ددې معلومولو دپاره به تاسو له د ښاغلي ګل محمد بيتاب دا کتاب د علم ښار ضرور لوستل وي زه به فقط تاسو سره ددې بزرګانو لنډې خبرې ددې کتاب نه شريکې کړم ۔

په مخ 39 ليکي ” د امام بخاري ړومبې حديث د نيت باره کښې دے او آخري حديث يې د ذکر باره کښې دے ددې مطلب دادے چې ړومبے نيت سم کړه او خپل عمل د ريا او منافقت نه پاک کړه نو اوس د اللّه تعالي توحيد بيانوه او ذکر کوه نو فاٸده به درکوي ددې دواړو احاديثو په سؤنو مسلې اخذ کړي دي “ ”د عملل دارومدار په نيت دے “
هم په دغه مخ بې پيرا کښې ليکي ” امام ابو داؤدؒ ذکر کوي چې ما خپل د پنځو لکهو احاديثو نه منتخب کړې دے او په دې کښې څلور احاديث ملاک الدين دي يعني په دې عمل د نجات سبب دے او د دين او شريعت ټولې خبرې او حکمتونه مجلاً په دې کښې راغلي دي په هغه څلورو کښې يو دا احاديث هم دے امام ابو حنيفه پننځو احاديثو ته ملاک الدين وايي چې په هغې کښې هم ړومبې دا احاديث شامل دے

د عمل دارومدار په نيت دے “ ورپسې د فقهې د هغه امامانو ليکل شوي دي چې د چا د فقهې قانون په دنيا کښې تر ننه اقتداء کيږي دا اووه واړه فيچرونه هم ډير په زړه پورې ليکلے شوي دي په لوستې يې بنده ته د امامانوؒ د ژوند ، کار او زيار په بابله د علم پوهې سره يو روحاني کيف احساسيږي په دغه امامانو کښې امام ابو حنيفه ؒ ،امام مالک ؒ ، امام شافعي ؒ ، امام احمد بن حنبل ؒ ، امام ابن تميمه ؒ ، حافظ ابن قيم ؒ ،امام غزالي ؒ د تقوه په لړ کښې ددې بزرګانو دا حال وو چې د بخارا حاکم امام بخاري ؒ ته ووٸيل زما ځاې ته راځه او زما ماشومانو ته بخاري او تاريخ ښايه امام بخاري ورته اووې زه د بادشاهانو په دربارونو کښې علم نه ذليله کوم که ستا ډير شوق نو خپل بچي دلته راليږه حاکم سمه ده خو دغه وخت به نور څوک نه وي امام بخاريؒ ورته اووې د علم د پيغمبر پاک صلي اللّه عليه وسلم ميراث دے دې کښې ټول امت يو شان شامل دے “ (جاري)

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.