د ډاکټر اسرار ژوند ،فن او فکر

-ډاکټر اسرار يو سپيځلے پښتون مشر

په درناوي: اقبال حسين افکار

نن د ستمبر په 21 نيټه کال 2019 په مردان کښې د لوے پښتون قامي مترقي مشر ارواښاد شيرعلي باچا په حجره کښې د پښتو ژبې د ياد شاعر ، اديب استاد ډاکټر اسرار ، محترم مراد باچا او محترم فياض باچا سره د پښتو ادبي سوسايټۍ اسلام آباد سيد محمد احمد عمومي سکتر زه {اقبال حسين افکار} پريس سکتر سردار يوسفزي او ښاغلي جان محمد جان شيرپاؤ وليدل د پښتو ژبې ، ادب د ودې او پرمخ تګ سره د ادبي رويې هم زير بحث راويستې شوے ۔

د غرمې له خوړې روستو استاد محترم ډاکټر اسرار صيب د دوه مياشتيزې مجلې ” پاڅون “ څو ګڼې راډلۍ کړے ۔ ياده دې وي چې ډاکټر صيب د تيرو لس ، پنځلسو کالو نه درې مياشتيزه مجله ”پاڅون“ په خپل شخصي لګښت په تواتر سره وباسي د استاد ډاکټر اسرار په نګرانۍ او د ښاغلي حضرت زبير زبير په ادارت کښې وتونکښې د پښتو دې مجلې ” پاڅون “ د پښتو ادب د لوستونکو په زړه کښې داسې ځاې پيدا کړې دے چې هر ياد شاعر ،ليکوال د پاڅون نوے ګڼې ته سترګې په لار وي او زړې مجلې لکه د سرو ،سپينو له ځانه سره خوندي ساتي ۔

د ضحامت له رويه که هر څو ” پاڅون “ وړه مجله ده خو په تول پوره ده ۔ په پاڅون کښې د مشرانو او کشرانو شاعرانو اديبانو د نظم او نثر معياري تخليقي ،تحقيقي ،تنقيدي ،ديني ،معلوماتي او تاريخي ليکونو سره په ځنې کتابونو مختصرې تبصرې ډير ښه انداز او په درنښت چاپ کيږي۔ او پاڅون مجله هر چاته ويړيا لږي ۔ ددې سره د کلاسک د شاعرانو شعرونه او منورينو د زرينو فکري نثري ټوټو او د ددې دور وفات شوو شاعرانو اديبانو د تلين په مناسبت د هغوي د شعرونه نثري فن پارې په پاڅون کښې چاپول يو داسې اقدام دے چې د پاڅون حيثيت يې د نورو مجلو نه ځانګړې کړې دے ۔

