هما د مينې بنجارے ،هما تعبير د ادب-2

(په تير پسې)

اقبال حسين افکار

”د امير حمزه خان شينواري خطونه د هما په نوم “ دا د ډاکټر هما يو بل کتاب دے د هغه دا کتاب په څلويښتو مخونو اړه دے ورکښې د امير حمزه خان شينواري شپږ خطونه چاپ شوي دي د کوم نه چې د حمزه بابا ستر شخصيت علم ، پوهې او دانش احاطه کيدې شي او د ډاکټر همايون هما د قدر آور، سپين سپيځلے شخصيت حقيقت پسنده رويه او د هغه ادبي صحافتي فعاليت اندازه ترې هم په شان اندازه کيدې شي ۔

ددې سره د کشر ،مشر د احترام او مينې پښتنې روايت هم درک لګي چې تر دغې دور ژوندې او سلامت وو او ددې مشرانو د ليکونو ، تخليقونو ،تحقيقيونو په وسيله محترم هما صيب ښه په ديانت ،صداقت او پښتنه مينه تر مونږ رارسولے دے خو بدبختانه مونږ تر وسه قبول کړې نه دے او نو مو دا خپل راتلونکې نسلونو ته د منتقل کولو شعوري هڅه کړې ده او نه يې کوو ۔ خداې دې وکړي چې مونږ د محترمو مشرانو ددې هڅو ګټه پورته کړو او د قام ولس او دړديدلي انسانيت د خير ښيګړې ودې ترقٸ دپاره خپل خداې ورکړي صلاحيتونه وکاره وو ۔ محترم هما صيب د حمزه بابا په دې خطونو په حقله خپله يو تجزياتي ليک د ”حمزه د خطونو په حقله “ د سر ليک لاندې کړې دے محترم هما صيب ليکي ” د خطونو ګڼ شکلونه وي او بې شميره قسمونه دي تجارتي ليکونه،د واده ښادۍ بلنې ،دمړي ژوندي ،مطلبي رقعې،بې مطلبه پړپړې او نور داسې ډير رنګونه او قسمونه خو د خطونو ددې قسمونو نه د ليکونکي د شخصيت اندازه نه شي لګيدے ځکه چې دغه خطونو کښې د لږ ډير تير و بير سره تقريباً يوشان ټکي استعاليږي او دغې ټولو ليکونو نيزدې نيزدې يو انداز وي خو ددې په مقابل کښې د خطونو بل قسم چې د خوږو دوستانو بې پړدې خپلوانو او د زړه پورې يارانو ترمينځه ځي راځي او ذاتي خطونه بللے شي د بنيادم د شخصيت اصلي اړخ يو ريښتونې نمونه وي “ هسې خو زړه مې غواړي چې د ډاکټر هما صيب د حمزه بابا د خطونو په حقله د هغه نظر او بابا يو يو ټکې يو يو ليک دلته رانقل کړم خو دا زما دپاره ګرانه څه چې ناممکنه ده او که دا ناممکن ،ممکن هم شي نو بيا به تاسو کتاب چرته اخلٸ د کتاب د لوستل که يو خوا يو سرور او مزه ورکوي ورسره شعور پوهه ورکوي او انسان ژوند کولو ته جوړه وي نو بل خوا کتاب ليکونکي حوصله ورکوي او لوستونکيو داد او ډاډ د ليکونکيو ژوند وي هغه ته نور ليکلو توان طاقت ورکوي خو دلته بيا د خپل زړه نه مجبوريږم او د حمزه بابا د محترم هماصيب په نوم د لواړګي نه د وولسم جون 1962 د ليک نه يو اقتباس وړاندې کوم چې تاسو ترې د نن او پرون اندازه ولګولٸ

