پښتون نشانچي “سنائپر” A Pakhtun sniper

مولانا کريم الله جان د مستۍ, سخاوت, بې نيازئ او نښه ويشتلو بلها قيصې دی

طيب الله خان

مولانا کريم الله جان رح د حاجي صېب ترنګزو رح نزدې ملګرې او د انګريز په خلاف د مبارزې کمانډر وو, د حاجي محمد آمين رح نائب او د جماعت ناجيه ناظم وو, د حاجي صېب ترنګزو او د جماعت ناجيه د جهاد کمانډر او نشانچي چې انګريز پرې د ,,سنائپر,, نوم ايښې وو, د جنګ په حالت کښې به ددې ,,سنائپر,, زيات تره کار د مقرر شوو کسانو, (ټارګټ,) ويشتل وواو په دغه کار کښې مولانا کريم الله جان ته د کمال مهارت حاصل وو, هم ددغه کمال د کبله به ئې په عامو ورځو کښې چې د جنګ حالت به نه وو مجاهدينو ته د نښه ويشتلو تربيت ورکولو۔

د انګريز د دور نه وروسته چې کله د موجوده ازاد کشمير د جهاد اعلان وشو او د قبائلو نه د فقير ايپي د ډلې مجاهدين, د مومندو نه د حاجي صېب ترنګزۍ د ځوي په مشرئ کښې او د حاجي محمد آمين رح په مشرئ کښې د جماعت ناجيه او د چارسدې د مجاهدينو لشکر جوړ شو نو د حاجي محمد آمين رح عليه په امر مولانا کريم الله جان د جماعت ناجيه ناظم, د لشکر سالار او د ,,سنائپرو,, استاذ مقرر شو, د دغه خدماتو په لړ کښې ورته وروستو د ازاد کشمير لومړې حکومت او فوجي کمانډر ايوارډ او سند هم ورکړې وو چې په ټول ژوند کښې ئې نه کله ياد کړې وو او نه ئې چا ته ښودلې وو

د وفات نه پس ئې د کتابتون نه راووتو, علتونه ئې دوه کيدې شي يو خو ډير ساده او ملنګ خوئې او بيخي بې نيازه وو او دويم چې کومه معاهده عين په داسې حال کښې شوې وه چې دوي په دوه درې ورځو کښې ټول کشمير تر لاسه کولو نو دلته د جنګ بندۍ امر راغلو او ورپسې د کومک او خوراک څښاک لارې بندې کړې شوې, دغه قيصې ترې د جومات مقتديانو ډېرې اوريدلي دي په خاص توګه چې وفات شو نو په څلويښتئ ئې د حاجي محمد آمين صېب ژوندي پاتې مريدانو او ملګرو يوه دستوره جوړه کړې وه

په دغه دستوره کښې يو مشر چې په عمر سلو کالو ته نزدې وو دغه ټوله قيصه تيره کړه چې څنګه مونږ د درې ورځو نهر بېرته را روان وو په لاره يو ځای د خټکو باغ وو څو کسان لګيا وو خټکي ئې را ټولول او د لارې په غاړه ئې لوئي لوئې ټوپکي جوړ کړي وو, مولانا صېب, حاجي محمد آمين رح ته په غوږ کښې څه ووئيل, حاجي صېب مجاهدينو ته د دمې امر وکړو, مولانا صېب د خټکو د مالک سره څه خبرې اترې وکړي بيا د حاجي صېب خوا ته راغلو, حاجي صېب پاسيدو اعلان ئې وکړو چې دا ټول خټکي مولانا صېب واخيستل تاسو ترتيب جوړ کړئ او دا وخورئ, وږي مجاهدين په خټکو ورغلل, چاقوان او چاړې ئې وسپړدلې او په لږ ساعت کښې د خټکو په ځای د پوستکو انبار پروت وو.