د مردان د سيدانو دا کورنۍ چې په هر دور کښې د پښتنو د هر تحريک سره څنګ په څنګ تللے دہ ۔ خو د تخليق او فکري رڼا د پلوشې خورونکي د سيدانو په دې کورنۍ کښې دوه ځلانده او پړقيدونکي ستوري ارواښاد شيرعلي باچا او محترم ډاکټر اسرار هغه ستوري دي چې د وخت په تورتم کښې ژوند پرستو ته د ژوند لارې روڼوي ۔
ظلمونه داسې داسې او قتلونه داسې داسې
په هيچا باندې رامه شه وختونه داسې داسې
دا مونږ چې پرې روان يو ځي دا لار نيغه جنت ته
زه نه وايمه ، وايم کتابونه داسې داسې
دې دور کښې به خود راځي دورې زمونږ په زړونو
سحر ماښام چې اورو دا خبرونه داسې داسې
چې وينې يې نو وايې به چې کوم يو پکښې واخلم
خرصيږي په دې ښار کښې تابوتونه په دې ښار کښې
د زړونو نه يې رحم محبت په مخه يوړل
را لوتې په دې سيمه دي بادونه داسې داسې
پکار وو چې د ژوند ناوې په زلفو کښې ټومبلې
په وينو کښې لت ، پت وينم ګلونه داسې داسې
مونږ هسې هم ويريږو ته مو له زړونه پرې باسې
اسراره مونږ ته مه وايه شعرونه داسې داسې
د ډاکټر اسرار صيب د شعري ټولګې نوم ” د ژوند نغمه “ دے چې د 1980 په لسيزه کښې په ړومبي ځل چاپ ده د هغې روستو د ښاغلي اسد دانش دانش خپرنودويه ټولنې د څو اضافو سره بيا بيا چاپ کړې ده ۔ د استاد ډاکټر اسرار صيب شعر ته لکه د خوشخال خان خټک د قبول عام درجه ورته ده او لکه د رحمان بابا د شعر زر د زړه تل ته کوزيږي او د انسان ټول خواص يو وخت متاثره کوي او ژوند ته يې جوړه وي حرکت ورکوي۔ د رحمان بابا يو شعر اکثر خلق رانقل کوي چې
په غزل کښې خو دوه بيته وي انتخاب
د رحمان تمام غزل دې انتخاب
نو په دې دور کښې دغه درناوې محترم ډاکټر اسرار ته ورته دے عوام او خواص ته يو دوه شعرونه نه ټول غزل ياد وي ۔ هم دغه وجه ده چې د پښتو هر ياد هنرمند په ډير ذوق او شوق سره د ډاکټر صيب غزلونه او سندرې ويلي دي او د شهرت په بام ختلي دي ۔ د ښاغلي هارون باچا په خوږ غږ زړه راښکونکي طرز او د موسيقۍ په بهترينو سازونو کښې د ډاکټر اسرار دا سندرې ويلې او آمر شوې ده
خلق بدل شول که بدل شولو وختونه
جينکۍ نه راځي ګدر تہ
د ډاکټر اسرار صيب شعر لکه د رحمان بابا د شعر ډير آسان ،ساده دے د الفاظ انتخاب ، استمعال ، ترتيب ،توازن يو ردم او آهنګ راپيدا کړې وي هم دغه موسيقيت د انسان او کاٸينات په فطرت کښې دے ۔ د قدرت د کاٸينات دغه شوخ رنګونه او راګونه چې کله په يو شعر کښې راشي نو انسان ځان ته متوجع کړي او د معنې په يو ژور سمندر کښې يې لاهو کړي او چې د معنې ددغې سمندر د تل نه رابهر راوځي نو ځان سره يې نوے ژوند نوے د ژوند د فلسفې معنه نوے فکر نوي جزبه او ولوله راوړي وي هم دا ژوند دے او د ډاکټر اسرار په څير د شاعر د ژوند ارمان او مرام وي ۔
نن مې د زړه اندېښنه بل رنګې ده
راته ښکاريږي قيصه بل رنګې ده
چا جوړې بل ګشن ته اور پورے کړو
سپرلي راوړې وږمه بل رنګې ده
د خپله ځانه سيوا هيڅ نه ويني
د خپلو خلقو نشه بل رنګې ده
د کتابونو دشمنان ډيريږي
په جهالت کښې مزه بل رنګې ده
زاهده ستا د کوټګۍ نه بهر
لږ خو را وځه نقشه بل رنګې ده
څوک چې يې څومره سمه وي ورانيږي
پښتون ته پيښه لانجه بل رنګې دهرن
اسراره هڅې نه چې ورک شے پکښې
ددې دنيا دا ميله بل رنګې ده
د ډاکټر اسرار صيب دا غزل د نن پرون ليک نه دے تقريباُ اووه اته کاله له مخه يې ما اقبال حسين افکار او ښاغلي آياز خان مندوخيل ته يې په خپله حجره کښې اورولې وو او ترې ويډيو جوړه کړې وه چې په سوشل ميډيا هم پرته ده ۔ خو که نن ، سبا يا هر کله دا غزل څوک اوري نو هم داسې به احساسه وي لکه چې نن ليکلې شوے وي ۔ په دې غزل کښې د پښتنو سره د ټولې دنيا د ستونزو منظر کشي په داسې انداز کښې ده چې د منظر کشۍ سره ولس ته لاره ښاٸي خو فکري لارښودنه دومره په اعلي هنري پيکر او آسانه ساده الفاظو کښې کوي چې خلق ورسره آشنا دي نو د شعر په يو ځل اوريدو هغه سوچ فکر ته مخه کړي ۔ دغه رنګ د محترم ډاکټر اسرار دا غزل وګورﺉ چې جمالياتي انداز او د رومان په ښايسته زرزري جامو کښې يې د خپل فکر ليلا څنګ رانغښتې ده ۔ او څنګ د خپل دړديدلي اولس د جمالياتي حس د تسکين سره د فکر رڼا ورکوي ۔
د محبت چې تقاضې زياتېږى
خوبونه کم شى، شوګيرې زياتېږى

