د سندرغاړي هدايت اللّه وفات او د پختنو بې حسي

پښتنو کښې نہ د فن قدر شتہ او نہ د فنکار؛ په ژوند کښې هنر مند ته سپک ګوري

 اقبال حسين افکار

نن په فيس بک هر چا دا عکس لګولے دے نه پوهيږم چې دوي په خپله بې حسٸ پورې خندا کوي که وياړ زما په خيال دواړه به پرې کوي ۔ پښتون چرته خپل شاعر اديب هنر له درناوې ورکړې دے ۔

ہدايت اللّه خو لاړ تيره يې کړه ۔ ورشٸ د نړيوال کش پښتو فکشن ليکونکې زيتون بانو بي بي او د هغه شخصيت چې د يو اکيډمۍ هومره کار پښتو او پښتنو له کړې دٕے محترم هميش خليل حال وپوښتﺉ ظالمانو سبا د خپل ځان د درنولو دپاره ددوي تصويرونه به په خپل وال لګوﺉ خداې ته وګورﺉ ددې ځان ستاٸينې او نرګسيت نه راوځﺉ د خپلې ټولنې مثالي خلق جوړ شﺉ دا شاعران اديبان هنرمند د قام اثاثه وي ددوي خيال ساتل د قام فرض وي ۔ په ژوند کښې د ژوندو خبرې وکړﺉ پس له مرګه د چا په څلي اوښکې تويول عبث مکر وي نه يې مړي ته څه فايده وي او نه ژوندو ته ۔د پښتو يو شاعر پخوا څه ښه ويلي دي
چې ژوندے وم تاسو ويشتې وم په کاڼو
اوس مې څله ښکلوﺉ د قبر کاڼي
خو دا هغه دا ويل خلق اکثر د خوند دپاره وايي د موقعې په مناسبت پرې خپله خبره قوي کوي ګټه ترې اخلي خود دې شعر په آٸينه کښې چې شاعر خپل پښتون قوم ته د هغه د سماجي وجود کومه خامي په ګوته کړې ده د هغې اصلاح هيڅ څوک نه کوي ۔
پرون او آبله ورځ چې د خيبر پښتونخوا په کلچر ډاريکټريټ کښې دريش دريش زره تقسیميدې نو کوم سرکاري آفسر ددغې کميټۍ غړې دغه وظيفه اخستونکو کوم هنرمند کوم سندرغاړي کوم شاعر کوم اديب او صحافي آواز پورته کړو هدايت اللّه خو د نن پرون بيمار نه وو هغه ناروغتيا خو د کلونو وه او دا ټول هنرمند سندرغاړي شاعران ليکوالان صحافيان د ريډيو او ټيلي ويژن آفسران د کلچر ډاريکټريټ دا ټول پرې خبر وو ۔

دا ټول په دې هم پوه وو چې د هغه دماغو کار پريښې دے نه څوک پيژني او نه احتجاج کولې شي هغه چې کله روغ وو نو په دې ټولو ادارو به ګرځيدو خو هيچا يې مرسته ملاتړ نه کوو ولے چې هغه عمر خوړلې هنر مند وو نه آغلې هنر منده وه او ښاغلے فنکار چې د چا نظر خوږ شوې او د هوس تنده سړه شوې وه ماته ياد شي د 2003 يا 2004 خبره ده سردار خان سيرت ګواه دے چې چا د ورځ پاڼې سهار دفتر ته هم په دې غرض راوست چې د هغه آواز د ورځ پاڼې په وسيله چارواکو ته ورسوو ۔

ما ترې د اووه ورځني هيواد اسلام آباد دپاره مرکه وکړه او خپل دغې اووهني کښې مې چاپ کړه ۔ ددې سره يې د ژوند ګاډې لږ ډير روان شو خو بيا اودريد ۔ ولے چې دلته د فن قدردان نشته غني خان په ځاې وايي پښتانه موسيقي خوښه وي خو هنر مند ته سپک ګوري ۔ ښاغلے هدايت اللّه شوقيه هنرمند وو هغه له آواز ډير ښايسته او خوږ ورکړې وو دغه وجه چې دې له په سکول کښې وو چې د پيښور ريډيو يو پروډيوسر ريډيو ته بوتلو د لسم جماعت پاس کولو نه روستو په ايريګيشن کښې کلرک بهرتي شو خو بيا شوبز په وجه سرکاري نوکرﺉ ته خيرباد اووے ما ورته ويل چې د ټولو غټه سهوه درنه شوې ده هغه منل چې دا سهوه شوې ده هغه ويل چې زما بچي سکلونه وايي يو بچې مې حافظ قرآن هم دے ۔

زه په دې موقعه د ارواښاد هدايت اللّه ننګيالې او پتمنې کورودانې ته خيراج وړاندې کوم چې هغه په دې دومره سخته نه چاته لاس ونيو نه د کوره رابهر شوه خو تر آخيره يې د خپل د ژوند د ملګري سره پت وپالو پاتې شو مونږ نو هدايت اللّه سپين سپيځلې شخصيت وو ۔ نه غل نه ډاکو نه لوټمار وو يو بې ضرره انسان او سپيځلې هنر مند وو اللّه غيرتي باچا دے زما يقين دے چې اللّه به بخښلې وي او زمونږ دې د بخښنې او تعزيت دې روايتي پښو پښو لفظونو ته به يې ضرورت نه پيښيږي د هدايت اللّه په ژوند خو مونږ پکار رانغلو پکار دي پس دمرګه د هغه غمژنې کورنۍ مالي اعانت وکړه شاعران ليکوالان صحافيان د ريډيو ټيلي ويژن افسران او ډرامه ايکټران راجمع شو د سرکاري امداد سره ورله يو شو په نشتر هال کښې يو بينيفټ شو وکړو او د هغې ګټه د هغه بچو له وکړو زما يقين دے چې دې سره به د هغه اروا خوشحاله وي زما په نماٸيشي لفظونو نه خوشحال خان خټک ډير پخوا ويلي

زه يې چا لره وهم قدر يې چا زده
په هور وسوزه دا تورې قلمونه

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.