چرګ باچا ( آفسانه)

فاروق سرور

د زيبو انا چرګ د نوروز خورا خوښ وو او شاه زاده به يې بلئ ، ولى چى د هغه هيڅ رقيب هم نه وو او په يكړ سر به ټوله ورځ د چرګو په منځ کښى داسى وو لکه شهنشاه . دا عجبه مرغه وو چى دا ډول باچهی طبيعت ئې وو چی نه به ئې د چرګو سره بد کول او نه به ئې وهلې ترټلې بلکه د مينى نظر به ئې ورباندى ساتئ او خورا په خوش مزاجئ او خوش ګفتارۍ به ئې وخت ورسره تېروئ . دغه چرګ د ژړ او نارنجى رنګ وو ، خو دده په وجود کښى د سره ، شنه او نسوارى رنګ څو داسي بوڼى هم وې چى دده ښائست به ئې نور ور زياتوئ او کله چى به و لمر ته ودرېدئ ، نو به داسي څرکېدي لکه د سرو زرو څخه چى جوړ سوئ وى . چرګو به هم تل و ده ته خورا په خواږه نظر كتل او هغه به هم د يو انصاف داره قهرمان غوندی د ټولو د حقوقو خيال ساتئ او د يوې خاطر به يې هم نه ورمانده کوي.

ناڅاپه د چرګ رقيب پيدا سو چي يو مصيبت سو ، د هغه باچهی ئې په وير ورولړله او اوس هغه چرګ چی هر وخت به په سكون او ارامه وو ، تل له خشمه ډك او كړهانده وو . دې شی نوروز حېران كړئ چی دا څه وسول او خورا خوا ئې بده سوه چی داسی خو نه وو په كار .

د نوروز د ګاونډۍ زېبو انا چرګى خورا ډېري وې چى په خپلى مامتې کښى به ئې تړلې . دا ډول به انا ددغو چرګو هګۍ خرڅولې او خپله ګزاره به ئې ورباندى کوله . انا بې له يو سپين ږيری مېړه بل يو څوك هم نه درلودل چی خوار د سترګو له خوا معزوره وو . هغې په مامتې کښى د چرګو دپاره يو څو کوډۍ هم جوړى کړى وې چى هم به چرګی له بارانه ، ګرمۍ او يخه پكښی زېرمه وې او هم به ئې هلته هګۍ اچولې . مامته له څلورو خواؤ بنده وه ، چرګى به ټوله ورځ دلته ګرځېدې را ګرځېدې او بلى خوا ته به نه سوې تلئ . عجبه خبره خو دا وه چى ددغو شل دوه ويښت چرګو دپاره يوازى يو چرګ وو چى ټوله ورځ به ددوئ په منځ کښى ګرځېدئ را ګرځېدئ ، د خپل لوئ بدن او جګی درختی له سوبه به په ټولو كښی له ورايه ښكاره وو او كله چی به ئې سر لوړ كړئ او په لوئ ږغ به ئې ناری كړې چی ككړو كوكو ، ككړو كوكو ، نو دغی وزی به ئې نوروز ته نور خوند وركړئ.

د نوروز او د زېبو ترور كورونه څنګ په څنګ وو . هغه به زياتره خپل سر له دېواله ور پورته کړئ او د چرګانو ننداره به ئې کوله . په داسی حال كښی به وده ته د چرګ باچهى خورا خوند ورکوئ . کله چى به دغه مرغه په تيک سر د چرګو په جلوس کښى د مامتې له يو سره و بل سر ته روان وو او خورا غاوره به وو ، نو په دغه غرور به ئې نوروز خپړى هم وټکولې او بيا چى به ده وليدل چى هغه په يوازى سر د ټولو چرګو د سترګو تور دئ او هره يوه د زړه له اخلاصه مينه ورسره کوى او ځان ورباندي قربانوي ، نو له ډېرى خوشحالۍ به ئې له خلې نارى جلا ووتلې چی واه ظالمه مزې كوه مزې .
د زيبو ترور د چرګ رقيب د تور رنګ چرګ وو او د هغې د ګاونډى زرداد اکا وو چى د کور و شى لاس ته ئې اوسېدئ . رښتيا خبره دا ده چی تور چرګ نه وو ، بلا وه چی چرګ باچا او نوروز دواړه ئې لړزولی وو . پخوا په شا و خوا كورو كښی يو چرګ هم نه وو ، بس د چرګ باچا ښكلی ناری به وې ، خو اوس په ګاونډ كښی دا لمړئ چرګ وو چی زرداد اكا رانيولئ وو .
تور چرګ به د بام پر سر لكه پېرئ را ښكاره سو ، په چرګو به ئې يو شاعرانه نظر واچوئ ، څوك به غزل او څوك به نظم ورته ښكاره سوه او خورا خوند به ئې وركړئ ، بيا به د سترګو په رپ كښی داسی ورك سو لكه له چرګ باچا څخه چی ووېرېږی ، خو په داسی حال كښی به ئې چرګ په غضب اخته كړئ وو او فشار خون به ئې ور زيات كړئ وو چی دغه خدائ وهلئ بيا له كومه راغئ .

