“روښنائی تحریک – په شال (کوټه) او کندهارکښې”

پیر روښان په پښتون وطن کښې یو داسې اتل تېر شوې چې د پښتنو په فکر او عمل ئی ډېر ژور اثرات جور کړي

ليک: رحم زمان زلمي خټک

زۀ نن دلته د ننني دور يو داسې پياوړې ته پيرزويني وړاندې کوم او دې تاسو سره ئی معرفي کول غواړم چې په ځانی سټه ئی د اکیډمئ برابرکار څیړنې ترسره کړې او لا ئی لستونړی ئی انغښتی لګیا دې په نور ډېر څۀ رابرېسېره کولو بوخت دې- دا پياوړې، د جنوبي پښتونخوا خوږ ژبې شاعر، همه جهت ليکوال او سترڅېړنکار “عبدالکريم بريالې” دې-

بريالې ځکه زۀ پياوړې منم او بولم ئي چي دوئي ته لئی مولی څومره هم پوهه، اوصاف، د قلم زور او صلاحيتونه وربخښلی دي هغه ټول دوئي ښۀ په ارت مټ او بشپړ توګه د پښتو ژبې او ادب ښيزارئ او د پښتنو تاریخ رڼړولو له پاره په کار راوستي او د پښتو او پښتنو سره ئي پښتو تر سره کړې ده- بريالې، د ننني دور جديد تعليم په وږمو موړ غړې دې- دوئی د حکومت پاکستان په ډيرو اهمو چوکیو کارکړې ځکه نو دوئی د ژوند په زیاته برخه کښې همه روز د خپلې وظیفې عمومي فرائضو ترسره کولو په خاطر په انګريزئ کښي ليک لوست کړې- د خپلې وظيفايي فعاليت په دریز دوئی د ورځنيز ژوند ګړه بړه او دا وکړه او دا مه کړه زياتر په اردو ژبه کښې کړی او ډېر ښۀ ئی کړی- ددغه دواړو ژبو سره سره په فارسی او عربئ هم ښۀ دسترس لری ،،خو،، د خپلو جذباتو، مشاهداتو، احساساتو، پوهې او ادراک څرګندونه پخپله مورنئ ژبه پښتو کښي کوي-

بريالي، که په دا نورو ژبو ( اردو، انګرېزئ، فاسئ او عربئ ) کښي هم دغه څۀ کوله نو د دۀ د پاره ډير اسان او ګټوره کار وو- په داسې کولو به دوئې ډېر زيات نامتو شوې وو، ډير عزتمنده او قدرمنده به هم وؤ خو بريالي دا هر څۀ د ګرانې ابئ د پاره پريښي دي- په پښتو رښتيا مئين دې ځکه دغه ننګيالي په خپلو ځاني آرزوګانو برې موندلې،، او،، بريالې دې،، ګني ډير تکړه پښتانۀ مونږه وينو او پيژنو چى د پښتو په لار او پوړئ حکومتي ادارو ته ورننوتي او ګټورې چوکئ يي موندلي دي خو چي ځائي ئي موندۀ کړې او چوکئ ئي پخه کړې ده نو پښتو ابئ ئي سرتوره پريښي ده او په خپلو مزو چړچو سر شوي، پښتو ئی بیا چرته ياده کړې نۀ ده او که چا ورياده کړې ده نو ،،،،،، ولې بريالې هغه ننګيال دې چي د پښتو لمن ئي ښيرازه ساتلې ده، د خپلې لمني ډکولو پام لرنه ئي نۀ ده کړې-

