تېر لس کاله کې د شپاړس پښتنو فنکارانو قتل!

يو شمېر نوموړي سندرغاړی لکه هارون باچا، سردار علي ټکر، عالمزېب مجاهد, ډاکټر ناشناس،قمرګله، شاه ولي استاد او داسي نور۔ نورو هېوادونو ته په کډه دی

وقار علي شاه

يويشتمه پېړۍ کښې يوشمېر نوموړي سندرغاړي او فنکاران وژل شوي دي، دا د کال دوه زره اووم/اتم خبره ده کله چې په سوات کښې جنګ روان وو. د دغې جنګ له کبله يو شمېر کورنۍ د پښتونخوا مختلفو سيمو ته په کډه تللي وے. په دغه کډوالو کښي يوه کورنۍ د غزاله جاويد هم وه کوم چې پېښور ته په کډه تللي وو.
غزاله جاويد له کم عمرۍ راهېسي د رقص له هنر سره تړلي وه چې به ئې د نڅا د لارې د خلکو د واده ښادۍ خوشالۍ يو په دوه سېوا کولې.
پېښور ته د تلو روستو غزاله جاويد د ټي وي په پروګرامونو کښې برخه اخستل شورو کړل او د خوګې غاړې له کبله ئې په ډېره لګه موده کښې شهرت اوموندو. “باران دے باران دے”او “خو لګ راشه کنه”د هغې د هنري سفر هاغه سندرې وې چې له وجي ئې د هنرمندي شخصيت ته پېژندګلي بخښلي وه او د نړۍ ګوټ ګوټ پښتانه د غزاله جاويد له نامې اشنا شوي وو.
دا د غزاله جاويد د هنري سفر د عروج دور وو د آواز د خوګوالي سره سره ورله الله پاک ډېر خائيست هم ورکړې وو ، کال دوه زره دولس کښې هنرمندې د دريشت کالو په عمر کښې له جهانګير نومي تن سره واده وکړو خو لګه موده پس د هغې خاوند هغې ته د شوبز پرېښودو ضد اونيولو ولې غزاله جاويد د شهرت له بامه ښکته کېدو ته بالکل تياره نه وه. د ډېرو جنګ جګړو روستو د دواړو ترمېنځه جدائي راغله خو دلته د هنرمندې ژوند په خطر کښې شو.
د جون مياشت اتلسمه نېټه کال دوه زره دولس کښې د غزل ملکه او د سندرو د دنيا ناوياته شهزادګې سرۀ د خپل پلاره پېښور کښې ووژل شوه او د شهرت ناوي ئې کونډه پرېښوده.
محمد سعيد سعيد صېب څه ښه فرمائيلي دي چې
ستا د ښائست عمر به لګ نه وو خو څه وکړمه.
قدرت د ګل د ژوند په ورکړه کښې شومتوب کړې دے.
وتلې هنرمند نعيم طوري څوک چې تل د پښتنو غم دردولې دې خپل احساسات څه دا ډول بيانوي، وائي چې پښتانه سندرغاړي د تېرو دوه لسيزو راهېسې مرګ ژوبلو او ګواښونو سره مخ دي، څه خو د دوي اقتصادي ستونزي هم دي خو حالات د دوئ ملګرتيا په دې نه کوي چې دا په سندره کښې په شعر کښې د هغه سخت دريځو حلقو مخالفت کوي کوم چې د سندرغاړو مخه نېول غواړي،
دا سندرغاړي خلک ډېر اوري په نسبت د سخت دريځو او مېډيا ئ هم په اسانه راخلي، ولې چې د سندرې سره د خلکو کلتور، ژوند تړلې وي او چې د خلکو نه کلتور او سندره واخستلې شي نو هاغه قامونه او هاغه ژبه نه پاتي کيږي. کوم ليکوالان او سندرغاړي چې د قامپرستې، ولس پرستۍ او انسان پرستۍ خبره کئي نو اوس هم د هغوي په لارو کښې خنډان اچولے شي.

