د سوات د سيند د شور سره ستار خوند کوي 

اقبال حسين افکار

تاڼه د ملاکنډ ضلعې يو مشهور تاريخي لوې کلې دے چې د بټ خيلې نه روستو امان درې ،پل څوکۍ چکدرې پسې په جرنيلي سړک پروت دے۔ تاڼه په قدرتي حسن پر مامور کلې دے خلق يې هم د ظاهري حسن سره باطيني حسن لري د تعليم شرح وچته ده په پښتو ، پښتونولۍ مٸين خلق دي که خداې مې نه غلطه وي نو تقريبا په يو دوه دوه نيم فاصله کښې شمال خوا ته سوات سيند بهيږي او د جرنيلي سړک او سيند تر مينځ شنه پټي او باغونه دي دغه رنګ د د تاڼې کلي هرې خواته شنه فصلونه او باغونه دي ۔ يو وخت داسې وو چې د کوز دير ادينزي تحصيل د نيزدې او لرو پرتو کلو سره د ملاکنډ د سمه راڼيزي او سوات راڼيزي د مختلفو کلو خلق به دلته سکول کالج ته د سبق ويلو دپاره راتلل ۔ ادبي هلې ځلې په هر دور کښې دلته په جوبن کښې وے ۔

پروفيسر محمد نواز طاهر ، محمد اسلام اجملي ،زرنوش شهاب او نور ګڼ شمير د پښتو ادب استاذانو نه سرپ ادب تخليق کړې دے بلکې د پښتو ادب روزلې او پاللې دے ۔ د پښتو ادب د خورونې او روزنې دا لړلۍ تر ښاغلي امجد شهزاد ، ننګيال يوسفزے ، ډاکټر شيرزمان سيماب، فضل معبود او بريښنا شهزاد رارسي ۔ څو کلونه وړاندې ښاغلے امجد شهزاد چې عقاب تاڼيوال وو او شهاب صيب هم له د پيرۍ عمر ته نه وو رسيدلے نو ډيرې ژوندۍ ادبي دستورې به يې راجوړولې د ګردې پښتونخوا د استاذانو شاعرانو اديبانو سره ځوانان شريکيدل اوس دغه خدمت د ملاکنډ پښتو ادبي ايوارډ په شکل کښې پروفيسر ډاکټر شيرزمان سيماب ،فضل مغبود صايم او د هغوي ملګري کوي د ستمبر په اووه نيټه کال 2019 په سپيرير کالج تاڼه کښې د محترم مشر استاد هميش خليل په درناوي يو دستوره راجوړه کړې وه ۔

چې صدارت يې پروفيسر ډاکټر نصرالله جان وزير مشر ميلمه محترم رحمت شاه سايل نظامت فضل معبود صايم وينا وال ډاکټر آباسين يوسفزے، پروفيسر ډاکټر محب وزير ، ډاکټر دانشن بيټۍ ، ډاکټر احمد علي عاجز ، ډاکټر سمندر يوسفزے، ډاکټر نورالبصر آمن ، ډاکټر ظفرالله بخشالي ، ښاغلے جاويد خيال، ډاکټر شيرزمان سيماب، اقبال حسين افکار ، ارباب داود جان وو منظوم خراج ډاکټر لعل بادشاه خيالي، طارق خليل، عرفان خليل، ډاکټر درمان علي خيل ، عباس عقاب، استاد محترم هميش خليل ته وړاندې کړو

۔ ددستورې په پايې کښې ښاغلي ننګيال يوسفزي او اقبال حسين د سوات په سيند جوړ شوي هغه پل خوا ته بوتلم چې د ملاکنډ پوهنتون او تاڼې کلي ترمينځ فاصيله ختمه او يو کوي يې خو افسوس چې تيرو لس ،دولسو کالو کښې دا پل خپل منطقي انجام ته و نه رسيد نه پوهيږم چې له نوره څومره موده به دا منصوبه په څير د کنډرات پراته وي ۔ د ماښام تر مانځه پورې مو د سوات د سيند د اوبو د او يخ با د موسيقيت نه خوند واخست د خوړې روستو د ښاغلي ننګيال يوسفزي په ملګرتيا کښې د سپيځلي شاعر ، اديب ، دانشور او هنرمند ښاغلي امجد شهزاد ” هنر کور“ ته ورغلو هغه له مخه مونږ پسې ګل بابا ته راغلے وو خو هلته خبر چې مونږ د سوات سيند خواته تللي يو ۔ هنر کور ته روستو ښاغلے ګوهر نويد ښاغلے صفدر خان صفدر خان هم راغلل ۔