مونږ جوړ د يو بل اپوټه يو روان
زمونږ تر مينځه فاصلې زياتېږى

بلې دنيا ته به د چا زړۀ اوشى
دلته خو رنګ رنګ تماشې زياتېږى

پې مخى ستايئ خو لږ خيال هم کوئ
په دې د ښکلو ناز نخرې زياتېږى

جوړ د ريا کاروبار زور کړے دے
په بازارونو کښې تسبې زياتېږى!

د دې جنګرېز نتيجه هر څۀ چې وى
په مقبرو کښې مو جنډې زياتېږى

د دې تعليم ډيوو کښې تيل نشته دے
ډيوې ډيرېږى او تيارې زياتېږى

اسراره ژوند د مسئلو نامه ده
ژوند چې تېرېږى مسئلې زياتېږى
څنګ چې د ددنيا د انسانانو ژبې بيلې بيلې دي بيا په هره ژبه کښې ګڼې لهجې وي نو په دې هر څه کښې که يو خوا د قدرت مطلق د شتون نښخې دي نو بل خوا ددغې قدرت مطلق د حسن چرچې هم دي چې انسان ته د فکر دعوت ورکوي دا ژبې لهجې بيله بيل کلتورونه بيا د هر قوم خپل بيل نفسيات، احساسات ، جزبات او جماليات هم بيل بيل وي ۔ امير حمزه خان شينواري وايي
پلا دې د مخ اخلم پښتنې خو دا مې واوره
زمرۍ غوندې به ګورې شرميدل به پکښې نه وي
محترم رحمت شاه سايل وايي
سايله مونږه تل د بيلتانه سندرې وايو
مونږ تل په جال نيولي د ماغانو آوازونه
ډاکټر اسرار صيب وايي
خلقه د ښکلو سره ضد مه کوﺉ
ځنې کارونه په پښتنو نه کيږي
که بيا ژوندے شومه کامياب به يمه
ړومبې ژوندون وو تجربه مې نه وه
ننکير ،منکير که ويل نامه دې څه ده
ويم به پښتون وم خو نامه مې نه وه
د محترم مشر ډاکټر اسرار صيب نثري ليکونه هم لکه د هغه د شعر ساده ، آسان او زړه راښکونکې دے ۔ ” د تکل په تکل کښې “ د هغه د تکلونو شاهکار ټولګه ده چې د 1990 په لسيزه کښې چاپ ده او لکه د هغه د شعر د قبول عام درجه ورته حاصله ده هم د ډاکټر اسرار صيب د شعري ټولګې ” د ژوند نغمه “ په څير دانش خپرندويه ټولنې له خوا بيا چاپ شوے دے د ډاکټر صيب دې کتاب د اکاډمي ادبيات پاکستان خوشحان خان خټک هجري ايوارډ ورکړې شوې دے ۔ د ډاکټر اسرار صيب د تکلونو سرليکونه او جملو د پښتو ژبې روزمرې او محارې شکل اغستې دے۔ دلته زه د ډاکټر اسرار ” غزل نګاري “ نه يو نمونه تاسو سره شريک کوم چې هغوي څنګه په شګفته انداز د نوي کول اصلاح کوي ۔
غزل نګاري
