مسافر مه وژنې خدايه ۔ د عبدالرحمن دراني وفات

اقبال حسين افکار

غم او ښادي ورور او خور دي ۔ حضرت علي ”رض“ وايي کله چې په ما سخته تکليف راشي نو د الله تعالي په وحدانيت مې عقيده له پخه او کلکه شي“ ۔غني خان وايي ” چې په ژوند کښې سختي نه وي لکه بې مالګې طعام “ ژوند او مرګ هم تړلي څيزونه دی۔

د قرآن پاک ددې خبرې مونږ ټول خبر يو چې هر ذي روح به يو د مرګ څکه کوي ۔ د مرګ حقيقت د دنيا ټولو مذهبونو پيروکارو سره هغه خلق هم مني چې مذهبونه نه مني ۔ د هغوي عقيده داده چې بس دغه ژوند وو چې وو پست د مرګه نور ژوندون نيشته د مذهبونو د پيروکارو په دې لړ کښې مختلفې نظريې او عقيدې دي ۔ د مسلمانو عقيده ده چې اصل ژوند د عالم برزخت ژوند دی ددې دنيا ژوند د هغې دنيا په ژوند اثر انداز کيږي ۔

پښتانه وايې ” چې څه کرې هغه به ريبې “ څوک وايي د هر عمل عکس العمل وي ۔ دا عکس العمل د انسان د دې دنيا د ژوند د عمل هم وي او د هغې دنيا هم ۔ غني خان وايي ۔ مرګ انجام د هستۍ دی ۔ بل ځاې وايي ۔ ما ويل يو ګل چې شي خاورې نور ګلونه ترې پيدا شي ۔ الله تعالي په قرآن پاک کښې فرمايي چې مفهوم يې څه داسې دی ” يقينناً تاسو به ځنې ځاني مالي زيان د خپل ځان دپاره لوی نقصان ګڼﺉ حالانکې په دغه نقصانات کښې به تاسو دپاره ګټه وي. ښه خلق هغه دي چې په داسې مهال ووايي چې الله مونږ تا پيدا کړي يو هم تاته واپس کيدونکي يو څوک چې داسې وايي هغه صالحان دي او هدايت منونکي دي ۔

دغه رنګ د قران پاک په پنځلسمه سيپاره کښې د حضرت موسي عليه سلام او عزرايل عليه سلام د سفر واقعه راغلې دی عزرايل عليه وسلام په دې شرط له ځان سره ملګری کړې وي چې زه څه کوم ته به تپوس نه کوی دغه رنګ د خپل سفر په دوران هغه د يو کشتۍ نه يو تخته ماته کړي چې موسی عليه وسلام ورته وايي دادې څه وکړل ؟ هغه ورته وايي ما درته ويلي وو چې تپوس به نه کوې ۔ دغه کله چې دوي له کشۍ کوز شي نو هلته څو ماشومان لوبې کوي په دغه کښې د يو ښکلي ماشوم نه روح قبض کړي په دې هم موسي عليه وسلام هغه پوښتي هغه ورياد کړي چې درته ويلي وو چې پوښتنه به نه کوی ۔ له دې روستو دوي يو کلي ته ورشي خو د کلي ددوي ميلمستيا ونکړي دوي چې کله د کلي راوځي نو د يو کور ديوال داسې راکوږ وي چې دا راپريوتو خطره يې وي نو عزرايل عليه وسلام هغه نيغ کړي۔ د هغه په دې عمل هم د هغه د سفر ملګري وقاريږي او پوښتنه وکړي ددې کلي خلقو خو زمونږ ميلمستا ونکړه او تاورله ديوال نيغ کړو ۔

حضرت عزرايل ورته وويل بس زما ستا ملګرتيا نوره نشي کيدې ۔ د هغه د سفر ملګري ورته وويل ښه ده ددې شوي کارونو د راز نه مې خو خبر کړه ۔ هغه ورته وويل دا کشتۍ چې کومې خوا ته روانه وه په دغې لار بادشاه حکم کړې وو چې په سمندر کښې کومه نوې کشتۍ هغه رانيسۍ ۔ نو دا کشتۍ د يتيمانو وه چې خپله مزدوري يې پرې کوله د خداې په حکم مې ترې دا تخته ځکه ماته کړه چې ددې په وجه يې د بادشاه سړي يې قبضه نکړي ۔ دا ښايسته ماشوم د يو نيک انسان بچې وو چې لوی شوې وې نو د هغه د بد نامۍ باعث جوړيدو نو ځکه مې د خداې په حکم ترې روح قبض کړو ۔ ديوال د يو نيک انسان د يتيمانو بچو وو چې ددوي دپاره يې ددې ديوال لاندې څه توخه ايښې وه که چرې دا ديوال راپريوتې وې نو دغه خزانه به راښکاره شوې وه ۔نو دغه رنګ به ددې کلي دا لوټلې وه ۔نو د خداې په حکم مې دا ديوال په دې سبب نيغ کړو

