پښتون نابغه محترم هميش خليل په وياړ دستوره

اقبال حسين افکار
سکتر جنرل
پښتو ادبي سوسايټي اسلام آباد

د لوے پښتون محقق ،شاعر اديب ، صحافي محترم مشر استاد هميش خليل په وياړ د ملاکنډ پښتو ادبي ايوارډ دستوره صدارت پروفيسر ډاکټر نصرالله جان وزير مشر ميلمه محترم رحمت شاه سايل نظامت فضل معبود صايم وينا وال ډاکټر آباسين يوسفزے، پروفيسر ډاکټر محب وزير ، ډاکټردانش بيټے ، ډاکټر احمد علي عاجز ، ډاکټر سمندر يوسفزے، ډاکټر نورالبصر آمن ، ډاکټر ظفرالله بخشالي ، ښاغلے جاويد خيال، ډاکټر شيرزمان سيماب، اقبال حسين افکار، ارباب داود جان منظوم خراج ډاکټر لعل بادشاه خيالي، طارق خليل، عرفان خليل، ډاکټر درمان علي خيل ، عباس عقاب، په دې مهال ډاکټر ظقرالله بخشالي د افغان سفارت اسلام آباد کلچر آتاشي ښاغلي حضرت ولي هوتک راليږلے پيغام واورول 

ما اقبال حسين افکار چې د پښتو ادبي سوسايټۍ اسلام آباد په آستازي توب کوم پيغام واورول هغه دادے
د ملاکنډ پښتو ادبي ايوارډ له خوا د محترم مشر استاد هميش خليل په درناوي کښې د راجوړې شوې دستورې محترم مشره پروفيسر ډاکټر نصرالله جان وزير په دريځ او تالار کښې ناستو د علم و دانش فکرو فن خاوندانو پښتنو مينه والو د خپلې خوا د پښتو ادبي سوسايټۍ اسلام آباد د کابينې او مجلس عمل د غړو له خوا سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کوم۔ د حميد بابا شعر دے
ہنګامه د مينې جوړه ده تر حسن
د مجنون د در ګدا شه ليلا مه شه
په داسې مهال او وخت چې د پښتنو هر لوې، وړوکې له ځانه ليلا جوړه کړې ده۔ او ځان ، ځان له يې بې تحاشه د شودو مٸينان راپيدا کړي دي ۔ د ماديت او نرګسيت په دې ماحول کښې د پښتو او پښتنو بڼ دداسې د مجنون د در د ملنګانو خالي نه دے چې هغوي په خپلو وسايلو علمي ادبي دستورې سمينارونه او مشاعرې راجوړﺉ او د نومياله شاعرانو اديبانو د کار او زيار د اعتراف په توګه او د هغوي په چاپي اثارو هغوي ته ايوارډونه ، سندونه په درنښت ورکوي ۔

د پښتو ژبې دغې بې لوثه خدايي خدمتګارانو کښې يو ادبي تنظيم ” ملاکنډ پښتو ادبي ايوارډ “ دے چې د خپلو تيرو پروګرانو په تسلسل کښې يې نن د پښتو ژبې د شلمې صدۍ د روستې نيمايې تردې دمه ژوندے متحرک او نابغه شخصيت محترم استاد هميش خليل صيب په وياړ دا پرتمنه دستوره راجوړه کړې ده او د پښتو ادبي سوسايټۍ اسلام آباد په آستازي توب يې ماته هم په درنښت د ګډون بلنه راکړې دے ۔ زه او د ادبي سوسايټۍ اسلام آباد د کابينې او مجلس عمل ټول محترم غړي د ملاکنډ پښتو ادبي ايوارډ د ټولو ملګرو په خصوصيت سره دښاغلي فضل مغبود صايم او د ادبي مبارز ملګري شاعر اديب او محقق پروفيسر ډاکټر شير زمان سيماب مننه کوي۔

کور وداني ورته وايي ۔ چې د استاد محترم هميش خليل صيب په وياړ يې دا د لر اوبر د پښتنو منورينو دستوره د محترم مشر هميش خليل صيب په درناوي کښې راجوړه کړه او مونږ ټول يې يو چوپړ ته راټول کړو ددې دستورې سره يې د پښتنو شاعرانو، اديبانو او ادبي تنظيمونو پام يې د ځان ځانۍ او ځان خوښٸ په ځاې اجتماعيت او پښتنې روايت پرمخ بوتلو خوا ته راواړَ وه ۔ مونږ له پکار دي چې هم دغه رنګ قامي اجتماعي دستورې راجوړې کړو او خپل دغه رنګ شخصيتونه په ژوندوني ونازَ وه ۔

پښتو ادبي سوسايټۍ اسلام آباد په دې وياړي چې محترم مشر هميش خليل صيب ته يې په کال 2011 کښې د هغه د علمي ،تحقيقي ،تخليقي، صحافتي او عملي خدماتو د اعتراف په توګه ” لطيف وهمي ادبي ايوارډ ورکړې وه ۔ چې د ناروغتيا په وجه دغه ايوارډ پروفيسر ډاکټر حنيف خليل اغستې وه۔ پښتو ادبي سوسايټۍ اسلام آباد د ملاکنډ پښتو ادبي ايوارډ ددې پرتمنې دستورې په وسيله د اکادمي ادبيات پاکستان نه دا غوښتنه کوي چې ددې روان کال ” کمال فن“ ايوارډ دې محترم هميش خليل صيت ته ورکړې شي ياده دې وي د کله نه چې دا ايوارډ اجراء شې دے نو فقط يو ايوارډ د پښتنو په برخه راغلې دے چې ارواښا اجمل خټک صيب ته ورکړې شوې وه ۔

مونږ هيله من يو چې په دې غونډې کښې شريک منورين به زمونږ دا غوښتنه د قرار داد په شکل کښې منظور کړي او د ملاکنډ ”پښتو ادبي ايوارډ ملګري“ به يې ددغې ادارې مشرانو ته ورسَوي ۔ د پښتنو نور ادبي تنظيمونه به ددې غوښتنې مرسته ملاتړ وکړي چې محترم مشر هميش خليل صيب ته دا درناوې په ژوندانه ورکړې شي۔ کوم چې د هغه حق دے ۔ په آخير کښې يو ځل بيا د ملاکنډ پښتو ادبي ايوارډ د قدرمنو ملګرو دا ژوندﺉ هڅې ستايو تبريک وړاندې کوو ژوند بريا يې غواړو او کور وداني ورته وايو اللّه دې د محترم هميش خليل صيب په څير د نابغه شخصيتونو د سر سورې تل زمونږ په سر لري آمين
دا چې لږ غوندې رڼا ده ، شاعرانو ته دعا کړﺉ
څو ډيوې دي چې بليږي د تيارو په ښاريه کښې (پروفيسر رحمت اللّه درد )

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.