سايل،ګران،اسرار دطورو,طلامحمد شباب او اسراراللّه اسرارشاعرانو باند د ”سرقې“ الزام

د ګوهر نويد دوه کتابونه

اقبال حسين افکار

ښاغلے ګوهر رحمان نويد چې په ادبي دنيا کښې د ګوهر نويد په نوم پيژندے او خوښولے شي د مردان د کاټلنګ د شيرو کلي اوسيدونکې دے ۔ پروفيسر د اردو ژبې دے خو ادب په پښتو او اردو دواړو ژبو کښې تخليق کوي او کتابونه چاپ کوي ۔ تر اوسه يې پنځه کتابونه په اردو او پنځه په پښتو ژبه چاپ او منظر عام ته راغلي دي ۔

ګوهر نويد يو ساده باده پښتون د تصنع نه ډير لرې انسان دے ۔ په ظاهره نه ښکاري چې ګوهر نويد به هم له د علم و دانش خاوند وي او د اردو ژبې پروفيسر ، شاعر اديب به وي انتهاﺉ انکساري او عاجزي يې د شخصيت خاصه ده ۔ ګوهر نويد په خپل کتاب پياوړي کښې يو ځاې ليکي ” چې په کال1985 کښې ما په پنځم جماعت کښې سبق ويل “ او زه ليکونکې په 1981 کښې اسلام آباد ته د روزګار غم راوستې وم ۔ په 1986 کښې د محترم م،ر،شفق او محترم غني خټک سره يو ځاې په اسلام آباد کښې د پښتو ادبي سوسايټۍ بسنټ کيښود

او ليک ،لوست سره مو د پښتو ژبې ادب او کلتور د روزنې ، خورونې او پالنې، کار په عملي توګه شروع کړو چې تردې دمه دوام لري ۔

دغه وجه ده چې د ښاغلي ګوهر نويد سره مې ډير نيزدېکت نه دې پاتې امکان لري چرته په ادبي دستورو يا په پښتون کور ” کړه مار مېنه “ کښې مې لکه د نورو ادبي ملګرو مينه والو ليدې وي خو داسې څه ادا يې زما نه ياديږي چې زه يې متاثره کړې يم يا زما په ذهن نقش شوے وې ۔ خو کله چې هغه په کال نومبر 2017 کښې ” پښتو شاعرۍ سرقې او ترجمې “ چاپ کړو او منظر عام ته راغلو نو د پښتو په ادبي دنيا کښې يو قيامت جوړ شو ۔ حالانکې له دې کتاب له مخه شوک خريکوال هم يو کتاب په دې موضوع مخې ته راغلې وه خو چا پرې دومره ځوږ نه وه کړې لکه څنګه چې د ښاغلي ګوهر نويد دې کتاب ماحول لمبه ،لمبه کړه ۔

هم ددې عمل سره زه هم ګوهر نويد ته متوجع شوم ۔ مونږ پښتانه جزباتي قوم يو په محبت او نفرت دواړو کښې انتها ته رسو هر څو که دا زمونږ فطرت دے ۔ خو د فطري روېيو اصلاح هم ممکن ده ۔ پکار دې چې مونږ د خپل ځان او په حيث د يو شاعر ،اديب، محقق او دانشور د خپل قام اصلاح وکړو ۔ دا کار به هله کيږي چې زمونږ د علم و دانش ،فکر و فن او نقد و نظر خاوندان رښتيا ووايو او دروغو مخ تور کړو۔ او عقيدت پرستٸ ډلې ،پرې نه ځان وژغورو ۔ مونږ ټول انسانان يو هم د انسانانو سهوې کيږي يو اديب يو نقاد پرې نيوکې کوي دا نيوکې که د يو خاص مقصد يا د شخصيت تضحيک دپاره وي نو دوام نه مومي لکه د باران د بوړبوړکې په خپل مرګ مړه شي او که د اصلاح په غرض وي نو دوام مومي او خپله ټولنه يې اثرات ژور او تل پاتې وي ۔