يوه ورځ خو تور چرګ کمال وکړي ، ښه ساعت پر بام ولاړ وو او چرګو ته ئې په ډېر خيرن نظر كتل چی پر نوروز لا بد ولګېدئ . له چرګ باچا لا نه وشرمېدي . بس ګرسره ورک دي سي يو بې آبه شي معلوميدي .

په دغه حال كښی د چرګ باچا غيرت چيغه كړه ،ولړزېدي او دغسي لوړ ور واولوت چی ستا دا جرات ، زما له مرګه دی اورېدلی دی .

اوس نوروز وليدل چی د دواړو سره جنګ سو ، جنک هم بد جنګ ، بوڼی ئې په هوا كښی والوتې ، يو بل ئې د كچه بام په خاورو كښی پرله راواړول او ځانونه يې په خاورو سپېره كړل . ناڅاپه په جنګ جنګ کښى دواړه چرګان لاندى را ايله سول ، خو د زيبو ترور چرګ خپل رقيب په هيڅ حال کښى هم و خپلی باچهی ته دننه نه پرېښوئ ، ځکه نو دلته داسى زيات زور او جزبه پکښى راغله او هغی مشوكی ئې ورسره كړې چی ناولد ئې په ځان اخته کړئ ، په وينو ئې سور واړوئ او داسی منډه ئې ورباندی وکړه چی د سترګو په رپ کښى بيا پر دېوال ختلئ وو او ورک وو .
د چرګ باچا دې بهادرۍ و نوروز ته نور خوند وركړئ او لاسونه ئې پر وټكول چی واه د نر زو ، زمرئ ئې زمرئ .سترګي دي راپورته کړې .
اوس چي به نوروز کله هم چرګ باچا ته کتل ، نو به ئې ځان هم د هغه په شان بلئ ، ولى چى هغه هم د كلی شاه زاده وو او له ده سره به هم د پېغلو وزه داسی ښه وه چى هر ځائ به ولاړئ ، نو دوئ به داسى ورباندى را کوړى سوې لکه په چرګ باچا چى چرګى . سوب ئې دا وو چى دئ خورا ښائسته وو او دده غټو سترګو ، سپين او سور رنګ ، جګى نرۍ پوزى ، ښکلو شونډانو او وتلى قد و قامت به په پېغلو اور لګوئ .
هغه څورلس كلن وو ، ټول كلئ دده خپلوان وو ، ځكه به نو هر كورته په ازادۍ تلئ راتلئ او هيڅ پابندی نه وه ورباندی ، بل دئ زڼكئ هم وو ، په دغه به هم چا باك نه پكښی وهئ. کله چی به هم يو واده وو ، نو به دده دپاره د كلی نجونو ځانونه سنګارول او بيا وروسته به په اتڼ کښى چی دئ هم ور ګډ سو ، نو ټولى به دده شاوخوا داسى جګى جګى غورځېدې لکه ځان چى به ورباندى وخورى .
رښتيا خبره دا وه چى وده ته به يوازى پېغلو په خواږه نظر نه کتل ، بلکه ځنو واده ښځو به هم خاص نظر ورباندى ساتئ او دا به ئې غوښت چى چېرى دئ يکړ په لاس ورسى او دا رنګه څو ځله سوى هم وو .د نوروز چى چېرى پلار موړ او وډايه وو ، د مېږو ، پسونو او اوزو يوه لويه رمه ئې درلوده ، د غوا په ځائ کښى ئې پنځه غواوى او څلور غوى ولاړ وو ، اسان او خچر ئې جلا وو او مځکى او باغونه ئې بې شمېره وو ، هلته دئ د مور و پلار يواځنئ اولاد هم وو ، ځکه به ئې نو هر ناز اخيستل کېدئ او ده به هم هر وخت د ځان ، جامو او صفاى خيال ساتئ .
دده دپاره به د پېغلو په منځ کښى سيالى هم وه او و ده ته به ئې خورا سوغاتونه هم ورکول . يوې به يوه ښائسته غاړه ورکړه چى کله دى د ځان دپاره کرته جوړوله ، نو خياط ته ئې ورکړه چى ورباندى و ئې موښلوى ، بيا به داسى ښکلئ پکښى ايسې ، لکه د باچا زوئ ، بلى به بيا خولۍ ورکړه چى اں په دې مى ډېرى ښائستې مرۍ پيئلى دى ، داسى به پکښى برېښې لکه لمر او چا به بيا ډېر ښکلئ دسمال ورکړئ چى اں کله دى هم د اختر په ورځ په مېلې کښى اتڼ کوئ ، نو دا په لاس کښى ساته ، اتڼ به دى ورباندى ښائسته سى او په هلكانو كښی به داسي ښكاره ئې لکه لمر .