لکه څنګه چي زمږ په دي ملک کي د کرکټ لوبي د نورې لوبې شاته کړي دي دغسي په ادب کښې د غزل صنف هم دانورې ادبي اصناف وروستو کړي دي او بيا د پښتو شاعرانو خو ورته سم کار ويلے دے کوم شاعر چي ګورے لوي دي که وړوکې د غزل په ميدان کښې منډي وهي که اخبارونه دي که رسالي د غزلو نه ډک وي په ريډيو او ټي،وي غزلې په مشاعرو کښې غزلې په مجمو عو کښې غزلې په ښادو او ودونو کښې غزلې په کېسټو کښې غزلې په بسو نو او ټرکونو کښې غزلې بنده کله کله سوچ کښې پرېوځي چي دا غزل واقعي چي دومره ښه شعري ژانر دے او که د فېشن په توګه يا لکه دکرکټ د لوبي د خپل حيثيت نه زيات اهميت موندلے دے په دې خبره باندي ادبي نقادانو له غور پکار
دے چې په غزل کښې هغه کومه خو بي او زړه راښکون دے چې د پښتو شعر په ميدان يې د اکبر زمينداوري نه راپه دېوخوا قبضه اچولې ده ۔خو لکه څنګه چي د کير کټ خلاف د نورو لوبو لوبغاړي اوشوقيان کله کله احتجاج کوي د غسي د غزل په ضد هم وخت په وخت اوازونه پورته شوي دي او رنګ رنګ الزمونه يه پري لګولې دي ۔
د ښکلو نه وفا غواړي اسرار په سپينه ږيره
آخره زمانه شوله توبې ويستل پکار دي
د ډاکټر اسرار صيب دريم کتاب په اردو ژبه ”طب، جديد ايلوپيتهی نہيں ہے “ رښتيا خبره داده چې د ډاکټر اسرار صيب دا کتاب ما نه دے لوستې ځکه پرې څه نشم ويلے خو دا خبره ده چې ډاکټر صيب ليکلې وي نو خامخا معلوماتي کتاب او to the point به وي
محمد اسرار خان د محله اللّه داد خيل د ارواښاد سيد شمال باچا په کور کښې په 15 دسمبر 1938 کښې زيږيدلے د علم و دانش ددغې ګورې ونې سيوري لاندې رالوے شوے دے د مردان نه روستو يې په اسلاميه کالج کښې يې سبق ويلے دغلته يې د ډاکټر اعظم او هاشم بابر په څير شخصيتونه سبقيان {روميټ} پاتې دي د پيښور ميډيکل کالج نه ډاکټرﺉ د ډګري اغستو روستو د پاک فوج په ميډيکل کور کښې کيپن ډاکټر پاتې دے خو د خپل آزاد ذهن له سوبه ددغې نوکرۍ په ځاې ولسي خدمت ته چمتو شو او د خيبر پښتونخوا د صحت په محکمه ملازم شو د خيبر پښتونخوا د بيله بيلو سيمو کښې د ملازمت کولو سره لبيا ته په ډيپوټيشن تللې وو ۔

هلته په جګړه کښې قيد شوې وو د يوګنډا په جيل کښې وو خو دلته يې چاته اته پته نه وه معلوم کله چې اولسي ادبي ټولنې مردان په دې لړ کښې قرار داد پاس کړو او د پښتو اکيډمۍ پيښور پښتو مجلې پرې اداريه وليکله نو نورو ادبي تنظيمونو هم د ډاکټر اسرار د بازيابۍ قرار دادونه پاس کړو ۔ دغه ورځو کښې محترم مطيع اللّه قريشي صيب په وفاقي حکومت ډپټي سکرټري هغه هم خپل اثر رسوخ وکاروؤ نو حکومت پاکستان هغه رامعلوم کړو او د يوګنډا د جيل نه را خوشې کړو او خپل ملک ته يې راويست ډاکټر اسرار د محکمه صحت نه د ډپټي سکرټري په حيث ريټاير شو