د يو شخصيت د مشر تابه د هغه د کار وزيار قدر عزت او احترام په خپل ځاې خو که چرته د چانه سهوه شوي وي نو بايد چې مهذب انداز پرې نيوکه وشي او اصلاح شي ددغې تنقيدي نظرونو اصلاحي خوځښتونو نوے کول زدکړه کوي او هڅه کوي چې په راتلونکي ژوند کښې دغه سهوې ګردان تکرار نشي چې د مخکې خلقو شوې وي ۔ امکان لري چې د ګوهر نويد ددې کتاب مقصد او مدعا هم دغه د خپلې ټولنې اصلاح وي که داسې وي نو دا د پښتو ادب او پښتنې ټولنې دپاره ګټور قدم دے ۔ د علم و فن لاره چې د ژوند د ښايستونو لاره ده ۔دغه د هر رنګ د قباحتونو په آمان ساتل د شاعرانو ،اديبانو نقادانو وظيفه ده ۔

د ښاغلي ګوهر نويد په دې کتاب ليکلي ” د تطهير زيرے “ د سرليک لاندې پروفيسر ډاکټر اظهار اللّه اظهار وايي ” د ښاغلي ګوهر مقصود او مدعا هم داده چې د تخليقي صلاحيتونو قافلې دې د بې ځايه سيورو لاندې دمې نه کوي ګني سفرونه به يې د پښو نخښې هم ورکې کړي ځکه چې قدمونه سيوا شي نو نقشونه پکښې ځاې وباٸيلي “ ښاغلے اظهار ورپسې پيراګراف کښې وايي ” ښاغلے ګوهر نويد د استفادې او تاثر اخستلو مخالفت نه کوي ځکه چې په اول اول کښې د لان جانس په خيال د تقليد زيات ضرورت وي ۔ ماشوم چې ګرځيدل شورو کوي نو خامخا د چا ګوته نيسي خو هر کله چې دې ځوان شي او بيا هم داسې کوي نو ځان د خلقو د خندا کړي “ 