د ښاغلي امجد شهزاد دې هنرکور ودان وي په خپله دې روغ جوړ وي تر د نيمې شپې يې زمونږ تواضع په زړه راښکونکي سر او تال په زړه راپورې شاعرۍ راته واوروله ۔ تاسو دلته د ننګيالۍيوسفزي يو غزل څو شعرونه شريک کوم چې ښاغلي امجد شهزاد نه په ځانګړي طرز کښې واوريد۔
د سوات د سيند د شور سره ستار خوند کوي
چې غم دې چرته زيات شي نو خمار خوند کوي
د سيند مهينو کاڼو ستاسو ډيره شکريه
په وخت د تنهايٸ کښې ستاسو شمار خوند کوي
دا لپه به مو جام شي دا اوبه به مو شراب
د هر يو خوند دپاره خپل اختيار خوند کوي
ماښام ستړے وجود او د شکرو شونډو جام
ننګيال د روزګار سره روزګار خوند کوي
د خپلو خوندورو معني خيزه غزلونو سره ښاغلي امجد شهزاد د صفدر خان صفدر خان يو رومانټيک بهترين غزل واورول ۔ د امجد شهزاد د غزلو سره د محترم مشر استاد رحمت شاه سايل په يو غزل د پښتون قام د پرهر، پرهر وجود سانده داسې په جمالياتي انداز سندره کړې چې د بنده ټول حواس متاثره کوي دغه غزل چې بنده څومره اوري نو د درد د کفيت په هغه لذت نه مړيږي کوم چې محترم استاد رحمت شاه سايل ددې غزل د ليک په وخت اخستې دے
سپرليه راغلې غانټول دې ګل کړل ،خو نه ټپې شته نه د بنګړو شور
نه سالو والې په پولو ښکاري ، نه په ګودر شته د جينکو شور
هر شکل خپله جامه بيللې ،هر ټکي خپله مانا بيللې
نه په زړه لګي د پيکړو شور ،نه قبلوي زړه د ځولنو شو

د ژوند شهباز مې د ګوتو پريوت ، رباب مې پاتې غيږ کښې ګونګې شو
د ژوند د څانګې چې باد ترې يوړو ، ستا د پانزيب شور ستا د بنګړو شور
دغه رنګ د يو روحاني کيف سره د امجد شهزاد د شپې تيرولو د ډير اصرار باجود د هغه اجازه واخسته او ګل بابا ته راغلو کوم چې د ننګيال يوسفزي او امجد شهزاد دي پلارنے کور دے ۔ د ښاغلي صفدر خان صفدر کور هم په ګل بابا کښې دے ۔ سحر مونږ د هغوي ديرې ته راغلو او هلته نه د ښاغلي پروفيسر ګوهر نويد په موټر کښې د محترم مشر محمد اسلام آرماني صيب خوا له لاړو هغه ډير خوشحاله شو ۔

د هغه سرته د ګير چاپيره د پرتو نوو کتابونو راڅرګند شوه چې هغه په دې عمر کښې د کتاب لوستل پريښې نه دي ۔ محترم آرماني صيب ويل نظر او ياداشت مې په ځاې دي خو دې فالج لږ بې کوره کړې يم۔ الا ډنډ ډيرۍ ته راغلو الاډنډ ډيرۍ د بټ خيلې او تاڼې تر څنګ يو کلې دے ددې تاڼې او الاډنډ ترمينځ د ملک احمد بابا څلې دے ۔ يقينناً چې ميرويس نيکه او احمد شاه بابا زمونږ مشران د هغوي وياړو خو که يو حواله وګورو نو ړومبې پښتون سټيټ بنياد ملک احمد بابا ايښې وو۔ الاډند ډيرې دوه کلي دي ډيرۍ بره او الاډنډ بره دے د مشرانې دوه کورنۍ دي دي چې دواړه کاچوخيل دي په دغو يو ښاغلے کرنل ابرار حسين پخوانې نايب ناظم ملاکنډ ضلع کونسل بل د هغه ورور ښاغلے انجنير سيار خان دے دواړه وروڼه دي په پښتو ژبه ادب کلتور او قام مٸين دي هم په دې حواله ورسره زمونږ د مينې يو تعلق دے ۔

خو هم په دغه کلي او کورنۍ کښې يو بل شخصيت محترم محمد جميل خان کاچوخيل دے څوک چې په پښتو کښې شاعري کوي او په اردو پښتو کښې افسانې ليکي ډير عالم فاضل شخصيت دے ګڼ کتابونه يې په دواړو ژبو کښې چاپ دي محمد جميل خان کاچوخيل د خپلو پښتنو مشرانو يو سپيځلے روايت دے هم دغه روايت هغه خپل ځوي ډاکټر جليل ته هم ورسولے ۔ د ښاغلي محمد جميل خان کاچوخيل سره مونږ تر ډيره وخته ناسته وکړه يو د هغه پښتنه مينه بل د هغه علم دوستۍ او ادب دوستۍ ډير متاثره کړو کوز ماسپښين د هغه کوره روان شو بيا تاڼې ته لاړو د هلته نه په نوے موټر وے کاټلنګ بيا مردان ته او مردان نه پروفيسر ګوهر نويد د راولپنډۍ کوچ ته وسپارلم چې لس نيمې د شپې کيدې نو زه په خپل کور کښې وم ۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.