د افغانستان د خپلواکۍ 100 کلیزه لمانځنه

اقبال حسين افکار
د ستمبر په 18 مه کال 2019 د شورو په ورځ د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کښې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت په سرینا هوټل کې ،چې د افغانستان د سفارت په کوربه توب جوړه شوې وه. د دیپلوماتانو ، سیاستوالو ، دولتي چارواکو ، شاعرانو ، لیکوالو ، ژورنالیستانو ، هنرمندانو ، مشرانو او سوداګرو يو شمیر غړو ورکښې برخه اخیستې وه. ددستورې ځاې ته د تګ په لاره ، ګلالۍ افغان ماشومان د میلمنو هرکلي په خپلو قامي جامو کښې ولاړ و. ددغې لارې په آخيري سر افغان سفير ښاغلی شکرالله عاطف مشعل د خپلو همکارانو سره د ميلمنو هرکلي ته ولاړ و او د افغانستان د دود مطابق یی ميلمنو ته ښه راغلاست ويل –

د سفارت کلتور آتاشي ښاغلي حضرت ولی هوتک په تالار کښې له هر ميلمه خوا ته ورتلو ستړي مشي به يې او مننه به يې ورته ويله ، بهر د افغانستان د وچې میوې د لاسي صنایعو ، نقاشیو او کتابونو سټالونه نصب شوي وو. په دې موقع ښاغلي رفعت خټک خپل انځورونه د نندارتون دپاره ايښي وو ـ ښاغلي حیات روغاني د باچاخان مرکز لخوا د چاپ کتابونو او پښتون مجلو سټال لګولې وو خلقو په دې سټالونو کښې ډيره دلچسپي اخسته په اسلام آباد کې میشته فرهنګپالو خبریالانو د خیبر پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا شريک شوي وو

په دې مراسمو کې د پاکستان فدرالي وزیر ښاغلي مراد سعید مشر ميلمه وو سربیره دده ، ښاغلي سلیم ساپي ، ښاغلي افراسیاب خټک ، ډاکټر آباسین یوسفزي او د بیلابیلو هیوادونو نورو استازي په دريځ ناست وو ـ ښاغلي خالد امیري سره يو آغلې نظامت وکړو ـ د قران کریم په تلاوت سره دستوره شروع شوه په افغاني لباس کښې زیب تن ګلالۍ نجونو د میوزیک سرونو سره د دواړو ملکونو قامي ترانې وويلې ـ

اسلام آباد کښې افغان سفير ښاغلي شکرالله عاطف مشغل میلمنو ته ښه راغلاست وویل او له دوی څخه یې د ګډون مننه وکړه. ښاغلي عاطف مشغل د خپلواکي د استقلال د ورځې په مناسبت د افغان ملت په ننګ مړانه رڼا واچوله او د پاکستان او افغانستان مشترکات يې په ګوته کړل او د دواړو ملکونو د ښه تعلق دپاره دا اساس وګڼو او د دواړو ملکونو ترمينځ ښه تغلق باهمي اعتماد د وخت ضرورت وکڼو ـښاغلي عاطف مشغل د علامه اقبال په دې شعر خپلې خبرې رالنډې کړې
آسیا يک پيکر آب ګل آست
ملت افغان در پيکر دل است
د دستورې مشر ميلمه ښاغلي مراد سعيد وفاقي وزير حکومت پاکستان ړومبې د دستورې شريکوالو او افغانانو روڼو ته د افغانستان د خبلواکۍ د سلمې کليزې په مناسبت مبارکي وويله هغه وويله نن چې مونږ په اسلام آباد کښې د افغانستان سلمه کليزه هم نمانځو نو هم نن وزير اعظم عمران خان تورخم باډر تر څلريشت وخته د پرانستې د ساتلو د عمل پرانسته وکړه ددې سره به د لر او بر ولس او تاجرانو ته اسانتياوې پيدا شي ـ

ښاغلي مراد سعيد وويل چې زمونږ او د افغانستان ګڼ شمير مشترکات دي کوم چې مونږ يو بل ته را نيزدې کوي ـ هغه زياته کړه چې وزير اعظم عمران خان هغه واحد شخصيت دے چې په افغانستان کښې آمن د خبرو اترو د لارې په ضرورت زور ورکولو هغه وويل د يو اندازې مطابق د افغانستان پنځوس زره طالب علمانو په پاکستان کښې زده کړې دي چې اوس په خپل کښې کاره وي سږ کال شپږ زره طالبانو ته د پاکستان په مختلفو پو هنتونو کښې په سکالر شپ داخلې کړې شوي دي ـ