د ښاغلي اظهار ددې خبرې سره ماته د ليوني فلسفي غني خان راياده شوه چې په کال 1990 کښې په خپل کور محمد ناړې کښې کړې وه ” ښه شعر تاته نه ياديدل ستا د شاعرۍ د پاره ګټور عمل دے۔ دغه ښه شعرونه ستا په لاشعور کښې پراته دي او په خپل وخت به د شعر په صورت کښې راڅرګند يږي “ هم دغه رنګ خبره ښاغلي فيصل فاران په دې کتاب ليکلې خپله” سريزه“ کښې د توارد د يو شکل کښې کړې ده
” چې د توارد دوه قسمه وي يو داسې توارد چې هغه لاشعوري وي يعني مخکښې يو ښه شعر کتلے شوے وي هغه د شاعر په لاشعور کښې خوندي پروت وي او بيا د شعر په صور ت کښې راڅرګند شي “
هر څو که له دې مخکښې په دې موضوع د شوکت خريکوال کتاب چاپ دے خو د ښاغلي ګوهر نويد دموضوع او موادو د تحقيق فن د اصولو په حواله مستند او ځانګړې کتاب دے ۔ د ښاغلي ګوهر په دې کتاب ” د تطهير زيرے“ کښې پروفيسر اظهار اللّه اظهار مخ نهم ليکي” د ښاغلي ګوهر نويد ځنې تجزيو سره اصولي او معنوي اختلاف خو کيدے شي خو د ښاغلي په علميت شک کول به يقينناً بې ځايه او نامناسبه عمل وي۔ دا خبره ځکه وشوه چې ښاغلي د عشق و عقل مضامين هم د سرقې په زمره کښې راوستلي دي ۔ يقينناً داسې کيدے شي خو د عقل او عشق د معلومو فکري مکتبونو د سيوري لاندې د مضامينو داسې اشتراک راپيداکيدل يو فطري دے ځکه چې بنيادي فلسفه او ماخز يې بدليدې نه شي دغه مثال د ترقي خوښه تحريک د مضامينو هم دے او د اردو ژبې شاعر سيف الدين سيف وايي “
سيف انداز بياں رنگ بدل ديتا ہے
ورنہ دنيا ميں کوٸ بات نٸ بات نہيں
ددې کتاب په سريزه کښې ښاغلے فيصل فاران هم ګڼې نکتې زير بحث راوستې دي په مخ اويشتم دويم پيراګراف کښې ليکي ” د توارد دويم قسم کښې زماني او د ژبې فرق د نامعلوم په صورت وي دا يو حيرت انګيز عمل دے خو بل خوا د غزل روايت دومره شاربلے مښلے دے او د فارسۍ په پس منظر داسې ولاړ دے چې له دې له کبله دغه دويم قسم حيرت انګيز نه پاتې کيږي بلکې پخوا خو د اسلوب دا تصور هم ددې نه پيدا شوے چې يو لويه موضوع وحدت الوجود وه او دا موضوع صحرا،ګلشن، کاروان، محفل متعلقاتو سره وه نو دې کښې به څومره څه نوي مضامين راتله نو دغه ځاې د اسلوب د انفراديت تصور پيدا شه يعني د يو ګل مضمون په سل رنګ تړل اسلوب وه او دغسې توارد ته هم لويه موقعه ملاؤ شوه “
وه هر چاته په خپل شکل څرګنديږم
آٸينې غوندې بې رويه بې ريا يم ” رحمان بابا“
جس کی جيسی طنيت ہوگی ويسا ہی سب کو بتاۓ گا
داغی آٸينہ جب ديکھو گے دھبہ منہ پہ آۓ
ښاغلي ګوهر نويد خپل دغه تحقيقي کتاب ” پښتو شاعرۍ کښې سرقې او ترجمې “ په 20 جنورۍ 2018 کښې ماته را پيرزو کړې وه ۔ ددې زړه راښکونکي موضوع د کتاب لوستو ته که هر څو زه په تلوسه کښې وم ۔ خو بس وخت مې ملګرتيا نه کوله او ښاغلي ګوهر نويد چې به چرته هم ادبي محفل کښې وليدم نو ډيره په مينه به يې د هر چا پټ راته ويل ” تاسو زما کتاب نه دې لوستې “ زه به هم ډير ښيرژه شوم آخير عقوبت د ګوهر نويد د خاکو کتاب هم په مارچ 2019 کښې چاپ شو او ماته يې په پښتنه مينه د ستمبر په لسمه نيټه کال 2019 د ملګري وصال قريشي او دلباز ثاني سره د ماښام د ميلمستيا نه وړاندې راپيرزو کړه ۔ دلته ماته د محترم مشر ډاکټر اسرار خبره راياده شوه چې په خپل يو تکل کښې يې کړې ده ” د پښتو کتاب چې چا له ورکوﺉ ورسره به لس روپۍ چاٸيو له هم ورکوﺉ “ ګوهر نويد د کتاب سره لس روپۍ نه بلکې ښه درنه ميلمستيا راکړه او په دغه خوشحالٸ کښې د خوړې نه وړاندې راباندې ثاني ماما مردان مشهوره فالوده وخوړه د ملګري حکيم وصال قريشي کشتې او چاٸې پرې دپاسه ۔