۲) شبانه
شبانه د سوات بڼ سيمي هاغه فنکاره وه چې په ساندې ساندې ماحول کښې ئ هم سندريز رنګونه شېندلي دي او تل ئې مينه خپره کړي ده. د کال دوه زره نهم جنورۍ مياشت په اوله نيټه د ترهه ګرو لخوا دغۀ دېرش
کلنه مقامي نڅاګره شبانه ډېر په بے دردۍ سره ووژلې شوه او مړې ئې د مينګورې په ګرين چوک (خوني چوک) کښې وغورځولې شو. د ځايي خلکو ترمخه د شبانې د مړي سره د دې سي ډي کيسټونه هم ايښودل
شوي وو چې مقصد ئې په فنکارو کښې وېره ترحه خپرول وو. د شبانے د قتل روستو قريبا څلور سوه فنکاران يا خو په وطن پرېښودو مجبوره شو او يا تر خپلو کورونو محدود پاتي شول.
استاد ګلزار عالم چې خپله هم د سخت دريځو دهړکو او ګواښونو ډېر ځپلې دې او د پېښور نه کابل ته په کډه کولو مجبوره شوې دے، د يو سوال په جواب کښې وائي چې ځنې قوتونه نه غواړي چې پښتو ژبه او کلتور وده وکړي نو هغوي وخت په وخت پښتانه فنکاران او هنرمندان وژني او خدائ خبر چې تر کومه به دا سلسله جاري وي. خپلو خبرو کښې ګلزار لالا دا په ډاګه کړه چې پښتو يوه داسې زوره وره ژبه ده چې کله هم دا چا چېړلي ده نو اسمانونه ئ خکل کړي دي.
ګلزار عالم دا هم اوويل چې زما نامه په هاغه لړې کښي شامله وه کوم هنرمندان او فنکاران چې به په نښه کېدل او وژل کېدل، زمونږ ډېرو ملګرو ژوند دلاسه ورکړو او ځنې د خپل بال بچ سره نورو هېوادونو ته په کډه لاړل لکه هارون باچا، سردار علي ټکر، عالمزېب مجاهد, ډاکټر ناشناس،قمرګله، شاه ولي استاد او داسي نور. خو دلته پښتو ژبې ته دا فائده اوشوه چې څنګه دا هنرمندان او فنکاران په نړۍ کښي خواره شول نو دغه رنګ ورسره د پښتو څانګې په ټوله نړۍ خورې شوې او کوټ ګوټ ته اورسېده.
دې سره تړلي يو بل سوال په جواب کښي ګلزارعالم اوويل چې ډېر حکومتونه لاړل راغلل او تر خپل حده مو دا ټولې مسئلې راپورته کړي او په ګوته کړي دي ، ډير وړانديزونه او مشورې مو هم ورکړي دي خو تردې دمه عملي کار پرې هيچا هم ندې کړے.
په اخيره کښې استاد پدې خبره زور راوړو چې اوس به خامخا مونږ له يو کېدل وي او کله چې مونږ يو موټې او يو آواز شو نو دلته به ژوند هم کولې شو او روزګار هم.