پاکستان په افغانستان کښې درې روغتونونه جوړ کړل او د افغانستان حکومت ته حواله دغه رنګ په افغانستان کښې د پاکستان افغانستان په بيله بيلو ولايتونو کښې د خير ښيګړې په منصوبو کار روان دے د دواړو وروڼو ملکونو ترمينځ تجارت په وده کښې دے ـ د دواړو ملکونو تر مينځ د باهمي اعتماد تعلق پرمخ روان دے که خداې کول دا به له پرمخ ځي ولے چې زمونږ ډير څه شريک دي او مونږ په يو بل اثر انداز کيږو ـښاغلي مراد سعيد زياته کړه نن چې دلته د افغانستان د خپلواکې ورځ نمانځو نو زمونږ په څنګ کښې کشميران د خپلې آزادۍ خپلواکۍ دپاره مبارزه کوي پکار دي چې مونږ د هغوي اخلاقي ،سياسي مرسته وکړو ـ

د ښاغلي مراد سعيد د وينا روستو په دريځ ناستو ميلمنو د دستورې د ګډون والو د لاسو په چړچقو کښې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کليزې ستر کيک پرې کړو روستو کلالو ماشومانو ملي سردونه او سندرې وويلې او ملي اتڼ وشو چې د دستورې ګډونوالو ترې خوند واخست او د خپلې خوښٸ اظهار به يې په چړچقو کولو په آخيرې کښې د خوړې اهتمام شوې وو ـ ددستورې روستو د پښتو ادبي سوسايټۍ اسلام آباد ځنې ملګري ښاغلے راشد خټک ـ رحيم خان مجروح ـ خان کريم آفريدي ـ احساس خټک ـ رحيم خان مجروح ـ بهار وزير ـ طيب الله له ماسره راغلل تر ناوخته ادبي ګپ او مشاعره وشوه په آخير کښې ددې کاميابې دستورې په انغقاد محترم سفير ښااغلي شاکرالله عاطف مشغل د هغه همکارانو په خصوصيت سره د سفارت تکړه او فرهنګ پال کلتور آتاشي ښاغلي حضرت ولي هوتک ته د خپلې خوا او د پښتو ادبي سوسايټۍ اسلام آباد د ملکرو له خوا په دې کاميابه دستوره راجوړه ولو تبريک وايم زمونږ د ټولو دعا ده چې الله دې په دې منطقه سوله ،آمن او ورورولۍ له وده ورکړي چې دغه رنګ د مينې دستورې وي خنداګانې خوشحالۍ وي ـ

په دستوره کښې چې کومو ښاغليو ګډون درلود د هغوي نومونه دادي افراسياب خټک ، سليم صافي ، سردار حسين بابک ايم پي اې صوبايي جنرل سکټري اې اين پي ، انجنٸير اعجاز يوسفﺉ ډاريکټر باچاخان مرکز ، حيات روغانے چيف ايډيټر مجله پښتون ، سليم ايډوکيټ ، شغيب يوسفزے شمس بونيری ، سمسور بونيري، نسيم مندوخيل، نازيه درانی ، ډاکټر حنيف خليل، ډاکټر ظفر بخشالی ډاکټر محب وزير ، کرم ستار يعقوبی، ډاکټر نصراللّه جان وزير ډاريکټر پښتو اکيډمي پيښور ، ډاکټر شير زمان سيماب، ډاکټر دانش بيٹني، جبار کاکړ، حسن آغا، عارف تبسم، سردار يوسفزے، عبدالحميد زاہد، طيب اللّہ خان، احساس خٹک، ډاکټر آباسين يوسفزے ، اقبال شاکر، رحيم خان مجروح ، عطاء اللہ جان ايڈوکيٹ، اکبر سيال، خان کريم آفريدی، وقار علی شاہ درياب ، بهار وزير، خان زمان کاکړ اقبال حسين افکار، رازق فھيم ، راشد خټک ، شيرازی او نور ډير

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.