ياده دې وي چې د اردو يو ليکوال اے حميد چرته د سوات د سفر رپورتاژ ليکلې وو چې ورکښې يې د پښتنو سپکاوې کړې وو او قلمکار کښې چاپ وو او د پښتو ادبي جرګې مردان پرې ړومبې احجاج کړې وو چې هغه وخت ډاکټر همايون هما دغې تنظيم عمومي سکتر وو نو په دې بابله د حمزه بابا نظر په دې ليک کښې مونږ ته د حمزه بابا او محترم هما صي نظر ر رامعلوميږي ” هن نو ما په خپله په قلمکار کښې اقتباس لوست دا د پنجابيانو يو توهين نه دے چې زمونږ او زمونږ د ژبې يې کوي د هغوي نورو اخبارونو ان تر دې چې فلمونو هم په مونږ ايله نه ده کړې ۔ ستا د خط راتلو نه پس ما قدرت اللّه شهاب ته ډير ستغ خط ليکلے دے او تردې حده مې ورته ليکلي دي چې پښتون ملت به داڅيزونه هيچرې هير نه کړي بيګاه د معروف خان ماهر په کلي لواړګي کښې مشاعره وه د هشتنغر شاعران هم راغلي وو په دې حقله يو قرار داد هم پاس کړے شه ۔جنګ ته که ليکٸ نو وليکٸ او که قلمکار يا اے حميد ددې معزرت ونه کړو نو بيا به ګورو چې څه کول پکار دي که دا څيز په 1124 الف کښې راتلے شي نو د وکيلانو سره به خبرې وکړو او مقدمه پرې وچلوو او که نور هيڅ نه وي خپلو ملګرو ته به ووايو چې ګلډ پريږدي “
څنګ چې ما له مخه ويلي دي چې ددې وړوکي کتاب هر لفظ تاسو سره شريک کړم خو داسې نه شم کولے البت دا به درته ووايم چو پروفيسر ډاکټر هما يون هما صيب ددې کتاب تړون د پوهاند او حمزه شناس آياز داودزي صيب په نوم کړې دے او په فليپ يې نابغه شخصيت پروفسير سيد تقويم الحق کاکاخيل يو مختصر خط چې په اصل کښې يو لويه سريزه ده تاسو سره شريک کړم ”
وروره سلام مسنون
پښتو حمزه شنواري نمبر کښې مې ستا مضمون ولوسته ماشاء اللّه د حمزه او ستا ،دواړو په شخصيت ليکل دي خوشحاله اوسې السلام عيکم و رحمة اللّه وبرکاته
سيد تقويم الحق کاکاخيل
”ښکلي ښکلي خلق “ د محترم مشر ډاکټر محمد همايون هما يو بل شاهکار د خاکه نما ليکونو درون کتاب دے چې د پښتو ادب د علم و دانش فکر وفن ډير درانه شخصيتونه د هغوي کار و زيار يې په دې کتاب کښې راغوند کړې دے په دې غرض چې نوے کول ترې رڼا واخلي ددې کتاب مالي لګښت لکه د مخکښې په څير د محترم هما صيب بچو پروفيسر عظمت هما ، آغلې حرمت هما او ډاکټر شفقت هما کړې دے نو د هغه سره يې مونږ هم منندويه يو د هغوي په دې هڅه او مالي اعانت د پښتو د نثري ادب ځولۍ په يو دروند کتاب درانه شوه ۔

ښاغلے ګل محمد بيتاب په خپل يو ليک کښې تراوسه د خاکو په چاپ کتابونو کښې د محترم هما صيب دې کتاب له دريم نمبر ورکړې دے۔ د کتاب تړون محترم هما صيب د خپل پلار په نوم په دې الفاظو کړې دے ” د خپل آبا مرحوم و مغفور په نوم چې زما د ژوند د ټولو نه ښکلے انسان وو“ په دې کتاب کښې د ردعمل د سرليک لاندې د هغه چا يا د هغوي د ځامنو، لوڼو ،دوستانو او کشرانو په دې خاکه نامه ليکونو تاثرات دي چې ټول په زړه پورې دي ۔ خو زه دلته د مراد شنواري د تاثراتو نه يو اقتباس تاسو سره شريک کوم چې د حمزه بابا ليکلې شوې خاکه باندې يې ليکلې دے ” د ”ليجنډ “ د سرليک لاندې زه د همايون هما په بابا باندې ليکلې دې خاکې ته ګورم نو دا زما دپاره د حيرانتيا خبره نه ده ۔او دا ځکه چې زما په خيال هر يو حقيقي ليکوال پخپل تخليقي عمل کښې په غير شعوري توګه د حقيقت په لور روان وي ۔ په دې پيشرفت کښې د ليکوال نظرياتي وجود بيابيا ورانيږي او جوړيږي او په حقيقت هم دا ورانيدل او جوړيدل حقيقت ته د رسيدو مختلفې مرحلې وي ۔زما په خيال د ” ليجنډ “ د سرليک لاندې د همايون هما دا خاکه زما ددې نظريې بهترين مثال دے “ ددې کتاب کښې ليکلې شوو خاکو کښې ټول شخصيتونه د قدر وړ دي خو ځنې شخصيتونه داسې دي که هغوي محترم هماصيب ليکل نه وے کړې نو د وخت په ګرد کښې به پټ شوي وو دا به دپښتو او پښتنو لوې زيان وو په دغې ښکلي ښکلي خلقو کښې پروفيسر مولانا عبدالځۍ صيب دے ۔ د مولانا عبدالحٸ صيب د يو کتاب باره کښې هما صيب په دې خاکه کښې ليکلي دي ”چې په اووه ورځني هيواد پيښور کښې به د هغوي يو مضمون د ” د افغانستان او سرحد جايزه “ چاپ کيدو روستو دغه کتاب چاپ شو “

