د افغانستان بادشاه نادر شاه په امامت کښې د علامه اقبال مونځ

لیک: اقبال حسين افکار

“پيغام اشنا” د خانه فرهنګ ايران درې مياشتيزه مجله ده ددې مجلې په جلد 19 , شماره ـ 75 کال 2018 (د اکتوبر نه تر دسمبر ) په ګڼه کښې د حافظ عبدالرشيد / محمد وسيم انجم په خپله مقاله کښې په صفحه 26 دريمه پيرا کښې ليکي ” علامه اقبال او راس مسعود د پيښور نه په 23 اکتوبر 1933 کښې کابل ته ورسيدل دوي د استوګنې بندوبست هلته د شاهي ميلمستون په نوى ودانې ” دارالامان ” کښې شوى وو ـ د سيد راس مسعو سره پروفيسر هادي حسن او د علامه اقبال سره غلام رسول خان بيرسټر د سکترانو په حيث ملګري ورسره او علي بخش د علامه اقبال د خدمت کونکي توګه ورسره وه ـ درې ورځې د تعليمي امورو په لړ کښې د افغانستان د اعلي چارواکو سره د علامه اقبال او سيد راس مسعود خبرې وشوى وايي چې ددې ناستو کاروايي راس مسعود ليکله خو د بد قسمتۍ نه ددوي د تجويزونو ريکارډ موجود نه دى ـ په دې مهال د کابل په ښار والۍ کښې د دوي په درناوي کښې د چاييو اهتمام هم شوى ووـ علامه اقبال د سرور خان ګويا په ملګرتيا کښې د بابر مقبرى ته د فاتحې دپاره هم تللى وو ـ د بابر مقبره د کابل نه بهر په يو ويرانې غونډۍ په لمن کښې ده ـ وړه وداني ده په قبر بې ګنبد مقف شان کهړکۍ جوړه شوى ده ـ روستو علامه اقبال او سيد راس مسعود ليدل په قصر دلکشا کښې وشول ددې ملاقات په لړ کښې ويلى شي چې علامه اقبال نادرشاه د قرآن کريم يو جلد ډالۍ کړو په دا مهال د مازيګر د مانځه وخت شو نادر شاه علامه اقبال ته وويل چې ته وړاندى شه د امامت دپاره ولى په قول د ظهيرالدين علامه اقبال وويل ” نادر! زما د ټول عمر دا خواهش دى چې د يو عادل شاه په اقتداء کښې دې مونځ نن دې فقير له خداى دا موقع ورکړى ده چې د هغه دا مراد پوره شي نو ته ما ددې نعمت نه بې برخې کوى نن به زه ستا په اقتداء په مانځه ودريږم امامت به هم ته کوى ”
د افغانستان بادشاه نادر شاه د جاويد اقبال دپاره د سرو زرو ګهړۍ هم ډالۍ کړه ـ مخکښې ليکي چې د اختر په ورځ به جاويد اقبال دغه ګهړۍ په لاس کوله او د اختر د ورځې روستو به ترې سرداري بيګم دغه ګهړۍ او چغه واغسته او بيا په بل اختر کښې به يي ورکوله ” ژباړه اقبال حسين افکار
ياده ددې وي چې علامه اقبال په احمد شاه ابدالي ،خوشحال خان خټک جمال الدين افغاني ، نادرشاه ليکل کړي دي او ددې پښتنو اتلانو متاثره وو ځکه ورته افغان شناس هم ويلى شي ګڼ شعرونه يي خلق د حوالې توګه خپلو ليکونو کښې راوړي
اې غافل افغان اپني خودي پهچان
آسيا يک پيکر آب ګل است
ملت افغان در پيکر دل است
وايي چې خديجه فيروزالدين په خوشحال خان خټک ړومبې پي ايچ ډي د علامه اقبال په وينا کړى وه د خديجه فيروز الدين د پي ايچ ډي دغه مقاله ارواښاد ډاکټر اقبال نسيم خټک په اردو ژبه ژباړلى ده او کتابي بڼه چاپ ده د اکادمي ادبيات پاکستان نه او ښاغلي اجمل ښکلي د افغانستان ليکوال په پښتو ژبه په کتابي بڼه چاپ ده دغه رنګ د علامه د کابل ددغې سفر حال سيد سليمان ندوي ليکلى او کتابي شکل کښې چاپ دى چې د پښتو ژباړه يي په کتابي شکل کښې په کابل کښې چاپ ده په دې لړ کښې هم په دې موضوع د ننګرهار ځنې ليکوالو کار کړى دى او کتابونه يي چاپ کړي دي-