۳) ايمن اداس.
د ايمن اداس تعلق د ضلع مردان تحت بهائ کلي سره وو. دا نه يواځې سندرغاړې بلکه ډېره ښه شاعره هم وه. د طالبانو په خطرناک ترین دور کال دوه زره اته کښې دې هنرمندې د سر او تال غږ ژوندې ساتلے وو، دا هاغه وخت چې ډېر سندرغاړي له فن د دنيا نه ډډي ته شوي وو ولی ځني د ملک نه بهر تلي وو.
ايمن اداس تعليم يافته جينۍ وه او په شعر ښه پوهه وه. سندرې يې لږې دې خو ډېري ښې دي. د هغې همدغې سندرې (زما د مينې نه توبه ده…) ايمن اداس د شهرت لوړو څوکو ته ورسوله، دې سره سره د هغې په نورو مشهورو سندرو کښې “مړه شوم اشنا خو په ژوندو کښې اوسم” “بې لوظه دروغژنه” او “؛جانان راويښه وومه” شاملي دي کومې چې ڼ هم لاجوب سندري بللي شي.
د دې سندري د غم درد او افسوس نه ډکي وے ځکه خو رپورټونه وائي چې د ايمن اداس ذاتي ژوند له ډېرو ستونزو او کشالوسره مخ وو د کوم اثر چې ئې په ليک او سندره هم شوے وو. خو ولې د ايمن اداس د هنري ژوند سفر ډېر لنډ وو. وئيلې کيږي چې د هغې رونړو نه غوښتل چې ايمن اداس دې سندري اووائي خو له نوم ګټلو روستو هغې خپل سندريز سفر نه ماتوو، ايمن اداس د اپرېل مياشت اوويشتمه نېټه کال دوه زره نهم کښي پېښور کښي خپلو رونړو وژلي وه او دغه رنګ پښتو موسيقي له يوې بلې ځلانده هنرمندي نه محرومه شوه.
استاد نذير ګل چې قريبا څلویښت کاله ئ د پښتو موسيقۍ تړون وکړو او سلګونه شاګردان لري، ايمن اداس هم د نذير ګل استاد شاګرده وه او د هغې په کاميابۍ کښې د استاد محنت پوره پوره شامل وو، نذير ګل استاد خپلو خبرو کښې ووئيل چې د ايمن اداس غږ له نورو ښځينه سندرغاړو نه جدا وو، د دې په آواز کښې بېس وو کوم چې د غزل دپاره جوړ وو، استاد وائي چې ايمن اداس په سر پوهه تکړه هنرمنده وه او په آواز کښې ئ د فريده خانم او اقبال بانو پشان درد وو. نذير ګل د ايمن اداس مرګ پښتو ادب او موسيقۍ لپاره لوئ زيان بولي.

۴) ياسمين ګل.
د نومبر مياشت کال دوه زره لس کښې پنځه ويشت کلنه اولسي سندرغاړې ياسمين ګل په کوئټه کښې وژل شوي وه، د ياسمين ګل پلار د دې د قتل دعوه د دې د خاوند په اوښې (بهنوئي) باندې کړې وه، ياسمين ګل ته د دې په اولسي سندرو شهرت حاصل وو او د افغانستان پشمول ئې مختلفو ملکونو کښې د خپل فن مظاهرې کړې وے. یاسمین ګل د آواز خوګوالی سره سره ښکلی څهره وم لرله، کاکړئ غاړی چی به یی کله زمزمه کړې نو انسان به یی له ځانه سره ډیړ لری یوړو. یاسمین ګل قریباََ د پښتو شاعرۍ پر ټولو اصنافو طبع آزمائی کړی ده او ځانګړی کامیابی یی ترلاسه کړی ده،
د نن دور په پښتنو ښځينه سندرغاړو کښي د غزل تر ټولو لويه هنرمنده مينا ګل د فنکارانو، هنرمندانو په وژنه د غم څرګندونه کوي او وائي چې په دې لړۍ کښې زياتره زنانه په نښه کړې شوي دي ولي چې زنانه زمونګ په معاشره کښي ډېره بے بسه طبقه ده څوک ئ د غېرت په نوم او څوک ئ د پښتو په نوم وژني لګيا دي. د مينا ګل وينا ده چې زه خپله هم له ډېره مشکلاتو سره مخ يم، کله هم چې کنسرټ يا ريکارډنګ له ځم نو ډېره ويريګم ځکه چې په چا هم اعتبار نشې کولے. د اسلام آباد نه تر پېښوره تګ هم راته ګران شوې دے خو څه اوکو اوس خو له موسيقۍ سره تړلې شوي يو پرېښودې ئ هم نشو، البته اولس ته تحفظ ورکول د حکومتونو کار دې او بيا فنکاران خو د قام سفيران وي نو بائد چې د دوي تحفظ يقيني کړې شي.