نو زما د معلوماتو مطابق د مولانا عبدالحٸ صيب دا کتاب له مخه چاپ وو ۔ هيواد کښې به د غه کتاب سلسله وار چاپ کيدو تقريباً سالم کتاب په هيواد کښې چاپ دے د پروفيسر عبدالحٸ دا کتاب موضوع په حواله د تاريخ کتاب دے ۔ د محترم هما صيب د خاکو په دې کتاب کښې بل شخصيت د شلمې صدۍ ستر آفسانه نګار نادر خان بزمي چې خلقو په مرګ شمارلے وو خو هما صيب هغه راپيدا کړو او د هغه د کلي د يو ملګري په وسيله دپروفيسر عظمت هما او ميا وکيل شاه فقير خيل په ملګرتيا کښې د هغه ليدو له د هغه کلي ته لاړلو هغه سره يې خبرې وکړې هغه يې راژوندې کړو دغه هر څه او نور څه يې د هغه په بابله خپله دې خاکه کښې محفوظ کړل خداې دې وکړي چې څوک راپاسي او د هغه د افسانو دغه کتاب بيا چاپ کړي ۔

ارواښاد رشيد باچا د مردان تورو د يو علمي کورنۍ غړے وو د ذوالفقار علي بهټو کلاس فيلو وو د ليچکررې نه تر صوبايي سکټري تعليم خيبر پښتونخوا پورې اورسيد خو تل د کرايې په کور کښې وسيدو ۔ دغه رنګ ميا خير الحق ګوهر صيب چې په مردان کښې د ادبي هلو ځلو بانيانو نه وو يو عالم فاضل شخصيت وو او د محترم هما صيب محسن او استاد هم وو۔ د محترم هما صيب د ميا خيرالحق ګوهر د خاکې په وسيله په دې پوهه شو چې مردان کښې ړومبې ادبي تنظيم بزم ادب او دويم پښتو ادبي جرګه دے محترم هما صيب له مخه په ميا خيرالحق ګوهر يو کتاب د ښاغلے په نوم ليکلې دے ۔ په مردان کښې د دانشورې طبقې درې لالاګان يو غلام سرور لالا ،دويم اصغر لالا او دريم حسن خان سوز لالا په دې کښې غلام سرور لالا ارواښاد پيرګوهر صيب په خپل کتاب کښې خوندي کړې دے پاتې دوه محترم هما صيب دادې په خپل کتاب کښې خوندي کړل ۔ زما په خيال دا د محترم هما صيب لويه کارنامه ده چې د پښتنو راتلونکي نسلونه به پرې وياړي ۔

