د ژوند رنګونه او خوندونه “موشادے “

په درناوي: رفعت خټک

د ډیر وخت خبرہ دہ چې به کلي کښې به وم نو آرټ ،د سین غاړہ پولې پټي ، غر او سمه به ګرځیدم او د انځورګرﺉ اوزار ” پینټنګز کټ “د رنګونو بسته به راسرہ په ترخ کښې وہ ھر چرته که به يې خوند وکړو نو کېبانستم ډډه به مې ولګوله او کار به مې شورو کړو ۔۔

زما کلیوال خبر وو چې دې خو تصویران جوړوي ځنو پکښې دا وې چې مړه ھسې اوزګار دے او ځنو به وې دا بیا ټی وي تہ ورکوي چا به وې چې دا بیا سم صفا کړي نو اخبار ته يې ورکوي خیر ھر چا خپله خپله رايې وہ دا يې لا څه کوې کنډ اباسین سرہ مې انځورګري ”پینټنګ“ کولو نو درې څلور هلکان راغلل چہ د یونیورسټۍ طالب علمان وو سلام دعا ئيې اوکړل یو پکښې ووئیل چې دا دې کالا باغ ډیم د پارہ سروې کوے ۔ زہ حیران شوم دې سوال ته بیا مې ورتہ ووې چې نه زہ تصویران جوړوم نو وې ښه داسې “سپاھی” خو سروے واله سرہ ھم وی ما ورته وے خو پہ ھغې دوربین لګیدلې وي او په یوہ سترګه ګوري پکښې ۔۔خیر چه نه خبر نه ګرم
یو ورځ کلي کښې آرټ ته تلم کټ paintings kit راسرہ وو کلی نہ بھر آرټ او سین پہ لارہ څه کورنه دي ھلته چې اورسیدم نو ماشومانو خپلو کښې لوبې کولې او ما يې تماشه کوله نو یو ماشومې بلې ماشومې ته اووې چه دا ھاغه کاکا دے چې ” موشادې ” جوړوي ۔۔ ما چې واوریدل نو لږ بې سورہ غوندې شوم خو يک دم سم خوشاله شوم چې دا خو دې ماشومې صفا پشتو اووې او دومرہ پوھه دہ چې دا کاکا موشادې جوړوي ۔
لکه چې مو مونږ وایو څه موشادہ ورانہ ورانہ کوې
دې موشادے ته خو دې اوګورہ
سپاھی ۔۔۔ سکول کښې به بلیک بورډ وو په کوم سټینډ چې بورډ پروت وي ھغې تہ به یې سپاھی وے ۔۔
نه په کښې رنګ شته او نه ژوند
تر څو دې پیدا کړې نه وي ځان کښې ژوند
چې انسان ژوندے وي او په ژوند پوھیږي
نو مینه رنګ شي مینه ژوند شي
ھر څه رنګ په رنګ شي ھر څه کښې ژوند شي او په ژوند کښې خوند شي
په تیرہ جولائ کښې د ملگری فیض ګدون سرہ د ھغوي زمکو او باغونو شلمانی ته سیل له لاړ وم چې د مابڼ لمنه کښې دے ۔ بیا پہ کښې مابڼ ته ھم لاړو ټوله پیادہ غریزہ او سخته لار دہ چې پہ غر ختل کوزیدل وو بیا چې درنہ لار ھم خطا شي چې ټوله پہ ځنګل کښې دہ دا مابڼ بل اړخ تہ باغونه دي ۔۔

دا مابڼ زما یو خوب وو چې رشتیا شو ما ځان سرہ پہ سختو سختو لارو د پینټنګز سامان وړې وه او ھلته مې ژوند ھم نیزدو نه اولید او رنګونه ھم ۔۔ محسوس مے کړل او محفوظ مې کړل ۔۔ دا په ټائيټل چې کوم تصویر پینټنګ وینئ نو دا د مابڼ رنګ لو ژوند دے باغونو کښې راته میلمستیا شوې وہ د کوربنو ھغه خلوص مینہ او پشتون ولﺉ رنګونو سرہ سرہ د فطرت رنګونه ۔۔
چې کلہ ما پہ فیس بک خپل پینټنګز شریک کړل نو د ټکه سرہ ګران اقبال حسین افکار په دې پینټنګز ګوته کېښوہ چې دا بہ زما د کتاب ټائيټل وي زہ د افکار په منطق پوہ نه شوم خو بار بار يې اصرار کوو نو ما ورته زما د مختلف پینټنګز ټايټلې جوڑې کڑې او مینه والو نه مو رايې وغوښتہه نو په دې ټايټل اکثریت ګوته کیښوہ ۔ زہ حیران شوم چې افکار ھم پہ ژوند پوھېږي او ھم پہ رنګ ۔
نور چې کتاب چاپ شي او تاسو په لاس شي نو د ژوند رنګونه به اوونئ اولولئ د خیرہ ۔۔
ګرانہ افکار ومبارک دې شه د ژوند رنګونه

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.