د نوښار واقعه ئې هم بيان کړه چې نوښار ته ورسيدو نو مولانا صېب بيا د حاجي صېب سره څو خبرې وکړې, حاجي صېب رح د پړاؤ امر وکړو, مولانا صېب چرته لاړو, لږ ساعت پس بيرته راغلو بيا ئې د حاجي صېب سره څه خبرې وکړې, حاجي صېب اعلان وکړو چې په بازار کښې هوټل سره مولانا صېب خبره خلاصه کړې ده او د مولانا صېب د اړخه تاسو ټولو ته د ډوډئ دعوت دی, مونږ د حاجي صېب نه پوښتنه وکړه چې مولانا صېب خو څو ځايه خرچې وکړې نو نورې پېسې ورسره وې؟
حاجي صېب وفرمائيل چې د مولانا صېب سره پيسې نه ختميږي او د الله په فضل به ورسره کله هم نه ختميږي وروستو دغه خبره هم کلي مالت ته معلومه ده چې د مولانا صېب سره د دومره بلها سخاوت سره سره کله هم پيسې نه ختميدې, په هوټل کښې څه کسان ځای شو, څه کسان د هوټل اړخ ته د لارو په اډه کښې او نور د لارې په غاړه يو اړخ او بل اړخ ته کښيناستل د هوټل مالک او د نوښار نورو خلکو هم ښه مړانه وکړه او ټول ديګچي او هر څه ئې راؤړل او د مجاهدينو مخې ته ئې کيښودل, ډوډۍ مو وخوړله د خوړې نه وروستو چې حاجي محمد آمين رح د دعا د پاره ودريدو نو مجاهدين او د نوښار بلها خلک د يوې لوئې جلسې په صورت کښې تر لرې لرې ولاړ وو, حاجي صېب وفرمائيل چې د دعا نه وړاندې زه څو خبرې عرض کول غواړم او هغه دا چې دلته زمونږ په دې ملګرو کښې څه کسان, څه زمونږ د جومات ملګري کله کله ماته دا ګيله کوي چې دا مولانا صېب تا مست او نيازبين کړې دی, دا چې هر څه ووائي نو ته ورته څه نه وائې ما تر اوسه يو ته هم جواب نه دی وئيلې خو نن تاسو ټول دا واورئ تاسو ټولو وکتو دا ما نه دی مست کړې, دا الله مست کړې دی, دا ما نه دی نيازبين کړی, دا د الله نيازبين دی نو دې چې څه هم کوي دا ومنئ, بيا دغه مشر په ژړه شو, وئيل نن دغه مست او د الله نيازبين زمونږ سره نشته, بيا ئې داسې اوښکې روانې شوې چې د نورو خبرو تاب ئې پاتې نه شو.
د مولانا کريم الله جان د مستۍ, سخاوت, بې نيازئ او نښه ويشتلو بلها قيصې د ملکانو کلي, حاجي اباد عمرزو, تنګي, شيرپاؤ او چارسدې بلها خلکو ليدلي دي, هره يوه د اوريدو او ليکلو ده لکه د نښه ويشتلو ئې دا ټوله منطقه داسې ګواه ده چې په دغه دور کښې دا رسم وو چې واده به وو او د کوم کلي نه به ئې د ناوې ډولئ راوړله نو د ډولئ اوچتولو نه وړاندې به جنجيانو نښه ويشتله تر هغې به ډولۍ تلې هم نه شوه چې نښه به ئې نه وه ويشتې هم ددې کبله به مولانا صېب د خوا و شا کلو د هر واده مشر ميلمه وو چې جنج به لاړو نو مولانا صېب به يو ځای کښې دروند ناست وو, ځوانانو او مشرانو به په نښه ويشتلو پئيل کړه, که چا به وويشتله خو جنج به روان شو که ناکامه به شو نو مولانا صېب ته به راغلل چې نښه ګرانه ده, مولانا صېب به راغلو د چا د لاسه به ئې ټوپک واخيستو او نښه به ئې ښکته را وغورزوله