خو ښاغلے ګل محمد بيتاب په ډاکټراسرار ليکلي خاکه چې د هغه په کتاب کښې چاپ ده وايي ” د نوم سره يې ډاکټر ليک مونږ مجبوره يو چې ورته ډاکټر ووايو نور کړه وړه نه ډاکټر نه ښکاري “ ډاکټر اسرار صيت يو سپيځلے پښتون مشر دے ۔ د هغه په سپيځلتوب ځان له کتاب ليکلې کيدې شي خو زه دلته تاسو يو يا دوه واقعې وړاندې کوم ۔ د صحت په محکمه کښې د بابوګانو د بهرتي د يو کميټۍ ډاکټر اسرار صيب غړے وه په انټريو کښې د چارسدې يو ځوان پاس شو خو بره افسرانو يو بل تن اخستل غوښتل خو ډاکټر صيب هم د هغه ځوان په ننګ ولاړ وو ۔

ډاکټر اسرار صيب چې به په سرکاري دوره اسلام آباد ته راغې نو د فاٸيو سټار هوټل يا خيبر پښتونخوا هاوس په ځاې به د نذيرالحق کريم کوارټر ته راغلو چرته به چې شفق صيب او زه هم وسيدو ۔ خو ډاکټر صيب به ددې خرچه لکه د نورو خلقو د خپلې ادارې نه اخسته ۔ اصول پرستي ۔ ديانت او صداقت د هغه د شخصيت خاصه ده ښاغلے ګل محمد بيتاب په ځاې وايي چې بس هغه د نوم او ډګرۍ تر حده ډاکټر دے هغه ډاکټر نه دے چې د علاج په غرض خلق لاعلاجه کوي او ځان مالداره کوي ۔
اوښکې دي څومره، سلګۍ څومره ،شوګيرې څومره دي
ستا انتظار کښې نورې پاتې مرحلې څومره دي
دې ته نۀ ګورې چې په زړۀ يې څۀ په خلۀ يې څۀ دي
خلق تسبې د يو بل ګوري چې اوږدې څومره دي
ما دي ليدلې ځکه تاسو ته يې هم وايمه
ددې رڼو مخونو زړونو کښې تيارې څومره دي
اول ترې دا پوښتنه کېږي بيا انعام ورکوي
تا ړنګې کړې د مېخوارو مېکدې څومره دي
د زړۀ طبله دې واوره شېخه بيا سندرې غنده
ستا په رګونو کښې راګونه او نغمې څومره دي
څوک چې راځي راځي يې څښلو او څټلو لره
د دې غريبو پښتنـــــــــو وينې خوږې څومـره دي
قاتلـــه درېغه چې ليدلې اوريدلې دې شوې
دا ستا په مرګ خلقو وهلې ډمامې څومره دي
د دنيا خلق يې په شمار د تماشو ستړي شو
په دې وطن د تماشو کښې تماشې څومره دي
اسرارَ کله به خپل ځان په توراو سپين پوهوې
ستا په دنيا کښې اخر پاتې ورځې شپې څومره دي
مونږ چې په کومه ورځ د محترم مشر ليدل نو په نړۍ کښې د آمن نړيواله ورځ نمانځلې کيده يقينناً چې پښتنو ته د هر چا زيات د آمن ضرورت دے ځکه نو په پښتنو کښې ځنې خلقو د آمن سپين بيرغونه وچت کړي وو ۔ او په کابل کښې د آمن په نوم ميله د پايې په لور روانه وه په دې مهال ته د محترم ډاکټر اسرار صيب دا دوشعرونه راپه ياد شو چې تاسو سره يې په دې غرض شريک کوم چې مونږ ترې رڼا واخلي خپلو ستونزو ته په خپل پښتني نظر وګوري او د نورو د ورکړې شوو نعرو په ځاې خپلې نعرې جوړې کړو ۔ ډاکټر اسرار وايي ۔
که آمن غواړې د بل حق به منې
دغه يې چل دے بل څه چل نشته دے
د عقل پښې دې څه کجۍ غوندې دي
پښتونه ! نور دې خلل نشته د ے

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.