دا خو د ملګرو پښتنه مينه وه چې ماله يې راکړه ۔ د ګوهر نويد ددې دويم کتاب د پيرزونې برکت وه چې زه يې ” پښتو شاعرۍ کښې سرقې او ترجمې “ لوستو ته وهڅولم کتاب مې ولوست او خوند مې ترې واغست او په علم کښې مو ډيره اضافه وشوه ۔ خداې دې وکړي چې پښتنو کښې د کتاب اخستو او لوستو شوق غزونې وکړي نو د پښتنو ډيرې ورانې به پخپله سمې شي۔
د استفادې ، تاثر ، توارد ، سرقې او ترجمې په لړ کښې سره د حوالو او نومونو او بيا په تيره تيره د پروفيسر اظهاراللًه اظهار او ښاغلي فيصل فاران په کتاب ليکلونه د موضوع په حواله ډير موذون ،متواز ن علمي او معلوماتي دي۔ دې سره نور بلا څه په دې کتاب کښې دي لکه د ځنو شعرونو سمونونه ورکښې دي چې غلط العام دي خلق يې رحمان بابا پورې تړي لکه د علي حيدر جوشي دا شعر خلق رحمان بابا پورې تړي
ماڼۍ څه له جوړه وې آخر به کوچ کړې
دومره بس دے چې په تا څڅيږي نه
د طاهر کلاچوي دا شعر هم په رحمان بابا پسې تړلې کيږي فقط د ناصحه په ځاې لګوي
په نظر کښې که ستا عيب نه وي ناصحه
ښکلي مخ لره کتلو کښې عيب نشته
د ګوهر نويد په دې کتاب کښې ځنې خبرې داسې دي چې هر څوک به ورته ګوته نيسي هغه د نن په پښتو ادب کښې دوه شخصيتونه دي چې د هغوي قد قامت تاريخ جغرافيه هر چا ته معلومه ده هر څوک پرې ډير څه ويلے شي دواړه په رڼا ورځې د ويښې مور نه ځوے وړونکې دي ۔ نو په داسې صورت حال کښې که ښاغلے ګوهر نويد د هغوي تور شخصيتونه د خپلو ليکونو په صابن د سپينولو هڅه کوي نو د هغه هڅه به شنډه شي ورسره به خپل ځان تور کړي ۔ محترم رحمت شاه سايل ، اسرار د طورو زه په يقين سره وايم چې ددغې دواړو شاعرانو شاعري به يې لوستې نه وي البت دا په پخپله يو حقيقت دے چې دغو کښې يو تن د اسرار د طورو يو مکمل غزل چپه کړې وه په دې لړ کښې بلا ثبونه لرو او خبرې پرې هم کولې شو خو غوره ګڼم چې د ګوهر نويد په دې کتاب د ښاغلي فيصل فاران د ليکلې سريزې نه د هغه موقف تاسو سره شريک کړم ” خو ځنې ځايونو کښې هغه ( ګوهر نويد) د دوستانې او سيمه ايزه سوچ هم ښکاره شوے دے ۔