قدرت وو چی څرنګه نوروز د نجونو خوښ او ښائسته وو ، دغه رنګه د كلى ټول ځوانان بدرنګه وو بلكه خيرن پيرن وو ، كټ مت داسی لکه باغوانان ، داښتيان يا پشان چى د ځان او جامو د صفای ئې هيڅ خيال نه ساتئ او بل ټول بې عقله هم وو او ګرسره ئې له نجونو سره د خبرو وراسه لا نه وه زده ، ځكه نو پېغلو به هم ګرسره په دوئ كښى چرت نه وهئ او نه به ئې پوښتل .
دلته د نوروز هوښيارى دا هم وه چى ده به ځوانان کله هم په ځان نه پوه کول چى پر ما سياه سرى مينى دى ، ځکه نو هم په کلى کښى دده څوک رقيب نه وو.اوس د نوروز په زړه كښى وېره وزيږيده چى د چرګ خو رقيب پيدا سو ، صبا که په کلى کښى زما رقيب پيدا سو او د کلى پېغلى ورباندى مينى سوې ، نو بيا به څه كوم ، دې خبرى هغه وكپوئ او اوس به ئې عجبه عجبه خوبونو ليدل چی دئ به ئې لړزوئ . كله به ئې د مجو ماما لور تر سترګو سوه چی له يو ښائسته ځوان سره خاندی ، كله به ئې شين خالۍ وليده چی خورا دريازنه وه ، هغې به هم و يو ناولد څوڼور ته په دريه د مينی سندری وئېلې او تور پېكۍ چی ډېری ښكلی بادامی څيری سترګی ئې وې ، به بيا د يو بل داسی زلمی لاس په لاس كښی نيولئ وو چی ده به نه پېژندئ .
دا رنګه چی به دئ راويښ سو ، نو په خولو كښی به لوند خيښت وو او له خپلو دغو ټولو رقيبانو به ئې بد كېدل او په رښتيا به ورته په خشم هم وو.
په دغو شپو کښى د پالوان اکا د مشر زوئ جانى واده په يو لېرى کلى کښى وسو ، ناوى چى کله راوړل سوه ، نو خورا تكه توره او بدرنګه وه ، خاص لكه تور سكور ، خو د ناوى ورور چى کټ مت د نوروز همځولئ وو ، خورا ښائسته وو چی نوروز ئې ولړزوئ . دا رنګه څو پسخندى ښځو چى دريې ئې په لاس وې ، دم دستى په غوړ خېښ ټپې هم جوړى کړې چى ښاديه دا څه حال دئ ، خور ئې چيچګره ، ورور ئې ګل د ګلستان دئ ، او بيا هغه وخت خو د نوروز زړه نور لاندى ولوېدئ چی كله ده وليدل چى څو بې لارى نجونو و هغه ناولده هلك ته په خواږه نظر هم كتل ، يو بل ئې په څنګليو وهئ او پټی پټی ورباندی ږغېدې .
د جانی واده څه وو چی بس د نوروز دپاره مصيبت سو او رقيب ئې ورته پيدا كړئ ، ولى چى ښکلئ هلک چى مرادئ نومېدئ ، به اوس زر زر د خور کره راتلئ او چى دئ به دلته راغئ ، نو به د كلی په پېغلو شورماشور جوړ سو ، ټولى به د ټوليو په صورت كښی سره يو ځائ سوې ، د هغه په لړ کښى به ئې مجلسونه پيل کړل او دې خبرى به نوروز كباب كباب كړئ . په كلی كښی اوس څو ودونه وسول . د جانی د كور زنانی چى به هر واده ته تلې ، نو به ئې مرادئ هم له ځان سره بيوئ ، ولى چى هغه لا اوړ وو او پر مخ ئې يوازی د بريتو رنګ ښكاره وو ، ځکه به نو د كلی ښځو هيڅ پړده نه ورڅخه کوله بلكه هلك به ئې بلئ او د مرادی په راتګ به پېغلانی خورا خوشحالېدې او د هغو دغو چمو به نوروز نور سوځئ ، بلكه خشم به ورته راغئ چی دغی ناپوه نجونی مو پوه كړی وائ او يوه يوه څاپېړه می هم وهلی وائ چی داسی مه كوئ ، و پرېدي ته څوك ګرسره جګ جګ نه غورځی ، يو څه شرم ، يو څه حيا ، اخير په سترګو كښی مو څه اوبه سته كه يه .
رښتيا خبره دا وه چی نوروز ته به خپل دغه رقيب په هيڅ حال كښی خوند نه ورکوئ او داسى به ورته ډك وو لکه د وينو تږئ چى ئې وى . اوس به نوروز په خپلو خوبونو كښی هم له مرادی سره په جنګ وو ، كله به ئې په يو باغ كښی په ډبره سر ور مات كړئ وو ، بيا به مرادی د يو څاه په غاړه شپېلۍ وهله او ده به دننه ور پوری وهئ او كله به هغه په اس ناست وو او ده به د توپك ټك ورباندی كوئ .
