د مئين دلاس نخښې ساتلو رومان او نوې کهول

همايون مسعود افسانوى ټولگه "رشتې"

ليک : ف، فاران

ښاغلي مشر ملگري همايون مسعود سره زمالمړې اوتردې وروستې ديدن دپښتنو حجره په دويمه غونډه کښې شوې و دشپيتو خواوشا يو کم آميزه مشر چې اوريدل ئې زيات خبرې ئې کمې کولې خوماته هغه وخت معلومه نه وه چې زموږ دامينه ناک مشر ليکوال هم دې داخو چې کله ئې زماد نظمونو انگليسي ژباړه وکړه نوماته اندازه ؤشوه چې مشر په پښتو او انگريزي ژبو څومره لوئې درک لري او بيا دغه اندازه په حيرانتيا بدله شوه چې کله ئې راته خپله افسانوي ټولگه رشتې ډالۍ کړه.

ما ځان سره قصد کړې و چې دکتاب به خامخا گورم اوليکل به پرې کوم خو خبرې سمې نه خوړو البته څو ورځو نه مې کتل چې وړومبې مې کتاب کورودانې به غرمه غرمه کتلو او هغې له ختم کړې نه دې ځکه چې هرکله هغه ناول يا افسانو کتاب سرته ورسوي نو تبصره پرې ضرور کوي او دد حيرت خبره نه ده چې پښتو فکشن کښې ئې مطالعه زماډيره زياته ده ځکه اکثر ترې مرسته اخلمه

خير پرون ماخوستن مې هسې کتاب کټ کښې پروت راواغستواو لمړۍ کيسه پورټيبل فريج مې ولوسته دکيسې سرليک جاسوسي شان و اوبل زړۀ راښکون داچې موږ واړه و نو يو انگوري رنگ جاپانى پورتيبل فريج زما پلار هم کراچي پورټ باندې چا غيرملکى نه راوړې و زماخيال دې دافريج اوس هم زموږ کره کراچۍ کور کښې به موجود وي دې فريج سره زما وړوکوالي او زلميتوب تېر شوې ځکه دې کيسۍ سرليک مادپاره ډيره دتلوسې وه افسانه له سره تراخره دلوست وړ ده هغه رومانيت چې دمحبت نه ختم شوې دې افسانه کښې ډير په غوره ډول راغستې شوې دې خوداپوره افسانه داسې ښکاري چې حقيقي بڼه لري ځکه چې دې کښې لوکيل په جزئيات سره موجود دې جزئيات نگاري او ژوند ته دنزدې نه دوړاندې کولو دارجحان دې

ټولو شپږو افسانو کښې دليکوال په اسلوب څرگنديږي دمئين دلاس دنخښې ساتلو دا رومان شايد نوې کهول هغسې محسوس نکړي ځکه چې وخت سره سره دمينې محبت په حواله ډير شئيان بدل شوي خو يوه واقعه بيانول غواړم ماچې کله سکول کښې سبق وئيلو شپږم جماعت کښې ماسره يو ډيسک فيلو و چې اورنگزيب امين نامه ئې وه دخضرو اټک و ډير زيات حسين وجميل او مهذب هلک و د مور پلار يوزوئې و هغه وخت ئې پلار امريکن نيوي کښې ملازم و نوښکاره ده ډير نازولې هم و درې کاله موږ سره په يو ډيسک تر اتم کلاس ناسته کړې وه دې کې داسې هم شوې چې درې درې مياشتې مو خپله کښې داسې روانه راغلې چې يوبل سره موسلام دعا هم نه دي کړي دې هلک به هروخت خپله کچۍ گوته به هروخت په نکريځو سره وه اودهغې وجه داوه چې هغه په کومې جينۍ مئين و نو يوې ښادۍ کښې ورته هغې کچۍ گوته باندې نکريځې لگولې وي هغې نه پس هغه مستقل خپله کچۍ گوته په نکريځو سره ساتله وروستو داهلک داسلام آباد ټي وي نه څو ډرامو کښې هم د اداکار په ټوگه راغلې و ډيره موده پس نن نه لس دولس کاله مخکې ورسره زۀ کلي ته تلې وم روژه وه اعتکاف کښې ناست و چې مائې کچۍ گوتې ته وکتل هغسې سره وه

اوس دې نه اندازه کيدې شي چې دنخښې نخښان ساتلو داروايت تېر پرون کښې څومره مضبوط و داديوپوره دور دمينې دنفسيات درک ورکوي ځکه مونږ گورو چې “ترهه گر ” نومې افسانه کښې هم بينش نومې کردار ته چې دهغه مئينه رابعه نوم ليکلې رومال ورکړي دارومال تروروستي ساعته هغه سره وي چې کله ئې په بيوسئ بيکسئ کښې ساه وځې هم دارومال ورسره وي زړۀ ته ئې جوښتوي په رومال بنيان دبالښت په استر دنامو ليکلو گلونو جوړولو داروايت هم ختم شو دې هم يو عجب رومان لرلو

کراچۍ کښې زمونږ خوا کښې يوه جينۍ وه مونږ کره به ډيره راتله ماسره ډير زړۀ لگيده بيا دا وادۀ شوه څه وخت پس ئې څه کورنۍ مسئلې له کبله له ځان وژلو مائې پر مرگ نظمونه هم ليکلې هغې زمادبالښت په اچاړونو گلونه جوړ کړي وو اوزما نامې ئې پرې کښلې وي د هغې مرگ نه پس زمامور داچاړونه سنبال کيښوده وئيل ئې دا د صفيه دلاس نخښې دي دا نه ورکومه سنبال به ئې ساتمه