۵) ګلناز عرف مسکان
پېښور صدر سره نزدې ګلبرګ کښې مېشته د پښتو ژبي سندرغاړي ګلناز عرف مسکان د جون مياشت په نولسمه نېټه کال دوه زره څوارلس کښې پېښور کښې وژلې شوي وه، د پوليس چارواکو ترمخه دا پېښه هغه وخت مخې ته راغله کله چې د شپې ناوخته ګلناز د موسيقۍ له يوې دستورې نه کور ته ورسېده، پوليس
وائ چې په دې موقع د ګلناز سره کور کښې د هغې رور، خور او اوښې (د خور خاوند) هم موجود وو ولې صرف ګلناز په نښه کړې شوي وه.
د ګلناز عرف مسکان د مرګ دعوي د هغې رور د ګلناز په پخواني خاوند ارشد کړي وه، د يادونې ده چې دګلناز او ارشد ترمنځه په ذاتي معاملاتو تاؤتريخوالې راغلې وو چې په نتيجه کښې ترې ګلناز طلاق اخستې وو.

۶)  مسرت
د پښتو سي ډي ډرامو ادارکاره مسرت کال دوه زره پنځلسم کښې د اګست په اتلسمه نېټه نوښار کښې وژل شوي وه، دا پېښه هغه وخت مخي ته راغله کله چې اداکاره خپل ګاډي کښې د سودا په غرض بازار ته روانه وه، په دې موقع مسرت سره د دې مور هم ګاډي کښې موجود وه، د نوښار شوبره چوک ته رسېدو سره سم په موټرسائيکل سواره کسانو د دوي په ګاډي ناتاره ډزي وکړې چې پکښې مسرت شديد او مور ئۍ معمولي زخمي شوي وه،
دواړه زخميان په موقع هسپتال ته منتقل کړې شوي وو چې پکښې مسرت حق رسېدلې او مور ئې بچ پاتي شوي وه، بلخوا پوليسو د نامعلومو کسانو خلاف مقدمه درج کړي وه او د مسرت د مور بيان ئ هم قلمبند کړې وو، د اداکارې مور پوليسو ته خپل بيان کښې په ډاګه کړې چې د مسرت هيچا سره هم ذاتي يا خانداني دشمني نه وه.

۷) دروېش
دلته نه صرف زنانه بلکه نارینه سندرغاړی هم په نښه کړې شوی دی،
په وژلې شوي پښتنو سندرغاړو کښې يوه نامه د دروېش هم ده، دروېش د صوابۍ اوسېدونکې وو او د شلو کالو نه زياته ئې موسيقي کړې وه، په مېداني پروګرامونو کښې دروېش يو پېژندلې نوم وو چې د احمد ګل
استاد پشمول ئې د نورو لويو لويو هنرمندانو سره په مختلفو موقعو د فن مظاهرې کړي وے. په مقامي کچ دروېش تر دې حده مقبول وو چې ځايي خلکو به د ده د آواز او موسيقۍ نه بغېر خپله واده ښادي نيمګړي ګڼله. دروېش ډېر عاجز طبعيته او ملنګ انسان وو. ده په ټپو او مصرعو کښې د ځانګړې انداز له کبله نامه ګټلي وه او ڼ هم د ده خوندي سندري مينه وال د زړه په غوګو اوري او پرې مينه ماتوي. د کال دوه زره شپاړسم نومبر مياش کښې يوه شپه دروېش د موسيقۍ له دستورې نه واپس کور ته روان وو چې لاره کښې بام خېل بائي پاس سره اووژل شو او د ژوند د سپرلو نه ئې لاسونه واخستل.
استاد احمد ګل چا چې درې شپېته کاله پښتو موسيقي ا وکړه وائي چې درويش څو محفلونه ما سره يو ځائ کړي وو خو زه نه ګڼم چې د ده په وژنه کښې د سندرې لاس وو، بائد چې دروېش د څه ذاتي کشالې له کبله په نښه کړې شوې وي، د فن او هنر سره تړلي خلک د مينې استازي وي او که چا سره ئ څه لګ ډېر خفګان وي نو پکار ده چې روغه جاړه اوکړي نه چې ژوند دلاسه ورکړي.