لکه د حسن احمد صادق په حقله ليک کښې يې دا تاثر ورکړے دے ۔ چې هر چا د هغه غلا کړې ده ۔ او بس هغه ډير اوچت شاعر دے ۔ حالانکې داسې هيڅ کله نه ده هغه بس يو عام شاعر دے ۔ او خپل ځاني څه داسې تخليقي نوښت نه لري چې شعري تنقيد کښې ورله لوړه څوکۍ ورکړې شي ۔ ځکه زه دلته د ګوهر نويد سره يو خله نه يمه خو د هغه خپله رايې وړاندې کړې ده او دا د هغه حق وه نو زه يې احترام کووم خو ددې نه اکثر لويه غلط فهمي پيداکيږي هغه واٸې چې سايل او ګران ، اسرار دطورو نه واخله تر طلامحمد شباب او اسرار اللّه اسرار پورې شاعرانو هغه اثر اغستې او ”سرقې “کړي دي ۔زما په خيال دا مبالغه ده ۔ هغه د حسين احمد صادق دا مصرعه چې
”لاس ته مې مه ګوره اشنا زما ګريوان دې پکښې “ او بيا د سايل دا مصرعه وړاندې کوي په قول د هغه د صادق چربه ده۔
”موټې مې ګوره يو څو تنه ګريوان دے پکښې “ د څيرې ګريوان په دې موضوع سايل دومره شعرونه ليکلي دي چې څوک به دا پريکړه وکړي چې ګوندې هغه د حسين احمد صادق د يو مجهولې مصرعې نه سرقه کړې ده ځکه چې ترڅو پورې د سرقې په حقله خبره د يقين ترحده نه وي رسيدلي تر هغه وخته پرې حکم لګول نه دي پکار “
د ګوهر نويد په دې کتاب کښې په مخ 152 او 153 د ځنې ترجمه کوونکو نومونه نوشته کړي دي په دغه فهرست کښې ددې شخصيتونو نومونه ضرور ليکل پکار وو چې د انګريزۍ او اردو ژبې ډيرې ښې او ګټورې ترجمې کړي دي ۔ پروفيسر اقبال نسيم خټک، پروفيسر شاه جهان وګړپال، پروفيسر اسماعيل ګوهر، ډاکټر همدرد يوسفزے، فيروز خان آفريدي ، سيد محمود احمد، م،ر شفق بهر حال څوک چې کار کوي نو خامخا کمې بيشې هم راځي سهوې هم کيږي خلق پرې نيوکې هم کوي دغه رنګ د ژوند په لار د ښه نه د ښه په لور سفر روان وي پکار دې چې د حسن د لټون په لار دا سفر په مينه وکړو بايد چې يوبل ته د شک په نظر ونه ګورو او نه په چا بد اعتماده شو زما په خيال د نظر اختلاف کيدې شي خو مقصد زمونږ د ټولو يو دے هغه حسن او مينه ده او ښاغلے ګوهر نويد هم د ژوند د ښکلاګانو د لټون د سفر زمونږ ملګرے دے د هغه دا هڅه ستايل پکار دي ۔
د ښاغلي بل نوے کتاب د خاکې دے چې د” پياوړي“ په نوم په مارچ 2019 کښې يونيورسټي پرنټر او پبليشر په اهتمام د طباعت په کالو ښايسته شوه او منظر عام ته راغله د ګوهر نويد دا کتاب هم لکه د نورو کتابونو په معنوي او صوري حواله په زړه پورې دے کتاب مجلد او کاغذ يې غټ او سپين دے ۔ چې کمپوز سليم ناشاد کړې دے او د املاء سمون ملګري فيض الوهاب فيض کړې دے ځکه خو ورکښې د املاء او پروف غلطو ګنجايش نشته ۔

د کتاب په ټايټل د هغه ښاغليو په عکسونو ښايسته شوې دے د چا چې ښاغلي ګوهر نويد د لفظونو ترسکونې خاکې جوړې کړې دي ۔ د کتاب فلپ ښاغلي مهر انديش ليکلې دے او ډيرې علمي او تحقيقي او تنقيدي سريزه پرې ښاغلي ملګري ګل محمد بيتاب ليکلې چې د خاکې په فن پښتو کښې د خاکې په تاريخ سره د ښاغلي ګوهر نويد په دې کتاب کښې د خاکو تنقيدي جاج هم اغستې دے ۔ د اوږد بحث نه روستو په مخ دويشتم دويمه پيرا کښې ليکي ” د ګوهر نويد صيب د خاکه نګارۍ په حقله زه وٸيلے شم که شه پارې نه دي خو تر ډيره ددغه فن لوازمات پوره کوي او تر اوسه چې څومره خاکې په پښتو ژبه کښې ليکلې شوي دي د هغې نه هيڅ حال هم کمې نه دي “ د محترم ګل محمد بيتاب ددې خبرې سره هم يو خله يم چې هم په دې مخ ددې پيراګراف په تسلسل کښې ليکي ” د هغه مطالعه وسيع ده ، مشاهده يې تيزه ده د کلي وسيدونکې دے او په رسم رواج پوهيږي دا وخت د مردان په ښار کښې استوګنه کوي او په ادبي محفلونو کښې ناسته کوي د زړه زور يې ښه ډير دے انداز يې دلچسپ زړه راښکونې دے بله داچې ماته برخود غلط نه ښکاري بلکې هره ښه مشوره په ځار قربان قبلوي ځکه اميد کوم که دې خواته توجه راواړه وي نو په مستقبل کښې کمال ته رسيدې شي “ هم داسې ده ګوهر نويد د کمال او د حجرې جمات سړے دے ۔ د هغه د شخصيت اندازه د هغه د ليکونو او دې خاکو په ښه جوړ له کيږي ۔