دا دومره اوږده خبره مې ځکه وکړه چې د پښتنو ټول مشاهیر که لیکوال دې، سیاسی مشران دی، پوهان دی، مولایان دی او هرڅوک هم دې، هغوئی هر کله په کست او په انا بنا متنازعه کسان متشکل کړل شوی او ثابت کړل شوی او ښه په ډاګه ئی بیقدری شوې ده،،، د چا چا نومونه واخلم، تر دې چې بایزید چې په پیر روښان هم یادیږی، د نن نه لږبږ څلور نیم پنځه سوه کاله اګاهو ئی ډېر محرک ژوند تېر کړې ولې نن ئی هم نۀ دې بخښل شوې، رنګ رنګ توکی ئی ورپورې تړلی او تړی، د خپلې خوښې او مفادو په رنګونو ئی رنګولې او لا لګیا دی رنګوی ئی، خو شکر دا چې پښتانۀ لا دومره بېفهمه، ورک او پټ سترګې شوی نۀ دی او مونږ لکه د بریالئ په څیر د ستر دید او لوئی پوهې څښتن پوهاند، څیړنکاران او عالمان لرو چې د ټول بدرنګه رنګونه ړنګولې شی او راپورې تړلی رنګا رنګ توکی راپرېکول شی ،،،، بریالی

ډېر په هنر بيا د ټول دغه اجتهاد کړی دی، بریالی دې لوئی مولی تل تر تله بریالئ لری-
بریالی د دې نه وړاندې د پیر روښان په لمړی کتاب خیرالبیان هم یو داسې بشپړ ګټور تحقیقی کتاب لیکلې چې د بیلا بیلو معترضینو بېځایه اوتو بوتو وئیلو ځواب ئی ښه په ترس ور کړې باید بدګویانده خولې ئی ورتړلی دی، هغه ټول تورونه او اشتباهات ئی د سره غلط او د ځانه جوړ کړل شوی ګپ شپ او علمی خیانت ثابت کړی کوم چې خودپسنده مفادګردو لیکوالو د خپلو غرضونو ترسره کولو د پاره خپور کړی وو-

دغه نوې کتاب “روښانی تحریک- په شال (کوټه) او قندهار کښې ” د دوئی دویمه داسې روښانه هسه او پریکړه ده چې د پیر روښان په “حالنامې” باندې راتپل شوی ټول ګړدونه ئی ورڅخه څنډلی او ګندونه ئی په لګوونکو بیرته ور توغولی- هغه سوچه او صفا حالنامه ئی د لوستونکو په وړاندې ایښې ده چې د پیر روښان اساسی طریقت، فکر، پېغام او عمل ورکښې په پوره توګه روښانه ځلیږې- دا کوم اسان کار نۀ وو ځکه چې دا ناوړه کار د تیرو څلور، څلور نیم سوه کالونو راهسې ښۀ په تول تولانه شوې وو ولې بریالی په دا لاره د قدم پورته کولو څخه اګاهو، د ډېر زوخل، هاند او کړاؤ پسته هغه ټول پښتو، فارسئ، انګرېزئ، اردو او عربئ کتابونه، مقالاجات او رسائل راغونډ کړی چې د حالنامې متنازعه کولو مواد ورکښې په کست ورمنډل شوې وو- دوئی دا ټول بیا پوره پوره تللی، جاج ئی اخستې، سکونډلی ئی دی او هغه تنازعتی مواد ئی په ګوته کړی چې نۀ صرف بهرینو خپرۀ کړې دې باید چې خپلو (پښتنو) هم په دا تنازعاتو کښي سمه غټه برخه اچولې ده خو بریالی، خپل او پرادی، یو هم بخښلې نۀ دې، ټول ئی رابرسېره کړی او بربنډ کړی-

د دبستان مذاهب ( په مغلوی دور کښې لیکل شوې کتاب) نه راپه سر شه د روښانی تصوف (۲۰۱۶ کښې لیکل شوې کتاب) او په دا میئنځ کښې څومره هم چې نور کتابونه، رسائل او مقالاجات لیکل شوی د ټولو ئی پوره پوره څنډنه کړې ده، یوه یوه پاڼړه، یو یو سطر، هر یو هغه ټکې او تورې ئی په ګوته کړې چې د تنازعې او اشتباه را ولاړولو د پاره په کست لا د ناپوهئ په سوب په کار راوستې شوې، تصحیح ئی کړې ده-