۸) انعم عرف انوشے.
د انعم صبا تعلق د کاټلنګ مردان سيمي سره وو، دا د کال نولس سوه درې نوي مارچ مياش په پنځيشتمه نېټه سلطان محمود کره زيږېدلي وه، د وړوکوالي راهېسې ئي د شوبز له دنيا سره ډېره مينه وه، د کورنۍ لخوا يو
شمېر ستونزو باوجود هم دې فنکارې حوصله اونۀ بائلوده او په لګه موده کښې ئ د رقص او اداکارۍ د لارې ډېر شهرت ترلاسه کړو،
د وژنو په دې لړۍ کښې انعم عرف انوشے هم د پېغلتوب په جوبن کښې د مرګ ښکار شوه ، څلېريشت کلنه انعم اسلام آباد کښې د کال دوه زره اوولسم مارچ مياشت په څوارلسمه نېټه قتل کړې شوې وه. کله چې د انعم مړې کلي ته يوړلې شو نو د کورنۍ خلکو ترينه انکار اوکړو چې له کبله ئې ځاي سماجي کاکنانو د هغې جنازه اوکړه او د شپې په تياره کښې خاورو ته وسپارله.
د پوليس رپورټ ترمخه سردار شفقت نومي پراپرټي ډيلر د دې په وژنه کښې ګړ ګرځول شوې دې، شفقت دغه فنکاره يو ذاتي دستورې ته بللي وه، ولې د دستورې روستو چې کله انوشے د پېسو غوښتنه وکړه نو شفقت ترينه انکاري شو. د شفقت په دې عمل انوشے د قانوني کاروائۍ دهړکه ورکړه چې په نتيجه کښې شفقت د خپل دوست وقار په لاس دغه فنکاره اووژله.د پوليسو بروقت کاروائۍ روستو دوه ملزمان شيرباز او افتخار ګرفتار کړې شوي وو ولې د وقار په نيولو کښې ناکامه شوي وو، رپورټونه وائي چې د تفتش دوران شيرباز په ډاګه کړه چې دوي ته د لوئ رقم لالچ ورکړې شوے وو، د انوشے په وژنه کښي درې نور کسان چې سردار جاويد،سردار اعجاز او چودهري قېصر نوميږي هم پوره پوره لاس لرلو.

۹) برېښنا.
د کال دوه زره اتلسم د جنورۍ په نهمه نېټه برېښنا نومې فنکاره ووژل شوه د چا تعلق چې د پېښور يکه توت علاقې سره وو، په دې پېښه کښې له برېښنا سره د هغې پلار هم په حق ورسېد، د برېښنا د مرګ دعوي د هغې په يو مئين علي اکبر افريدي شوي وه څوک د هغې په يو مئين علي اکبر افريدي شوي وه څوک چې له
برېښنا سره د واده کولو خواهشمند وو خو ولې د برېښنا او کورنۍ د انکار له کبله ئې هغه قتل کړه.
برېښنا په مقامی کچ ډیره مقبوله وه، په سټیج پروګرامونو کښې د رقص لپاره یوه ځانګړی او پېژندلی نامه وه
چی ډیر زیات مینه وال ئي لرل،

