د افغانستان د سل کلن جشن په وياړ 

لیک: اقبال حسين افکار

د افغانستان د استقلال سل کلن جشن په داسې کښې نمانځلې شي چې يو خوا زاړه ياران د اوږدې جګړې يو بل له غاړي ورکولو ته چمتو کيږي يقيننا دا د خوشحالې خبره ده په دنيا کښې به خامخا داسې څوک وي چې د دوه تنو په روغه به يې خاطر درنيږي ـدا هم امکان کيدې شي چې زمونږ په دې منطقه کښې ځنې خلق د روغې جوړې په حق کښې نه وي ـ

خو د افغانستان ټول ولس د پاکستان خيبر پښتونخوا او بلوچستان غالب اکثريت ولس د روغې جوړې په حق کښ دے ـ په دې کښې بله نيشته چې د پاکستان د نورو قوميتونو سيکورټي فورسزز امنيتي قواٶ ځاني مالي زيان شوې دے ـ خو په دې کښې د پښتنو زيان زيات دے دغه رنګ په افغانستان کښې د پښتنو زيان د نور هرچا زيات دے ـ خداې دا مخلق چې د تيرو يو څلويښت کلونو د پردي جنګونو د اور خشاک دي ځکه خو د پښتنو افغانانو سره د پاکستان نور ولس هم آمن ،سولې ، روغې ، جوړې ورورولۍ ته سترګې په لار دي ـ

هم دا آمن د انسان معاشي ،معاشرتي ، تهذيبي ترقۍ ضامن وي ـ خو عالمې سامراجي قوتونو مفادات په جنګ جګړو کښې وي ـ هم په دې جنګونو جګړو د هغوي اقتصاد روان دوان وي ـ هم دا عالمي سامراجي قوتونه ددې خپلو مفاداتو د لاس ته راوړلو دپاره انسانان په بيه هم اخلي ژوني يې هم او خرصوي يې هم ـ د ژوند دا غورزې پرزې ځنې خلق په خپلو ژوند ليکونو تبصرو ،تجزيو او شعرونو کښې محفوظ کړي هم له دې هر څه نه تاريخ جوړ شي ـ د قومونو راتلونکي نسلونه د خپل دغه قامي ، ملي او انساني تاريخ نه عبرت او رڼا اخلي ځان ته او خپلو راتلونکو نسلونو ته د ژوند يو کڼ لاره ټاکي د ژوند او پرمخ تږ دا لړۍ هم دغه روانه وي او د قومو او ولسونو يو تهذيبي تاريخ جوړيږي ـ

دا هم يو ښکاره حقيقت دے چې افغان ملت ٥٠٠٠ زره تر دې دمه د خپلې بقا دپاره جنګيديدلې دے ـ د پرله پسې جنګونو دوي بې سواده اوساتل ـ د دوي دې بې سوادۍ او د دين سره سپيځلې دې ملت ته ډير زيان رسولې دے هم په دې دوه توکو يې خپلو يې هم استحصال کړې دے او پردو هم يقيننا چې غزنويانو ، غور يانو ، سوريانو په سونو کاله بادشاهي هم ددې ملت په اساس کړې ده خو چا هم په عملي توګه ددې ملت د ژوند معيار بدلولو هڅه نه ده کړې

البت د فريد خان شير شاه سوري يو خواهش په تاريخ کښې محفوظ دے چې دا ټول پښتانه د غرونو راښکته کړم او په دې ټول هندوستان يې خواره کړم ـ د فريد خان شير شاه سوري د خواهشونو نه بريښي چې هغه يو دانشور مشر وه ـ د هغه په فلسفه که نن هم پښتنو افغانانو عمل وکړو ـ خو هغه د ښاغلې عبدالغفور ليوال خبره مونږ د خپل تاريخ نه مقدص کتاب جوړ کړې دے سينې پورې مو جوخت نيولې دے ښکلوو يې په نقد کولو پرې سړے تورن کوو خو رڼا ترې نه اخلو ـ

د مير ويس بابا د هغه د ځوي محمود شاه هوتک ارواګانې دې ښادې وي چې افغانان يې د ايران د تسلت نه آزاد کړل ـ او ډيره موده يې ايران بادشاهي وکړه ـ د احمد شاه بابا هغه لوې افغانستان څه شو چې يو خوا تر جهلم بل خوا کشمير او بل خوا تر سيوۍ بل خوا تر آمو خور ور وو ـ دغه وو لوې افغانستان ـ نن هم خلق د نن افغانستان ته ګريټ افغانستان وايي ـ د احمد شاه بابا د ځوي تيمور خان او نمسي شاه زمان خان نه روستو هم ددغې ټبر بادشاهانو ګريټ افغانستان يې په راغونډ افغانستان کښې بدل کړو ـ دا هم د خداې فضل وه چې د امير عبدالرحمن خان ځوے امير حبيب الله خان په ١٩۱۹ د فرورۍ په ٢١ نيټه د لغمان قلعه ګوش کښې چا مړ کړو ـ او د هغه ځوےامير آمان اللّه خان چې ولس به ورته غازي آمان اللّه خان ويل ـ

