رحمت شاہ سايل د درمند زړونو آواز

عبدالحميد زاهد

د سايل صيب په حقله زما او د صاحب شاه صابر قصه هو به هو يو شان ده اول به د صاحب شاه صابر دا واقعه بيان کړم چې واﺉ

ياد مې نه شی چې دغه کوم کال وو او د څه ورځ وه خو يو ماښام په کلی کښې شور شو چې ښکته چم کښې مشاعره د رانيزۍ ادبی ټولنې له خوا زمونږ د کلی ښاغلی ګل محمد صابر راجوړه کړې وه مشاعره روانه مشران په کټونو کښې ناست وو او کشرانو په زمکه درۍ خوه کړې وه ما خپلو همزولو په څنګ کښې په درۍ ځاې ونيو رنګ رنګ شاعرانو خپل کلامونه واورول ناستو خلقو هر شاعر له داد ورکولو خو چې د سايل د نوم اعلان وشو ټولو خلقو لاسونه وپړقول او چې سايل مايک ته راغې نو د يو ساعت خاموشی شوه خداې خبر چې د نورو به څه خيال وو خو ما او زما ملګرو يو بل ته په غوږ غوږ کښې رنګ رنګ خبرې وکړې چا وې چې سايل به هغه خپله مشهوره سندره واﺉ چا وې هغه مشهور غزل به واﺉ

لاس راچا پير کړه څه ګناه خو نه ده

خو د يو ساعت د خاموشۍ نه پس هغه زمونږ د توقعاتو خلاف غزل شروع کړو
دوه زړونه د یو بل نه ځاریدل خو هیڅ ﺉی نه وي په سترګو کښی به غيږ په غيږ کیدل خو هیڅ یی نه وی او چی د بل غزل ویلو د پاره ورته وويل شو نو د یو لنډ غوندې تمهید نه پس یی دغه غزل ووې چی تر ننه یی دشهرت شور غلې نه شو
ژوند يي نادان وو قتليدو هم يي خاندل
وخت د ډيره ظلمه ژړيدو هم يي خاندل

مونږ که هر څو دغه وخت د سترګو غيږې غيږې نه پيژندې او نه د وخت د قتليدو په معنا نه پوهيدو خو د سايل خوږ اواز او دړديدونکی اظهار دغه څه زمونږ په زړنو وليکل ددې نه پس په نوره پښتونخوا کښې چې چا هر څه ګڼل خو زه او زماملګری به په هره جلسه او مشاعره کښی د سایل غږ ته غوږ غوږ وو غالباً دا د کال ١٩٨٢ز خبره ده زمونږ د کور خوا کښی د امیر بهادر مظلوم په حجره کښې مشاعره وه دا دازما په ژوند کښې وړومبۍ مشاعره وه يو يو شاعر به خيل کلام وې کله چې سايل صيب راپاڅیدو او په خپل خوږ اواز یی خپل غزل
د هجر تبه مې شېبره نه شي
د مینې راز رانه سندره نه شي
شروع کړو اګر چی دغه وخت زه د شعر په اسرار رموز نه پوهېدم خو هغه وخت چی زما کوم کېفیت ؤ هغه په لفظونو کښې بیانول ممکن نه دی دغه وخت چا ووی چی سایل صاحب د مقرب خان دوي خپل دۍ مقرب خان زمونږ ګاونډي او زما د سکول ملګری هم ؤ بس بیا کلاس کښی د مقرب خان سره د سایل صاحب په حقله نه خمتمېدونکې سلسلہ شروع شوه که زه دا ووایم چی هم د دغی وخت نه زما په زهن کښې شاعرۍ غزونې شروع کړې ١٩٨٥ کښې چې کله ما په ادبی دنيا کښې قدم کيښودو او ما ادبی مطالعه شروع کړه نو ماته د سايل صيب د ادبی خدماتو اندازه ولګيده چې سايل صيب په کوم مقام ولاړ دې