په دغو شپو کښى د پالوان اکا د دويم زوئ واده هم تيار سو او بيا چى کوم وخت ډول ، سرنا او دريې سوې ، نو هغه مهال د نوروز زړه نور دړد واخيست کله چى د پېغلو ډلی مرادی ته خندل او داسى ايسېده لکه د هغه دپاره چى ئې ځانونه سنګار کړى وى او بيا چى کله د نجونو په اتڼ مرادئ هم ور ګډ سو ، نو په پېغلو نور شور ګډ سو او له خلو ئې داسی د لېونتوب نارى را ووتلې چى د نوروز زړه ګرسره ټك وهل.
اوس نوروز په فکر اخته سو چى دغه بلا څرنګه له کلى بند کړى ، خو سد ئې هيڅ کار نه کوئ . اول ئې وئيل چى که ئې په ځان اخته کړم او وئې وېروم ، نو څرنګه به وى ، خو بيا ئې زړه ته راغله چى نه دا رنګه به بدنامه سم ، بيا ئې رئ ووهئ چى که د کلى په يو بل هلک يا هلکانو ئې وډبوم ، خو دلته ئې هم زړه نه وکړئ ، ولى چى دئ له جانى څخه وېرېدئ چى خورا سرې سترګى ئې وې ، بد غېږباز وو ، د كلی د غېږی په ميدان كښی به ئې هر زورور ماتوئ او چى به وخشمېدئ ، نو به د لويو لويو شودګانو زړونه په دربى سول او بيا په دې هم وېرېدئ چى هلكان به دغه خبره پټه هم نه وساتى ، بل جانئ وو هم بد لحاظه چی به ئې وچاته طبيعت خراب سو ، نو به له روه لوړ پكښی ختئ ، له مځكی مځكی به ئې وهئ او ډېر بد به ئې وډبوئ . رښتيا خبره دا وه چی ډېر تكړه پالوان وو او چا نه سوه ورسره معلوموئ .
دا رنګه هغه وئيل چی كه جانئ را خبر سو چی زما اخښی د نوروز له سوبه وهل خوړلی دی ، نو مړ خو به می كړی ، ولی چی اخښئ ډېر ورباندی ګران وو او ټوله ورځ به ئې د كلی په باغو او دوكانو كښی له ځانه سره ګرځوئ ، خورا خوږ خوږ به ورسره ګائېدئ او د كلی ښځو به هم دغه وئيل چی جانی ګرسره په خسرګنۍ ايمان راوړئ دئ ، دومره هم څوك نه وی ورته مات ، لږ شرم په كار دئ ، دا ښه ده چی مائنه ئې داسی ده لكه چارموشكۍ ،كنۍ ده به تر دې زياتی نخرې كړی وائ.
نوروز اوس د انا په چرګ کښى عجبه بدلون وليد چى د رقيب د پيدا كېدلو له سوبه د پخوا غوندى خوش مزاجه نه وو بلکه هر وخت به ناټاله وو ، و جنګ ته به تيار وو ، بد مزاجى پکښى راغلى وه ، چرګى به ئې جلا وهلې ترټلې ، انا چى به کله ډوډۍ او دانه وروړه ، په هغې پسى به ئې هم منډى کړې ، خو هغه ځنى وېرېده نه ، بلکه خپله موچڼه به ئې ور وسوروله چى يو دوه واره ئې دئ ورباندى خوږ کړئ هم وو او بيا کله چى به په بام تور چرګ ښکاره سو او هغه به چرګو ته وكتل ، نو دده خشم به داسى زيات سو او سترګى به ئې داسى تکى سرې را ووتلې چى تور چرګ به ئې لا ووېروئ او له هغه ځايه به بيرته وتښتېدئ .
ناڅاپه يوې بلى پېښى نوروز نور ولړزوئ . يوه ورځ چى خشمېدلئ چرګ په انا پسى ور ايله سو او هغه ئې پخپله مشوکه خوږ کړه ، نو هغې دغسى خپل لوئ پړونئ ورباندى وغورځوئ ، پکښي وئې نيوئ او د اوسپنى د تارو په هغى ځالۍ دارى کوډۍ کښى ئې وتړئ چى په دروازې به ئې لوئ کلپ ځړېدئ . چرګ ډېرى نارى بغارى وکړې ، جګ جګ وغورځېدئ ، خو د اوسپنى له قفسه دباندى نه سو راوتئ او په دغه حال کښى انا هم له مامتې وتلى وه .
دا وخت چى کوم بل ظلم او زياتوب وسو ، هغه خو زيات د افسوس وړ وو چى له بده مرغه يودم په دېوال تور چرګ را ښکاره سو . هغه چى ميدان چغالى وليد او خپل رقيب ئې په زندان کښى بنديوان ، نو يو وار ئې له خوشحالۍ وزر وټکول او د سترګو په رپ کښى بيا لاندى را کښته سوئ وو .
اوس چرګ باچا ورته کتل او رقيب ئې په ډېرى سپين سترګۍ له محبوباؤ سره مينه پيل كړی وه . دا ډول به ئې كله په يوې د خپلى مينى سوغاتونه اورول او کله په بلى . په داسى حال کښى باچا پخپلى پنجرې کښى خورا بد حال جوړ کړئ وو ، جګ جګ غورځيدئ ، خپله مشوكه ئې د قفس په تارو كښی وهله چی مات ئې كړی او په چيغو او نارو وو ، چى تور چرګ د هغه له بد عملۍ راوګرځوی ، په ځان ئې اخته كړی ، خو چېرى ، خورا بې وسه وو او دغه شی نوروز لا لړزولئ وو .
