يوم شهدا پوليس،د ملي يووالي د ورځې عزم

د خيبر پښتونخوا د1700 پوليس ځوانانو او افسرانو د قربانو وجه ده چې نن پرسکون ژوند تيره وو

تحرير: عثمان مايار  

 

خپل ځان او قلم لپاره دا لوئې اعزاز ګڼم چې نن د دې معاشرے په هغه طبقه ليکل کوم د کومې طبقې په حواله چې مونږ تير څو کالو راهسې  بار بار د خپلو واکمنو د خولے نه اورو چې “دوي د خپل سر د قربانۍ په بدل زمونږ ژوند بچ کړو،دوي خپل نن زمونږ د صبا لپاره قربان کړو”

دې طبقے سره زمونږ تړون څه اوسنې نه دے بلکه کله نه چې پاکستان د نړۍ په نقشه د يو نوي ملک په حيث رابرسيره شويدے نو زمونږ د مال او ځان د تحفظ لپاره د دې طبقے د جوړولو ضرورت محسوس کړے شو او د نن ورځې پورې دوي خپل فرائض په ښه شان ترسره کړيدي او لګيا دي ترسره کوي ئې نن چې د پاکستان هر لوئې بچے په آزاده فضا کښې ساه اخلي نو د دې کريډټ که مونږ دې طبقے ته ورنه کړو نو دابه  ډيره بے انصافي وي حالانکه د دې خاورې دښمنانو د دې ملک بنيادونه د نړولو لپاره کوم کوم کوشش نه دي کړے

                                     

ذکر کوؤم د خپل سيکيورټي اهلکارو  چې دي هم د قانون محافظ،هم دي د قام محافظ،هم د اولس محافظ،هم زما او ستا د مال او زر محافظ

که دا ډالونه او ديوالونه نۀ وو نو نن به زمونږ کورونه،حجرے، جوماتونه،تعليمي ادارې او هسپتالونوکنډر او ويران پراته وو

د دې پاکې خاورې او سيمې په فضا چې تيرڅلورلسيزو راهسې د ترهه ګرۍ د ناسور کوم سپيره  باد راالوتلے دے هغې نه صرف دا چې په زرګاؤ  پاکستانيان بے ګناه شهيدان کړل بلکے دې جنګ کښې زمونږ ګڼ شمير سيکيورټي اهلکارو هم د خپل سرونو قربانۍ ورکړے چې پکښې زما د خيبر پښتونخوا پوليسو افسران او ځوانان هم شامل دي

د پوليس افسرانو او ځوانانو دغې قربانو ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کولو لپاره يوم شهدا پوليس نمانځلي شي چې مقصد ئې د شهيدانو لواحقينو ته ډاډ ورکول دي چې د ملک هر يو وګړۍ د دې شهيدانو قربانو ته سلام پيش کوي

د خيبرپښتونخوا پوليسو د هر يو رينک افسر او ځوان د وطن د ناموس او د اولس تحفظ لپاره د شهيدانو په فهرست کښې خپل نوم داسې ثبت کړېدے چې تل به په تاريخ کښې ياد ساتلي شي

د پوليس محکمې د ريکارډ ترمخه  صوبه کښې د بدامنۍ مختلفو پيښو دوران 1700 نه سيوا اهلکارو خپل قيمتي ځانونه قربان کړيدي چې پکښې د عام سپاهي،کانسټيبل او د ايس ايچ اوز نه واخلې تر ډي آئي جيز او ايډيشنل ډي آئي جيز رينک افسران شامل دي

 

هم دا د دې پاکې خاورې اصل اتلان دي،دوي ستائيل پکار دي، ،د دوي کنډۍ،يتيمانان بچي،او د دوي نه  بے آسرې پاتي شوي سپين سرو ميندو پلارانو له ډاډ ورکول پکار دي چې دوي يواځي نه دي ټول ملت او رياست ئې په شا ولاړ دے ، د دوي غم د ټول پاکستان شريک غم دے

يوم شهدا پوليس صرف  شهيدانو لپاره قرآن خواني يا د دوي په ياد کښې تعزيتي غونډې منعقد کولو پورې محدود ساتل نه دي پکار، ټول اولس له به د پوليسو مټې مضبوطولولو عزم کول وي چې اولس او پوليس يو وي نوهغه ورځ لرې نه ده چې دا سيمه به  يو وارې بيا ګل او ګلزار شي،دښمن به مخ تورن شي دپاکستان سلامتيا د خښپو لاندې کونکو عزائم ،سازشونو او ټول اميدونه به هم دې پاکه خاوره کښې خاورې شي ۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.