قران پاک کښې راغلې ددې مواقعو مفهوم په خپلو الفاظو کښې راوړې دی که څه کمې بيشۍ وي بخښنه به کوﺉ مقصد مې ددې خبرې راوړولو دا وو چې الله غني باچا په خپلو کړو ښه پوهيږي ۔ يقيننا چې الله تعالي انسان له تر يو حده اختيار ورکړې دی ۔ ځکه ورته يې د اشرف المخلوقات درجه ورکړې ده او خپل خليفه يې ورته ويلی دی د جبر او اختيار په فلسفه بلا منورينو بلا کتابونه ليکل دي له به ليکي دا بحث به تر ابده روان دوان وي ۔ خو انساني عاطفه داده چې د بل انسان په غم غمژن شي په دړد يې ودړديږي او بيا خبره چې د وينې د رشتې راشي نو دغه درد و غم له زيات وي ۔

وايي چې د نبي پاک حضرت محمد صلي الله عليه وسلام د ځوي ابراهيم په وفات له سترګو مبارکو اوښې بهييدلې وی ۔ او بيا مرګ د مسافرې وي د الميې حاديثې وي نو هر څوک پرې ډير دړديږي ۔ د پښتو ژبې يو ټپه راياديږي له تاسو سره يې شريکوم ۔
مسافر مه وژنې خاوندہ ۔ په ځنکدن به د وطن آرمان کوينه
يقينناً مسافري ګران او زړه ستړی کار کوي ۔ د نور چا نه يم خبر خو پښتانه وايي هر چاته خپل وطن کشمير دی ۔ ددې منطقې د نورو قومونو د ژبو په فوکلور کښې د وطن سره مينه د وطن د لري والي مسافرې ذکر مونږ ته په فوکلوري صنفونو کښې مخې ته راځي ۔ د کور کلي او وطن پريښودل له مجبورۍ نه وي ۔ په پښتو ټپه او سندره کښې پښتون ولس د جزباتو ، احساساتو اظهار مونږ ته په لاس راځي
څوک په رضا له ملکه نه ځي
يا ډير غريب شي يا د يار له غمه ځينه

يار به مې بل ملک ته پرې نه ږدم
ورته پيزوان د مارګلې په کنډاؤ ږدمه

تر مارګلې به درسره يم
د هغې په هورته دې خداې مل شه مينه

بارانه رو رو پرې وريږه
په مسافر جانان مې نيشته دالونونه

او داسې بلا ټپو او سندرو کښې د مسافرت په لړ کښې ذکر شته خو د پښتون مسافرت څنګه چې په يو ټپه کښې دوه وجهې ښودلې شوي دي غربت او د جانان غم ۔ زما په خيال دا دې دواړو وجهې هم دوه وجهې دي يو د پښتنې ټولنې معاشي پسماندګي دويم رواج ” ولور “ ولور خو وس د پاکستان کښې وسيدونکو پښتنو په غالب اکثريت کښې نيشته زياتره پښتانه خو وس په لور خور په واده په لکونو روپۍ مصرف کوي ۔ خو غربت او معاشي پسماندګي يې غټې وجهې دي ۔ ددې سره پښتنو کښې دا علت دی چې يو تن خليج ملکونو يا يورپ ته مزدورۍ ته لاړ شي نو نور چې په وطن کښې وي ښپه په ښپه واچوي او تيارې ته کيني ۔ دويم علت دادی چې څه وګټي نو ړومبې کور جوړ کړي بيا واده وکړي دغه رنګ ټول عمر يې د مسافرۍ کښې تير شي آخير عقوبت يې هم هغه وي کوم چې دومره لوې سفر په شروع کښې وو۔ مونږ وينو چې د نورو قامونو د يو کورينۍ يو غړی يورپ يا عرب ملکونو ته لاړ شي نو د کورينۍ نور غړي که تعليم کولې شي تعليم له زور ورکړي او د روزګار کونکي روزګار له دغه رنګ د مسافر مزدورکار محنت ځاې ونيسي د هغه سره ټولې کورنۍ بلکې خاندان معاشي حالت په زړه پورې شي ۔ زه ډير افسوس کوم چې په دې لړ کښې د ښکتې پښتنو د هغه افغان کډوالو هم عبرت وا نه غستو چې سره د اعلي تعليم او خاندان او شخصيته به يې مزدوري کوله ۔مونږ بره د جبر او اختيار خبره وکړه چې الله تر يو حده انسان له اختيار ورکړې دی چې هغه د خپل ځان او جهان د خير و ښيګړې دپاره خداې ورکړي صلاحيتونه وکاروي خپل او د خپلو راتلونکو نسلونو ژوند روښانه کړي د پښتو يو شاعر وايي ۔
په تدبير که دې د چت سوری بند نه کړو
دا تقدير دی چې هغه کوټه به څاڅي
نو پښتنو که هم د سوچ نه کار وانه غيستو او د ژوند طرز يې بدل نه کړو نو هم دغه رنګ به رزق مخکښې وي او دوي به ورپسې وي ۔
وړمه ورځ زما ورور { د ماما ځوی } عبدالرحمان دراني چې د بټ خيلې وسيدونکې دی ګريجويټ وو ۔ د ډاک په يو پرايويټ کمپنۍ کښې منيجر وو ښه کامياب وو ۔چې د سود خورو ورته پام شو او د موټرو په کاروبار کښې يې داسې ښکيل کړو چې هغه له ځانه خبريدو نو په لکونو روپو قرض پرې اوړيدلې وو ۔د خپل تقدير د بدلولو په غرض سعودي عرب ته لاړ د درې کالو د جدوجهد نه روستو چې ورته سم کار په لاس ورغې نو هلته په يو روډ ايکسيډنټ کښې وفات شو دوه ماشومان بچي يو کونډه ترې پاتې شوه په لسم اګست 2019 د خالي په ورځ د بټ خيلې په هديره کښې خاورو ته وسپارلې شو ۔