بل څه بې وفا چرګى وې ، و ناولد توريالى ته خورا ماتى وې ، په سترګو كښی ئې اوبه لا نه وې ، بلكه په ډېر وياړ او مينه به ئې و ناولد ته ځان ورمخته كړئ او دې ته ئې لا نه کتل چى دغه هر څه دچرګ باچا و مخته كېږی او كه صبا را ايله سو ، نو په ځان به مو اخته كړی . په دې نندارې نوروز داسى جزباتى سو چى ګرسره تك سور پر له واويښت او له دېوال سره ئې سر ووهئ چی دا بيا څه ظلم وسو.
اوس څو داسى پېښى وسوې چى نوروز ئې نور وار خطا کړئ . په کلى کښى درې داسى ښائستې واده ښځى هم وې چى په نوروز ډېرى مهربانى وې او څو واره ئې خورا نازولئ هم وو . يوې هغه وخت دئ باچا کړئ چى يوه ورځ پخپل کور کښى يکړه وه ، د پروړ په خونه کښى ئې کار کوئ او له ښه يا بده مرغه دئ هلته ورغئ ، نو ئې په خپلی غېږی كښی ونيوئ او نوروز ته ئې د مينی جهانونه ورښكاره كړل . دويمى مېرمنى بيا هغه وخت پخپلى مينى موړ کړئ چى د شپې ددوئ کره راغله ، د کور لوئ ور ئې لکه لويه بلا ور وټکوئ او دده و مور ته ئې ووئيل چى نن مى څښتن په کور نسته ، له غلو وېرېږم ، نوروز راسره کړه او دا راز نوروز ټوله شپه ويښ وو او د هغې له وجوده ئې د غلو وېره ور ايسته او دريمه کوتره بيا يوه غرمه داسى ددوئ و غولى ته را واؤلوته چى په هغه ورځ دده مور و پلار د څنګ و کلى ته د چا فاتحه ته تللى وو او دئ په کور کښى يکړ وو . دا رنګه هغې هم په ډېر شان خپل وارئ وكړئ ، تندئ ئې ورته ورين كړئ او د خدمت وظيفه ئې وروسپارله .
ددغو درو سرو ښځو ډېری د ښکاريانو سترګى وې چی داسی تكی سرې وې چی سړئ به ئې وېروئ ، دوئ پخپل منځ کښى خوندکئ هم وې او چى سره يو ځائ به سوې ، نو به داسى وو لکه درې بلاوى چى يو بل سره وينی او بې له وينو او غوښو به ئې بل مجلس نه وو ، دا ډول به د دوئ تر منځ سيالى هم وه چى کومه يوه به نوروز زيات نازوى ، خو يوه ورځ نوروز هغه وخت ولړزېدئ چى دوئ د جانى د ښکلى اخښى په لړ کښې ګائېدې او بيا هغه وخت خو په نوروز خولې راغلې چى کله په يو واده کښى دغو درو سرو پيښيانو و مرادى ته په خورا خوږو سترګو کتل او ناټاله وې چى څرنګه به شناخت ورسره کوی او بيا هغه ساعت خو د قيامت وو چی مرادئ د يوې له كوره پټ د شا په دېوال دباندی و باغونو ته را اويښتئ ، له خپله مخه ئې د سرخی نښانونه ختمول او نوروز وليدئ.
اوس يوه ورځ خو زيبو انا دئ ووېروئ چى دده و مور ته ئې ووئيل چى زه ډېر زر خپل چرګ حلالوم چى خورا بد کوى ، هم چرګى په وينو لړى او هم پر ما راغورځى .په چرګ باچا د نوروز مرګ نه وو پيرزو او هغه ئې د زړه سر بلئ ، ځكه نو هغه ولړزېدئ ، بلكه دا خو داسى خبره وه لكه زيبو انا چى دده په وژلو پسې وى او دده غاړه ور پرې كول غواړی ، هم دغه سوب وو چی هغه په شپه شپه د انا کره ورغئ او ورته وئې وئيل .
“انا ! ته به خپل چرګ نه حلالوې .”