د خپل دې کتاب تړون هغه د خپلې کورودانې په نوم کړې دے ” چې هميشه يې زما په ادبي کارونو کښې زما مرسته کړې ده “ ګوهر نويد په دې کتاب په تورور ” ببۍ “ او خپلې پروفيسرې روبينه شاهين هم يو يو خاکه ليکلے او دې کتاب کښې يې شاملې کړي د ښاغلي ګوهر نويد دا عمل ستايم خراج ورته وړاندې کوم ۔ ددې اندازه لږي چې ښاغلے ګوهر نويد ميرمنو له څومره توجع ورکوي دا هم د هغه عظمت دے ۔ پښتنو ميرمنو د ژوند په هر ډګر او سنګر د خپلو پښتنو مړونو سره څنګ په څنګ تللي دي د پښتو يو متل دے چې ” سړو ته سپينې لونګۍ ښځو په سر کړي دي “ د ګوهر نويد ددې تړون او ببۍ او د بوډۍ ټال خاکې نه د پښتنو ميرمنو هغه فطري عمل څرګنديږي خو د پښتنو ميرمنو ددغې عمل اعتراف کول درناوې ورکول د ګوهر نويد په څير د رسا پارسا فکر خاوندانو خاصه وي زه ډير خفه په دې چې د پروفيسرې خپل نوم روبينه شاهين وه خو چې واده شوه نو د خاوند د نوم لاحقه ورسره وګيده روبينه شاهين شوه جينۍ چې د پلار په کور وي نو د پلار نوم ورسره تړلې وي او چې واده شي نو د خاوند نوم ورسره وتړلې شي زما په خيال ددې وجه جاګيردارنه ذهنيت او سماج چې هر ښه څيز دې زما د نوم سره تړلے پکار دي چې په دې بنديز ولګولې شي د جينۍ چې پيدايشي نوم وي بايد چې هغه تر مرګه پورې وي ۔
د کتاب په فلپ ښاغلے مهر انديش ليکي ” مونږ په پښتو ادب کښې د خاکې جاج اخلو نو په دې نتيجه رسو چې د خاکې ړومبي درې کتابونه د مردان د شاعرانو ،اديبانو چاپ کړي دي او هغه هم د ” د ادبي دوستانو مرکه “ په دې کښې هيڅ شک نشته چې مذکوره تنظيم د مردان څه چې د پښتونخوا داسې فعال ادبي تنظيم دے چې يو خوايې د معياري ادب تخليقار او ناقدين راوزيږول او پښتو تخليقي نثر له يې رواج ورکړو يقينناً ددې درناوې د د پښتو ادبي دوستانو مرکې ملګرو په خصوصيت سره صاحب اسلوب و طرز شاعر، نقاد او اديب مبارز ملګري فيض الوهاب فيض ته ځي دغه رنګ د خاکې په حواله ددې تنظيم ملګرو هڅې د قدر وړ او ستاينې جوګه دي خو د ګوهر نويد د خاکو په سريزه کښې ښاغلے ګل محمد بيتاب په دريالسم دويم پيراګراف کښې ليکي ” که چرته څوک مختلفو کتابونو ، مجلو او اخبارونو کښې په شخصياتو ليکلے شوي مضمونه ولټوي نو يقينناً چې دې کښې به هم مونږ ته نورې خاکې يا خاکه نما مضامين په لاس راشي ۔