په ټوله منطقه کښې د مولانا صېب دا ښکار هم ډير شهرت لري چې په اوبو کښې به ئې په ډز غټ غټ کبان ويشتل, په ودونو کښې د نښه ويشتلو دغه رسم به ئې ډېر غوره ګڼلو او وئيل به ئې چې دا د پښتنو د مزاج سره سم او غوره رسم دی چې ورسره مټ هم پخيږي او د هوائي ډزو په څېر خطر هم نه لري, د ياد وړ ده چې د دغه مشغلې او نښه ويشتو په وخت هم د مولانا صېب عمر د اتيا کالو نه اووختې وو او د نوي او سل کالو په عمر کښې ئې هم غوږونه, لاس او سترګې داسې وې چې نښه ويشتلو ته ئې ښه ښه ځوانان حيران شي.
د بې نيازئ ئې دا حال وو چې د جامې, پيزار, نمود و نمائش او هر څه نه لاپرواه وو, يو ځل چې کله ښاغلې افتاب احمد خان شيرپاو وزير شو, د ښاغلي په هره منطقه کښې په هر دور کښې د پارټۍ څو مشران وي چې په دغه منطقه کښې ئې پارټي فعاله ساتي, په دغه دور کښې په ملکانو کلي کښې حاجي نور رحمان او حاجي احمد شاه د شيرپاؤ صېب نزدې ملګري او دوستان وو, شيرپاؤ صيب د اسمبلۍ نه د کلي په دوره راغلې وو نو په درناوي کښې ئې د حاجي نور رحمان په حجره کښې دستوره جوړه شوې وه, د کلي په مينځ کښې د دوه لارو په سر کښې يو ګټ پېر دی, يوه لاره نيغه تلې ده او دويمه لاره چې سړی په ګټ تاو شي نو د کلي بر سر ته تلې ده, چې کله د وزير صېب موټر چې وړاندې هم ترې لس شل موټرې وې او وروستو هم ګټ پير ته ورسيدو نو د نيغې لارې په هغه سر کښې مولانا صيب را روان وو شيرپاؤ صېب د تاويدو نه وړاندې موټر ودرولو ترې ئې را ودانګل او د مولانا صيب په لورې په منډه روان شو شاته باډي ګاردو او خلکو هم ورپسې منډې کړې چې څه چل وشو, شيرپاؤ د مولانا صېب سره ستړې مه شي وکړل, وئيل حاجي صېب, تاسو ولې کړاؤ وکړو زه تاسو له درتلم کنه, مولانا صېب ورته وې, ډېره مننه, خوشحاله شی, خو زه تاله نه راتلم, زما په دغه دکان کښې لږ کار دی, دغلته ورځم او دکان ته ئې اشاره وکړه, بيا ئې لاس ورکړو, وئيل, ځه, ته ورشه خپل کار وکړه, په مخه دې ښه شه.
داسې ډېرې خبرې ئې د بلها خلکو سره امانت دي چې د ليکلو او اوريدلو دي, د اختصار له کبله رانه پاتې کيږي.
د اشنغر د ملکانو کلي دا نابغه اتل چې د نورلسمې صدۍ په اخره کښې (۱۸۸۳) کښې زيږيدلې وو يويشتمې صدۍ ته سېلمه (۱۹۹۹) کښې د يو سلو او اوولسو کالو په عمر کښې ددې فاني نړئ نه سترګې پټې کړې, مزار ئې د ملکانو کلي په هديره کښې دی, دا خبره هم د پام وړ ده چې څه د پاسه د سلو کالو په عمر کښې ئې هم غوږونه, سترګې, غاښونه او وجود هر څه بيخي روغ وو, د سلو کالو په عمر کښې ئې د کلي د جومات امامت کولو هم په دغه عمر کښې به ئې ښکار هم کولو او د ځوانانو نه زيات د منډو ترړو او هلو ځلو توان ئې هم لرلو, په ګور ئې نور شه

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.