” ولى ؟ ” انا پوښتنه ورڅخه وکړه . “زما په چرګ ئې ستا څه كار ؟ ”
“بس زما ډېر خوښ دئ بلکه پر ما به ئې خرڅوې . ”
وئ ، ته ئې څه کوې ؟ ”
“انا ستا چرګ يو زورور چرګ دئ او تر ده بل ښاغلئ په پوره كلی كښی نسته ، ځكه نو زه غواړم چى له نورو چرګانو سره ئې وجنګوم . ګوره انا ! که دغه چرګ تا چېرى ډېر ګران خرڅ هم کړئ ، نو تر درو سوؤ کالدارو به زياتى څوک نه کړى در ، خو زه څلور سوه کالدارى درکوم او پر ما به ئې خرڅوې . ”
انا چى د نوروز په لاس کښى سره سره نوى نوټونه وليدل ، نو کنډوله خله ئې له اوبو ډکه سوه . ” يوؤ زويه ! كه ستا داسی خوښ دئ ، نو هسى ئې وړه ، زه خو ئې بس ډېره په عزابه کړى يمه ، ښائستکى به چرګى د کرارى ساه واخلى چى له بلا خلاصى سولو ، خو زويه اوس لا درته وايم چی ډېر بد کوى ، فسادی دئ ، بلكه د شيطان له ذاته دئ ، اں دغه زما پښه وګوره ، څو ځايه ئې په مشوکو را خوږ کړى ده ، ګوره چى تا خوږ نه کړى ، بيا به واې چی انا سودا غلطه وه . ”
نوروز و انا ته نوټونه ورکړل او و هغې ته هم کلکو او غوړو نوټو پخپلو سپېرو او چاودلو ورغوؤ کښى خورا خوند ورکړئ . “نه به مى خوږوى ، ته بې غمه سه ، که ئې خوږ هم کړم ، نو دده بلا دى واخلى ، کوم قيامت به راسى ، ددغسى نامى يو عيب نه دئ عيب ، خو يوه لانجه ده انا . “نوروز ووئيل .
” څه لانجه ؟ ” انا و هغه ته په حېرانتيا وكتل .
“ته خو خبره ئې چى زما مورکۍ چرګان نه خوښوى ، د هغو له مردارۍ ئې بد کېږى ، په خو دغه زموږ کره يوه چرګه هم نسته ، بلکه له ايليو ئې لا بد کېږى ، البته چى کوم څاروى او بودګان دى ، هغوئ هم د غوا په ځائ او کېړ کښى بند وى ، مزدوران ئې هلته خيال ساتى او يو هم زموږ د کور په خوا نه را پرېږدى ، بلكه زموږ كور ډېر صفا وی ، نو ځکه چرګ به موركۍ کورته را ايله نه كړى ، بلکه زه خو وايم چى که دلته ستا په مامته کښى وى ، نو به ښه وى . ”
“خو شر کوى زويه، اول لا ځنى توبه ګاره يمه ، نور به مى د بدن غوښى را اړوی . ”
“بس انا ! ته به نه ورځې ، زه به پخپله ورځم ، بلکه ستا و چرګو ته به دانه ، ډوډئ او اوبه هم له ننه زه ورکوم او د هګيو له خوا ئې بې غمه سه ، هغه به هم زه در ټولوم . ”
“دا ګران کار دئ زويه ، ته به ئې نه وکړې . ”
” انا ! د چرګ په مينه کښى و هر څه ته تيار يم . ”
اوس چرګ باچا بيرته ازاد سو ، بلکه ژوند ئې نور په خوند سو ، ولى چى اوس به ئې نوروز په خپله خيال ساتئ ، خورا جوز ، پسته او بادام به ئې وركول چی پخوا هغه كله هم نه وو خوړلی او انا د وچی ډوډۍ په خوسرو را لوئ كړئ وو . ناڅاپه په هغو شپو کښى تور چرګ مړ سو چى پر مرګ ئې تر ټولو زيات نوروز خوشحاله وو ، بلکه داسى خوشحاله چى هلته په مامته کښى په اتڼ سو . د تور چرګ مرګ هم عجبه وو ، د خپل كور پر بام مړ پروت وو او هلته خپل خاوند موندلئ وو ، بس داسی وو لكه د چرګ باچا له خلاصېدو او ازادۍ چی ئې زړه چاودلئ وی .
د رقيب مرګ چرګ باچا بيرته د ژوند په خوند پوه کړئ ، بلکه اوس ئې بيرته خوش مزاجى او خوش ګفتارى را ژوندۍ سوه ، د پخوا په شان سو او دا مهال ښه کار دا هم اوسو چى اول به دئ پر بام لوړ نه خوت ، خو اوس به خوت او مغزئ به ئې تېك نيولئ وو چى چېرى بيا خو دده يو بل رقيب نه دئ پيدا سوئ ، بلکه که به ئې چېرى لېری هم د يو چرګ ږغ واورېد ، نو به ئې ور منډه کړه ، سترګی به ئې رډی ونيولې ، خو بيا چی به پوه سو چی هغه چرګ ليری دئ او نه سی راتلئ ، نو بې غمه به د خپل ځائ په خوا راروان سو.
اوس به نوروز سړې ساوي کشې چى څرنګه تور چرګ مړ سو او ميدان خالى سو ، کاشکى چى دغه ډول مرادئ هم مړ سوئ وائ ، نو به دئ بيرته د ژوند په خوند پوهېدلئ وائ ، خو مرادى ددوئ په کلى کښى يو خوند ليدلئ وو ، بلكه په درو ګناه ګارو ښځو كښی ئې د پاته دوو د مينی خوند هم ليدلئ وو ، د هری يوې له كوره چی به د شا له دېواله په غلا دباندی را اويښتئ ، نو به له بده مرغه د نوروز په نظر سو چي په دغه هر څه هغه خورا زهير وو او ناقراری به ورلوېدلی وه.