تر اوسه چې د خاکو کوم کتابونه چاپ شوي دي نو دهغې تفصيل دادے “ 1- ادبي خاکې او نور سمونکي : صاحبزاده حميد اللّه 1975 – 2- ژوندے انسان : پير ګوهر 1992 – نقشونه زبير حسرت 31 دسمبر 1999 – ښکلي ښکلي خلق ډاکټر همايون هما 2000- دادژوند رنګونه ساحل يوسفزے – اپريل 2013 – د اکايۍ په شا مهر انديش 2013 – روښانه څهرے ګل محمد بيتاب 2018 – نه پوهيږم چې د بيتاب صيب ددې کتاب په سريزه دومره په ځاې او واضحه خبرې نه روستو په کتاب ددې فليپ ضرورت ولے پيښ شو ؟ نه پوهيږم چې دا تضحيک د بيتاب دے که د مهر انديش ۔ زما په خيال نن وخت د ساينش ټيکنالوجۍ دے د علم او تحقيق دے هغه خبره به ژوند پايي چې د تحقيق په اصولو اړه وي او استلال يې علمي وي۔ د دوڼو او عبث دعو وخت سر خوړلې دے۔

ادب خو ډير پخوا مونږ سيمه ايز کړې وو ۔ اوس مو ټولنيز کړو ۔ زما زمونږ ذهني پسماندګي او اجتماعي قامي پسماندګي ده ۔ نن زمونږ د هرچا زياته زمونږ د قلم قبيلې په ملګرو دا پړه په برخه ده چې او خپله پښتنه ټولنه ددې تقسيم در تقسيم نه راوباسي او اجتماعي ژوند ته يې برابر کړي ۔
زما هغه خلق ډير زيات خوښ وي چې د خپل محنت په عظمت په دې طبقاتي ټولنه کښې د قدر عزت مقام په جايزو طريقو او وسايلو جوړ کړي پکار دي چې په داسې خلقو مونږ ليکل وکړو او د هغوي د ژوند هڅې قام ته وروښايو ۔ چې زمونږ کول ترې عبرت واخلي چې د ځان نه د شلې ګډې به ځاې حرکت وکړي حرکت کښې برکت وي ۔ د ښاغلي ګوهر نويد ددې خاکو په دې کتاب کښې يو خاکه د اورنټيل پبلک سکول د مالک ښاغلي شاهد نواب مثالي کردار يو موټے سړے سره ميرګاټې ،شوم پړق ،حکيم صيب،لعنتي ،پبلشر حاجي صيب پوخ او غټ ماما هسې عبث کردارونه نه دي ددوي عمل ټولنه د تعليم په اهميت پوهې وي په دې کردارونو کښې مينه ده صداقت ژوند او حرکت خداې دې پښتانه د ګوهر نويد دا خاکې وګوري نو ډير څه به ترې زده کړي او د تقدير نه د ګليلې په ځاې به په همت او مړانه خپل تقدير په خپله جوړ کړي ۔

يقيننا چې په دې کتاب کښې شامل زمونږ ادبي ملګري ددې حق لري چې په هغوي ليکل وشي د هغوي کار ،زيار د هغوي عمل او کردار محفوظ کړې شي ګوهر نويد د محترم مشر ډاکټر همايون هما صيب نه ګل محمد بيتاب نه روستو غالباً دريم يا څلورم اديب د خپل دومره ډير تخليق کار ددې خاکو په کتاب کښې محفوظ کړل ۔ د پير کامل ، يار باش ،معالج ډير ژوندي کردارونه دي په خصوصيت ثاني لاثاني کول د ګوهر نويد د قدر وړ ستاينې جوګه کارنامه ده زما ګوهر نويد ،فيض او صديق اکبر ته خواست کوم چې د ثاني ماما د چاپ کولو هڅه وکړي او که هغه لکه د انديش صيب کار کوي نو خير مونږ څو ملګرې ددغې نيک کار ته خپله اوږه ټيټه کړو ۔ قدرمن يقينناً چې قدرمن دے اللّه دې له قدرمن کړي۔ قدرمن که سياست کوي د خداې د مخلوق د خدمت جزبه ۔ که ادب تخليقوي نو د خپل ولس د دردونو ،تکليفونو له د اظهار ژبه ورکوي د پښتون قام په مفاداتو مفامهت نه کوي ۔