ارواښاد عبدالرحمان دراني يو باشعوره پښتون ځلمې وو ډير مينه ناک او اخلاقي حواله ډير پاک ځوان وو د هر چا غم ښادۍ کښې به شريک وي۔ خدايي خدمتګار او د باچاخان پيروکار هم په دې حواله د عوامي نيشنل پارټۍ کلک غړی وو ۔ د ارواښاد عبدالرحمن دراني مرګ که هر څو افسوس ناک وو خو د عوامي نيشنل پارټۍ صوبايي قيادت د سعودي عرب قيادت او د ملاکنډ قيادت د هغه غم ډير دروند کړو۔ د اې ،اين ،پي ملاکنډ صدر ښاغلي اعجاز خان د ضلع کونسل غړی جهان بادشاه يوسفزﺉ د خپلو ملګرو سره د پيښور هوايي ډګر ته لاړل هلته صوبايي ډپټي سکتر جمشيد خټک د لاش د وصولۍ دپاره راغلل کله چې بټ خيلې ته راورسيدل نو د پارټۍ ټول ملګري ورته راوتي وو دغلته نه يې په جلوس کښې کورته راوړه او بيا يې ظفر پارک ته د جنازې دپاره راوړه په جنازه کښې د هر مکتبه فکر هرې طبقې خلق په ګڼ شمير کښې راغلي وو ۔

د جنازې په وخت مولانا صيب چې د مرحوم سره چې د چا لين دين ورکړه راکړه د هغې ذمه واري پسماندګان په ځان مني خو د چا د بخښنې وس وي نو بايد چې هغه يې وبخښي د ملاکنډ عوامي نيشنل پارټۍ صدر ښاغلي اعجاز خان د يو ټي وي چينل سره د خبرو په وخت وويل چې په عوامي نيشنل پارټۍ کښې نور هيڅ نيشته بس مينه ،خلوص او ورورولۍ عبدالرحمن دراني زمونږ ملګری وو د پښتنې مينې او ورورولۍ پامتداره يو د په غم د پارټۍ هر ملګرې خفه دی د هغه په بيلتون زهير دی ۔

د سعودي عرب صدر سيد زمان خان هم ارواښاد عبدالرحمن دراني ته خيراج وړاندې کړو د هغه خدمات يې وستايل ۔ مادپاره دا نوی خبره وه چې د اعجاز خان کشر ورور او محترم شغيب خان پخوانې ايم پي اې او د اې اين پي ملاکنډ صدر کشر ځوې ښاغلی محمد الياس خان عرف شاه جي د قبر ته کوز شوې وو او د عبدالرحمان دراني آخيري خدمت يې کول محترم مشر شغيب خان د پيپلز پارټۍ صوبايي صدر ښاغلې همايون خان د کوز دير اې اين پي صدر حسين شاه او نور سياسي قايدينو سره شاعران اديبان او صحافيان په جنازه کښې شريک وو او فاتحې له راغلو ۔

الله دې ټول خوشحاله او ژوندي لري کورونه دې ودان وي ۔ په آخير کښې زه د ښاغلي اعجاز خان د هغه د ملګرو پت پښتو ستايم او خواست ترې کوم د سيدزمان خان جهان بادشاه يوسفزي او خپلو نورو ملګرو په وسيله د ارواښاد عبدالرحمان دراني پاتې معاملات ښه جوړ له د حل هڅه وکړي زما يقين دی چې له دې سره به د ارواښاد عبدالرحمن دراني اروا خوشحاله شي او د مينې ،خلوص او ورورولۍ باچا خانۍ حق به په جوړ له په ښه جوړ له ادا شي ۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.