په دغو وختونو کښي به نوروز د پخوا غوندی صفا او ښائسته نه وو ، د رقيب غم به خوړئ ، خورا خيرن پيرن به وو ، نه به ودو ته تلئ ، نه كوزدو ته او زياتره وخت به ئې په كور كښی تېروئ ، بلكه هر مهال به لكه رنځور په خونه كښی بند بند وو .
بيا يوه شپه ده يو خوب وليد چى د کلى په لوئ ميدان کښى خورا خلګ دي . د کلى د زورور پالوان جانى له يو داسی ډنګر سړى سره غېږه ده لكه ملخ . نوروز وليدل چی له هغه سره د كلی يو مشر ګلو ماما هم ولاړ دئ او دوئ ټول ددغی غېږی په ننداره دی . اوس د ملخ په شان سړئ جانئ له مځکى مځکى وهى ، جانئ وهل خورى او هغه او د کلى ټول هلکان نارى ورباندى وهى چى جانئ لالا دا ته څه كوې ، كمزورئ درباندی زورور سو ، يو څه خو وکړه ، خو جانئ ددوئ په نارو نه را ژوندئ کېږى ، بلكه داسی وی لكه مړئ . اوس ګلو ماما وخاندی چی جاني دا هر څه په کسد کوي ولي چي زورور تل په رقيب خوند اخلی ، رقيب خو په سړی كښی ژوند پيدا كوی .
ناڅاپه هغه حېران سی ، ولی چی جانئ يو واره په زوره زوره وخاندی ، خپل رقيب له ملا ټينګ ونيسی ، پورته ئې كړی ، شا و خوا ئې لكه ډول په تېزۍ سره وڅرخوی او بيا ئې په زوره داسی له مځكی سره ووهی چی د رقيب چيغی ئې تر اسمانه ورسېږی .
په دغه حال کښى په ډېرو نارو دده سترګى خلاصى سوى وې چی ده پر جانی وهلې ، خولې ورباندى را ايله وې ، كپېدئ او مور ئې ورته وئيل چى هلکه په څه غضب اخته ئې ، چا کوډى درباندى کړى دى كه په يو درانه ځائ ختلئ ئې ، صبا به دى اغا صاحب ته بيايم چی يو زورور تعويز در وكړی ، ته له څو ورځو نه ئې سم.
اوس يوه عجبه پېښه وسوه ، د جانی د بل كشری ورور کوزده تياره سوه . د کوزدې په ماپښين چى ئې دسمال د ناوى له کوره راوړئ ، نو خوشحالى زياته سوه ، پېغلى مستى سوې ، په نارو سوې ، د کور په غولى کښى له مرادى سره په اتڼ بوختى سوې او دا وخت درو سرو ود سوؤ خوندکيو هم و هغه ته په خورا خواږه نظر کتل ولی چی دوئ خو شناخته كړئ هم وو . ناڅاپه په کور د خوشبو يوه څپه را ننوته . دې شی هر څوك حېران کړئ . اوس هر نظر پورته سو چی دغه ګل د کومه ښکاره سو او څوك دئ . ټولو چى د کور د لوئ ور په لوری وکتل ، نو حېران سول چی دا خو نوروز جان دئ چى د ډېرى مودې پس ئې ځان خورا ښائسته کړئ دئ ، پېكئ ئې اړولئ دئ او داسى زوروره صدرۍ او جامې ئې په تن دی چى سترګی نه ورباندی روڼېږی . ظالم کټ مټ لکه لمر داسي برېښي .
په دې حال کښى نوروز د درو سرو ود سوؤ ښځو په خوا ور تېر سوئ وو ، داسى پټ ئې و جېب ته لاس کړئ وو او و درو سرو ته ئې په پړده كښی خورا ښکلى ګوتمۍ ورکړی وې چى نن سحار ئې له مجارى رانيولى وې . رښتيا خبره دا وه چی دده ښکلى وجود درې سره نشه کړی وې ، ولی چی د هغوئ كمزوری ښائست وو ، ځکه نو هغو په خپل څنګ کښى ځائ ورکړئ ، په وږو ئې وټکوئ بلكه داسی پستې پستې چونډكی ئې هم ورجګی كړې چی دغه څو موده نه معلومېدې ، ګرانه چېری تللئ وې ، والله ستا انتظار وو ، موږ خو ډېر ناقرار وو ، ناجوړه خو نه وې بلا وهلې ، ستا بلا دی پر موږ سی.
هغه وخندل . “بس و جانى لالا ته حېران وم چى له يو ملخه ئې په ميدان كښی وهل خوړل ، خو له رقيبه وېره نه ده په كار ، بلكه له هغه خوند اخيستل په كار دئ خوند ، ولی چی هغه په سړی كښی ژوند پيدا كوی . ”
نن نوروز خورا د عاقلانو خبری كولې خو دده په خبره د درو سرو خوندکيو سر نه خلاصېدئ ، ولی چی هغو په عقل كښی هيڅ دلچسپی نه درلوده او ټول خوند ئې لکه رښتوني پيښياني يوازی په وحشت كښی ليدئ ، ځكه نو ئې و يو بل ته په حېرانتيا وکتل چی ائ څه وای .