شاعرانو اديبانو هنرمندانو دپاره د ژوند معيار وچتولو دپاره عملي ګامونه پورته کوي او د هغوي د حقونو تحفظ کوي پاتې شو سخاوت او د حجره پالنه نو دا ورته د خپلو مشرانو نه وراثت کښې په لاس ورغلې دے ددې د نورو ګڼو ښايستونو نه چې څه ګوهر نويد په خپله خاکه قدرمن کښې راوړي دي او څه پاتې دي دا د 2017 خبره ده د دسمبر مياشت وه د ډاکټر خالق زيار تلين وه ۔ هم په دغه ورځ اچانک پخوانې وزير اعظم او د مسلم ليګ صدر ميا نواز شريف ګورنر هاوس ته راتلو ګورنر څو څو ټيليفونونه وکړل چې ستا راتګ ډير ضرور او اهم دے خو قدرمن ورته زما په وړاندې په ډانګ وويل د وزير اعظم دپاره زه ډاکټر زيار نشم پريښوې دا دې قدرمن چې د لويو وړو يارانو دوستانو او زمونږ ستاسو په څير کشرانو ” ښکلے“ هم دے ۔

ددې ښکلي ټول دوستان لکه دده ښکلي دي چې يو ښکلې ورکښې فدا د کاټلنګ هم دے چې زه يې په ذاتي توګه پيژنم او ګوهرنويد د هغه د ښايست ځنې شوخ پښتانه رنګونه د خپل پياوړي کتاب په خکه کښې پښتونو مينه والو ته ورښولي دي لنډ دا چې ددې کتاب هر شخصيت پياوړے دے هم ددوي په پياوړتوب ښاغلے ګوهرنويد د پياوړي خالق شو زه ورته په دومره اعزاز مبارکي وايم ژوند بريا يې په برخه کور يې ودان ۔ د ښاغلي ګوهر نثر روان بهاند دے ۔ د سيمه ايزې لهجې افغاني او روزمرې او محاورې د ګډون { آميزش } نه يو خوند ناک تحرير جوړ شوې دے چې شګفتګي او ظرافت هم لري ۔ زما به ګوهر نويد ته خواست وي چې د خپل نثر دغه اسلوب طرز بيان او فکاهيه انداز د لاسه ورنکړې که کولې شي له پرمخ يې بوځې هم دا انداز به دې د پښتو د نورو ليکوالو ځانګړې کړي ۔ په آخير کښې په ”پياوړي “ د ښاغلي ګل محمد بيتاب د سريزې هغه اقتباس رانقل کوم چې د ګوهر نويد ددواړو کتابونو نظر دے چې زما هم نظر دے او ګوهر نويد په پياوړي خپل کښې هم اعتراف کړې دے ۔
” مطلب دادے چې څوک څنګه دے هغسې دې وړاندې کړے شي او په دې کوشش کښې که هر څو کامياب شوے وه خو ورسره د هغه خلاف هم ډير څه ليکلے او وٸيلے شوې دي ۔ د پښتو په معاشره کښې خو دا خبره نوره هم ګرانه ده او ګوهر رحمان نويد صيب ته به خپله هم ددې تجربه د تير تنقيدي کتاب د چاپ کولو نه وروستو ضرور شوے وي نو هغه د پښتو د متل په مصداق ” شودو سيزلي شوملو له هم پوکي ورکوي “ او يا ” مارخوړلے د پړي نه ويريږي “ نو ځکه يې د ډير احتياط نه کار اخستے دے او کوشش يې کړے دے چې د لوستونکو نه زيات هغه خلق خوشحاله کړي په چا چې يې خاکې ليکلے دي او په دې مقصد کښې تر ډير حده کامياب ښکاري “

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.