د محترم هما صيب په دې کتاب کښې يو خاکه د صديق اللّه ريښتين صيب شامله ده په دغه خاکه نوے خبره داده چې د جنګ آزادۍ د لوے مجاهد او اتل حاجي صيب د ترنګزو د ګدر د ړومبې مدرسې مشر مولوي تاج محمد چې د تاريخ په کتابونو کښې مهتمم صيب ياديږي او ګردانيږي دا مولوي تاج محمد د صديق اللَه ريښتين صيب پلار وو چې د بغدادې مردان د صوبيدارانو د چم وسيدونکې وو ۔ هم په دې خاکه کښې د ريښتين صيب په حواله ليک دي چې باچا خان صديق اللّه ريښين صيب ته وويل چې ستا په خيال د پښتنو د ودې دپاره څه کول پکار دي صديق اللّه ريښتين صيب
ورته وويل د يو قام د ودې ترقٸ دپاره علم ،اقتصاد ،کلتور او سياست ضروري توکي دي د هما صيب په دې کتاب ښکلي ښکلي خلق فليپ نومياله دانشور ښاغلي ممتاز علي خان ليکلې دے دغې نه درسره يو اقتباس شريک کوم هغه ليکي ”همايون هما د شخصيت نګارﺉ د فن په ذريعه دغه کار په ډير ښکلي انداز کښې کړې دے د هغه کتاب ښکلي ښکلي خلق په دې لحاظ ډير قيمتي دے په دې کښې د لوستونکو ،ليکوالو او د ادب د مورخينو دپاره داسې اهم مواد او درنه حواله خوندي ده چې هم پرې ادبي مينه ماتيږي او هم پرې د فکر رفتار تنديږي هيله لرم چې په پښتو کښې د خپل نوعيت دا ړومبې کتاب به د دلکش ليک ډول د درنو معلوماتو او ادبي ارزښت په وجه زمونږ د نثري ادب په تاريخ دوامي ځاې بيا مومي “
د عبدالکريم مظلوم (1901-1946 ) نوم د پښتو ډرامې په حواله به هر چا اوريدلې وي خو ډيرې لږو خلقو به د هغه دغه ډرامې لوستې وي ۔ د عبدالکريم مظلوم صيب دغه ريډيايي ډرامې چې په 1944 کښې د يو زر په شمير کښې د ”څهرې “ په نوم د د هلي نه چاپ شوي دي خو اوس يې يو نسخه هم په يو لاٸبرې کښې نه موندې کيده د ډاکټر محمد همايون هما صيب وينا ده چې ما دا کتاب په 1962 کښې يو وار لوستې وو ۔ خو بيا چرته په لاس رانغلو ۔ د عبدالکريم مظلوم صيب دوه ځامن ارواښاد مختيار احمد زاهد او بل نثار مظلوم دواړه اعلي تعليم يافته خلق وو نثار مظلوم د ريډيو پروډيوسر وه۔ په 1972 کښې چې کومو درې تنو د ريډيو د ملازمت مستعفي شوي په هغو کښې يو ښاغلے نثار مظلوم وه ۔ مختيار احمد زاهد صيب د انفارميشن وزارت سينٸر آفسر او سپيچ راٸټر وه خو دواړو وروڼو له خداې دا توفيق ورنکړو چې د خپل پلار کتابونه يې چاپ کړې وے چې د هغه اروا هم خوشحاله شوې وے او پښتو ادب به پرې غني شوے وو ۔

قدرت دا درناوے عزت د پروفيسر ډاکټر محمد همايون هما صيب په نوم کړې وو دادے د عبدالکريم مظلوم د ريډيايي ډرامو چاپ کتاب ”څهرې “ 1944 نه روستو پنځه اويا (75) کاله پس په ړومبي ځل د خپلې تجزياتي مقالې سره چاپ کړو د هما صيب په دې هڅه به د پښتنو راتلونکي نسلونه وياړي د عبدالکريم مظلوم بنيادي تعلق د سوات سره وو د پلار له مرګه روستو هغه مور د پښتنو د روايتي دشمنۍ ،تربورلوﺉ له وجهې د چارسدې تنګي سيمه ته ميشت شوه مظلوم صيب هم دلته تعليم حاصل کړه ستر شو وفات شو او ښخ شو د پښتنو د ړومبي براډکاسټرانو نه يو وه شاعر وه اديب او وتلې ډرامه نويس وه په 1901 کښې زيږيدلے وو او 1946 کښې د نري رنځ په وجه وفات شوے وو ۔ تر اوسه چې د عبدالکريم مظلوم په حواله څومره حوالې راغلي دي نو بنياد يې د عبدالکريم مظلوم د ځوي مختيار احمد زاهد هغه ليک وو چې په قند کښې چاپ وو ۔