دهمايون مسعود افسانې چې زۀ گورم ماته داهرڅه مخې مخې ته کيږې زۀ حيران يم چې د محبت دډکو زړونو داقيصۍ به به د اوښکو دې فنکار بنيادم څنگه ليکلې وي داافسانې نه دي ژوندي غمونه دي چې هغه ليکلې دي دې کښې هره افسا نه داسې ده چې مونږ ته دااحساس راکوي چې حقيقي افسانه بايد ژوند ته څومره اوڅنگه نزدې وي ددې ټولگې بله افسانه “لکي مين”کښې هم مرکزي کردار صاحب جان دسکول وخت کښې ديو شرارتي ملگري بسته کښې کيښودې کارډ د خپلې يو کلاس فيلو جينۍ محبت يادگار گڼي او داکارډ مرگ نه پس په سينه دکيښودو وصيت کوي چې هم دغه دمينې پالل روايت په گوته کوي دمينې پاللو روايت چې دکومې ټولنې پيداوښت دې

آگرکه هغه يوه جاگيردارانه ټولنه وه په ملکيت ولاړه وه ځکه دمحبوب تصور هم هلته دې ملکيت سره سم و يعني ټول عمر ديوکس مينه کښې وقف کول خودې تصور چې کوم زغم اود کردار صلابت غوښته هغه هم دزوړ مئين همت و داجذبه دملکيت تصور سره سره دنارسائي په احساس هم ولاړ ده نوې دور کښې چې څنگه درومال ځائې ټشو پيپر ونيولو دغسې دمحبوب ځائې هم يوداسې بدن ونيوه چې دمحب کار ورسره دشهوت ترحده پاتې دې او څنگه چې شهوت يوه وقتي انگيخت وي دغسې محبوب هم د کاماسوترا او يا تانترا يو کردار پاتې شوې ځکه دامينه زړۀ کښې هغسې لار نه کوي

موږ گورو چې ددې نفسياتو ښه ښودنه سندورو او فلمونو کښې کيږي پخوانۍ سندرې اوفلمونه په وفا او جدائي غمگينې دي اونوي دبدن په شهوت انگيزه ترانو باندې پوره دي وجه هم دآده چې دنارسائ په ځائې محبوب اوس د بدن په صورت دمحب د مټ لاندې دې دهمايون مسعود په دې ټولگه کښې دهغې ختمې شوې پښتېې ټولنې زوره وره نفسياتي عکاسي شوې ده کومه چې نن هم دديرشونه څلويښت کالو پورې کسانو ياد کښې هم ژوندئ ده ځکه چې زيات نه شل کاله مخگښې داټولنه په ځنکدن کښې موجود وه ددې ټولگې يو بل مهم خاصيت ددې ژبه ده دومره اغيزمنه او سوچه ژبه ليکل چې په لوستو لوستونکي ته خوند ورکوي ډديرو کمو ليکوالانو برخه وي

د پروفيسر جاويدخليل د خړي ماښام نه پس چې پکښې داټولنه موضوع ده دا ټولگه ډيره مهمه ده دغسې د اوږي افسانې دروايت لړۍ کښې هم دا ټولگه دطاهر بخاري دپيوند نه پس دويمه مهمه حواله ده دې افسانو کښې البته بئو افسانه پښتنه ټولنه کښې دخدائې په هغه تصور ليکلې شوې چې غني خان ئې خپله شاعري کښې سخته غندنه کوي او مهم موضوع ئې دې دايوه نفسياتي افسا نه ده چې دپښتون وگړي ذهن کښې دخدائې دهغه بوږنونکي تصور سپناوي کوي چې دملا دقهرژن بيانات او د بلاد تخيل نه راټوکيږي دغسې غنچه افسانه په ونسټين ايفيکټس ليکلې ديوې مجبورې مور د غيرت قيصه ده چې لور باندې د.مالک مکان نظر وي عموما داسې افسانو کښې لکه د صاحب شاه آصابر د افسانې سپينې لوپټې دزنانه د عزت بيعه په خاموشئ ادا شي خودلته کښې يوه مور ددې عمل مزاحمت وکړي او دژوند مجبوري نه دلور لوپټه گاڼه کولو ته ورنکړي
–ترهگر داسې افسا نه ده چې په سوات دراغلي افت يعني دطالبانو اوبيافوجيانو دلاسه د تباه شوي اولس ديوبېوزله کردار الميه ده زماپه خيال خو ديوه يادگاره افسانه ده داسې افسانې کمې ليکلې کيږي ددې موازنه موږ د ډاکټر نصيب الله سيماب د شاهکار ناول طالبه خدائې که به ملا سره کولې شو –رشتې افسانه دنوې ژوند هغه معاشي ستړي بيانوي چې معاشي محتازگئ پکښې هره رشته بې باوره کړي داد کارل مارکس د مغائرت نظريه په ښه توگه سپينوي چې څنگه يو ورور چې ټول کلې ئې سيلاب وړي وي خپلې خور کره راشي اوهغه ئې بوج گڼي درحقيقت دبنيادم نه دې چې په يوبل بوج شوې داد سرمايه غليظ نظام دې چې رشتې ئې بې باوره کړي –ددې ټولگې ټول کردارونه داسې ښکاري لکه ديوناني الميه ډرامو د خپل خپل انجام په سپيره دائره کښې گردش باندې مجبوره ده ژوند داسې شوپنهاريت باندې فکري رسيدنه دليکوال دننه د جهان گرځيده او چشيده بنيادم ښودنه کوي او مونږ يوحکيمانه بصيرت سره وړاندې کوي
—-بايد ليکوال داسې نورې اوږې افسانې هم وليکي چې پښتو فکشن کښې دزياتونې سوب وگرځي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.