دا په ملک کښې د جنرل ضيا د امريت ورځې وې د افغان جنګ په زور شور سره جاری وو او د دغې خونړی جنګ اثرات زمونږ په خاوره ډير په شدت سره محسوسيدل ځاې په ځاي جهادی قوتونه په وجود کښې راغلل زمونږ په دې خاوره خصوصاً په قبايلی سيمو کښې د دغې نرسرۍ پرانستې شوې د ټولې نړۍ جنګماران دلته زمونږ په سيموکښې ميشته شول او يو نه ختميدونکې اور ولګيدو

پاکستان باندې پوځی جرنيلان قابض وو د بهټو منتخب جمهوری حکومت يي ختم کړې وو پوځی حکومت د ډيرو مشکلاتو سره مخ وو او د يوې مضبوطې سهارې ضرورت ورته وو د افغان وار دغه ضرورت تر ډيره حده پوره کړو د جنرل ضياالحق شخصی حکومت ته سهارا ملاو شوه خو په بدله کښې د اکمل ليونی شعر دې

په بدله کښې به زمونږ د وجود وينې غواړی

په کومو لوښو کښې چې سره راځی زمونږ کلی ته

دلته د يو داسې اور بنياد کيښودې شو چې تر ننه په کښې پښتانه سوزيږی ددې جنګ په شا دوه مضبوط قوتونه وو يو امريکه او بل سعودی عرب د امريکې خواهش سويت يونين له ماتې ورکول وو او سعودی عرب دلته خپل نظريات فرقه واريت او بنياد پرستی خورول غوښتل دا دواړه قوتونه په خپل مقصد کښې کامياب شول دې دواړه قوتونو ته پاکستانی پوځ لکه د کرايي د پوځ خپل خدمات وړاندې کړل او ددې په بدل به ډالرې ريالونه او وسله راتلله پاکستانی پوځ د دی کار د پاره مذهبي ګوندونه مضبوط کړل او هغوی له یی بی پناه مالی مرسته ورکړه هاغه مذهبي ګوندونه د ١٩٨٠ز نه مخکښي په په پاکستان کښې دومره مضبوط نه وو پو څو مخصوصو علاقوں کښې د اثر ورسوخ نه علاوه د دغی مذهبی قوتونو څه خاص رول نه ؤ خو چی کله پاکستانی پوځ دغی قوتونو ته پاملرنه وکړه هغوي یو دم ورته لبیک ووې او خپل خدمات یی ورته واړاندی کړل او د دغی نه د امریکی او روس جنګ ته دوی د کفر او اسلام جنګ ویل شروع کړل د نسیم حجازی کتابونه په یو اېړ خپرېدل شروع شو جنګي تراني د جهاد فضيلتونو ته په خصوصي توګه توجه ورګړی شوه او یوه عجیبه فضاء په دی خاوره جوړه کړی شوه فرقه واریت زیات شو د مینی په ځای کرکه عام شوه د رواداری په ځای تنګ نظری سېوا شوه د امن په ځای کرکه عام شوه د وسلې چلن عام شو ټول وطن په مجموعی توګه خو پښتانه په خصوصی توګه د دی اور خوراک شول
دلته د مختلفو مذهبونو خلق سکهان هندوان او عیسایان د پېړو نه په دی خاوره اوسېدل دغه شان مختلفو مسلکونو منونکو د یو بل سره د روادارۍ او ورورولۍ ژوند کولو د دوی په مينځ کښې د نفرت نه وو ولې ددغې اور نه وروسته ددوی په مينځ کښې د نفرت تخم وکرلې شو چې د هغې نه اوس ډيرې مضبوطې ونې جوړې شوی دی نو په داسې وخت کښې سايل په دې ويلو مجبور شو