چونکې ارواښاد ما په دې حواله پيژندو چې هغه د ارواښاد مشر سلطان محمد صابر او ارواښاد آياز داودزي نيزدې دوستانو نه وو او ما د اسلام آباد په هيواد کښې د صابر صيب سره مرستې ملاتړ يو ځاې وسيدو په وجه دواړه وروڼه ډير د نيزدېنه پيژندل نو ځکه زه په يقين سره وايم چې د مختيار احمد زاهد دغه ليک چې په قند ددې د ليکلو تحريک به خامخا ارواښاد مشر آياز داودزي ،ارواښاد مشر قمر راهي صيب ورکړې وي او او بيا به يې قند کښې چاپ کړې وي که داسې نه هم وي نو بيا هم دا درناوې قند او راهي صيب ته ځي ۔ که په قند کښې د مختيار احمد زاهد ليک نه وے چاپ نو نن به عبدالکريم بلکل ورک وو ۔د مظلوم صيب بل ځوي نثار مظلوم خو په اسلم خټک دادعوه کوله چې د وينو جام ډرامه د هغه نه زما د پلار ليکلي ده خو ولے د خپل پلار کتابونه يې نه چاپ کول محترم همايون هما صيب ددې کتاب تړون ددې دواړو روڼو په نوم کړې دے پکار دي چې ددې کتاب تړون د قند او قمر راهي په نوم شوے وو يا د ښاغلي ژب پوهان خالد خان خټک په نوم کړې وے چې هغه دا ناياب کتاب محترم هما صيب ته ورکړو او د هغه د 1962 نه تردې دمه په دې کتاب پسې لټون يې ګټه ور کړو۔ او د پښتو يو ناوياته کتاب او شخصيت د مرګ د پنجې راويستو ۔ خلق وايي چې مردان درې تنه د کار دي زه ورته وايم ګله دوستﺉ يارﺉ پالٸ خو کله چې د ادب په لړ کښې خبره کوﺉ نو په ذمه وارﺉ يې کوﺉ چې سبا يې په اوچت سر دفاع خو يې کولے شٸ ۔
عقل مند چې شي يو ځاې ساده سره
لکه سور چې شي روان پياده سره
او چالاک چې هر ساده کړي په دم باندې
ګويا نر شولو يو ځاې ماده سره (عبدالکريم مظلوم)
د عبدالکريم مظلوم د ريډياٸي ډرامو” څهرې “ باندې د ډاکټر هما تجزياتي او تحقيقي مقالې د کتاب وزن له زيات هغه په دې کتاب پسې لټون په مظلوم د شوي کار جاج د هغه ژوند کار او زيار او په څهرې کښې موجودو ډرامو تجزيه ده ۔ ډاکټر هما ” د وينو جام “ ډرامې ستونزه هم دلته په دليل اومنطق حل کړې ده ۔ د محترم هما صيب ليکي چې د وينو جام ډرامې په کتابي او ريډياٸي کښې دا فرق دے چې دوينو جام ريډيايي ډرامه کښې 46 کردارونه وو چې ورکښې څوارلس د ښځو کردارونه وو ۔ نو د سکرټريټ په 10×12 فټ په يکي يوه سټوډيو کښې 46 کسان د ماٸيک نه ګير چاپيره اودرول ممکن نه وو د ډرامې د سکرپټ له مخه ورسره سازيان او سندرغاړي هم وو دغه مهال به يو ښځه په ډرامه کښې د کار ته غاړه نه کيښوده مختار احمد زاهد د وينا له مخه ” ما مظلوم په خپله ليدلے دے چې په بعضې موقعو به د ډرامې زنانه کردار نه وه نو مظلوم پخپله په بدل آواز کښې د زنانه کردار ادا کول “
محترم هما صيب دا خبره په تول پوره ده چې د اسلم خټک دوينو جام ډرامه مظلوم صيب ريډيايي ضرورتونو ته برابر کړې وي چې پيش کار يې هم مظلوم صيب په خپله وو ۔
د مظلوم صيب ټولې ډرامې په زړه پورې دي او اصلاحي رنګ لري نن په پښتو ادب کښې خلق په آزاد ،معری او نثري نظم د يو بل ګريوانونو ته لاس اچوي ددې کتاب د لوستو روستو به دا ټول خوځښتونه بې معني شي زما په خيال خوځښت دا دے چې محترم هما صيب وکړو او کوي يې زمونږ ځلمو منورينو له پکار دي چې دغه رنګ کتابونو پسې وګرځي راپيدا يې کړي تجزياتي جاج يې واخلي او پښتنو مينه والو ته يې وړاندې کړي په وچ سيوري ناستو باباګانو ژوند لنډ وي د اوږد ژوند دپاره به اوږده مزي به رالنډول وي او لنډ به درنول وي ۔ په آخر کښې د مظلوم صيب دډرامې ”ادبي جلسه “ نه د رحمان بابا د کردار خبرې رانقل کوم
” (ځان سره) توبه خدايه توبه! دې ته وايي نوې او د ترقٸ زمانه شاعري څه ده نظم نه دے نثر او بريت تاوهي چې زمانې ډيره ترقي کړې ده —– (فکر کوي) يره هغه د بجلۍ ډيوټ خو مې خوښ شه ۔ ښه نو چې زه ورشم او ملګري رانه تپوس وکړي چې کوم اعلي خيالات دې واوريدل نو زه به نور څه ووايم سيوا له دې چې چيندخ په لوټه سور کشمير يې وليدو (ښه فکرکوي)حقه خبره داده چې دغه يو شاعر خورشيد په کښې ډير قابل وه ځکه چې هغه زما په شاعرۍ واجبي ټکونه کول ۔ داسې کس د قدر قابل وي (له سترګو پناکيږي) ښاغلي عبدالکريم مظلوم صيب د خپل کتاب تړون د مردان د محمد اسلم خان کمالي په نوم کړې دے ۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.