۱۰) سنبل.
د مردان يوه مقامي دویشت کلنه فنکاره سنبل هم د کال دوه زره اتلسم فرورۍ مياشت په دریمه نیټه شېخ
ملتون کښې قتل کړې شوه وه، د رپورټونو ترمخه سنبل يو پروګرام کښې د نڅا لپاره بلل کېده خو هغې په
دغه دستوره کښي د شرکت کولو نه ډډه وکړه چې لوجې ئې ژوند د لاسه ورکړو او يو ماشوم بچې ترې هم نېمګړې نيمه خوا پاتي شو. د سنبل د کورنۍ خلکو د دې په وژنه کښې درې تنان جهانګير،نقيب شاه او سابقه پوليس آفيسر نعيم خټک ګړ ګرځولي دي په کومو چې په موقع ايف آئي آر هم درج کړې شوې وو.
سنبل سټیج ډانسره او ماډله وه چی یو شمیر دستورو او ویډګانو ته یی د خپل فن ښکلاګانی بخښلی وے. د
ډېر غربت او بې وسۍ له کبله دا فنکاره د کارئے په کور کښې اوسېدله او خوشاله ژوند ئې تېرولو ولي دې
بې حسه خلکو ترينه د ژوند حق وتروړلو.

۱۱) رېشما
دلته د فنکارانو د وژنې سلسله لا ماته نه ده، د کال دوه زره اتلسم اګست مياشت په ړومبۍ نېټه نوشهره کالان کښې بله هنرمنده ووژلې شوه، دا هنرمنده رېشما وه څوک چې نه صرف د حسن په کالو خائسته وه بلکه د آواز په خوګو هم ښه په تول پوره وه، رېشما په دې سفر کښې بيخي نوي وه ولي د يو کال په هنري سفر کښې ئې ډېر شهرت اوموندو. د واده ئي يو کال پوره شوې وو، د کورنۍ خلک ئي وائي چې دا واده د ښځې خاوند په خوښه شوې وو يعني د ميني واده وو.
د واده نه لګه موده پس د دواړو ترمنځه تاؤتريخوالې پيدا شو چې له وجي ئي رېشما د خپل رور کره په اوسيدو مجبوره شوه، د دې خاوند چې فائده خاڼ نوميږي دوبئ کښې ئې مزدوري کوله ، ملک ته د راتلو نه پس د ښځي خاوند راضي نامه هم شوي وه ولې دغه راضي نامه د رېشما رور عبدالله يوه دهوکه بولي او وائي چې فائده خان د ناجوړه پلار د پرسان په بهانه رېشما خپل کور ته بوتله او او هلته یی ووژله. رېشما صرف يوه سندرغاړې نه بلکه يوه ښه ماډله هم وه او مختلفو ويډيوز ته ئې ښکلاګانې بخښلې وے. هغې د خپل فن د لاری بهر ملکونو ته هم سفرونه کړې وو او تل ئي د ميني په تبليغ د خلکو زړونه ګټلي وو. روح ئې ښاد

۱۲) سونيا خان

سونيا خان د پېښور مقامي رقاصه وه، د خپل هنر د لارې ئ د پردو وادونو ښادو خوشالۍ لا سېوا کولې ، دا د پېښور مشهوره رقاصه وه او قريبا په دې خاوره ئ لګ تر لګه د لس/پنځلس کالو خدماتو احسان پاتي دے، مصدق خان څوک چې د چارسدې اوسېدونکے دے له سونيا خان سره ئ د ډېري مودې راهېسې تعلق وو، ولې د دې دواړو تر منځه چې کله تاؤتريخوالې پېدا شو نو د کال دوه زره اتلسم نومبر مياشت په اووه لسمه نېټه مصدق په سونيا خان ناتاره ډزې وکړې چې په نتيجه کښې ئي هغه په حق اورسېده.
مقامي پوليسو د پوسماټم روستو د سونيا خان مړې د هغې کورنۍ ته حواله کړو او د ملزم خلاف ئ ايف آئي
آر درج کړو.