اوس نوروز ولاړ سو ، خرامان خرامان كېدئ ، په ډېر شان د پېغلو په خوا روان سو او دغسي په اتڼ ور ګډ سو ، نجونو چى وليدل چى تر مرادى زيات ښکلئ هلک ددوئ و منځ ته راغئ چى هم ئې پوزه تر هغه بيله او ښائسته ده ، هم ئې درخته تر هغه لوړه ده ، هم ئې سترګى تر هغه غټى دی ، هم ئې جامې تر هغه غوړى دی ، هم ئې وجود تر هغه زيات خوند كوی او هم تر هغه زيات نازک ، خنده روئ او خوش مزاجه دئ ، نو ټولى دده شا و خوا داسى ورباندي را وګرځېدې او په نارو سوې لكه چرګی چى په چرګ باچا را ټولى سى .
دا وخت د ټولی مېلې زړه نوروز سو او هغه ددوئ په منځ کښى داسی سو لكه چرګ چی د چرګو و منځ ته سی چى هرى يوې ځان ورباندى جاروئ او مرادئ لېرى و يوې خوا ته داسى غلئ ولاړ وو لکه څوک چى ئې ګرسره پېژنى لا نه يا لكه په غلا چی نيول سوئ وی او ډېر شرمنده وی . رښتيا خبره دا وه چی دا وخت د نوروز شخصيت تر مرادی ډېر بالايه وو ، په داسی ښائست كښی هغه تر ننه د مخه يو چا هم نه وو ليدلئ ، شخصيت يې خورا زورور وو او خاص داسی څركېدئ لكه لمر چی ورڼا ته ئې هر څراغ ښکاري.
په هغه ماښام د ډېرى مودې پس خورا زورور باران هم وسو چی د كلی اونی او ګلان ئې سپين صفا كړل او بيا چى کله زورورى تناوى او برېښناوى د لږ ساعت دپاره ودرېدې ، نو د يخ باد باچهی سوه چی خورا خوندوره وه . په داسی حال كښی چی درختو ناری وهلې ، ناڅاپه د تور چرګ د خاوند زرداد اکا د کور لوئ ور چا وټکوئ چی له دننه بند وو . اکا چى دروازه خلاصه کړه او دباندی ورووتئ ، نو حېران پاته سو.مخامخ ئې نوروز ولاړ وو .
” نوروز جانه ته ؟ ”
” هو زه . ” نوروز په ډېر معصوميت سره په سترګو كښی وخندل.
” خېر خو دئ لاليه ؟ ” اكا په ډېره مينه ووئيل .”
اکا ! زه راغلئ يم چى ستا پښې ونيسم او ته می وبخښې . ”
” ولى ؟ < مشر حېران پاته سو .”
ستا په ياد دی چی څو شپې د مخه ستا تور چرګ په بام مړ پروت وو . ”
” هو ! د بدبخت ساه ختلى وه . ”
” اکا ! د هغه ساه نه وه ختلى ، بلکه په خطاى کښى له ما مړ سوئ وو ، په اصل کښى ما پربام غله پيښى ويښته چی زموږ غوښی به ئې هر ورځ له منا وړې ، خو ډبره په خطای كښی خاص دده په ککرۍ ولګېده ، بس د خوار سر لا نه سو وينى او دغسی بوڅ را واويښتئ . ”
“نو اوس ؟ “اکا په رښتيا حېرانتيا يوړئ .
” په دغى خبرى زما زړه زه هر وخت ملامتولم ، تل به خوب هم پکښى را رډ وو چی اكا ته دی تاوان ور پېش كړئ ، دغه به ورپوره كوې ، ځکه نو زه اوس راغلئ يم چى تاوان در پوره کړم.” ” څنګه ئې را پوره كوې ؟ “اكا يو ځل بيا په حېرانتيا پوښتنه وكړه .اوس نوروز هيڅ نه ووئيل ، بس يو غټ پټ چرګ ئې ورمخته كړئ.اكا چی چرګ ته وكتل ، نو له وېری دوه ګامه شاته سو ، ولی چی چرګ نه وو ، بلا وه بلا ، خورا بد مخ ئې وو چی له خشمه ډك وو ، اوږده تېره مشوكه ئې وه لكه چا چی په چاقو ور برابره كړی وی او اوسپنه به لا سوروۍ كړی ، چمبې ئې تر باز لا لوی وې ، ډېر دروند ږغ ئې وو او كه څه هم مرغه وو ، خو لكه زمرئ انسانان ئې وېرول بلكه سرو سترګو ئې خو له ورايه ناری وهلې چی چېری دئ زما رقيب ، كه څوك سته ، نو مخامخ دی راسی چی توبې پر وكاږم. وام ولي نه راځي چي له خشمه ګررسره سره ټکوم . پائ جنورى ٢٠٠٧

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.