شاعر مشرق علامه محمد اقبال هغه نابغه شخصيت دی چې هغه نه يواځې د نادر شاه پاچا بلکې له وړاندې د سيد جمال الدين افغاني ، د احمد شاه ابدالي ، خوشحال خان خټک د دانش تدبر ننګ او مړانې ذکر په نظمونو او نثري ليکونو کښې يې ذکر کړې او خراج وړاندې وړاندې کړې ۔ ځنې منورين وايي چې د علامه اقبال په شاعرۍ کښې د خوشحال خان خټک فکري تاثر جوت دی ۔ د دغه رنګ نابغه شخصيتونه د خپل فکري ابلاغ دپاره يو کردار جوړ کړي د خوشحال خان خټک کردار وو چې علامت يې باز وو د علامه اقبال کردار مردمومن وو علامت يې شاهين وو ۔ باز او شاهين او ننګيال او مرد مومن کښې څومره نيزديک والی دی ددې انداز تاسو ښه لږولې شﺉ ۔ دغه وجه ده چې د خوشحال خان په ننګيال کښې علامه اقبال ته مردمومن ښکاريدو ۔ او د خوشحال خان خټک، احمد شاه ابدالي ،سيد جمال الدين افغاني ، نادرشاه پاچا په شخصيت کښې ورته هغه مثالي ننګيال او مردمومن ښکاريدو ځکه يې د پښتنو په دې اتلانو کار کړې دی ۔ ارواښاد ډاکټر محمد اعظم اعظم يو ادبي دستورې ته د وينا په وخت وويل که چرې ميجر راورټي په خوشحال خان خټک ليکل نه وې کړي نو امکان لري چې مونږ پښتنو به تر وسه خوشحال خټک نه خبر نه وو ۔ د ميججر راورټي د تحقيق او ژباړو په وسيله د خوشحال خان د فکر د ژوند د فلسفې نه خبر شوې وو او بيا پرې داسې ميين شو چې د هغه ژباړې يې وکړې ۔ کله خديجه فيروزالدين د پي ايچ ډي د مو ضوع په لړ کښې د علامه اقبال نه مشوره وغوښته نو هغه ورته مشوره ورکړه چې خان خوشحال خان خټک باندې پي ايچ ډي وکړه ۔ خديجه فيروز الدين هم داسې وکړل او په خان خوشحال خان خټک يې پي ايچ ډي يې وکړه چې د هغې د انګريزۍ تيسس ارواښاد ډاکټر اقبال نسيم خټک وژباړله او په کتابي بڼه يې چاپ کړه ۔ ماته د افغانستان د علومو اکاډمۍ مشر ډاکټر ظاهر شکيب ويل چې مونږ دلته په علامه اقبال ډير کار کړې دی ۔ تاسو دې معلومه وي چې د افغانستان حکومت چې د ظاهر شاه په دور حکومت کښې کوم درې تعويزونه راليږلي په هغې کښې يو د خوشحال خان خټک يو د رحمان بابا او يو د علامه اقبال د څلي دپاره وو چې اوس هم د دوي په قبرونو لګيدلي دي ۔ علامه اقبال ته افغان شناس هم ويلی شي ۔ د هغه د افغانانو په حال ويلي شعرونه د افغانانو په حال پوره خيژي هم دا د لوړ فکره دانشور خاصه وي چې د هغه شعرونه ويناګانو خلق بيا مثال ورکوي ۔ د افسوس خبره داده چې نن زمونږ ځنې پښتانه آسمان ته د توکو هڅه کوي او د علامه اقبال سيد جمال الدين افغاني پسې نا شولتې وايي ۔ ددې خلقو په اپلتو ددغو شخصيتونو مقام نه کمميږي خو ځان خامخا بې خونده کوي ۔ علم و ادب د حسن او مينې لار ده او دغه رنګ نابغه چې ددنيا په هر قوم کښې وي هغه د انسان د زرګونو کاله تهذيبي ژوندې اثاثه وي هم د دوي ليکونو په وسيله د علم ادب د رنګ او نور قافله پرمخ ځي ۔ دا د قومونو او ملکونو ترمينځ مشترکات دي په دې چې څومره زيات کار وشي دومره دومره قومونه ملکونه ولسونه يو بل ته رانيزدې کيږي مينه به زياتيږي او نفرتونه به سر خوري۔
په درناوي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.