۱۳)
لبنیٰ عرف گلالئی
د پښتو ډرامو، فلمونو او سټېج کم عمره، خائسته او مشهوره اداکاره ګلالۍ د روان کال فرورۍ مياشت په يووشتمه نېټه مردان کښې وژل شوي وه، د رپورټونو ترمخه لبنیٰ عرف گلالئی د خپل خاوند نه ماړيژنه وه او پېښور کښې له خپلي خور سره اوسېدله، د دې خور زرکه وائي چې د ګلالۍ خاوند دوه درې ځله هسه کړي وه چې ګلالۍ پخله کړي خو ولي ګلالۍ هغه سره رضا نشوه، دې ووئيل چې د دې مياشتې په پنځلسمه نېټه د ګلالئۍ د خاوند عمران نزدې ملګري شاه حسېن، فضل مالک او نواب پېښور ته راغلل او ګلالئۍ ته ئ خواست اوکړو چې عمران تا سره ټول تنازعات ختمول غواړي او مونږ تاله په جرګه راستولي يو، زرکه زياتوي چې ګلالئۍ سمدستي د دوي خبره ومنله او خپل کور ته په واپس تللو رضا شوه، زرکه انکشاف وکړو چې دا کسان به مختلفو پروګرامونو، سي ډي ډرامو او سټيج شوګانو کښې له ګلالئۍ سره يو ځائ په نظر راتلل خو يو ملګرې ئ داسې هم وو چې هغه نه غوښتل چې ګلالۍ د خپل خاوند سره بيرته رضا شي.
د مردان پوليسو په دغه کسانو کښې شاه حسېن او فضل مالک ګرفتار کړي وو . د مردان پوليس تهانے انسپکټر زاهد خان ميډيا ته خپلو خبرو کښي وئيلي وو چې ګلالۍ ته به پوره پوره انصاف ورکولې شي او د دې په وژنه کښې نور ګړ عناصر به هم ډېر ژر د قانون په ګرفت کښې وي.
د کال دوه زره نولسم جولائۍ په شپاړسمه نېټه د ډسټرکټ پوليس مردان لخوا جاري شوي پريس ريليز کښي دعوي شوي چې د ګلالۍ په وژنه کښې ګړ مرکزي ملزم نواب ولد محمد اقبال هم ګرفتار کړې شوې دے کوم چې د پېښي نه وروستو په تېښته کښې کامياب شوے وو.
د يادونې ده چې ګلالئۍ د اووه مياشتو يو ماشوم ځوي مور هم وه نوموړې اداکار او هدايت کار طارق جمال عرف روښانے ماما وائي چې دوه مياشتي وړاندي ئي د ګلالۍ سره په يوه ډرامه کښي کار کړې وو، ده ووئيل چې ګلالۍ ډېره پوهه او تکړه فنکاره وه خو ذاتي ستونزي ئې لرلې، طارق جمال دا هم ووئيل چې پښتنې فنکارانې او هنرمندانې اکثر د واده نه پس له د ډېرو کشالو سره مخ شي چې يا خون فن د لاسه ورکړي او يا ژوند.
د بشري حقونو مدني فعاله ګلالئۍاسماعيل هم د اداکارې لبنیٰ عرف گلالئی د مرګ په سختو ټکو کښې غندنه کوي، وائي چې د فنکارانو او هنرمندانو په وژنه کښې اکثر لوئ لوئ خلک ملوث وي چې لوجي ئي دوئ ته د انصاف مېلاوېدو امکان بلکل نه وي. ګلالئۍاسماعيل په حکومت غږ اوکړو چې آيا دا فنکاران او هنرمندان د دې معاشرې برخه نه ده؟ دوي له تحفظ ورکول د چا ذمه واري ده؟ فنکاران خو کلتور له وده ورکوي خو ولي چې فنکار محفوظ نه دے نو زه څنګه خپل کلتور محفوظ اوګڼم؟

۱۴  ثناء عرف نيلم
پېښور کې روان کال د مئي مياشتې په درېمه نېټه ثناء عرف نيلم رقاصه خاوند هاغه وخت ووژله کله چې هغې په يو محفل کې د رقص کولو نه انکار وکړو. د پېښه د پېښور فقير آباد کې مخې ته راغلي وه. د پوليس ابتدائي رپورټ ترمخه نيلم به د هغي خاوند په مختلفو محفلونو کښې په رقص کولو مجبوره کوله خو له يو انکار له کبله ئې هغه قتل کړه.
د نيلم درې بچي دي کومو چې د پېښې تفصيل پوليسو ته ورکړې دے, له دې وروستو پوليسو د ثناء عرف نيلم د خاوند عبدالروف خلاف مقدمه درج کړيده.

