” مـــارګــلــې نــه تــر کـابــلـه “

لـيک ـ مـحـمـد ايـاز حســــرت

کتاب څه شے دے ۔ او د دې حقيقت څه دے په اسلامى لغت کښې د کتاب معنٰی د الله تعالٰی د اخکاماتو د مجموعې نوم دې ـ د انسانانو ليکلې شوې کتابونو خو په حقيقت کښې محض يو خيالي افسانې دي ـ چې انسانانو ورته مختلف حالات او شکلونه ورکړې دي ـ او په دې کتابونو کښې ئي د ژوند رنګونه او ازميښتونه يو بل ته خکاره کړې دي ـ

خو د يو کتاب خوند او رنګ د هاغه کتاب په ليکوال باندې نماځلې شي ـ او د هغه د عملي ژوند د حقيقت عکاسي کوي ـ کله چې د يو انسان زړهء ته د ژوند د حقيقت څهء پيمانه خکاره شي ـ نو دغه حقيقت د دهء ذهن دغه خيالات جچ کړي ـ او دغه خيالات بيا د زړه کُومې نه د کاغز د ښکله په شکل کښې حاضر شي ـ او انسان بيا دې له مختلف نومونه ورکړي ـ او دا خبره يا ليک د هر انسان د هغهء د دماغو ، عقل او ذهني قابليت ترجمانى کوي ـ
په دنيا کښې د ليکونکو شميـر د شميـرې نه ووتې دې ـ خو د يو ليک حقيقت څه شے دے ۔ اصل خبره دا ده چې هاغه ليک کوم چې انسانى دماغ او زړونه ځان طرفته راښکيل کړي ـ په حقيقت کښې ليک دې ته وائي ـ ولې چې ليک د زړه نه راوتې خيالاتو او احساساتو يو نوم دې ـ دا احساسات چې کله د يو مجموعې شکل اختيار کړي او سپين کاغز ته اوسپارلې شي ـ نو دې ته څه واېي !! کتاب ـ کتاب
د ښاغلي اقبال حسين افکار د رپورتاژونو کتاب ” د مارګلې نه تر کابله ” پښتو ادب کښې يو ګټه وره اضافه ده ـ
رپورتاژونه چرته چې يو پروګرام کيږي يا تقريب کيږي هغه واقعات پکښې بيانيږي ـ رپورتاژ محدود وي او سفرنامــه غير محدوده وي ـ د مختلف ځايونو او واقعاتو ذکر پکښې وي ـ او رپورتاژ محدوديت لري ـ چې د يو پروګرام دننه چې څه کيږي مثلاً د يو کتاب مخکتنه وي ـ يا څه سمينار کيږي ـ هغه سمينار په څه موضوع باندې وي هغې کښې چې کوم د سترګو ليدلو حال وي ـ هم دغه پروګرامونه ، سمينارونه او د تقريباتو په حواله کومې خىرې ريکارډ باندې راځي هغه رپورتاژ کيږي ـ
دا ښاغلى کتاب په اسلام اباد کښې د افغانستان د سفارت فرهنګي ښاغلي حضرت ولي هوتک په مرسته او مالي لګښت چاپ شو ـ یقیناً چې دا ئي د ورورولۍ د مينې محبت يو ډير لوې ثبوت دې ـ د لر او بر د خلقو مينه به هم دغسې مثالي وى ـ ښاغلې اقبال حسين افکار د څهء تعارف محتاج نه دې يو نه ستړې کيدونکې ليکوال دې ـ

” مـار ګلـې نـه تر کابله “د ښاغلي افکار صيب د رپورتاژونو کتاب دې ـ دا ټول کتاب د روان بهاند سره اسان نثر کتاب دې ـ چې ډير په محنت ئي ليکلې دې ـ چې کومو غونډو کښې ئي شرکت کړې دې چې چا څهء وئيلې دي هم هغه ئي بيان کړې دي ـ ښاغلې ليکي چې د قبايلو سرحداتو پخوانې وزير سليمان لايق په پښتون کلتور او د لر او بر په تره ګرۍ عدم استحکام خبرې وکړې او د دواړو ملکونو د ورورولۍ په تعلق ئي زور راوړو او د لر او بر ځوانانو ته خواست وشو چې په سوشل ميډيا او فيس بک يو بل ته د کنځلو لاس واخلۍ ـ بلکل پکار ده چې په سوشل ميډيا او په فيس بک د داسې انتشار او کنځلو نه ځان وژغوروي ـ

يو بل له د مينې محبت او وروولۍ لاس ورکړى ـ ښاغلې خپل کتاب کښې ليکي ـ مونږ د جلال اباد د وزارت ودانۍ ته راورسيدو او د باچا خان د څلى سلام له ورغلو ـ په دې لړ کښې څهء معلومات لرم خو نه ئي ليکم بيا خلق خفا کيږى ـ يعني د دې مطلب څه شو ـ ليکوال چې څه حقيقت وى ـ هم هغه به د کاغز سينې ته سپاري ـ که چرې د خلقو د خفګان وجه وه ـ نو بيا د دې خبرې د ليکلو څه ضرورت وو ـ

يعني لوستونکى په تجسس او په سسپنس کښې پاتې کيږى ـ بهر حال د دې يادګاري غونډو ، تقريباتو ،پروګرامونو د خلې و تلې خبرې او هغې له د رپورتاژونو شکل ورکٶل څهء اسانه خبره نه ده ـ يقيناً چې افکار صيب د ډير داد مستحق دې ـ هغه يو ډير سنئير ادب ذوقه انسان دې ـ مجموعي طور د افکار د پښتو ادب د پاره ئي ښهء خدمات دې ـ هر قسم قربانۍ ئي وخت په وخت وکړې دى ـ

د رزق هغه چپو د اسلام اباد ته اورسو ـ يواځې شاعر اديب نهء دې بلکې يو انتهائي مذهبى او نظرياتي سړې دې ـ د پښتو ژبې د پاره ئي ښهء منډې ترړې وهلې دي او له لګيا دې ـ کوشش کوى چې د پښتو ژبې د پاره د پښتون قام د پرمختګ د پاره خپلې هلې ځلې جارى ساتي ـ د مردان او اسلام اباد لويه فاصله ده خو بيا هم د مردان اسلام اباد هغه فاصله دوى ختمه کړې ده ـ وخت په وخت ملګرو سره ملاږيږي راځي ـ چې څومره ادبي هلې ځلې وى په هغې کښې د ملګرو سره صلاګانې مشورې هغه کوى او باقاعده د مردان نه ځان باخبره ساتى ـ

افکار صيب يو سپيځلې پښتون يو مينه ناک سړې دې ـ د پښتو ژبې د پاره ئي چې په زړهء کښې کوم تړپ او درد دې ـ هغه ما د ډيرو کمو خلقو په سينو کښې محصوص کړې دې ـ د پښتو ژبې د پاره ډير د کار سړې ، د جنګ سړې ، د ننګ سړې او د غيرت سړې دې ـ مارګلې نه تر کابله د رپورتاژونو د پښتو ژبې مئينانو د پاره يو ډير بهترين کتاب دې ـ لاس په دعا يم افکار صيب دې الله ښاد او اباد لري ـ چې د پښتو ادب ته نورې هم داسې ګټه ورې ډالۍ ورکړي ـ

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.