حقه خبره دا ده چې پیر روښان په پښتون وطن کښې یو داسې اتل تېر شوې چې د پښتنو په فکر او عمل ئی ډېر ژور اثرات جور کړي، نن ئی هم اثر ډېر په ښکاره محسوسېږی- دوئی نۀ صرف د دین اسلام تشریح او خپرولو زیار کړې باید چې پښتون فکر ئی په سیاسی پوهه نمانځلې، نوي روح ئی ورپو کړې او پښتون اولس ئی د خپل وخت غټ او جابر باچا په مخامخ ودرولې او داسې ئی ودرولې چې تر سلګونو کالونو بيا ولاړ پاتې شوې- پیر روښان په پښتنی رواجی ټولنه کښې د بشری حقوقو، په خصوصی توګه د ښځو د حقوقو د پاره ښۀ کلک غږ هم راپورته کړې او پښتانه ئی دې ته چمتو کړل چې ښځه ذات په ټولنه جوړولو کښې د سړی برابر باید چې د هغه نه زیاته برخه لری نو احترام ورکول او د نارینه برابر حق ورکول ئی په مونږ فرض دی-

دا باید په پښتنی ټولنه کښې لمړئ ځانګړې غږ او مجاهده وه چې پیر روښان ئی پیلامه کړې وه- دغه سوب وو چې یو وخت بیا داسې راغلو چې د روښنائی نظامی لښکر مشری بیا د دوئی کورینئ یوې میرمن بی بی الائی کوله- پیر روښان د پښتو ژبې او ادب د پاره هم ډېرغټ کار کړې او په پښتو ادب کښې ئی ګڼړ شمېر داسې شاعران او لیکوال راځېګولی چې هغوئی په باقاعده توګه د یو سبک لار خپله کړې ده او پښتو ادب ئی د مقصدی لارې ګودرې په مخه روان کړې او ښېرازه کړې-

په دا کتاب کښې ډېر څۀ دی- بریالی یوه د ډیر ژور فکر تجزیاتی نظر خبره کوی- دوئی لیکی چې د روښانیانو په باب د شلمې پيړئ پوهان په درې ډلو کښې وېش دی- د افغاسنتان عالمانو د روښنائی تحریک د قومی او سیاسی مبارزې، د مغل په خلاف، بیا د پښتنو وطن په حقله د خپلې خطې جغرافيي او تاریخ له نظره اخستې دې- د روښانی تحریک ئی د ازدئ سره تړلې او د هغه روحانی فکر، طریقت اوعمل معاملات او تحقیق ورڅخه شاته پاتې شوې- د پاکستان عالمانو د اخوند درویزه موقف زیات را مئینځته کړې او ځینو خو په روښانی موقف د عامو مولایانو غوندې نیواکه کړی ده- د هغه په اساسی فکر ئی غرض نۀ دې ساتلې- داسې معلومیږی چې یوې خالصې علمی مسئلې ته ئی د خپلو جغرافیایی عقیدو په وجه محاربې رنګ ورکړې-

هم په دا لاره قامپرسته عالمان ئی د قامی تحریک سره جرړې ثابتوی او د قومپرستانه سیاست د پاره ئی تخته مشق جوړ کړې- یوه بله ډله عالمان ئی د خپلو مذهبی عقائدو(اځمدی عقائدو) صحیح ثابتولو په غرض څۀ بل شان ستائی او تلی- زما په نظر دا یو غټ علمی خیانت دې- ددې په وجه ئی نتیجه ئی دا راوتې ده چې د بایزید سوچه فکر، طریقت او لاره په ځائی پاتې شوې ده، عالمانه تحقیق کما حقه ورباندې نۀ دې شوې- ضرورت د دې خبرې دې چې په روښنائی تحریک هر اړخیزه بحث تمحیث، اساسی تحقیق او غېرجانبداران علمی څېړنې وشي چې د دغه لوئی پیر اصل طریقت، فکر او تحریک روڼ شی-
زیاتی نوره تبصره په ځائی پرېږدم او لوستونکو ته بالخصوص د کالج او پوهنتون زده کوونکو ته له زړۀ د کومی خواست کوم چې د بریالی دغه کتاب په ژور نظر وګورئ- په دا کتاب کښې به د پښتو ژبې، پښتون قام او پښتونولئ په حقله ډېر داسې معلومات ومومی چې په ډیر څۀ مو به پوهه او خبرداره کړی-

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.