۱۵  مينا خان
مينګوره بنړکلي کښې روان کال د مئي مياشت په اوومه نېټه مقامي سندرغاړي او رقاصه مينا خان خپل خاوند وژلي وه، مينا خان يو شمېر سندرې ريکارډکړي وې او په مقامي کچ ډېره مقبوله وه.
په دې اړهد بنړ تهانے ايس ايچ او طارق علي مېډيا ته اوويل چې دا پېښه د روژې په ړومبنۍ ورځ روژه ته نزدې مخي ته راغلي وه، د ده وېنا وه چې د مينا خان او د هغې خاوند شوکت ترمنځه دا د پېسو په معامله خفګان راغلې وو چې په نتيجه کښې شوکت په مينا خان ډزې کړې وې او هغه حق رسېدلي وه.
د مينا خان مړې سيدو شريف هسپتال ته پوسمارټم لپاره وړلې شوې وو او روستو د کورنۍ خلکو ته حواله
کړې شو.
د پېښې روستو شوکت په تېښته کښې کامياب شوې وو ولې پوليسو په ده د دفعه ۳۰۲ لاندې د مرګ مقدمه
درج کړې وه، د پېښې نه څلور ورځې پس پوليسو شوکت ګرفتار کړې او اعتراف جرم ئ هم کړې دے

۱۶: ثناء خان
په دې وروستو کې د مينګورې په بڼ کلي کې دا دوئمه د قتل پېښه مخې ته راغلي ده, د کال دوه زره نولسم په دېرشمه نېټه د جمعې په ورځ د سوات بڼ کلي اتلس کلنه سندرغاړي ثناء خان خپل ورور په چړو وهلي او وژلي ده.
دسوات پولیسو له مخې د ۱۷کلنې سندرغاړې ثناء ورور قاسم په هغې دخپل کور دننه د چړو ګوزارونه کړي چې له امله یې هغه وړومبی سخته ژوبله شوې اؤ بیا په هسپتال کې مړه شوې ده.
د پېښې روسته قاسم په تېښته کې بريالې شوې دې ولي پوليس وائي چې د ګرفتارۍ هڅې ئي رواني دي.

ثناء په ژوبل حالت کې پوليسو ته خپل بيان کښې وئيلي دي چې هغه دجمعې په شپه يوې دستورې له بټخيلي ته تللي وه اؤ چې کله کور ته راستنه شوه نو دغلته دهغې ورور قاسم په هغې د چړو ګوزارونه وکړل.

رپورټونه وائي چې دثناء مور دپنجاب په فیصل اباد کې واده شوې وه خو لس کاله وروسته له خپل خاوند نه بېله شوې وه اؤ بیرته سوات ته راغلې وه چې ثناء هم ورسره سوات کې اوسیدله خو د ثناء ورور قاسم په فیصل اباد کې دخپل پلار په کور اوسېدلو.
قاسم به کله کله د خپلې مور لیدلو لپاره سوات ته راتللو خو دا وار چې راغلو نو ثناء یې ووژله اؤ وتښتېدلو.

مقامي خلک وائي چې دثناء اؤ د ورور ترمینځ یې دپېسو شخړه اؤ هم ددې شخړې په اساس ثناء خپل رور وژلې ده.
دغه رنګ روان کال مئي کې وژل شوي مينا خان د ثناء خان ترور وه کومه چې خپل خاوند شوکت د پيسو په تنازعه وژلي وه

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.