ددې غازي آمان اللّه خان يو واقعه راياده شوه ـ زمونږ په مردان کښې به د سپرلي په ميله کښې به د نيزه بازٸ مقابله کيده ـ په هغې کښې يو آواز د نيز باز دپاره کيدو چې ” غازي آمان اللّه خان دې پرې راځي ” ددغې نيزه باز نوم آمان اللّه خان نه وه او نه غازي وه خو هغه چونکې تکړه او چرته چا ماتې نه ورکړې نو غازي آمان اللّه خان هم په دريم افغان جنګ ١٩١٩ کښې پيرنګي ماتې ورکړې وه ـ د هندوستان د مسلمانانو او آزادي خوښو د نورو مزهبونو خلقو هغه ته احترام لرو ـ

ياده دې وي چې په ١٨٣٩ (١٨٤١-٤٢) کښې او په ١٩١٩ کښې هغه پيرنګي له چې په بادشاهۍ کښې يې لمر نه ډوبيدو افغان ولس په خپلو وسايلو بغير د چا بل قوم د مرستې ملاتړ په خپله ايماني او افغاني جزبه ماتې ورکړو ـ هم په ١٩١٩ کښې په پغمان کښې غازي آمان اللّه خان په يو داسې دستوره کښې چې د ټولو ملکونو سفيران موجود وو د افغانستان خپلواکي اعلان کړه ـ وايي چې د اعلان په وخت يې د هند پيرنګي سفير ته يې توره وڅنډوله ـ د غازې آمان اللّه خان د ژوند په هره څانګه د ترقۍ کارونو ته لاس واچول ـافغانستان له يې اساسي قانون ورکړو ـ

هم په دې کال ١٩٢٧ يې د ګڼ شمير ملکونو دورې اپتداء د چمن په لار کويټه نه بيا بمبۍ ته لاړ هلته نه مصر ته اټلي ، فرانس ،بلجيم ، جرمني ،لندن، روس، ترکيه او ايران ډيره کاميابه دوره وکړه په ټولو ملکونو کښې ورته تود هرکلې ويلې شو او درنښت ورکړې شو ياده دې وي چې ملکه ثريا هم ورسره وه چې د افغاني روايت پرضد خبره وه ـ هم دغه هغه علت دے چې تر وسه شوې او کيږي يو دانشور وايي چې يو کار يو ځل وشي بيا نه کيږي او چې دوه ځل وشي نو بيا بيا کيږي ـ مونږ چې د تاريخ په اوږدو کښې وګورو نو افغان ملت چرته هم په ايمان او افغان مفاهمت نه دې کړې ـ

مونږ چې په غور د افغان تاريخ جايزه اخلو نو دې ځاې ته رارسو چې چا هم د افغانيت او ايمانيت نه بغاوت کړې دے هغه سر خوړلې هغه که لبرلسټ دے که انقلابي دے جهادي دے يا طالب دے ـ نن که طالب وايي چې زه افغان حکومت نه منم او آمريکه منم نو دا نه افغانيت او ايمانيت دے او که وايي چې زه آمريکه نه منم افغان حکومت زما ورور دے په وروڼو کښې زړه بداوې راځي خو پخله کيږي هم نو دا افغانيت او ايمانيت دے ـ پکار دي چې هر افغان د تاريخ نه رڼا واخلي او هغه څه ګردان نه کړي چې تر وسه بيا ګردان شوي او زيان افغان ملت او افغانستان ته رسيدلې دے ـ

د افغان تاريخ په دې اوږدو کښې د نړۍ نورو ملکونو په خصوصيت سره چې د افغانستان ګاونډيان دي يا يې د افغانستان سره يې مفادات تړلي دي ـ په بنيادي توګه افغانان د مينې خلق دي او مينه په غرونو کښې لارې وباسي زړونه خو په يو نرۍ شان مسکا هم خوشحاليږي ـ په آخير کښې به د هند د وايسراے لارډ ډيفرين يو خبره رانقل کړم چې د تاريخ په ګڼو کتابونو کښې راغلې ده او ما د ښاغلي مورخ غوث خيبري د کتاب ” د لوى افغانستان تاريخ ” نه رانقل کړه چې نړيوالو ته ور کښې د سوچ يو پيغام دے ـ “وايسراے لارډ ډيفرين د امير عبدالرحمن سره په خبرو کې په څرګندو تورو په دې حقيقت باندې اعتراف وکړو چې د افغانانو سره زمونږ د انګيزانو جګړه يو لويه غلطي او تيروتنه وه ـ او په نا پوهٸ باندې ولاړې وے ـ له هم دې کبله مونږ بايد د افغانانو څخه بخښنه وغواړو “

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.