زما هر دشت او په هر غر کښې جلال دې

زما زماهر کلی کښې مينه ده جمال دې

دا وحشت پکښې پيدا چا کړو سايله

حل طلب به دغه دغه يو وړوکې سوال دې

پخپل وطن کښې جنګ راپه سر دې

دلته هم زخ مرم هلته هم زه مرموز

پردې غوبل دې پردې اشر دې

هلته هم زه مرم دلته هم زه مرموز

په دې دوه فقرو کښې ددې نه ښه تجزيه ددغې خونړی دور نوره نه شی کيد ې زمونږ په پهدې خاوره که يو طرفته د نفرت اور اورخوريدو تنګ نظری بنياد پرستی او مذهبی منافرت زياتيدل نو بل طرفته زمونږ د ګران سايل تخليقی صلاحيت هم په عروج وو په دغه دور هغه داسې شاهکار نظمونه غزلې سندرې تخليق کړې چې زخمی رړونو لکه پهې لګيدې

بې د جانانه خپل وجود نيمګړې ګڼی سوزی

دا چې تهمت د محبت په ليونو واﺉ

په دې لمبو وهلو دشتو کښې پښې ابلې روان

سايل سندرې ستا د حسن د سپرلو واﺉ

د سوو ساندو په يلغار کښې هم غزل ليکمه

خداې يو يو شاعر يم زيږولې د نغمو په وطن

ما په لمبه لمبه ماحول کښې شاعری کړيده

زما غرل د هر مين سناخوانی کړې ده

سايل د هر زخمی زړونو اواز دې سايل د هر بې وسه انسان اواز دې سايل د هر خواری کښ اواز دې سايل د هر مينُ اواز دې سايل د هر جابر په مخکښې د صداقت اواز دې سايل مونږ ته د هر دور د يزيد په ضد د حسين په قافله کښې په اول صف کښې ښکاری ځکه خو واﺉ

هر يزيد هر شمر هر جابر هر هټلر

هر قارون هر جلاد هر فرعون هر شداد

ټول برباد ټول برباد

ډاکټر ډاکټراسرار واﺉ
سايل د خپل اولس تندی او زړونه لوستی دی هغه په خپل چاپير چل کښې د خپل قوم د ژوند پرانستې کتاب لولی دا مونږ چې کوم کوم کتابونه لولو په باندې سړې ډاکټر استاذ پی ايچ ډی پرفيسر خو جوړيدې شی خو شاعر نه شی جوړيدې

او اوددې ژوندې ثبوت دادې چې کله هم په دې خاوره ظلم شوې دې سايل صيب يي په جار غندنه کړې ده دګلونو په پهدې ښار په هره کوڅه او هر بازار باندې چې کله بمونه خلاصيدل بلها پښتانه په دغه چاودنو کښې قتليدل څومره شاعرانو اديبانو بخ بخدغه منظر ليدلو خو په تورو غرونو کښې ميشته ګران سايل صيب څه په ښکلی انداز دغه منظر ته اشاره کړيده

ما مادرته ټول عمر د ګلونو ښار ويلې دې

چرته مې پيرزو شې په بمونو پيښوره

د سايل کمال دا دې چې هغه په هر وخت هره لمحه د خپل قلم د حرمت خيل سلتلې دې د هغه په شعر کښې چې چرته هم جانان راغلې نو د هغې نه د هغه مراد خپل پښتون قام دې
ته د خپل ځان د غمه مرې زه د جانان د غمه

زاهده ستا ثواب زما ګناه ته چرته رسی

اولس جانان کړه نو د خپل اولس جانان به شې

څنګه چې سايل صيب خپل قام له مينه ورکړې ده نو دې قام هم سايل صيب سره د زړه نه مينه کړې ده نن د هر پښتون په زړه کښې سايل پروت دې داسې يو پښتون به نه وی چې خپل سايل به نه پيژنی او يا به ورته د سايل صيب څو شعرونه نه وی ياد هغه که يو مزدورکار دې که تعليم يافته پښتون

په پښتنو شاعرانو کښې که چاته په ژوند شهرت نصيب شوې دې هغه درې شاعران دی

حمزه شنواری علی حيدر جوشی او سايل صيب
سارتر واي د ادب نه چې مزاحمت وځی هغه پراپيګنډه شی او د سايل صيب شاعری د مزاحمت هنداره ده

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.